正在加载视频...

视频加载失败

پوځي اعداد او زده‌کړه! د اعداد او نښه ویشتلو تمرینونه د دفاعي ځواکونو د پوځي مهارتونو، د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي، تمرینات و تعلیمات نظامی! تمرینات آمادگی (اعداد) و نشانه‌زنی به‌منظور تقویت مهارت‌های نظامی نیروهای دفاعی انجام می‌شود. #وزارت_دفاع

16,209 次观看 • 8 天前 •via X (Twitter)

2 条评论

ځوان سعیدبدری 的头像
ځوان سعیدبدری8 天前

ماشاءالله جاااارررر شم ❤❤❤

The ZPK Show 的头像
The ZPK Show8 天前

All this military trainings for what? You can’t defend the borders, you can’t fight for Muslims like in Falasteen. You waste money on this show-off trainings while Afghan civilians are begging

相关视频

(۱ برخه) د ارزګان په دروان سیمه کې د استرالیايي ځواکونو لخوا د ملکي افغانانو شهادت. مستند. په ۲۰۱۲ کال د سپټمبر په میاشت کې، استرالیايي ځانګړو ځواکونو (SAS) د ارزګان ولایت په دروان سیمه کې وحشتناک اعمال ترسره کړل چې پکې یې بې ګناه افغان ملکي وګړي په خپلو کورونو کې په شهادت ورسول. دا پېښه د نړیوالو ځواکونو د اشغال په مهال رامنځته شوه، کله چې افغانستان د مختلفو زبرځواکونو ترمنځ ویشل شوی و، او هر یو زبرځواک په خپل ټاکلي ولایت کې د ظلمونو او وحشتونو مسؤلیت په غاړه درلود. په ارزګان کې، استرالیایي ځواکونه مېشت وو، او هغوی په دې سیمه کې بې‌ساری ظلمونه ترسره کړي دي. د دې ظلمونو یوه مهمه پېښه د دروان په کلي کې هغه وخت رامنځته شوه کله چې د استرالیايي ځواکونو مشهور غړی، رابرټ سمیټ، یو عادي بزګر، علي جان، په بې‌رحمۍ سره په شهادت ورساوه. علي جان یو بې ګناه افغان و چې د خپلې کورنۍ د ژوند پرمخ وړلو لپاره یې کرنه کوله. د دې وحشي کړنې ترڅنګ، دوه نور ملکي کسان هم د استرالیایي ځواکونو له خوا په نښه شول. د یارو ماما او نظرګل په نوم افغانان په خپلو کورونو کې د استرالیایي ځواکونو لخوا په سر او سینه ویشتل شول او په شهادت ورسول شول. دغه ډول وحشتناک عملونه، د اشغال د پالیسیو او د زبرځواکونو د ظلمونو روښانه انځور وړاندې کوي. د استرالیایي ځواکونو ظلمونه، په ځانګړې توګه په ارزګان کې، یو تور باب دی چې باید کتابونه پرې ولیکل شي. نقاب کوښښ کوي چې داسې مستندات به په راتلونکي کې په مکمله پښتو وینا سره هم وژباړي.

