Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

چټلستان تباه دی❌🇵🇰❌ یو خوا ټی ټی پی بله خوا بلوچ ورونه او سندیانو او بله خوا خپل داخلی مشکلات دی چټلستان ptm pti p څه شي سخته ګډوله پکی جوړه ده اوس ټی ټی پی د علمیات لپاره خپل تشکیلات ورته سم او منظم کړي دی پاکستان نور...

15,337 просмотров • 2 лет назад •via X (Twitter)

Комментарии: 4

Фото профиля Itx Elon Musk
Itx Elon Musk2 лет назад

Hhh nice joke. Da sa staso Afghanistan ho ndy chi Kala drbandi Russia ao Kala America pa mor swarigee😀😀

Фото профиля Rokay Hameed
Rokay Hameed2 лет назад

ان شاالله

Фото профиля Ziaurahman Zerak
Ziaurahman Zerak2 лет назад

وروره دغه ترانه خو پوره راولیږه

Фото профиля Ziaurahman Zerak
Ziaurahman Zerak2 лет назад

که ضرورت وی واټسپ نمبر می دادی 0781919845

Похожие видео

اخ اخ وطنه کوم غم دی وجاړو … 😢 😭 😿 😢 دومره شکایت هم ندي پکار . “ پاکستان کې په جیل کې پروت حالت ددي نه بهتر وه دلته د هیچآ مور او خور په پرده کې نده پاتي .” د یو افغان مهاجر فریاد .. مهاجرینو وروڼو خپل وطن ته چې داخل شوي مستقیم خپلو کلیو او بانډو ته ځان رسوئ ، د طالبان اسلامې امارت نه د زیاتو کومکونو امید مه ساتئ . د طالبانو اسلامي امارت یو غریب ، بیچاره ، بی وسه او د نړیوال رسمیت نه محروم نظام دي او د دومره ستر تعداد کډوالو د اباده ولو توان اسان کار ندې . د پاکستان لخوا د ټی ټی پی په ټس کی د دری ملیونه بیچاره افغاناو په زور ویستل چې لدغه قضیی سره هیڅ رابط نلري یو پریشانه کونکې عمل او د ۴۵ کلن کوربه توب بیخونده ااختتام دي . تیر کال هم یو ملیون افغانان راغلل الله ج ټول ساتلې یو هم له لوږې ندی مړ شوي .. خپل وطن ته په ستنیدلو شکایت مکوئ ، وطن مور ده او انشالله د مور په غیږ کې ورو ورو د ارامۍ احساس کوئ . ان شالله ..

Sami Yousafzai سمیع یوسفزي

18,809 просмотров • 1 год назад

بلوڅ آزادي غوښتونکو بولان دره کې زبردست ډله ایز برید کړی. بلوڅ آزادي غوښتونکي وایي چې لسګونه پاکستاني پوځیان یې هلاک کړي او ګڼ نور یې ټپیان کړي او ژوندي نیولي دي. بلوچستان کې د آزادي لپاره اوس د بلوڅو ۸ ډلې په وسله واله مبارزه بوختې دي. بلوڅان د آزاد بلوچستان د جوړېدو بلې مرحلې ته داخل شوي او پاکستانی پوځ یې سخت لالهانده کړی دی. د بلوڅو جګړه اوس له امنیتي پوستو او لیري پرتو سیمو ورها خوا تر ښارونو او لویو قرارګاه وو رسېدلې ده. د بولان د تېري شپې د جګړې ویډیوګانو کې ښکاري چې بلوڅ آزادي غوښتونکي درنې وسلې کاروي. پاکستان چې اوس په سیمه کې تر بل هر هیواد نا امنه ریاست دی له خپل هیڅ ګاونډي سره ښې اړیکي نه لري. په افغانستان کې د مجوده طالبانو له حکومت سره یې د TTP پر سر اړیکي ترینګلي دي؛ او د ایران سره یې دې وروستیو کې له دیپلوماتیک ماموریت ورها خوا اړیکي دومره خراب شوي چې یو پر د الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل. هند له پاکستان سره ژوره دښمني لري؛ خو ددې ټولو ورها خو په کور دننه د ټ ټ پ او بلوڅ آزادي غوښتنونکو (۸) ډلو نه پاکستان د ماتېدو تر کچې رسېدلی دی. که د پاکستان پوځ له محکومو قومونو سره له دښمني تېر نشي نو شاید راتلونکي کلونه یا د پاکستاني پوځ د زوال او یا د پاکستان د ماتېدو شاهدان وي.

