Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

په احمد مسعود، سمیع سادات، یاسین ضیا او داسي نورو مارنو لړه‌مانو خوګ تارسا په سوخته کولو کې خو زلمي خلیلزاد هم بیا تر چا کم نه دی. نادری کوی تاسی ورته غوګ شی

18,781 Aufrufe • vor 27 Tagen •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

مهم! نقاب د سمیع سادات یو مهم غږیز کلیپ ترلاسه کړي دی. سمیع سادات: سناتور والټز، تاسو زما وروستۍ هیله یاست. سمیع سادات: تاسو زموږ هوايي ملاتړ او اکمال وکړئ. سمیع سادات: موږ له ۳ کلونو راهېسې د مبارزې هڅې کوو. سناتور مایک والټز، چې تازه د امریکا ملي امنیت د سلاکار په توګه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ټاکل شوی دی، په افغانستان کې د بې ګناه افغانانو د وژلو تور تاريخ لري او د جنرال سمیع سادات له نږدې ملګرو څخه ګڼل کېږي. د نوموړي د نوې دندې په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې، سمیع سادات سناتور والټز ته هیله څرګنده کړې او ورته یې ویلي دي؛ چې د افغانستان په بیا نیولو او جګړې کې ورسره مرسته وکړي. سادات په خپلو غوښتنو کې له سناتور والټز څخه د هوايي ملاتړ او اکمالاتو غوښتنه کړې ده، او زیاته کړې يې ده چې د افغانستان د ازادۍ لپاره یې وروستۍ هیله او ارزو د ده مرسته ده. د سادات په وینا، که والټز په دې لار کې ورسره مرسته وکړي، دا به د افغانستان او ټولې سیمې لپاره د تروریزم پر وړاندې یو اغېزناکه ګام وي. سمیع سادات په تیرو ۳ کلونو کې له ډیری امریکايي چارواکو څخه د مرستې غوښتنې کړې دي، مګر تراوسه یې د چا له لوري مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړي، تازه یې یوه بل امریکايي چارواکي ته د مرستې لاس اوږد کړی دی ترڅو له ۴۵ کلنې جګړې تازه راوتلی افغانستان بیا د جګړې لور ته بوځي.

نقاب | Niqab

77,146 Aufrufe • vor 1 Jahr

په دوبۍ کې يو شمېر افغانان چې د سوداګر ميرويس عزيزي له شرکت څخه يې اپارتمانونه اخيستي وايي، د نوموړي کمپنۍ ترې د اپارتمان پيسې اخيستې دي، خو نه ورته اوس بېرته پيسې ورکوي او نه هم ورته اپارتمان او اسناد يې تسليموي. په دوبۍ کې دغو مزدورکارانو زاويه نيوز سره د بانکونو هغه چکونه، د عزيزي شرکت د هغو کارکوونکو معلومات او په بېلابېلو قسطونو کې د تسليم شويو پيسو عکسونه او ويډيوګانې هم شريکې کړې دي، چې د دوی په ادعا د دوبۍ په «عزیزی رویرا، میدان» کې يې پرې اپارتمانونه اخيستي دي. دغه کسان وايي، دغه پيسې يې په اول ځل يوه اندازه نغدې «۳۶ لکه او ۳۳ زره درهم/ يو شخص» د عزيزي منېجرې زینب او د هغې ورور احمد ته ورجمع کړې دي، او ورته په رسيد کې ليکل شوي، چې په دوو مياشتو کې به اپارتمان درته تسليم شي، خو اوس پرې ۹ مياشتې اوړي او ورته بهانې کوي: «زما په څېر په ګڼو خلکو اپارتمانونه پلورل شوي، خو اوس نه ورته د اپارتمانونو اسناد ورکوي او نه هم خپلې پيسې. موږ چې کله په زینب او احمد پسې ورشو، موږ ته وايي، دغه پيسې مې د عزيزي اکاونټ ته جمع کړې دي او نور تاسو پوه شه او کار مو. دواړه د عزيزي رسمي کارکوونکي دي. دغه سوداګريزه معامله د ميرويس عزيزي په دفتر کې شوې او موږ يې ټول اسناد لرو، خو نن هېڅوک ځواب نه راکوي.» په دوبۍ کې مېشت دغه افغان کارګر وايي: «اول چې درته کور وښيي، په پنځه ويشت، دېرش، پنځه دېرش او تر څلوېښت لکه درهمو پورې يې بيه کوي. له جوړجاړي وروسته يې چې درباندې وپلوري، يوه لويه برخه پيسې هماغه اول کې درنه اخلي او بيا به ورپسې ګرځې. اوس نه کور راکوي او نه هم پيسې. ډېر يې ستړي کړي يوو.»