نقاب | Niqab

33,862 次观看 • 1 年前

بېړنی خبر❤️💚💙 د بلوچستان جمهوریت له پاکستان څخه د خپلې خپلواکۍ اعلان وکړ؛ دا د ټولې سیمې لپاره یو زېری او خوشخبره ده. بلوچستان د ۱۹۴۷ کال د اګست په یوولسمه نېټه د خپلې خپلواکۍ اعلان کړی و، او د دغه تاریخي اعلان بیا تازه کول تېر کال د مې په نهمه د میر یار بلوچ له خوا ترسره شول. د همدې دریځ له مخې، د ریپبلک آف بلوچستان پلویان باور لري چې بلوچستان اوس یو خپلواک هېواد دی. له همدې امله، د بلوچستان د خلکو په اند، د افغانستان حکومت، چې یو باوري او نږدې ګاونډی هېواد ګڼل کېږي، کولای شي د بلوچستان د خپلواک هېواد په توګه د رسمیت پېژندنې بهیر پیل کړي او په دې توګه د لومړي اسلامي هېواد په توګه دا ګام پورته کړي. د دې لیدلوري له مخې، که افغانستان بلوچستان په رسمیت وپېژني، نو د نړۍ نور هېوادونه به هم د بلوچستان د سفارتونو د پرانیستلو اجازه ورکړي، او د دوی په باور به دا بهیر د پاکستان د ترهګرۍ د پای ته رسېدو او د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي. افغانستان او بلوچستان د سلګونو کلونو راهیسې د تاریخ، کلتور، ژبې، سوداګرۍ او ولسي اړیکو له لارې یو له بل سره ژورې اړیکې لري. د دواړو سیمو خلک د مېلمه پالنې، متقابل درناوي، ګډو دودونو او سیمه‌ییزو ارزښتونو له امله یو بل ته نږدې پاتې شوي دي. د دواړو ولسونو ترمنځ د سوداګریزو کاروانونو، علمي او فرهنګي اړیکو او ټولنیزو تګ راتګونو اوږد تاریخ د دې دوستۍ څرګندونه کوي. همدا تاریخي او فرهنګي اړیکې د دواړو ولسونو ترمنځ د متقابل تفاهم، همکارۍ او ښه ګاونډیتوب د لا پیاوړتیا لپاره یو ارزښتناک بنسټ ګڼل کېږي، او هیله کېږي چې په راتلونکو کلونو کې به دغه اړیکې د سولې، سوکالۍ او متقابل درناوي پر بنسټ لا پراخې او ټینګې شي. Youtube video by NDTV

Mir Yar Baloch

35,341 次观看 • 2 个月前

یوه ورځ، دوه سندونه؛ دوحه کې څه لاسلیک شول — او کابل ته څه وویل شول؟ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، په دوحه کې امریکا له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ؛ په همدې ورځ په کابل کې امریکا او د افغانستان اسلامي جمهوریت یوه جلا ګډه اعلامیه خپره کړه. دواړه د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه وو، خو کله چې متنونه څنګ په څنګ کېښودل شي، په ځینو اساسي موضوعاتو کې یوه شان ژبه او یوه شان ژمنې نه لري. تر ټولو څرګند مثال د بندیانو موضوع ده. د امریکا–طالبانو په تړون کې د تر ۵٬۰۰۰ طالب بندیانو او تر ۱٬۰۰۰ د بل لوري بندیانو د خوشې کېدو مشخص شمېر او نېټه لیکل شوې وه؛ خو د امریکا–جمهوریت په ګډه اعلامیه کې یوازې د بندیانو د «د پام وړ شمېر د خوشې کولو د امکان» د ارزونې خبره شوې وه. پوښتنه دا ده: ولې امریکا په یوه تړون کې د هغو بندیانو مشخص شمېر او نېټه وټاکله چې د افغانستان د حکومت په زندانونو کې وو، په داسې حال کې چې افغان حکومت د اصلي تړون لاسلیک کوونکی نه و؟ بل مهم توپیر د جګړې د پای په جوړښت کې و. د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره واضح مهالوېش موجود و: د ځواکونو کمول، له پوځي اډو وتل او په ۱۴ میاشتو کې بشپړ خروج. خو دایمي او هر اړخیز اوربند د تړون مخکېنی شرط نه و؛ هغه راتلونکو بین‌الافغاني خبرو ته پرېښودل شوی و. په ساده ژبه: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسیر معلوم و، خو د افغانانو د جګړې د ختمېدو مسیر لا نه و معلوم. د افغانستان د راتلونکي په اړه هم دواړه اسناد یو شان سیاسي ژبه نه کاروي. د جمهوریت په اعلامیه کې د موجودو افغان ادارو، ډیموکراتیکو نورمونو، ملي یووالي او د وګړو د حقونو د ساتنې یادونه کېږي؛ په مقابل کې، د امریکا–طالبانو تړون څو ځله د یوه «له جوړجاړي وروسته نوي افغان اسلامي حکومت» یادونه کوي. دا اسناد په خپله نه ثابتوي چې د جمهوریت د سقوط پټه پرېکړه شوې وه؛ خو دا پوښتنه خامخا راپورته کوي چې ولې د یوه هېواد د راتلونکي په اړه، په یوه ورځ، دوه رسمي اسناد دومره متفاوتې ژبې کاروي؟ په دې ویډیو کې موږ قضاوت د شعارونو پر ځای اسنادو ته سپارو. دواړه متنونه سره پرتله کوو او هغه پوښتنې راپورته کوو چې د افغانستان د سقوط د درک لپاره مهمې دي: دوحه یوازې د سولې تړون و، د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون و، که داسې یوه نقطه وه چې له هغې وروسته د جمهوریت، طالبانو او نړیوالو ترمنځ د قدرت توازن بدل شو؟ اسناد ولولئ. توپیرونه وګورئ. بیا قضاوت وکړئ. حقیقت. ازادي. راتلونکی. #جمهوریت_څنګه_سقوط_شو؟ #FiveYearsAfterTheFall #ABNSpecialCoverage #Afghanistan #Afghanistan2026

