Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

کابل اداری داسی خلکو نه جوړی وه ټامیان خیالی دنیا که ژوند کوی جمهوریت ورته وی 😂

10,165 Aufrufe • vor 1 Monat •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

د سپین غر په لمن کي پراتي او خايست نه ډکه سیمه کرمه . سپین غر چي د پاک افغان ترمنځه یو مهم پوله هم دي او یو خه خثیت هم لری په دغه لاره ننګرهار او کابل هم ډیر نزدي پریوزي. سپین غر باندي وړی او ژمی دواړو موسمونو باندی واورو سپین څادر اچولي وی چي ورسره نه صرف د کرمه موسم ډیر خوندور وی بلکه د افغان نزدي سیمي هم دغ خوندور موسم خوندونه اخلی . د سپین غر صرف موسم نه بلکه دلته ډیر قدرتی معدنیات او د صیخت خه والی لپاره ډیر فایده مند بوټی هم میلاویګی . خو دغي سیمی ته تلل د هر چا وس خبري نوی . ولي چي دلته هر وخت دومره زیاته یخنی وی چی تلل ورته ډیر ګران وی .خو بیه هم د سپین غر دنګو دنګو وټاکیو او خيسته نظارو نه کرمه د جنت منظر پیش کوی . اځکه خو د ملک لري لري سیمو نه سیالګر د سیل لباره وړی او ژمی دواړو موسمونو کي کرمي ضلعي ته راځی او دی خوندور موسم نه خواند اخلی او د ځاي خلقو میلماستیه او ميني د وجي دوباره په راتلو مجبوره وی .... . خو د بده مرغه د وطن جوړیدو نه ورسته یو خکومت هم دا کوشش ندي کړی چه دغي اخیسته سیمی نه یا مقامی خلقو ته ګټی ورکړی وی یاي د سیمي نه باهر سیالګرو لپاره څه خاص ترقیاتی چارو بندوبست کړي وی

Javid Hussain Afzal

1,023,801 Aufrufe • vor 2 Jahren

په افغانستان کی دحخکومتونو د پلویانو فکر داسی جوړ دی چی د عوامو د انتقادونو جواب به د یو ښه مشر د نوم په یادولو ورکوی. اوسنیو حاکمانو باندی چی انتقاد کوی بس سمدستی به درته د ملا صیب برادر، خلیفه صیب او ملایعقوب نومونو واخلی او وایی به چی الحمدالله مونږ داسی مشران لرو نو وه ظالمانو دغو مشرانو سره خو اکثریت افغانان مینه لری او مشکل ورسره نه لری او دغه دری مشرانو ته نظام نه ویل کیږی بلکه نظام د اوسنی حکومت ټولو ادارو ته ویل کیږی محکمه کی فساد، مخابراتو کی فساد، شاروالیانو کی فساد، عامی روغتیا کی فساد ، ګمرکات او کانونو وزارت صیب خو د یادولو نه دی نو چی کله دا نه وی اصلاح شوی دغه دری مشران به څه وکړی؟ دا دننګرهار مرکز یعنی زړه دی دا هغه ولایت دی چی تقریباً خودکفا دی ملیارودونه افغانۍ مالیه پکی راټولیږی خو بیا هم تر ټولو ولایاتو ګنده او غیر منظم دی. رازی ماته د ننکرهار د ښاروالی ټول قرارداد راکړی بیا پنځه کاله وروسته د ننکرهار حال وګورۍ چی دا ښار څومره تغیر کوی. خو اوس خو د الف نه نیولی تر یا پوری ټول غله دی ایله خپل جیبونه ډکوی او بس