Mirwais Afghan

28,767 просмотров • 2 лет назад

جمهوریتیانو غني څومره ژر هېر کړ. وایي، پښتنو ته یو مشر او رهبر په لاس ورغلی چې هغه منظور احمد پښتین دی. زه منظور تر غني ځکه غوره ګڼم چې خپل ولس یې بمبار کړی او زنداني کړی نه دی. د جمهوریتیانو یارانه همدومره وي، تر هغې چې یو څوک په واک کې وي، هغه ورته بې بدیله ښکاري(لکه غني)، خو کله چې بې واکه شي، بیا د بل مشر او رهبر په لټه کې شي. دا ټول دروغجن احساسات دي. بله دا چې شهادت څه ټوکې نه دي. دلته دغه فرد وایي چې موږ دغه بیرغ لپاره یو سل او شل زره شهیدان ورکړي دي؛ دلته دوه خبرې دي؛ یا دا چې دی د شهید په مانا نه پوهېږي، هوا ګز کوي او یا خو دا چې دی ضد او عناد نیولی، د مخالفت له امله د بیرغ قربانیانو ته د شهید خطاب کوي. په صحیح حدیث کې راغلي، هغه څوک (حقیقي) شهید دی چې د الله تعالی د رضا او کلمې د پورته کولو لپاره د رب العلمین په لاره کې قرباني شوی وي. د دغه فرد پورتنۍ خبره او ادعا له قران او احادیثو سره ټکر کې ده؛ د بیرغ شهادت لپاره څه دلیل راوړلی شي؟ ما ډېره پلټنه وکړه چې د بیرغ لپاره قرباني په شهادت کې حسابېږي او که نه؛ کوم ځواب مې پیدا نه کړ. هو! که دود او عرف له مخې یې شهید بولئ؛ دغه کارونه هندوان هم کوي، خپل د پوځ قربانیان شهیدان بولي. یادونه: زه د اردو د لیکو قربانیان مسلمانان ګڼم.

khalid sameer

28,089 просмотров • 2 лет назад

طالبان خوشحاله دي چې امریکا اور اخستی او ۱۵۰ میلیارده ډالره ورته تاوان رسیدلی؛ پوهیږی ۱۵۰ میلیارده ډالر څومره پیسې کیږي؟ د قوشتېپې د ۱۵۰ کاله ټول عاید چې سره یوځای کړې دومره پیسې کیږي! او بله جالبه به درته وکړم: د امریکا د کورنۍ ټول تولید ارزښت د ځني راپورونو په اساس ۲۸ تریلیونه ډالره دی یعني ۲۸۰۰۰ میلیارده ډالره نو که اوس ساده ووایم که چیري د یوچا ۲۸۰۰۰ افغانی معاش وي نو ۱۵۰ افغانی که ترې اور ته ولویږي څومره تاثیر به پرې وکړي؟ تر دې به لا یو بله جالبه درته ولیکم: د امریکا د کورنۍ تولید ارزښت ۲۸۰۰۰ میلیارده ډالره دی او د افغانستان د کورنۍ تولید ارزښت چې قوشتېپه جوړه شي او هغه ورسره یوځای کړې ۱۵ میلیارده ډالرو ته رشیږي نو داسي فکر وکړه چې که یو نفر معاش د امریکا په نوم ۲۸۰۰۰ افغانی وي او د بل نفر معاش د افغانستان په نوم ۱۵ افغانی وي د دوی څومره توپیر دی؟ اخري جالبه هم درته لیکم نور چپ کیږم؛ د امریکا یوازي دفاعي بودجه د کاله ۸۵۰ میلیارده ډالره ده نو که یوازي د دفاعي بودجې څخه یې کم کړي او هلته یې مصرف کړي قرانکه پرې معلوم لا شي. دا یوه بله خبره کوم نور چپ کیږم: داسي نشي چې دا کورونه په هغه پیسو جوړ کړي چې اوس یې افغانستان ته راهستوي او کرنسي، د افغانستان تجارتي کسر او اقتصاد یې په ساتلی!