ABN Pashto

10,134 次观看 • 1 个月前

جهاد په اسلام کې د یوې سپیڅلې مبارزې نښه ده چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره ترسره کېږي. د دې مبارزې هدف یوازې د دیني اصولو د ساتنې نه، بلکه د ټولنیز عدالت، سوله، او د حق د پلي کولو لپاره دی. په جهاد کې، موږ د اسلامي نظام د بنسټیزو اصولو لپاره جګړه کوو. د دې نظام هدف د ټولنې لپاره عدل او انصاف راوستل دي، ترڅو هر فرد د خپل حق څخه برخمن شي. جهاد د دې لپاره دی چې د ظلم او فساد پر وړاندې ودریږو او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره خپل ژوند وقف کړو. امنیت د هر ټولنې لپاره اهم او بنسټیزه موضوع ده، او جهاد د دې لپاره دی چې د ټولنې امنیت تضمین شي. کله چې د اسلامي نظام اصول پلی شي، د ټولنې هر غړی د امنیت او آرامۍ احساس کوي، چې دا د جهاد یوه اساسي موخه ده. د جهاد په لاره کې، موږ د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره له هیڅ راز قربانۍ دریغ نه کوو. د دې مبارزې هر ګام د عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د پلي کولو په لور یو ګام دی. چې لله الحمد له شپاړل کلن جهادي مزل وروسته مو د اسلامي نظام تحفظ، عدالت ، امنیت او د الله تعالی د حدودو جاري کیدل په خپل سترګو ولیدل. لاندې ویدیو له نن تقریباً د څوارلس کالو مخکې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې زموږ زړورو مجاهدینو د پروان بامیان په لار کې د امریکایانو هغه کاروان چې غوښتل یې د غوربند له درې بامیانو ته لاړ شي کمین ووه او په هغې جګړه کې، یو امریکایی ځای پرځای مردار څلور یې ژور ټپيان او یوه هایلکس یې د اور خوراک او یو هایلکس ۲۰۰۹ ماډل مو ترې نغده غنیمت کړه . الله اکبر ! په هغه وخت هایلکس بیا جلا کیف درلود .

