Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

څه قیمتي خبرې یې کړي که عملي شي د ډېرو بدبختیو مخه به ونیسي.

21,427 görüntüleme • 1 yıl önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

اښه تاسي او خدای دا وډیو وګوری: ماته وایاست چې ته د اسلام مخالف یې! زه مطلق د دې انډوخر مخالف یم چې تاسي یې په دې وډیو کې ګوری: که مدرسه بنده شي دا ټول ماشومان به د مور غیږې ته لار شي او که مور ونلري خپلوان یې اخلي او که خپلوان یې هم نه اخلي او یتیمان دي نو یتیم خانې ته به لار شي او مکتب کې به شامل شي، انجینران یا ډاکتران به ترې جوړ شي، خو تاسي او خدای دا د قاتلینو روزنه نده څه ده؟ دا ماشومان که په همدا رقم لویان شي بیا ته د انسانیت خبره ورته کولی شې؟ ستا اولاد چې تا په ګرمه کوټه او میوو رالوی کړی کولی شي چې دده سره د انسانیت خبره وکړي؟ که دا ماشومان رالویان شي او ستا اولاد ته ووایي چې ته ولي داسي په ناز رالوی شوې او ډاکتر شوې او زه ولي داسي په خیرات رالوی شوم او نن بې مسلکه یم ته به څه ورته وایې؟ مدرسې څخه یې وباسئ مکتب کې یې شامل کړی چې ژوند جوړ کړي ځکه انسان که ژوند جوړ نکړ اخرت هم نشي جوړولی، دا که سبا به ځان بم وتړي نه یې د اسلامي نظام او نه یې د اسلام لپاره تړي بلکې د دې وضعیت څخه یې د خلاصون او جنت ته تګ لپاره تړي، ځکه دی خو یې د همدې ماشومتوب څخه غولولی چې په دې لاره جنت ته ځې! د طالبانو ټول انتحاریان همدا ډول روزل شوي! د طالبانو یوه انتحاري هم انتحار د امارت د قیادت او اسلام لپاره ندی کړی بلکي د دې وضعیت څخه یې د خلاصون لپاره کړی چې دا دنیا یې خرابه ول، دې وضعیت ته ملا ورسوی او بیا یې ورته وویل چې په ځان بم وتړه چې اخرت دي سم شي مدرسې چپه کړی کنه “اسلام” او “انسانیت” درته شرموي!

NOORZAI

13,310 görüntüleme • 1 yıl önce