NOORZAI

62,052 просмотров • 1 год назад

طالبان په خپل رژیم کې د مقرري لپاره دری معیارونه لري: کندهاریتوب، ښه ځواني/ښایست او واسطه. شاعر له لهجې وردګ مالومېږي او وردګ طالبانو ته یې پېغور ورکړی چې د ملا هبة الله اخوند په رژیم کې ستاسې دنده یواځې د قره ولونو ساتنه ده، د ریاست خوبونه مه وینئ… دغه معیارونه د طالبانو په رژیم کې ډېر ښکاره دي، خو څوک پرې د انتقاد جرئت نه لري، دغه طالب هم کشر دی، د خپلې خبرې او انتقاد په اهمیت نه پوهېږي چې څه وایې، که دغه خبره لږ داسې مطرح چا کړي وای اوس به خامخا د تورو تمبو شاته پروت و. د طالبانو په لیکو کې اخلاقي انحطاط ورځ تر بلي زیاتېږي، دوی فکر کوي چې په هر څه د دین نوم کېښودل شي؛ نو نور خلک به هم دین ورته وایې، هیڅ نیوکه او اعتراض به نه کوي. دا دوهمه ویډیو یې د اخلاقي انحطاط بله بېلګه ده، له دې کشر طالب څخه ویډیو اخیستل څه مانا لري او هغه خندول څه مانا لري او بیا له ویډیو سره نغمې ثبتول او په خواله رسنیو خپرول څه مانا لري؟ ایا دغسې ترانه او بکګروانډ به د ټولنې اخلاق لوړ کړي او که به په ټولنه کې فحشاء او فساد خپور کړي؟

Rahmatullah Andar🇦🇫

72,463 просмотров • 1 год назад

وه ملته سر خلاص کړه! پاکستان ډیره خطرناکه لوبه درسره شروع کړې؛ پاکستان ټي ټي پي جوړولی شي او په پښتونخوا کې خپل سربازان د خپل اهدافو لپاره په وژلی شي نو طالب چې پاکستان لکه چېچۍ خپل په غیږي کې راغټ کړی اوس دده سره مخالف شو؟ زما د تیري لیکني په دوام پاکستان غواړي دا ځمکه ونیسي نو ځکه یې طالبان دلته راوستل او افغانستان یې په منزوي کړی چې هیڅ څوک یې منحث د یوه هیواد په رسمیت ونه پیژني او په داسي حالت کې به اوس د دوی خپل ملیشې (طالبان) ورته لمړۍ دا بهانه په لاس ورکوي چې موږ دلته د پاکستان ضد عناصر ساتو چې د پاکستان امنیت ګواښي! لکه څنګه چې تاسي ولیدل دوی په پکتیکا کې خپل پر افغانانو یې د وزیرستانیانو نوم پریښود چې د پاکستان برید پرې توجیه کړي؟ پاکستان به بمبار کوي او دوی به د انتقامي برید په نوم یوه ډرامه کوي او داسي بریدونه به نور هم زیاد کړي؛ اخر به پاکستان پر افغانستان حمله کوي چې دا جغرافیه ماته خطر دی او زه باید دا جغرافیه ونیسم. د نیولو لپاره هم هیڅ قانوني خنډ وجود نلري: ځکه افغانستان رسمیت نلري، د افغانستان جغرافیه په نړۍ کې منحث د یوې سیاسي جغرافیې خلګ په رسمیت نه پیژني؛ یوازې نړۍ یې د بشردوستی په نوم په دې جغرافیې کې د انسانانو بشري وضعیت په رسمیت پیژني. روشنفکره او کدرونو یې درڅخه فرار کړل او ملت یې ښه فقیر کړی او لا یې فقیر کوي، مکتبونه یې درباندي وتړل او فردي ازادي یې د ملت څخه واخستل اوس چې پاکستان حمله هم وکړي خلګ د طالب څخه دومره پوزي ته راغلي چې اصلاً د دوی په مقابل کې عکس العمل نه ښيي. نو دا ډرامه ده افغانانو؛ جغرافیه مو په خطر کې ده، د دوی د دومره غټ هداف ته د رسیدلو لپاره د ۵۰،۰۰۰ زره پاکستاني فوجیانو ژوند دوی ته څه ارزښت لري چې د ټې ټې پي په نوم یا نمایشي جنګونو کې یې ووژني؟ تاسي وایاست چې ۱۱ د سپټامبر په نیوریارک کې برید خپله امریکا وکړی نو چې امریکا خپل د اهدافو لپاره په ځان برید کوي نو پاکستان خپل په دومره نفوسو کې یوڅو پوډري سربازان د یوې جغرافیې د نیولو د هدف لپاره نه قرباني کوي؟