ZAWIA NEWS

35,956 Aufrufe • vor 2 Monaten

د پاکستان د پښتون دښمن پوځ تر ویشتلو وروسته د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په یوه ویډیو کې ښکاري چې روغتیایي حالت یې ښه دی. ښاغلی داوړ په یوه اطاق کې ایښودل شوی چې هیڅ ډول ډاکتر او روغتیایي اسانتیا وې نه تر سترګو کېږي؛ خو غږ یې سم او څېره یې له خطره بهر بریښي. که پښتنو سیاسي مشرانو د عدم تشدد پر فلسفه عمل نه کولای نه به ویشتل کېدل او نه به زنداني کېدل. محسن داوړ مخامخ پاکستاني پوځ ویشتلی؛ ګڼ ملګري یې ټپیان او یو ځوان شهید شوی دی. په پاکستاني ټاکنو کې نه د پوځ سرسخته مخالف د پي ټي آی کسان چا وویشتل او نه هم پر هغو پښتنو سیاسي د کاندارانو چا ډزي وکړې چې په پښین کې د خوشحال خان کاکړ د ناکامه کولو لپاره له افغان دښمن ملا فضل الرحمان سره جوړ جاړی وکړ. منظور پښتون یې په میاشتو زنداني کړ نه یې ګوند څه وکړای شول او نه نورو پښتنو؛ نن یې محسن ټپي کړ او دادرک یې ځانته معلوم کړ چې (د خیرات مږان) پښتانه هیڅ نشي کولای؛ بله ورځ به یې خدای مکړه ووژني. په پاکستان کې پښتني سیاستوالو ته په کار دي چې د عدم تشدد فلسفه د بلوڅو په څېر ښځو ته ور پرېږدي او دوی په پښتون دښمن ریاست پسي د بلوڅ آزادي غوښتونکو په څېر مبارزې ته لاس واچوي، بیا به هم پښتونستان جوړشي هم به انقلاب راشي. په تش زنداباد او مرده باد که پښتونستان جوړېدلای د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او عوامي نېشنل ګوند سیاسي دکاندارانو به اوس ۴ او ۵ پښتونستان لرلای. محسن داوړ ته د ژر روغتیا په هیله!

Mirwais Afghan

15,133 Aufrufe • vor 2 Jahren

په شنه سهار طالبانو شور اچولی او ادعا یې کړې چې ګواکې په باګرام پوځي اډه کې یې د رادر سېستم فعال کړی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې رادار د رضا خان ماما پراشوټ نه دی چې په هر دوکان کې په عمده او پرچون ډول وپلورل شي. د طالبانو حکومت له روسیې پرته بل هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د رادار پېر او پلور خپل ځانګړي نړیوال شرایط لري په ډلو ټپلو یې څوک نه شي خرڅولي. دوهمه خبره دا ده چې دغه ويډیو په اې ای جوړه شوې ده. په افغانستان کې دا مهال پسرلی دی خو په تصویرونو کې اې ای ويډیو په ژمني چاپیریال کې جوړه کړې ده. درېیمه خبره دا ده چې طالبان د خپلو تبلیغاتو او د دروغو اوازو اچولو لپاره له اې ای ګټه اخلي، خو په حقیقت کې په عصري علومو او ټکنالوژۍ هېڅ ډول باور نه لري. که باور یې لرلی په یویشتمه پېړۍ کې څنګه ممکنه ده چې یو شین بې سواده افراطي کلیوال سړی د مخابراتو وزیر شي؟ څلورمه خبره دا ده چې که دوی رښتیا هم رادار فعال کړی وي، دا د افغانستان په فضا کې سهار او ماښام الوتکې څوک ګرځوي؟ پنځمه خبره دا ده چې پخوا به طالبانو د افغانستان فضا ته په داخلیدونکو الوتکو ډزې کولې، خو اوس چې په دې یاقیني شوي، چې دغه نسخه نور کار نه ورکوي ارام ناست دي او په تېر کې په فاییر شوو مرمیو هم پښېمان ښکاري. شپږمه خبره دا ده چې، رادرونه او نور مهم پوځي تجهیزات عصري علومو ته په ترجیح ورکولو او قوي ډیپلوماسي اخیستل کیږي، فقط په مدرسو نه چا هيوادونه ساتلي او نه یې د نورو سیال کړي دي. هیله ده یوه ورځ افغانستان په رښتیا د پرمختللو رادرونو او قوي حکومتدارۍ خاوند شي.

Abdulhaq Omeri

18,898 Aufrufe • vor 4 Monaten