شهاب لېوال Shahab lewal313

41,978 次观看 • 2 年前

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 次观看 • 2 个月前

د تورخم د بې‌کفنه جسد هویت څرګند شو. هغه جسد چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تورخم په صفري نقطه کې د جګړې په ډګر بې‌تدفینه پاتې و، د یوه بې‌ګناه پښتون ځوان دی. د دغه ځوان د ژوند او مرګ په اړه دردوونکي مالومات او ویډیو د يو هېوادوال ملک شېرزاد لخوا اې بي اين پښتو ته په واک کې ورکړل شوې ده. د شيرزاد په خبره دغه ځوان داود نومېږي، د محمد رسول زوی او د کوزې پښتونخوا د مومندو، موساخېل صافیو د سیمې اوسېدونکی دی. هغه د ادریس، واجد او عبدالظاهر ورور و. داود په "ټېکسله" کې د پاکستاني حکومت لخوا د مهاجرو په ټېل کې نیول شوی او په جبري ډول افغانستان ته را اړول شوی و. دا چې داود هېڅ ډول اسناد نه لرل، افغان لوري (طالبانو) یې هېواد ته د ننوتلو مخه نیولې وه او بل لور ته پاکستاني ځواکونو هم بېرته خپلې سیمې ته نه پرېښود. نوموړی د ډېر وخت لپاره په صفري نقطه کې د دواړو هېوادونو د عسکرو ترمنځ په بې‌وزلۍ کې شپې تېرولې. دده په وينا تېره اونۍ کله چې په تورخم کې جګړه ونښته، داود هڅه وکړه چې له فرصت څخه په استفادې بېرته خپل کلي ته واوړي، خو د پاکستاني عسکرو لخوا په بې‌رحمۍ سره په نښه شو. هغه ویډیو چې ملک شېرزاد رالېږلې، له جګړې څو ورځې وړاندې د یوه ډرېور لخوا شوې وه، چې په کې داود په ډېر بد حال کې د کرښې په منځ کې بند پاتې لیدل کېږي. د دغه کس جسد لا هم د بارودو تر لمبو لاندې دی او ځايي مشران یې د پورته کولو لپاره د اوربند غوښتنه کوي. هيله ده، ويډيو او مالومات شیير کړئ، ترڅو تر اړوند کسانو ورسيږي. #ABN | #Afghanistan | #Pakistan

