Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

کامياب سر لوړ اوسی جاوید امیرخیل صیب.✌️ نور به څه نه وايم خدائ د مونګ افغانانو عقل او هدايت وکړي چي ښه بد وپيژني. ❤️🇦🇫❤️

10,831 Aufrufe • vor 7 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

طالبان په خپل رژیم کې د مقرري لپاره دری معیارونه لري: کندهاریتوب، ښه ځواني/ښایست او واسطه. شاعر له لهجې وردګ مالومېږي او وردګ طالبانو ته یې پېغور ورکړی چې د ملا هبة الله اخوند په رژیم کې ستاسې دنده یواځې د قره ولونو ساتنه ده، د ریاست خوبونه مه وینئ… دغه معیارونه د طالبانو په رژیم کې ډېر ښکاره دي، خو څوک پرې د انتقاد جرئت نه لري، دغه طالب هم کشر دی، د خپلې خبرې او انتقاد په اهمیت نه پوهېږي چې څه وایې، که دغه خبره لږ داسې مطرح چا کړي وای اوس به خامخا د تورو تمبو شاته پروت و. د طالبانو په لیکو کې اخلاقي انحطاط ورځ تر بلي زیاتېږي، دوی فکر کوي چې په هر څه د دین نوم کېښودل شي؛ نو نور خلک به هم دین ورته وایې، هیڅ نیوکه او اعتراض به نه کوي. دا دوهمه ویډیو یې د اخلاقي انحطاط بله بېلګه ده، له دې کشر طالب څخه ویډیو اخیستل څه مانا لري او هغه خندول څه مانا لري او بیا له ویډیو سره نغمې ثبتول او په خواله رسنیو خپرول څه مانا لري؟ ایا دغسې ترانه او بکګروانډ به د ټولنې اخلاق لوړ کړي او که به په ټولنه کې فحشاء او فساد خپور کړي؟

Rahmatullah Andar🇦🇫

72,463 Aufrufe • vor 1 Jahr

الله، الله الله اکبر! تاسي د سر په سترګو ورته وګورﺉ ډېر د اب او د عزت خلګ لوږي او فقر پر سر اخستي دي دا نجلۍ وايي، تراوسه مې روژماتی هم ندی کړی، ځکه په کور کي یې د خوړو لپاره څه نه درلودل، لومړی ورځ یې ده د خپلي خور سره د کوره راوتلي ده، ترڅو د نانوايي ومخي ته کښېني او که خدای وکړي یوڅوک مرسته ورسره وکړي. ګورﺉ مشرانو دا نجوني د کړو، وړو او لباس څخه د عزت، شرف او درنې کورنۍ نجوني معلومیږي، وايي موږ په کور کي دوې خوېندي یو او یوه مو مور ده، نه پلار لري او نه هم ورور، د خبرو څخه ډیري تعلیمیافته معلومیږي، دوی ته موږ په اسلامي حجاب او قانون کي د کار کولو او تعلیم فرصت ندۍ ورکړی. ځکه په کار کولو او تعلیم یې شرمېږو او ننګ یې بولو. لېکن کله چي د ناوايي ومخي ته د یوې ډوډۍ لپاره خلګو ته لاس نیسي پدې کار یې بیا نه شرمېږو. موږ او تاسو ټوله د یوې سنتي ټولني زېږنده یو، عزت او ناموس لرو، هر مسلمان دي پر خپل زړه لاس کښېږدي او دا دي د ځانه سره وسنجوي، چي که چیري دا سبا زه مړ وم او زما د کور ښځي ودغسي حالت ته راووتلې؟ ګورﺉ زه په دیني مسایلو ډېر نه پوهېږم هیله کوم ټاپې مو په جېب کي کښېږدﺉ، لېکن د هغه الله په ذات قسم خورم چي زما پر ایمان دی، چي ددغو ټولو حساب به راسره کیږي، د دنیا او خیرت دلت به زموږ او تاسو په برخه وي. تاسي دا غفلت کوﺉ، نتیجه به یې وګورﺉ.

