Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

پخواني او اوسني پلټن ځایونه! واقعاً ریښتیا یې ویلي دي.

20,079 Aufrufe • vor 2 Jahren •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

د تراب صیب بشپړ شعر دی چې ملا هبة الله اخوند ته یې د مخ لوڅېدلو ویلي، د کابل بلنه یې ورکړي او دا وړاندوینه یې هم ورته کړي چې بې کابله یې نه شئ شل کولای. خلیفه صیب دین محمد ته یې هم یوه وړه چونډۍ ور لګولي، ورته ویلي یې دي چې د پیر او پیغمبر مقام به نه سره ګډوي. د اوس مهال مسلماني په اړه یې ویلي چې تر ډېره بریده یواځې ظاهري پاتي ده، د باطن خونده یې نه شته، مانا یارانو ږېري تر نامه پرېيښي او اخلاق یې تر نامه ښکته چلېږي. د تعلیم، ملي سرود او بیرغ یادونه یې هم وکړه او دا یې جوته کړه چې په دې ردیف او قافیه نور غږیدل نه دي پکار، ځکه سبا به یې خامخا منئ، خو دغه زور او شور به مو له لاسه وتلی وي. د طالبانو اوسنی حالت یې حکومت ونه بلل او ډېر ښکاره یې ورته وویل چې که حکومت کوئ؛ نو جرګه را وغواړئ او له خلکو پوښتنه وکړئ، کنه نو د تاریخ د ژرنې څرخ به مو سر وګرځوي. په پای کې یې د عدم تشدد فلسفې ته هم لږ لاس ونیو او ویې ویل چې امپراطورۍ پر تشدد ماتېږي او د دوښمن ککرۍ پر ټوپک ورانېږي. په سعر کې نورې وړې او غټې هم وي تاسې یې واورئ او خوند ور څخه واخلئ.

Rahmatullah Andar🇦🇫

48,796 Aufrufe • vor 1 Jahr