ABN Pashto

31,233 次观看 • 6 个月前

ګلبدین حکمتیار (د کابل قصاب)، احمد شاه مسعود او نور مجاهدینو څنګه افغانستان وپلورل؟🚫💔 د داکتر نجیب‌الله د ملي مصالحې طرح او د مجاهدینو د حکومت له سقوط وروسته ویجاړۍ – یوه پرتله: د ملي مصالحې طرح چې په ۱۹۸۷ کال کې د داکتر نجیب‌الله له‌خوا اعلان شوه، هدف یې د جګړې پای، د ملي یووالي رامنځته کول او د مخالفو ډلو د سیاسي مشارکت زمینه برابرول وه. دا طرح د خبرو، بښنې او ګډ حکومت پر اصولو ولاړه وه. برخې: مرحلې‌وار اوربند او د مخالفینو سره د خبرو اترو پیل. د ائتلافي حکومت بلنه چې مجاهدین او نورې ډلې پکې ونډه ولري. سیاسي او قانوني اصلاحات، په شمول د نوې اساسي قانون تصویب. د اقلیتونو د حقونو ملاتړ او د مهاجرینو بېرته راستنول. پرمخ‌بیوونکي خنډونه: د پاکستان او امریکا له‌خوا د ملاتړ شویو مجاهدینو مخالفت. د لوریو ترمنځ ژوره بې‌باوري. د شوروي اتحاد فشار د خپلو عسکرو د ایستلو لپاره. د نجیب د حکومت سقوط او د مجاهدینو واکمنۍ (له ۱۹۹۲ وروسته). د مصالحې ناکامي: له دې سره چې د نجیب‌الله حکومت سقوط وکړ، د مصالحې چانس له منځه ولاړ او مجاهدین پرته له کوم تفاهم یا منظم پلان څخه کابل ته ننوتل. د ۱۹۹۰مې لسیزې د کابل جګړه/د کورنیو جګړو یوه خونړۍ مرحله: په ۱۹۹۰مه لسیزه کې افغانستان د خپل تاریخ له تر ټولو ستونزمنو او خونړیو دورو څخه تېر شو. د دې لسیزې په سر کې، کابل چې د هېواد سیاسي او فرهنګي زړه بلل کېده، د سختو جګړو، راکټي بریدونو او ویجاړیو صحنه شوه. دا جګړه، چې اصلي لوري یې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي قوماندان احمدشاه مسعود وو، د مجاهدینو ترمنځ د واک لپاره روان رقابت و، چې بالاخره یې نه یوازې کابل، بلکې ټول افغانستان له بشري ناورین سره مخ کړ. د جګړې شالید: کله چې شوروي ځواکونه په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه ووتل، د کمونستي رژیم واک تر څو کلونو پورې لا هم پر کابل پاتې و. خو له وتو وروسته، د مجاهدینو بېلابېل ګوندونه چې پخوا یې د شوروي ضد جهاد تر چتر لاندې یووالي درلود، ژر له یو بل سره په قدرتي سیالیو اخته شول. د نجیب‌الله حکومت په ۱۹۹۲ کې نسکور شو، او له هغه وروسته کابل ته د مجاهدینو د ننوتلو سره د کورنیو جګړو نوې مرحله پیل شوه. حکمتیار او حزب اسلامي: ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي مشر، یو له هغو کسانو څخه و چې د شوروي ضد جهاد پر مهال یې له پاکستان او د هغه هېواد د استخباراتو (آی اس آی) پراخ ملاتړ ترلاسه کړی و. حکمتیار سخت دریځه سیاسي لیدلوری درلود او د مطلق واک ترلاسه کول یې هدف و. کله چې د مجاهدینو حکومت جوړ شو، حکمتیار د واک له وېش سره موافق نه و او د کابل پر ښار یې راکټي بریدونه پيل کړل. ده تل هڅه وکړه چې د زور له لارې سیاسي برلاسي ترلاسه کړي. احمدشاه مسعود او شمالي ټلواله: احمدشاه مسعود، چې د جمعیت اسلامي مهم قوماندان و، د افغانستان شمال یې تر کنټرول لاندې درلود او د جنګي مهارتونو له امله ورته "شیر پنجشیر" ویل کېدل. د مجاهدینو د حکومت د دفاع وزیر په توګه، هغه هڅه وکړه چې د حکمتیار بریدونه دفع کړي. مسعود د سولې او تفاهم پلوی