Mohammad Sharifi

60,789 Aufrufe • vor 7 Monaten

اوه! اغای لشکری 😂 زه په خداي نه پوهیږم چي دې خلکو ملا تړلې چي له تعلیمه د ولس زړه د ابد لپاره ور تور کړي که څه کیسه ده؟ امریکا ږغ، د خداي روي دی، لږ توجه وکړئ چي داسي خلک د نجونو پر تعلیم خبري کوي، عواقب يي څه دي. داسي نه چي خلک دا ګوري او ووايي چي موږ تیر یو له تحصيل او له مکتبه؟ البته، امریکا ږغ شاید ووايي چي د يوي خبري ادارې په توګه د افغانستان په وړاندي دا اخلاقي مسولیت نلري او هغه شی خپروي چي خلک یي ګوري او د خبري اصولو په چوکاټ برابر وي. خو زه فکر کوم چي هر ژورنالیست په نهایت کي انسان دی او انسانان اخلاقي مسولیتونه لري، د خپلې ټولنې په اړه اخلاقي تعهد لري، حتی که هغه ورڅخه پاته او تباه وطن افغانستان وي. به هر حال، د مخکنۍ ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د وکیلانو شهرت موجود دی. مال، ته راځه چي دې ښځي څه تحصيلات لري. البته، تاسو ته دي معلومه وي چي زه تر یوې مودې وروسته د خبریالي په وخت کي زیاته د شرقي اروپا او منځني ختيځ پر حالاتو متمرکزه وم. په اخر کي خو باور وکړئ چي د ګډوډي له لاسه يو حمدالله محب او اشرف غني چوکۍ راته معلومه وه . خیر ، د ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د ټولو وکیلانو سوانح سته او لیکلي يي دي چي چا کوم مکتب ویلی او د څه شي يي پوهنتون ویلی دی. د دې ښځې په اړه لیکل سوي چي دا د ١٣٦١ کال متولده ده . يعني دا اوس د ٤٢ کالو ده. دې په ٢٠١١ کال کي د ولسي جرګې په نتایجو کي د جنجال له کبله اعتصاب کړی و. يعني هغه وخت دا ٢٨ کلنه وه 😂 تاسو يي د اعتصاب د وخت عکس وګورئ! به هر حال، خیر دی. تر عمر به يي ور تېر سو. خو حقیقت ؟ اوس نو د دې له نوم سره لیکل سوي چي د زورنالیزم لیسانس لري. مګر دا نسته چي مکتب يي چیرته لوستي او لیسانس يي له کومه اخیستی دی. دا وايي چي په ایران کي مهاجره وه. نو څنګه يي مکتب وویل؟ ایران خو مهاجرو ته اجازه نه ورکوله . ښه دا به استدلال وکړي چي استثنايي مکتب يي ويلی دی. مګر کوم مکتب؟ او د کوم پوهنتون لیسانس ؟ په وروستیو دوو لسیزو کي ډير خلک چي داسي ګومان کیږي چي د ايران ول، په افغانستان کي مقرر ول. تاسو به د ارګ د هغې مشاورې کیسه اوریدلي وي چي ول له ایرانه راغلې او راساً په ارګ کي مقرره سوې وه او اشرف غني لا نه سول برطرفه کولائ ؟ به هر حال، دا ښځه اوس په کاناډا مبارکه کي اوسېږي. وايي زړه مي ډیر درد لري ځکه حکومت خاین و. يعني د افغانستان داسي "قدرونه" له لاسه ولاړل. کاناډا سره ګلونه وړې 😂 کاناډا زوي مړي به څومره پیش رفته سي 😂 اوس نو لکه هندي فلم چي په اخر کي سړی و نه پوهیږي چي هلک مړ سو که يي له نجلۍ سره واده وکړ، څومره انسان سوختي سي، هو؟ سوال: زه ونه پوهیدم چي دا يي وژړل که يي ادا وکړه ؟ بل سوال، د افغانستان خلک چي دا نن انتخاباتو ته ولاړ سي، صادقانه ووایاست چي سیمین بارکزۍ ته رایه ورکوي که یوه بیخي معمولي طالب ته چي مکتب يي هم بند کړی دی؟ ملت بل رنګ په مخمسه کي دی!

