Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

ټرمپ: که ميرمني حجاب اغونډې نو موږ ولې ورسره په تکليف يو ؟ دا کار خو هغوی له زرګونو کلونو کوي خپله خوښه يې ده . حجاب له ميکپ اسانه دی که چیرې زه ښځه واي ما به د ميک اپ په ځای سمدستي حجاب کوه او ويلي به...

22,108 просмотров • 1 год назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

زما د واده یو اساسي شرط 😁 زما پلار د خپل کلي له پخوانیو سپينږیرو سره عجبه مینه لري. وايي، سږکال چې وطن ته ولاړ سي، په کلي کې په ټولو سپينږیرو پسې چې وفات سوي‌ خیرات کوي. زه ورته وام بابا خیرات به د قوش تیپې کوې او خلکو ته به وایې چې په سپينږیرو پسې مي کړی دی. موږ بېچاره ګان خو د قوش تیپې ملاتړ نه سو کولائ. زمو بیچاره ګانو وطن خو یو څو تښتېدلو اجاره کړی دی. هغوي دا فیصله کوي چې د کومې پروژې ملاتړ وکړو او دکومې پروژې مخالفت وکړو. موږ که د وطن خبره وکړه بیا خو تښتېدلي ناموسي اتهامات راباندي‌ لګوي. مګر که خداي د طالبانو پالیسې بدله کړه اودې خلکوته یې چوکۍ ورکړې چې دوي بیا په سپاټو مصروف سي او موږ بیچاره ګان خپل غم ته خلاص سو 😂 به هر حال، موږ چې له پلار سره مجلس کوو، د خپل کلي پخواني سپینږیري یادوي، کیسې راته کوي، بیا افسوس کوي چې مړه سوي دي. په خپلو ورځنیو مکالمو کې هم موږ ته ګاهي - ګاهي د هغو خلکو متلونه کوي. دا متل اکثر ما ته وايي:‌ عقل دي خپل خوښ دی، کار دي د بل خوښ دی. دا خبره ځکه کوي چې زه په عمومي ډول زحمتکشه نه یم. ما ته دا خوند نه راکوي چې ځان ته زحمت ورکړم. مثلاً، یو شی که پر ځمکه پروت وي، زه یې په پښه را پورته کوم، دا چې په ملا ور ټيټه سم او په لاس یې را واخلم زما لپاره سخت کار دی. که یو کار بل څوک کولائ سي، زه رهنمايي ورته کوم خو دا مي نه ده په وس پوره چې زه خپله ورسم او کار وکړم. مثلاً، له کله چې کار کوم او خپلې پیسې لرم، هېڅ وخت مي‌ نه را په یاد کېږي چې خپل کالي مي په خپله پیرولي یا اوتوکړي وي. زه یې خشکه شوي ته وړم. کور مي هم په خپله نه دی پاک کړی. د کور پاکولو ښځه را غواړم . دا په دې معنی نه ده چې زه اصراف کوم. زه قیمتي‌ کالي نه اخلم. زاړه کالي اغوندم او هغه پیسې صفا کارې او خشکه شوي ته ورکوم. زما زاړه کالي خوښ دي‌ خو زحمتکشي مي نه خوښېږي. پر دې منطق، زما موټر چلول نه دي زده. په امریکا کې ډېر خلک راته حیران سي چې ولي مي‌ موټر نه دی زده. په امریکا چې د چا موټر نه دی زده یعنې له کوره دباندي‌ نه سې وتلائ. زما یو اساسي دلیل چې په نیویارک کې اوسېږم دا دی چې ښاري موټر لري. یا هغه د افغانستان په سیسټم، سرویسونه لري. زه په سرویس کي ګرځم خو دا زحمت مي‌ له لاسه نه کیږي‌ چې موټر به چلوم، پاکوم، ترمیموم. دلته ټکسي سته خو ګرانه ده. نو زه پیسې نه پر ضایع کوم. په سرویس کي ځم. چیرته چي سرویس نه ځي، پیاده ځم. نو ما ولي موټر نه زده کول؟ د دې لپاره چې زه وام هره ښځه باید له داسي سړي‌ سره واده وکړي چې موټر وچلوي. حد اقل زه له داسي‌ چا سره واده نکوم چې موټر نه چلوي. او چې بل څوک موټر راته چلوي، زه یې ولي تکلیف پر ځان واخلم؟ زما د ژوند فلسلفه دا ده چې موږ خداي پاک د دې لپاره نه یوو پیدا کړي چې پر ځان زحمت او مشقت تېر کړو. موږ یې د دې لپاره پیدا کړي یوو چې ښه ژوند وکړو،‌ په مینه او محبت کي او ځان ته ژوند اسان کړو. موټر ته شپيګ ټیرونه واچوه شین راکیټ ویلوړ دی چې ته پیره کړې زه اوربل جوړ کړم په مینه ملګری وايي چې شین راکیټ د خوست له ډېرو مشهورو سندرو ده. خیست/شرۍ/شورۍ/لغات 😁