و، خو د حکمتیار د دوامداره حملو له امله یې دفاعي حالت غوره کړ. د کابل د جګړې بهیر: د جګړې تر ټولو شدیده مرحله له ۱۹۹۲ تر ۱۹۹6 کلونو پورې وه. حکمتیار د کابل له شاوخوا څخه د ښار پر استوګنیزو سیمو راکټونه ویشتل، چې زرګونه ملکي وګړي یې ووژل. په ځواب کې، د مسعود ځواکونو د ښار دفاع وکړه. د جګړې شدت، د بې‌نظمۍ خپرېدل، لوټماري او جنګي جنایتونه د کابل ښاریان له فاجعوي وضعیت سره مخ کړل. د بریښنا، اوبو، روغتیا او تعلیم سیستمونه له کاره ولوېدل، او زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې. د بهرني ملاتړ اغېز: په دې جګړه کې د بهرني ملاتړ رول ډېر مهم و. حکمتیار ته د شوروي ضد جهاد پر مهال د سی آی ای شاوخوا ۹۰٪ مرستې د پاکستان له ISI له لارې سپارل کېدې. له امریکايي او سعودي مرستو سره، اټکل کېږي چې د شوروي ضد جهاد پر مهال یوازې حزب اسلامي تر ۶۰۰ میلیونه تر ۱ میلیارد ډالرو پورې مرسته ترلاسه کړې. د ۱۹۷۵ تر ۲۰۲۱ پورې د بهرنیو مرستو مجموعه یې حتی تر ۵ میلیاردو ډالرو رسېدلای شي. پاکستان د حکمتیار ملاتړ د خپلو ستراتېژیکو موخو لپاره کاوه. هغوی غوښتل چې د افغانستان راتلونکی حکومت د دوی له نفوذ لاندې وي. که څه هم حکمتیار له آی اس آی سره نږدې اړیکې درلودې، خو ده تل خپلواکه اجندا تعقیب کړې، چې د وخت په تېرېدو یې دغه اړیکې ترخې هم شوې. بشري ناورین او جنګي جنایتونه: د کابل د جګړې تر ټولو غم‌انګیز اړخ د ملکي وګړو حال و. اټکل کېږي چې یوازې په کابل کې ۲۵،۰۰۰ تر ۵۰،۰۰۰ یا زیات کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د ۱۹۹۳ کال په یوه راکټي برید کې، له ۱،۰۰۰ زیات ملکیان ووژل شول. د حزب اسلامي ځواکونو له لوري د ملکي استوګنځایونو په نښه کول، جبري بې‌ځایه کول، شکنجه او فراقانوني وژنې د بشري حقونو جدي نقض و. غمجن او تاریخي میراث: د کابل جګړه نه یوازې د یو ښار فزیکي ویجاړۍ راوسته، بلکې د افغانستان ملي یووالي ته هم ستر زیان واړاوه. دا جګړه د مرکزي حکومت د سقوط، د طالبانو د راختو او د نړیوالو لاسوهنو د نوې مرحلې پیلامه وه. ګلبدین حکمتیار، سره له دې چې د جهاد اتل بلل کېده، خو د ده د افراطي سیاست، زغم نه‌لرونکي چلند، او تاوتریخوالي پالنې له امله یو بحث‌برانگیز شخصیت پاتې شو. ده ته د امریکا لخوا د ۲۰۰۳ کال په نوملړ کې د نړیوال ترهګر نوم ورکړ شو. پای‌لیک: که څه هم د داکتر نجیب‌الله د ملي مصالحې طرح د جګړې په شرایطو کې یو مثالي خو ستونزمن اقدام و، خو د هغه د حکومت له سقوط وروسته د مجاهدینو له‌خوا رامنځته شوې ویجاړۍ ته په کتو، دا طرح یو منطقي او عاقلانه بدیل ګڼل کېدای شو. د مصالحې د نه‌منلو له امله هېواد له خونړۍ کورنۍ جګړې، ویجاړیو او بشري ناورین سره مخ شو. د ۱۹۹۰مې لسیزې د کابل جګړه یو خونړی درس دی. دا جګړه ښيي چې کله سیاسي سیالۍ د ملي تفاهم پر ځای د زور له لارې حل شي، نو نتیجه یې ویجاړۍ، مرګ ژوبله او تاریخي شاتګ وي. د حکمتیار او مسعود ترمنځ رقابت، که څه هم دواړه د شوروي ضد جهاد اتلان وو، خو د واک لپاره یې جګړه ټول ملت له ناورین سره مخ کړ. د دې جګړې میراث لا هم د افغانستان پر نسلونو اغېز لري. 💔💚❤️🖤💔 افغان و وطن جارم آرزوست!

