正在加载视频...

视频加载失败

څومره دخوښی خبر| ځواکونه ويده نه دي بلکې بيدار او په ځان يې کار کړی ✓ ماشاءالله ورته ضرور وليکئ 👇

26,377 次观看 • 6 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

په دوبۍ کې يو شمېر افغانان چې د سوداګر ميرويس عزيزي له شرکت څخه يې اپارتمانونه اخيستي وايي، د نوموړي کمپنۍ ترې د اپارتمان پيسې اخيستې دي، خو نه ورته اوس بېرته پيسې ورکوي او نه هم ورته اپارتمان او اسناد يې تسليموي. په دوبۍ کې دغو مزدورکارانو زاويه نيوز سره د بانکونو هغه چکونه، د عزيزي شرکت د هغو کارکوونکو معلومات او په بېلابېلو قسطونو کې د تسليم شويو پيسو عکسونه او ويډيوګانې هم شريکې کړې دي، چې د دوی په ادعا د دوبۍ په «عزیزی رویرا، میدان» کې يې پرې اپارتمانونه اخيستي دي. دغه کسان وايي، دغه پيسې يې په اول ځل يوه اندازه نغدې «۳۶ لکه او ۳۳ زره درهم/ يو شخص» د عزيزي منېجرې زینب او د هغې ورور احمد ته ورجمع کړې دي، او ورته په رسيد کې ليکل شوي، چې په دوو مياشتو کې به اپارتمان درته تسليم شي، خو اوس پرې ۹ مياشتې اوړي او ورته بهانې کوي: «زما په څېر په ګڼو خلکو اپارتمانونه پلورل شوي، خو اوس نه ورته د اپارتمانونو اسناد ورکوي او نه هم خپلې پيسې. موږ چې کله په زینب او احمد پسې ورشو، موږ ته وايي، دغه پيسې مې د عزيزي اکاونټ ته جمع کړې دي او نور تاسو پوه شه او کار مو. دواړه د عزيزي رسمي کارکوونکي دي. دغه سوداګريزه معامله د ميرويس عزيزي په دفتر کې شوې او موږ يې ټول اسناد لرو، خو نن هېڅوک ځواب نه راکوي.» په دوبۍ کې مېشت دغه افغان کارګر وايي: «اول چې درته کور وښيي، په پنځه ويشت، دېرش، پنځه دېرش او تر څلوېښت لکه درهمو پورې يې بيه کوي. له جوړجاړي وروسته يې چې درباندې وپلوري، يوه لويه برخه پيسې هماغه اول کې درنه اخلي او بيا به ورپسې ګرځې. اوس نه کور راکوي او نه هم پيسې. ډېر يې ستړي کړي يوو.»

ZAWIA NEWS

35,956 次观看 • 2 个月前