JALALZAI

23,878 Aufrufe • vor 2 Jahren

تاسې د افغان مجاهدینو او طالبانو د ملاتړي حامد الحق خبرې واورئ. وایې چې په افغانستان کې جګړه افغان حکومت د هندوستان په وینا کوي او دا جهاد دی او تر هغه به جارې وي چې تر څو پورې په کابل کې اسلامي حکومت نه وي راغلی. حامد الحق زیاتوي چې د نړۍ اسلامي حکومتونه، پاکستان او ټرمپ ټولو له اشرف غني غوښتنه کړي چې باید حکومت طالبانو ته حواله کړي او له دې سره به په پاکستان او افغانستان دواړو کې امن راشي، نه به سمیع الحق شهید کېږي او نه به په زبیریه مدرسه کې چاودنې کېږي... حکومت طالبانو ته حواله شو، خو امنیت را نه غئ، ناامني لا زیاته شوه، بلکې ځانمرګی بریدګر تر حقانیه مدرسي او تر خپل استاذه ور ورسید. دا خبرې یواځې د حامد الحق وینا نه وه، بلکې د جمهوریت تر سقوط وړاندې د پاکستان روایت و چې استخباراتي ملایانو ته یې په خوله کې ورکړی و او هغوی به ښه په شد او مد بیانول. ملایان او طالبان د پاکستان په سیاست کې د قربانۍ ګډورې دي، چېرته او څه وخت چې د ای ایس ای زړه شي قرباني کوي یې. د حامد الحق پلار سمیع الحق هم د همدې لارې قرباني شو، پښتانه وایې چې بد ګرځي، بد به پرځي. دا د مظلومو افغانانو آه دی چې نن د حقانیي مدرسي تر انګړه او د حامد الحق تر کوره ورسید. دا د هغو یتیمانو، کونډو، بورو او ورارو دوعا قبوله شوي چې لسګونه کاله حقانیه مدرسي د هغوی په خلاف د جهاد، انتحار او انفجار فتوا ورکړه. اوس د ملا او مدرسي خوښه چې په تېر پښېمانه کېږي او که ادامه ورکوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

10,440 Aufrufe • vor 1 Jahr

د پخوانیو افغان سرتیرو سره د ټالبانو د وحشیانه چلند په اړه پخوانی سرتیری نور آغا صافی غږیږي. نور آغا صافی د افغانستان د وسلوال فوځ یو سرتیری وو هغه په دې ویډیو کې د ټالبانو لخوا ددې سره د شوي وحشیانه چلند په اړه غږیږي. هغه وایي ټالبانو مجبوره کړ چې وطن پریږدې ځکه په وطن کې یي حتا حلالې مزدورۍ ګټلو ته نه پرېښود. وهه او ټکوه به یي وایي زه چې ایران ته راغلې یم د ښې ورځې نه یم راغلې، زه یي بې عزته کړی یم، وهلی یي یم راته ویل یي چې سر به کلوي او نورې ډیرې خبرې🥹 وایي کله چې کور ته راغلم مور مې راته وویل لدې بې عزتئ نه ښه ده چې لاړ شي بل ملک ته دلته مې درباندې دا بې عزتې نه پیرزو کیږي…. صافی وایي زه نغواړم چې مسافر شم ځکه د کور سرپرست زه یم هر څه ماته را تر غاړې دي خو د مجبوریته مسافر شوی یم او دلته چې څومره ګټم همدومره مې هلته هم ګټلې خو هلته یي مزدورې ته نه پرېښودو یادوونه د راتلونکي هر ډول بدبختیو عاملین به ټالبان وي

Sahil Pashtun🇦🇫🦅

29,220 Aufrufe • vor 1 Jahr

د استخباراتي ګوډاګيانو اصلي څېره: په تېرو څو لسیزو کې افغانستان د هغو ډلو له لاسه تباه او ویجاړ شو چې ځانونه یې مجاهدین، طالبان او نورې اسلامکارې ډلې بللې. دغو ډلو نه یوازې د دین او جهاد له نومه ناوړه استفاده وکړه بلکې د بهرنیو قدرتونو ګوډاګیان وو چې سیمه کې د دوی د موخو د پوره کولو لپاره یې خپل ولس قرباني کړ. وطن یې ټوټې ټوټې کړ او میلیونونه بې‌ګناه افغانان یې شهیدان، معیوب او دربدره کړل. دوی چې ځانونه د اسلام او مقدس جهاد مدافعین ګڼل په حقیقت کې د پردیو مزدوران وو. د دوی جګړه نه د اسلام لپاره وه نه د ملت د آزادۍ لپاره بلکې یوازې د خپلو بادارانو د ګټو د تأمین لپاره. د دوی اصلي څېره تاسو په دې ویډیو کې ګورئ چې د دوی تش په نوم جهادي رهبران د امریکا د وخت ولسمشر رونالډ ریګن په دفتر کې لاس په نامه ولاړ وو تر څو د افغانانو د وژلو او د وطن د ورانولو په بدل کې امریکایي ډالر، وسلې او مرستې تر لاسه کړي. دوی ورته ډاډ ورکوئ چې بېغمه اوسه مسټر پرزیډنټ ولاکه یو افغان هم را څخه ښه ورځ وګوري…… دا ډلې د استخباراتي شبکو کرایه‌ شوي ګلټېر سپیان وو چې د اسلام سپېڅلی نوم یې د خپلو شخصي ګټو لپاره وکاراوه. دوی نه اسلام ته ژمن وو نه وطن ته بلکې یوازې د خپلو بهرنیو بادارانو د امرونو تابع وو. تاریخ به دا هېڅکله هېر نه کړي چې څنګه دغو ملي خاینانو د خپل ولس وینه وبهوله د ملت برخلیک یې د پردیو د سیاسي لوبو قرباني کړ او افغانستان یې د نسلونو لپاره برباد کړ. نن هم هماغه ډرامه د تالب په نوم روانه ده سبا به داعش او بل سبا به په بل نوم ادامه ولري …. خبره دا ده چې خره هماغه خره دي فقط کتې یې بدلیږي نو دا د دوئ د جهاد اصلې څېره او ماهیت دی ښه سم یې وپېژنئ چې د کفارو ګلټېر سپیان دي نور څه نه دي…. دا د افغانستان د خلکو مسؤلیت دی چې نور د دغو کرایه‌شوو ګلټېر سپیانو تر اغېز لاندې رانشي د دوی اصلي څېرې او دروغ وپېژني او خپل وطن د دغو ملي خاینانو له منګولو ازاد کړي چې د اسلام د سپېڅلې دین تر نامه لاندي په جنایتونو ، خرافاتو او شرکیاتو بوخت دي…. #Afghanistan 🇦🇫♥️

