Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

پر کابل به د اسلام بیرغ هسک وي، د توحید ږغ به يې هر لوری زنګوي، د اسلام رڼا به يې پر څنډو خپره وي، د ایمان نور به يې د مؤمنو اوسېدونکو په هر رګ رګ کي جاري وي، د بریا لاسونه به يې خپل کړي وي او...

18,506 Aufrufe • vor 7 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

د کابل په فروشګاه ساحه کې د سيند پر غاړه د حبيب شرکت او کټوازي ګروپ لخوا له کابل ښاروالۍ سره په شريکه موقتي جوړو شويو دوکانونو پر (سر قلفي) جنجال رامنځته شوی دی. د دغه مارکېټ دوکاندارانو چې کابل ښاروالۍ يې د کرايې لوړولو پر سر دوکانونه بند کړي زاويه نيوز ته وويل، د هر دوکان د يو متر مربع ځمکې پر سر ترې له ۱۲۰۰ تر ۱۳۰۰ ډالر اخيستل شوي، خو اوس کابل ښاروالۍ وايي، چې دغه پيسې شرکت وړي او کابل ښاروالۍ ته بايد جلا پيسې ورکړل شي. دوکانداران، چې د شرکت او کابل ښاروالۍ ترمنځ د ناسم پوهاوي يا چل او دوکې له وجې قربانيان دي، د هر دوکان د سرقلفي پر سر د اخيستل شویو پيسو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي. د معلوماتو مطابق، د جوړونکي شرکت او کابل ښاروالۍ ترمنځ قرارداد داسې شوی و، چې شرکت به دغلته دوکانونه او ساحه جوړوي او تر دريو کلونو پورې به يې د کرايې پيسې اخلي او له دريو کلونو وروسته به هر څه روغ او جوړ ښاروالۍ ته پرېږدي، خو اوس د دوی ترمنځ د رامنځته شوي جنجال له وجې د دوکاندارنو حق خوړل کيږي او دوکانونه يې بند کړای شوي دي. د معلوماتو پر اساس، په کابل ښار کې د اکثريت نويو جوړېدونکو مارکېټونو قراردادونه په ورته ډول حقوقي ستونزې لري، چې په راتلونکې کې به يې بيا دوکانداران او کابل ښاروالۍ سره لاس او ګرېوان کړي وي.

ZAWIA NEWS

38,741 Aufrufe • vor 1 Jahr

د ترمذي شریف باب رفع اليدين ته را ورسېدو، شيخ صاحب پرې دلايل وويل، د راويانو د حالت له بيان سره يې ښه قوي احادیث په ترک رفع اليدين وويل. په سبا چې درس ته راغلی، يوه غير مقلد شاګرد د ملګرو په توسط، د يوه او بل په لاس له تبادلې سره د شيخ صاحب ميز ته خط ليږلی و، چې پکې ليکلي يې و، په رفع اليدين باندې قوي دلایل شته، تا هغه ونه ويل، بلکې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره دې ضعيف احاديث وویل او قوي نوم دي ورکړ. شيخ صاحب وخندل، عینکي يې له سترګو پورته کړې او په تندي يې کېښودې، ويل که ستاسو خوښه وي، زه به د ده اودس ور وکړم، لستوڼي يې را ونغښتل، ويل يې ورپسې شه مولانا، هغه احاديث چې قول د صحابي وي مه يې راسره منئ، صرف هغه راسره ومنئ چې فعل او قول د نبي کريم صلی الله علیه وسلم وي، هغه حديث که يې راوي کې د ثقه څخه بل يو هم و مه يې منئ، ټول راويان يې بايد ثقه وي. دوې ورځې مسلسل يې پرې دلايل وويل، اويا احاديث يې د راويانو له حالت سره چې هر يو يې ثقه ثابت کړ ذکر کړل، اخیر يې وويل چې نور هم شته خو همدا بس دي. نو خبره مې دا کوله، چې له سیاست ور ها خوا، په علمي ميدان کې دا يوازې نوم نه، بلکې د احاديثو او فقهې يوه داسې بهترينه خزانه مو له منځه لاړه چې ځای ډکېدل یې د اوسنيو استعدادونو کار نه دی. ويډيو کې د کتابونو له جملې له حديثو پرته بل هيڅ کتاب نشته، همدومره اندازه نور کتابونه يې دوهم ځای (حقانيه) کې هم تدریس کول، نو څه فکر کوئ چې دا به څه ستر او عظيم انسان وي! الله تعالی دې پرې ورحميږي.

م. عبدالواحد حقاني

10,632 Aufrufe • vor 4 Monaten