Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

ښه خبر دا دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د سملاسي اوربند مسوده تائیده کړه. د رايې اچوونې بهير یې په ویډیو کې لیدلی شئ، هیڅ فرد مخالفه رایه ورنکړه.

26,499 görüntüleme • 2 yıl önce •via X (Twitter)

0 Yorum

Yorum bulunmuyor

Orijinal gönderinin yorumları burada görünecek

Benzer Videolar

وه ملته سر خلاص کړه! پاکستان ډیره خطرناکه لوبه درسره شروع کړې؛ پاکستان ټي ټي پي جوړولی شي او په پښتونخوا کې خپل سربازان د خپل اهدافو لپاره په وژلی شي نو طالب چې پاکستان لکه چېچۍ خپل په غیږي کې راغټ کړی اوس دده سره مخالف شو؟ زما د تیري لیکني په دوام پاکستان غواړي دا ځمکه ونیسي نو ځکه یې طالبان دلته راوستل او افغانستان یې په منزوي کړی چې هیڅ څوک یې منحث د یوه هیواد په رسمیت ونه پیژني او په داسي حالت کې به اوس د دوی خپل ملیشې (طالبان) ورته لمړۍ دا بهانه په لاس ورکوي چې موږ دلته د پاکستان ضد عناصر ساتو چې د پاکستان امنیت ګواښي! لکه څنګه چې تاسي ولیدل دوی په پکتیکا کې خپل پر افغانانو یې د وزیرستانیانو نوم پریښود چې د پاکستان برید پرې توجیه کړي؟ پاکستان به بمبار کوي او دوی به د انتقامي برید په نوم یوه ډرامه کوي او داسي بریدونه به نور هم زیاد کړي؛ اخر به پاکستان پر افغانستان حمله کوي چې دا جغرافیه ماته خطر دی او زه باید دا جغرافیه ونیسم. د نیولو لپاره هم هیڅ قانوني خنډ وجود نلري: ځکه افغانستان رسمیت نلري، د افغانستان جغرافیه په نړۍ کې منحث د یوې سیاسي جغرافیې خلګ په رسمیت نه پیژني؛ یوازې نړۍ یې د بشردوستی په نوم په دې جغرافیې کې د انسانانو بشري وضعیت په رسمیت پیژني. روشنفکره او کدرونو یې درڅخه فرار کړل او ملت یې ښه فقیر کړی او لا یې فقیر کوي، مکتبونه یې درباندي وتړل او فردي ازادي یې د ملت څخه واخستل اوس چې پاکستان حمله هم وکړي خلګ د طالب څخه دومره پوزي ته راغلي چې اصلاً د دوی په مقابل کې عکس العمل نه ښيي. نو دا ډرامه ده افغانانو؛ جغرافیه مو په خطر کې ده، د دوی د دومره غټ هداف ته د رسیدلو لپاره د ۵۰،۰۰۰ زره پاکستاني فوجیانو ژوند دوی ته څه ارزښت لري چې د ټې ټې پي په نوم یا نمایشي جنګونو کې یې ووژني؟ تاسي وایاست چې ۱۱ د سپټامبر په نیوریارک کې برید خپله امریکا وکړی نو چې امریکا خپل د اهدافو لپاره په ځان برید کوي نو پاکستان خپل په دومره نفوسو کې یوڅو پوډري سربازان د یوې جغرافیې د نیولو د هدف لپاره نه قرباني کوي؟

NOORZAI

38,437 görüntüleme • 1 yıl önce