تریخ حقیقتونه/ حقایق تلخ

36,402 次观看 • 1 年前

د واده نکریزې یې د قبر خاورې کړې!!! د ۱۳۹۸ لمریز کال د سنبلې ۲۳مه شپه وه؛ د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۲۲مه!! په هلمند کې د ګرمۍ وروستۍ ورځې په تېرېدو وې او د ودونو موسم تازه پیلېده، د موسی کلا ولسوالۍ په یوه لرې پراته کلي کې د یوه کور له انګړه د واده د خوښۍ غږونه پورته کېدل، ماشومان په کوڅو کې په خندا او منډو بوخت وو، ښځو د ناوې پر لاسونو د نکریزو د اېښودلو لپاره سندرې ویلې او د کور نارینه د مېلمنو د هرکلي لپاره په تودو خبرو او موسکاوو ولاړ وو. هغه شپه د یوې نوې کورنۍ، د یوې پېغلې او ځوان د خوښیو د پیل شپه وه، د یوې نجلۍ د خوبونو شپه، چې سبا به د خپل بخت کور ته تلله. خو هېڅوګ نه پوهېدل چې سبا به هغه کور ته د واده د ناوې پر ځای د جنازې ورننوځي. د شپې تیاره لا پر کلي پرته وه چې ناڅاپه د الوتکو دروند او وېروونکی غږ د هلمند پر خاموشه اسمان خپور شو، د واده سندرې چوپې شوې، د ماشومانو خندا ورکه شوه او د کورونو په منځ کې د وېرې سیوری خپور شو. د امریکايي ځواکونو او د هغوی د افغان غلامو ځواکونو د عملیاتو د پیل ورځ وه. څو شېبې وروسته د بمونو درزونو د شپې چوپتیا ماته کړه، پر کورونو د چاودنو او ډزو باران پیل شو، د خټو دېوالونه د هغو ماشومانو پر سرونو راپرېوتل چې لا یې د جګړې له مانا سره اشنايي نه درلوده، د کورونو چتونه ونړېدل او د خوښۍ هغه انګړونه په دوړو، اور او وینو بدل شول چې څو شېبې مخکې پکې د خوښۍ سندرې ویل کېدلې. بیا اشغالګر او د دوی غلامان اجیر ځواکونه کلي ته ننوتل!! له ځمکې او هوا دواړو خواوو څخه د اور او بارودو سیلاب روان و، نه د واده کور خوندي پاتې شو، نه ګاونډیان او نه هغه څوک چې د شپې په تیاره کې د ځان ژغورلو لپاره له کوره راوتلي وو. هغه ماشومان چې څو شېبې وړاندې یې په خاورو کې لوبې کولې، اوس د خپلو خوبځایونو تر څنګ د خاورو او وینو لاندې پراته وو. د میندو چیغې تر اسمانه پورته شوې، ځینو خپلو ماشومانو پسې لاسونه غځول، خو د ډزو شړک، د چاودنو درز او د الوتکو غږونو د هرې چیغې ستونی نیولی و. سهار چې راورسېد، د شپې د واده کور نور د واده کور نه و!! د راپورونو له مخې، په دې خونړۍ پېښه کې له ۴۵ څخه زیات ملکي کسان شهیدان شول، د شهیدانو په منځ کې ښځې، سپین ږیري او ماشومان هم شامل وو، هغه خلک چې د جګړې له میدان سره یې هېڅ تړاو نه درلود، یوازې د یوې خوښۍ په مراسمو کې راټول شوي وو. ۱۱۳ کلیوال ټپیان او سخت سوځېدلي وو، یو شمېر نور بیا ونیول شول!! خو د دې شمېرې تر شا هغه درد پروت و چې په هېڅ شمېره کې نه ځایېږي!! د ناوې لاسونه لا د نکریزو په سور رنګ رنګ وو، خو هغه لاسونه د خپل بخت کور ته د تګ پر ځای د کفن لمنې ته وسپارل شول!! هغه شپه چې باید د ناوې د سندرو او د واده د مبارکیو شپه وای، د مرګ په درانه سکوت پای ته ورسېده!! کله چې د سنبلې ۲۴مه سهار شوه او د موسی کلا پر ویجاړ شوي کلي د لمر وړانګې خپرې شوې، د تېرې شپې له خوښیو څخه یوازې د سوځېدلو کورونو لوګي، د خاورو لاندې جسدونه، وینې او د ماتم چیغې پاتې وې. هغه خلک چې تېره شپه یې د واده مېوې او خواږه خوړلي وو، سهار د خپلو عزیزانو د ټوټه-ټوټه شویو جسدونو په راټولولو بوخت وو. د واده د نکریزو سور رنګ، د وینو له سور رنګ سره ګډ شوی و!! دا یوازې د یوه کور پر واده د شوي وحشت کیسه نه وه، دا د هغو کورنیو د خوبونو د خاورې کېدو کیسه وه چې د جګړې په منځ کې یې یوازې د عادي ژوند هیله لرله. موسی کلا هغه شپه د یوه واده شاهد نه شوه، د یوه نسل د درد شاهد شو!! د ناوې نکریزې، چې باید د نوي ژوند نښه وای، د قبرونو په خاورو کې پټې او ورکې شوې!! ځینې پېښې د وخت په تېرېدو هېرېږي، خو ځینې پېښې د تاریخ پر تندي داغ پرېږدي. دا هم له هماغو شپو څخه وه؛ یوه داسې شپه چې د هلمند پر خاموشه خاورو کې د یوه کلي د خوښۍ څراغونه مړه شول، خو د قربانیانو فریاد یې لا هم د تاریخ په حافظه کې ژوندی پاتې دی. دا داخلي غلامانو او راغلو اشغالګرو د هغه وحشتونو یو کوچنۍ مثال دی چې دلته په افغانستان کې یې ترسره کړي دي، ډېر داسې وحشتونه لا پټ پاتې دي. د آرشیف اداره کوښښ کوي چې دا نا سپړل شوي وحشتونه بربنډ کړي، د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو وحشتونه برسېره او د ملت قضاوت ته پرېږدي.