NOORZAI

38,437 просмотров • 1 год назад

حسن خان صیب Hassan khan ! ځان ته به کاذب قناعت نه ورکوئ. پښتانه وایې چې د مارګیر مرګ له ماره وي، پاکستان چې لسګونه کاله لسګونه ترهګري ډلې د طالبانو او ټې ټې پې په شمول په خپله لمن کې ساتلي او تمویلولي، ستا څه خیال دی چې دا اور به د دوی تر لمن نه رسېږي. حرکة الانصار، حرکة المجاهدین، لشکر طیبه، جیش محمد، سپاه صحابه او ... دا ګروپونه او ډلي په پاکستان کې اوسېږي، څوک یې تمویلوي او چا ځای ورکړی دی؟ دا سمه ده چې د طالبانو مشران هڅه او کوشش کوي چې خپل کشران د ټې ټې پې له لیکو را وګرځوي، خو ممکنه نه ده. هغه څوک چې یواځې د جګړې لپاره روزل شوي یې، هغه له جګړه کولو پرته بله لار نه لري، چې یو ځای جګړه پای ومومي، بل ځای ته ځانونه رسوي. لا هم په افغانستان کې داسې بانفوذه علماء شته چې د پاکستان په خلاف د فرض عین جهاد فتوا ورکوي، د طالبانو رژیم وخت په وخت هڅه کړي چې د داسې علماوو مخه ډب کړي، خو بریالی شوي نه دی. تر څو پاکستان د دې جعلي او نیابتي جګړو او د دې ترهګرو ډلو له تمویل څخه لاس نه وي اخیستی، جګړه به روانه وي. یو ملګري معلومات را لیږلي چې طالبان لا هم د دوی په سیمه کې د ټې ټې پې لیکو ته جلب او جذب کوي، د سیمي خلک له طالبانو سره په دې جنجال اخته دي چې ولي یې زامن ټې ټې پې ته لیږي، تراوسه یې تر سلو ډېر کسان لیږلي دي. په اوډیو کلیپ کې غږ د طالب اکرام الله دی چې د کابل ولایت هوتخیلو اوسیدونکی دی او د مرکزي ولایتونو ځوانان د ټې ټې پې لیکو ته جذبوي او لیږي، پلار یې مولوي نجیب الله نومېده، د کابل د انتحاریانو مسئول و او د تېر جمهوریت تر سقوط له مخه وژل شوی دی. دا لاندې عکس د معاذ بدري دی چې د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی و، شپږ میاشتي وړاندې طالبانو لیږلی و، هلته وژل شوی او تر اوسه یې جسد هم چا نه دی لیدلی. ملګری زیاتوي، یو بل ځوان چې سمسور نومېده، د پلار نوم یې خالد، د کابل ولایت، د موسهي ولایت اوسیدونکی او د سلام پوهنتون محصل و، د روژې په ۲۲مه نېټه یې لیږلی، تراوسه لادرکه دی، اوس زما په ورور پسې دي چې هغه هم واستوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