Raz Mohammad K Sherzad 🇦🇫

13,358 Aufrufe • vor 1 Jahr

د جهالت اور، د ولس تماشه! پر کابل اور لګېدلی دی، هېڅوک د اوروژنې شمېرې نه لري، او که یې لري هم، زنګ نه وهي. یوازې یې سیل کوي، ویډیوګانې اخلي او تماشا یې کوي. بده لا داده چې د یو ماشوم غږ اورېدل کېږي، چې وايي: «قسم دی، څه ښه انفجارونه دي، په خدای قسم دی!» دا ماشوم د دې ټولنې د اوسني او راتلونکي نسل انځور دی. داسې نسل چې کله هم پر وطن اور بل وي، مکتبونه تړلي وي، انفجارونه وي، جهالت خپور وي — دوی ورته خوشحال وي. وايي: «څه ښه اسلامي نظام حاکم دی!» د حاکم جهالت اور چې پر وطن بل شوی، ولس ورته خوشحال دی. کټ مټ لکه دا اور، چې د خلکو دوکانونه سوزوي او دوی یوازې چیغې وهي، سیل یې کوي او ورته خوشحال دي. همداسې زموږ د فکر، د عقل، د امید کورونه د جهالت اور خوري، او ولس نه یوازې خاموش دی، بلکې ورته خوشحال ښکاري — بلکل لکه دا ماشوم، او لکه د خلکو چلند له دې اور سره. که همداسې پاتې شو، دا اور به یوازې دوکانونه ونه خوري — دا به زموږ ذهن، وجدان، او راتلونکی هم وسوځوي. کله چې تعلیمي نصاب پر بم، پټاو او زېړو بوشکو چوکونه جوړېږې او قلمونه ماتېږې، راتلونکی نسل به ستا پر تباهي همداسې خوشحاله او بې تفاوته وي، لکه نن!! د جهالت اور همدا نن مړ کړئ.

Mohammad Halim Fidai

10,331 Aufrufe • vor 1 Jahr

اښه تاسي او خدای دا وډیو وګوری: ماته وایاست چې ته د اسلام مخالف یې! زه مطلق د دې انډوخر مخالف یم چې تاسي یې په دې وډیو کې ګوری: که مدرسه بنده شي دا ټول ماشومان به د مور غیږې ته لار شي او که مور ونلري خپلوان یې اخلي او که خپلوان یې هم نه اخلي او یتیمان دي نو یتیم خانې ته به لار شي او مکتب کې به شامل شي، انجینران یا ډاکتران به ترې جوړ شي، خو تاسي او خدای دا د قاتلینو روزنه نده څه ده؟ دا ماشومان که په همدا رقم لویان شي بیا ته د انسانیت خبره ورته کولی شې؟ ستا اولاد چې تا په ګرمه کوټه او میوو رالوی کړی کولی شي چې دده سره د انسانیت خبره وکړي؟ که دا ماشومان رالویان شي او ستا اولاد ته ووایي چې ته ولي داسي په ناز رالوی شوې او ډاکتر شوې او زه ولي داسي په خیرات رالوی شوم او نن بې مسلکه یم ته به څه ورته وایې؟ مدرسې څخه یې وباسئ مکتب کې یې شامل کړی چې ژوند جوړ کړي ځکه انسان که ژوند جوړ نکړ اخرت هم نشي جوړولی، دا که سبا به ځان بم وتړي نه یې د اسلامي نظام او نه یې د اسلام لپاره تړي بلکې د دې وضعیت څخه یې د خلاصون او جنت ته تګ لپاره تړي، ځکه دی خو یې د همدې ماشومتوب څخه غولولی چې په دې لاره جنت ته ځې! د طالبانو ټول انتحاریان همدا ډول روزل شوي! د طالبانو یوه انتحاري هم انتحار د امارت د قیادت او اسلام لپاره ندی کړی بلکي د دې وضعیت څخه یې د خلاصون لپاره کړی چې دا دنیا یې خرابه ول، دې وضعیت ته ملا ورسوی او بیا یې ورته وویل چې په ځان بم وتړه چې اخرت دي سم شي مدرسې چپه کړی کنه “اسلام” او “انسانیت” درته شرموي!

NOORZAI

13,310 Aufrufe • vor 11 Monaten