正在加载视频...

视频加载失败

په کور دننه له طالبانو یا ددوی له پالیسیو سره زما اختلافات پر خپل ځای؛ خو د ایراني اخوندانو مقابل کې زه مطلقأ د طالبانو د دریځ ملاتړی یم. که څه هم د صفاه پاسداران په غرور ماتولو طالبان ښه پوهېږي، خو بیا هم د یو افغان په صفت...

167,169 次观看 • 3 年前 •via X (Twitter)

10 条评论

Ahmad Taqi 的头像
Ahmad Taqi3 年前

@Zerka_M دغه پوسټ دي ستايو، ستاسو د ټولو څخه هيله کوو چي په ۵۰کلن جنګ کي افغانانو ته بېله بربادۍ هيڅ په لاس نه ورغلل، راسئ چي نور د يو بل مخالفت پرېږدو، زموږ او ستاسو د مخالفتونو څخه دښمن استفاده کوي، د نظام ملا وتړئ تاسو په خدای باور وکړئ چي په کم وخت کي به مو پرمختګ تر کاونډيانو زيات وي

Daughters of Persia 的头像
Daughters of Persia1 年前

🚨 Unimaginable news from Iran: 10 Baha'i women have been sentenced to a combined 90 YEARS in PRISON for activities as innocent as teaching music, art, and language to kids. Their "crime"? Simply belonging to a faith the regime doesn't recognize. Women in Iran deserve freedom, not fear. Share their story. Let the world know. 💔 #womanlifefreedom #iranianwomen

محمد عمر حماد 的头像
محمد عمر حماد3 年前

دا درسره وليکه ان شاء الله تعالی داسې وخت به راځي طالب به په هر څه او هره برخه کې منې ځکه طالب د الله تعالی د دين پر اساس په هره برخه کې ګام اخلي نو د نه منلو لپاره یې هيڅ دليل نه پاته کېږي،دا چې زړونه په ګمراهي تور وي او نه يې مني هغه جلا خبره ده هدايت له خدايه ورته غواړو.

روحانی🦅 的头像
روحانی🦅3 年前

آب بهانه است: طالبان سربازان کم مصرف و یا یک باره مصرف آمریکا هستند، این گروه در تلاش نا امن سازی منطقه خصوصآ جمهوری اسلامی ایران و تاجیکستان بخاطر نزدیک شدن اهداف آمریکا به روسیه هستند، نه چیزی دیگری. طالب برای حکومت داری ساخته نشده، فقط برای ترویج افراطی‌یت در منطقه حضور دارند.

دعمرصاحب لاروی 的头像
دعمرصاحب لاروی3 年前

اګر چي زمونږ مجاهدین د چاتشویق او تقدیر ته ضرورت نلري خو په داسي اعلانانو تاسو خپله د یو افغان په صفت ښه ښکارئ

SELAB 的头像
SELAB3 年前

پل و جاده آسفالته آمریکایی ها را بوسیدند.

Maryam Azizi 的头像
Maryam Azizi3 年前

فهمیده بودیم که همه تان طالب هستید

ﺫاکر جلال 的头像
ﺫاکر جلال3 年前

مخالفت پريدى شکر وباسى چى داسى ﺯمرى غيرتى شا ﺯلمى مو دوطن ساتونکى شوى تاسو بايد ددى شاﺯلميو دخپو خاورى خکل کړى، دمشرانو خو لا څه کوى ددى شا ﺯلميو ﺯمريو نه همت ﺯده کړى

Reza 的头像
Reza3 年前

طالب و پشتون یکی است. طالب هر چه بد باشد، پشتون ها بد نمی گویند. گناه تان نیست، هم قوم و برادر و هم خون تان است. بر این طبل جاهلیت و بی سوادی و حماقت پشتون های تان تا می توانید بکوبید. زنده باد پشتونوالی و زنده باد جاهلیت

فاروق سيف العدل | Farooq Saifuladal 的头像
فاروق سيف العدل | Farooq Saifuladal3 年前

که د افغانستان پۀ داخلي بعد کې هم د عناد او عقدې پر ځای حق ته غاړه کېږدې، زموږ ډ سترگو تور به يې.

相关视频

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 次观看 • 2 个月前

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,422 次观看 • 1 年前

دا د طالبانو د خوا خوږي او ستراتېژیک ملګري ملک پاکستان یوه ماډله ده چې د ماډلینګ پر یوه سټیج په افتخار سره وایي چې زه پاکستانۍ یم. په افغانانو کې عمومي فکر دادی چې طالبان د افغان ښځو خلاف فتواوې له خپل ستراتیژیک ملګري پاکستان له علماوو او استخباراتو راوړي. ډېری طالب مشران په پاکستان کې جایدادونه؛ کاروبارونه او له صرافانو سره پیسې لري؛ د طالبانو مشران بې له پروټوکوله پاکستان ته سفرونه کوي. پاکستاني استخبارات د طالبانو له ځینو مشرانو سره په تفاهم په افغانستان کې دننه د ټي ټي پي خلاف هدفي عملیات کوي. طالبان د نړۍ تر بل هر هیواد پاکستان ته نېژدې دي او په تېره شلکلنه جګړه کې پاکستان تر بل هر هیواد زیاته مرسته له طالبانو سره کړې ده. پاکستانیان ازاد خیاله دي خو د دوی ملګرو طالبانو ته مشورې ورکوي چې ښځې زدکړو ته مه پرېږدئ. نړۍ کې تاریخ ثابته کړې چې لوستو ښځو خپل اولادونو ته همېشه د وطن پالنې او انسانیت درس ورکړی دی. البته یوه خبره باید واضحه شي چې لوستې او نالوستې افغانې پتمنې دي او د دې پاکستانۍ په څېر تر اوسه الحمدالله یوه هم لغړه نه ده را وتلې.

Mirwais Afghan

56,948 次观看 • 1 年前