JALALZAI

25,900 просмотров • 2 лет назад

وضاحت د بي سي سي خبریال د زاويه نيوز خبر ريټويټ کړی او ادعا يې کړې، چې خبرې يې تحريف شوي. موږ د نوموړي د خبرو همدغه ويډيو بيا خپروو چې له جرمني د اخراج شويو کډوالو د لاسونو ولچک کولو او د پوښتنو ګروېږنو لپاره نامعلوم ځای ته د انتقال په اړه دقيق معلومات پکې شريکېږي. د بي بي سي خبریال وايي: «... موږ ته که څه هم له نږدې اجازه را نه کړل شوه چې دوی وګورو او له دوی سره خبرې وکړو، ځکه چاته اجازه نه ورکول کېده چې د دوی تصويرونه واخلي يا دوی سره مرکه وکړي يا د دوی ويډيوګانې واخلي، خو موږ له لرې ولیدل چې دوی راښکته شول، له هوایی ډګر څخه په يو ځانګړي بس کې راوړل شول او په يو خاص ځای کې (يو خاص ځای ته) دوی طالب چارواکو يوړل او له هغوی سره يې خبرې کولې. موږ له ځينو سرچینو سره چې په هوايي ډګر کې خبرې وکړې هغوی ويل، اوس له دې خلکو پوښتنې او اښتنې کېږي او معلومه نه ده، چې تر سبا پورې به خپلو کورنيو ته وسپارل شي او که له هغه وروسته به څه ورسره کېږي، خو موږ ځينې تصويرونه وليدل چې لا هم د دوی ولچکونه يې په لاس کې وو او له الوتکو راښکته شوي وو او بيا ځانګړي ځای ته د پوښتنو لپاره يوړل شول، نو رارسېدلي دي، خو د خبرو لپاره هيچاته اجازه نه وه...» زاويه نیوز د خبر امانت په بشپړ ډول ساتلی او ټولو مسلکي اصولو او ارونو ته يو ځل بيا ژمنيا تازه کوي او تکراروي، چې د تېرې ورځې خپور شوي خبر کې يې هېڅ راز تحريف نه دی کړی.

ZAWIA NEWS

33,102 просмотров • 1 год назад

د راشد خان د قضیې په اړه د شیخ صاحب د دریځ د ناسم معلوماتو وضاحت او د اسلامي نظام د دفاع منطق په دې کې هېڅ شک نشته چې شيخ صاحب محترم ډېر ښه انسان دی او که د ده علمي او تحقيقي سابقه وڅېړو نو ډېره پراخه ده خو په همدې مسئله کې زه په بشپړ ډول يقين لرم چې شيخ صاحب ته د موضوع ټول حقیقت نه دی معلوم تر ټولو لومړی که وګورو رشید خان اول دي پېژني نه حتی په ویډیو کې څو څو ځله پوښتنه کوي چې: “راشد څوک دی؟” دا خپله دې ته اشاره ده چې موضوع پرې نه ده روښانه دوهمه خبره دا ده چې که شيخ صاحب ته اصلي حال معلوم وای ښايي ده به د دې پوښتنې ځواب په همدې انداز نه وای ورکړی اوس راځو بعضي پوښتنو او جوابونو ته تر هر څه مخکې: شيخ صاحب مبارک یوه حدیث ذکر کړې ده. شيخ صاحب یې تشریح هم کړې ده، زه به هم لږه تبصره پرې وکړم شيخ صاحب چې کوم حدیث بیان کړی، په هغه کې راغلي چې د خلکو په شاته تجسس مه کوئ، یعنې د دې نیت سره د بل بدۍ پسې مه ګرځئ چې د هغه بد کارونه پیدا کړم او بیا یې خلکو ته ښکاره کړم خو دلته خبره برعکس ده؛ راشد خان خپله مېرمن په بې‌پردګۍ سره رسنیو ته وړاندې کړې ده. دلته چا تجسس نه دی کړی، بلکې دی خپله د دې کار سبب ګرځېدلی دی دوهمه خبره دا ده چې که اسلامپالو مبارزينو د راشد خان خلاف غږ پورته کړی، مقصد دا نه و چې د راشد خان سپکاوی وکړل شي بلکې اسلامپالو ملګرو خپل اسلامي نظام دفاع کړی صرف دا خبره کړې چې راشد خان تاسو ته همدا حکومت تنخوا درکوي همدا حکومت تاسو سپورټ کوي او همدې حکومت د همدې شرعي اصولو لپاره شل کاله جګړه کړې قربانۍ یې ورکړي او شهیدان یې ورکړي دي نو صرف حق ويل شوي تجسس نه دی کړی اوس ځینې خلک د شيخ صاحب ویډیو خکته پورته کوي او وایي چې تاسو غلط وئ، شيخ صاحب داسې وایي. وروره! شيخ صاحب هر څه چې ویلي، هغه د خپل فکر او د هغه حدیث له مخې ویلي چې ده لوستلی. په دې مسئله کې چې د راشد خان ده، ده ته بشپړ حقیقت نه دی معلوم. زه په يقین سره وایم: که شيخ صاحب ته دا ریښتینی حال معلوم شي چې اسلامي نظام، شرعي نظام، او د دې ټولو باوجود راشد خان په نړیوال سټېج داسې کار کړی، نو زه په باور سره ویلی شم چې شيخ صاحب به پر ده فتوی هم ورکړي او له خپل پخواني موقف به هم رجوع وکړي. او زه دا خبره تاسو ته عملاً ثابته کوم. اوس لږ بوخت یم، ان شاءالله چې خپل ځای ته ورسېدم، زه پخپله له شيخ صاحب سره اړیکه نیسم او ټول جزئیات به ورته بیان کړم. بیا به تاسې ووینئ چې څنګه به رجوع کوي او د هغه خلاف فتوی ورکوي