آرشیف | Archive

13,471 次观看 • 22 天前

بسم‌الله الرحمن الرحیم له هېواده بهر د افغان کارګرانو د رسمي اعزام د بهیر د پیل د څرنګوالي په اړه خبرتیا! د کار او ټولنیزو چارو وزارت د دوامداره هڅو په پایله کې، په لومړي ځل د قطر شاهي هېواد له مختلط دولتي شرکت او د افغانستان د کارموندنې خصوصي شرکتونو ترمنځ د افغان کارګرانو د لېږد په تړاو هوکړه وشوه، چې له مخې یې د اوس لپاره افغان کارګرانو ته ۷۰۰ کاري فرصتونه ځانګړي شوي دي. دا پرمختګ چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د قطر شاهي هېواد د دولتي مسؤلینو ترمنځ د تخنیکي همغږیو، ناستو او هوکړو له مخې ترسره شوی دی، چې عمده موخه یې په قانوني، خوندي او باعزته توګه له هېواده بهر د افغان کارګرانو اعزام او په راتلونکي کې د هغو له حقوقو څخه لازم ملاتړ دی. په همدې اساس په شرایطو برابرو هېوادوالو ته څرګندوو، چې د نوم لیکنې او ثبت بهیر به د دې وزارت اړوند له هېواده بهر د کارګرو د اعزام ریاست تر نظارت لاندې او د کارموندنې خصوصي شرکتونو له لوري په قانوني او باوري ډول پیل شي، چې د نوم لیکنې څرنګوالی، شرایط او ځانګړي مرکزونه به وروسته اعلان او په ډاګه شي. هېوادوالو ته سپارښتنه کېږي، چې د پروسې له پیل وروسته خپلې ځانګړتیاوې یوازې له رسمي، باوري او منظور شوو مرکزونو سره ثبت او له غیر مسؤلو اشخاصو، جعلي شرکتونو یا نامعلومو مراجعو سره د نوم‌لیکنې څخه ډډه وکړي، تر څو د هر ډول ناوړې ګټې اخیستنې مخنیوی وشي. ###### اطلاعیۀ وزارت کار و امور اجتماعی در مورد چگونگی آغاز روند ثبت‌نام اعزام قانونی کارگران افغان به بیرون از کشور! در اثر سعی و تلاش‌های پی‌گیر وزارت کار و امور اجتماعی، برای اولین بار توافقی میان شرکت‌ مختلط دولتی کشور شاهی قطر و شرکت‌های خصوصی کاریابی افغانستان در خصوص اعزام کارگران افغان صورت گرفته است که بر بنیاد آن، در مرحله نخست، ۷۰۰ فرصت شغلی برای کارگران افغان در نظر گرفته شده است. این پیشرفت حاصل هم‌آهنگی‌های تخنیکی، نشست‌ها و توافقات میان وزارت کار و امور اجتماعی و مقامات دولتی کشور شاهی قطر بوده و هدف اساسی آن، اعزام کارگران افغان به گونه‌ای قانونی، مصئون و با عزت به خارج از کشور و حمایت لازم از حقوق آنان در آینده می‌باشد. بر همین اساس، به اطلاع هم‌وطنان عزیز رسانیده می‌شود که روند ثبت‌نام و پذیرش کارگران، تحت نظارت ریاست اعزام کارگران این وزارت به خارج از کشور توسط شرکت‌های خصوصی کاریابی به ‌گونه‌ی قانونی و معتبر آغاز خواهد شد. جزئیات در مورد چگونگی ثبت‌نام، شرایط و مراکز مشخص بعداً از طریق اعلان رسمی منتشر خواهد شد. از تمامی هم‌وطنان تقاضا می‌شود که پس از آغاز رسمی این روند، مشخصات خود را تنها در مراکز رسمی، معتبر و مورد تأیید ثبت نمایند و از مراجعه به افراد غیرمسؤول، شرکت‌های جعلی یا مراجع نامشخص خودداری کنند، تا از هرگونه سوء‌ استفاده احتمالی جلوگیری به عمل آید.

Ministry of Labor and Social Affairs - Afghanistan

28,967 次观看 • 1 年前