Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

پوهیږئ! دا هغه اتلان دي چا چې په بدخشان کې د ځینو شرخوښو او باغي کړیو بېخ او بنیاد د تل لپاره وویست! دوی هېچا ته اجازه نه ورکوي، ترڅو په ګران وطن کې موجوده امنیت اخلال او هیوادوال متضرر کړي.

15,824 Aufrufe • vor 3 Tagen •via X (Twitter)

6 Kommentare

Profilbild von خالد
خالدvor 3 Tagen

اینا خودشان نوکر پاکستان است وایرس جامعه

Profilbild von ثاقب دیوان
ثاقب دیوانvor 3 Tagen

دپاکستان په مقابل کی ولی بوتلان سوه ماشومان اوزنانه ددوی ترسترګولاندی وینوکی لتپت پراته دی دوی خری سترګی ګوری اتلان پرخپلووګړونه پرپردو

Profilbild von واثق احمد
واثق احمدvor 3 Tagen

اینها خودشان زیان آور است

Profilbild von پولاد Polad
پولاد Poladvor 3 Tagen

این ها همان اشخاص استن که لباس های خاهر مادر خوده میپوشیدن آرزو میکنم همرای شان لباس های خاهر مادرشان باشه بدرد شان میخوره

Profilbild von frahad 1999
frahad 1999vor 3 Tagen

طالبانیسم وتروریسم نطفه نجس و فرزند حرامزاده حرامزادستان، استعمارگران و عربستان هستند، طالبانیسم مزدوران اجاره ای استعمارگران هستند

Profilbild von Abid khan
Abid khanvor 3 Tagen

دا بوتلان د پنجاب ته ولیږه کنه

Ähnliche Videos

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 Aufrufe • vor 2 Monaten

حسن خان ددې ويډيو په خپرولو سره ويلي: "د کالج په چهاردیوالۍ کې د نجونو خوشالي یواځې ذهني ناروغانو ته بې‌ هودګي ښکاري." پاکستاني خبریال او ټولنیز فعال حسن خان د پېښور پوهنتون کې د یوې ویډیو په غبرګون کې، چې پکې نجونو نڅا کړې ده، د منفي پالو خلکو پر ذهنیت نیوکې کړي دي. حسن خان پوښتنه کړې: "دا د کالج نجونې دي؛ ایا دوی د خوشاله پاتې کېدو او د خوشالۍ د څرګندولو حق نه لري؟ ایا دوی به د خپلو خوشالیو لمانځلو لپاره له چا څخه اجازه اخلي؟" نوموړي ویلي چې دا هر څه د کالج د چهاردیوالۍ دننه، د ښځینه استادانو او کارمندانو په شتون کې ترسره شوي، چې یو خوندي او مناسب چاپیریال دی. حسن خان په توندو الفاظو ویلي، هغه کسان چې په داسې علمي او خوندي ځای کې د نجونو په فطري خوشالۍ کې "بې‌ هودګي" ویني، په اصل کې په خپله ذهني ناروغان دي. دا په داسې حال کې ده چې په ځلونو د حسن خان په څېر پاکستاني فعالانو او ملايانو په افغانستان کې حتا د نجونو زده کړې ناسمې بللي چې نن يې افغان نجونې زغمي او له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه لرې پاتې شوي دي. #ABN | #HassanKhan | #WomenRights | #Education | #SocialIssues

ABN Pashto

18,638 Aufrufe • vor 4 Monaten

حماسي وایي چې ګیلمن شهید نه دی ځکه د هغه مبارزه د اسلامي نظام لپاره نه وه! بیا خپل په خبرو کې وایي چې څوک د اسلامي نظام راوستلو په لار کې مړ شي هغه شهید دی. ښه خبره یې کړې: اسلامي/شرعي نظام څه ته وايي؟ د قران حاکمیت؛ په قران کې اصل د حکومتداری څه شي دي؟ عدالت؛ امانتداري؛ کار اهل ته سپارل؛ انساني کرامت ته درناوی؛ د سر او مال ساتنه او مشورت؛ پورته یو اصل هم د تالبانو په امارت کې نسته او ان دا اصلونه د اسرائیلو په حکومت کې د اسرائیلیانو لپاره سته خو په دوی کې چې ځانته اسلامي حکومت وایي نسته! پر شرابو حلال لیکل شراب نه حلالوي؛ همداسي د تالبانو پر امارت اسلامي لیکل دوی نه اسلامي کوي. اوس راځم د ګیلمن شهادت ته: ګیلمن د اسلامي نظام لپاره مبارزه کول؛ هغه د خپل قوم لپاره د اسلامي حکومت اصول غوښتل چې هغه عبارت د عدالت، امانتداري، کار اهل ته سپارل، انساني کرامت ته درناوی، سر او مال ساتنه او د ملت سره مشورت په اصلونو ولار حکومت غوښتئ او تالبانو کې د اسلامي نظام څرک نه لیدل کیږي نو د تالبانو مړي وژل شوي دي او ګیلمن شهید شوی دی. _

NOORZAI

19,179 Aufrufe • vor 2 Jahren