17,258 просмотров • 1 год назад

پنځه کاله پخوا چې جمهوریت حاکم وو، خو نن په ډېر افسوس سره د غازي امان الله خان روح بیا نارام دی. په امریکا کې د افغانستان د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ جشن دا نن چې موږ دلته په دې وطن کې داسې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسېږو علت یې دا دی چې خپل وطن لرو، که دلته د چا پیغورونه اورو، که په کار ځای کې له یو چا یوه تېره بېره اورو، که په پاکستان کې د ماجره ناره درپسې وشي، که په سعودي کې د اجنبي ناره درپسې کېږي، بیا هم له ځان سره وایاست چې خیر دی، که مې بله هره ځمکه پردی کړي، د خپل پلار نیکه ټاټوبی خو شته. تاسې یې داسې تصور کړئ که ستاسې هېواد نه وي، او لکه د فلسطینیانو، اویغورو، کردانو او بلڅو یا د نړۍ د ځینو نورو ولسونو د سټېټ لیس وګړو په څېر بې وطنه وی. تاسې به څومره لوی اطمینان او څومره لوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ له لاسه ورکړی وي. که څه هم د افغانستان تاریخ د لر او بر افغانانو د ملی مبارزو او اتلوالیو انداره ده او په دی لاره کې له میرویس نیکه را نیولی تر فقر ایپي وزیریستانی پوری کڼو مشرانو او اتلانو قربانی ورکړی. خو، موږ او تاسې په خپل تاریخ کې د دوو انسانانو د احسان ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات پورهوړی یو. لومړی د احمدشاه بابا، چې د مملکت څښتنان یې کړو، او دوهم، د غازي امان الله چې د مملکت سیاسي استقلال یې بشپړ کړ. د دوی دواړو او د افغان ولس دغه کارونه ‌‌‌‌‌‌ډېر درانه او د سختو مبارزو او قربانیو محصول دی. لکه په لومړی ځل د یو باغ جوړول ‌‌‌‌‌‌او هغه باغ کې د ثمر لررونکې نیالګیو او ګلونو کرل ډېر ګران کار وي، ساتل یې هم زیار او کار غواړي خو دومره ګران نه وی. موږ تاسې ته هغوی دا دروند کار ترسره کړی دی، زموږ دنده د هغوی د میراث ساتنه او پالنه ده. لکه د یوه باغ ساتل چې د هغه باغ د یوې یوې ونې او یوه یوه نهال ساتل وي، د یوه ملت ساتل هم د یوه یوه فرد ساتل، پالل، تربیه کول او پاملرنه غواړی. زموږ آزادي هغه وخت ساتل کېدای شي چې زموږ هر فرد ازاد، په ملي غرور سمبال او د خپلواک نظر او فکر خاوند وي. زموږ د خویندو او میندو آزادي او د خپل برخلیک حق درلودل زموږ د خپلواکي د بشپړتیا یوه مهمه برخه ده. کله چې موږ د غازی امان الله خان د اصلاحاتو د ناتمام فصل یادونه کوو، هدف مو همدا دی چې د دې خاورې انسان په فکري، کلتوري، اقتصادي او امنیتي لحاظ په ځان بسیا او خودکفا شي. راځئ نن ټول د دې پرتمینې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژمنه وکړو چې هر افغان به د بل افغان د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي. راځئ له خپل کور او کوڅې یې پیل کړو. په کور کې خور، لور، کشر ورور، په کلي کې تربور او کلیوال، او همداسې په هره کچه خپل افغان ته لاس ورکړو.متحد او خودکفا یې کړو، په پښو یې و دروو، غښتلی یې کړو او خپل ملی یووالی او مینه وښایو. د آزاد او خپلواک افغانستان په هیله!✨🇦🇫✨

Spozhmay Maseed

16,487 просмотров • 1 год назад