عبدالحق الأفغاني

16,671 просмотров • 9 месяцев назад

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 просмотров • 2 лет назад

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,282 просмотров • 11 месяцев назад

د طالبانو په تېره دوره کې په افغانستان کې د پاکستان سفير عمر خان شېرزی له يوې پاکستانۍ رسنۍ سره په مرکه کې پر طالبانو د پاکستان له نفوذ، د طالبانو پخواني مشر ملا عمر سره د اړيکو او د پاکستان لخوا د طالبانو د بهرنۍ پالیسۍ کنټرول په اړه ځينې رازونه بيان کړي دي. نوموړی وايي، ملا عمر ډېر سختدريځه مشر و او هېڅکله يې په اسلامي شعايرو معامله نه کوله، له پاکستان سره يې ډېره مينه درلوده او هغه پوهېده چې واک ته په رسولو کې يې د پاکستان کافي لاس و. نوموړی وايي، کله به چې د پاکستان لخوا نوموړي ته کوم حکم کېده، نو ده به پخپله ملا عمر ته رساوه او ملا عمر به هم ژر تطبيق کوه. دی له افغان سېکانو سره د طالبانو د چلند او د پاکستان د مداخلې او اوامرو کيسه کوي، چې د طالبانو لخوا افغان سېکانو ته د زېړ رنګه جامو اغوستو امر شوی و، خو ما د پاکستان حکومت پيغام ملا عمر ته ورساوه، چې له نړيوالو انتقادونو څخه د خلاصون لپاره دې د زېړ رنګه کاليو پر ځای د پېژندلو او له نورو سره د تفاوت لپاره په کالیو کې زېړ رنګه تڼۍ يا دکمې/ بټنې ولګوي او ملا عمر سمدستي دغه امر تطبيق کړ: «هر پيغام به چې ما د پاکستان لخوا رسوه، هغه به له لږ بحث وروسته سمدستي عملي کاوه.» نوموړی پخپله کندهار ته د اسامه بن لادن د سپارلو په تړاو د پاکستان لخوا د امريکا د پيغام شريکولو کيسه داسې کوي: «ملا عمر راته وويل، چې موږ پښتانه يوو او کله چې مېلمه ته پناه ورکړو، نو بيا يې د ساتلو لپاره هرې قربانۍ ته حاضر يوو. امريکا ته د هغه د سپارلو پوښتنه نه پيدا کېږي. ما ورته وويل، چې نه حواله کول به يې سختې پايلې ولري، خو هغه راته وويل؛ عمر خان صاحب، که يو څوک په چپرکټ يا تخت ويده وي، نو ته به يې لاندې وغورځوې، خو که يو څوک له وړاندې پر ځمکه او فرش ويده وي، نو ته به يې چېرته وغورځوې؟ موږ سره به امريکا څه وکړي؟ ملا عمر د قوي ايمان خاوند و. ويل به يې زموږ الله له موږ سره دی.» نوموړی په هغه جګړه کې له امريکا سره د پاکستان د هغه وخت مشر جنرال پروېز مشرف په درېدو هم انتقاد کوي او وايي، تر ټولو ښه لاره دا وه، چې پاکستان هم د ايران په څېر د طالبانو ـ امريکا په جګړه کې بې طرفه پاتې شوی وای.

ZAWIA NEWS

34,095 просмотров • 1 год назад