وطن جار WatnJar 🇦🇫

11,835 Aufrufe • vor 1 Jahr

د نورستان د محاصرې تر شا توطیه په کابل او نورو ولایتونو باندې د پاکستان د هوایي بمباریو نه وروسته، هغوي داسې ښودله چې د چمن له لارې په کندهار ځمکنې حمله وکړي خو د پاکستان اصلي هدف د چترال د لارې نه د کونړ د ناړې او نورستان د سیمو کنترول دی چې ځینو پخواني قوماندانانو ته چې د شمالي ټلوالې سره اړیکې لري، لاره خلاصه تر څو د اوړي د رارسیدو سره د بدخشان له لارې د طالبانو په ضد عملیات پيل او ځیني سیمې ونیسي. پاکستان د دغه پلان لپاره تقریبا دوه کاله د مخه یو شمیر پخواني مهم قوماندانان اسلام اباد ته غوښتي و او د ځینو سره په دوبۍ او استانبول کې هم غونډې درلودې. هغه وخت ورته شرایط برابر نه و خو اوس ورته شرایط برابر دي ځکه پاکستان ولیدل چې د دوی د ناروا بمباریو په خاطر دنیا او د سیمې هیوادونو منفي عکس العمل ونه ښوده او هم طالبانو هسې هوایي شور ماشور جوړ کړ او عملي اقدام د پاکستان په ضد نشي کولې او که اقدام هم وکړي، موثره به نه وي ځکه د طالبانو حاکمیت د جدي انزوا سره مخامخ دی او ولسي مشروعیت نه لري، نو دا ښه وخت دی چې پاکستان یو ځل بیا افغانستان کې کورنیو جګړو ته زمینه مساعده او خپل ماهیان ونیسي. که څه هم پاکستان ته به دا عملیات ډیر درانده او قیمته تمام شي ځکه زه فکر نه کوم چې د پاکستان داسې پروژوي عملیاتو لپاره، امریکا، چین، روسیه یا عربي هیوادونه مصارف ورکړي. البته دا چې میدان شغالې دی، پاکستان ګډوډي جوړولې شي. خو دا چې د طالبانو مشر ملا او یا خلیفه دین محمد د ښځو او احوال شخصیه په مسایلو بوخت دي او ویاند صیب هم همداسې کورني مصروفیات لري، لکه خلیفه دین محمد چې هم یادونه وکړله چې اکثره طالبانو دوه او درې ښځې کړیدي او مصروفه دي، کوښښ کوي چې هر څه د ولس نه پټ وساتي. لکه مخکې مې چې په کراتو یادونه کړې، تر څو چې ولسي مشروعیت او د یو قانونمند او ولسواکه نظام د جوړیدو لپاره د یوې واقعې لوی جرګې له لارې زمینه مساعده نشي، طالبان د پاکستان د حملو او تخریبي عملیاتو مخه نشي نیولې. که افغانستان د انزوا حالت نه ووته، ببا ممکنه ده چې د پاکستان د دسیسو مخه په داخل او نړیوال ستیج کې ونیول شي. دا چې طالبان اسانه سیاسي ځواب چې د پاکستان سفیر اخراج او واقعي لویه جرګه راوغواړي، نشي تر سره کولې، نو نظامي ځواب هم هیڅکله ممکن نه دی. د جنګ په دوام سره به د افغانستان نه سوریه یا سوډان جوړیږي او د دې حالت مسوولیت د طالبانو په غاړه دی خو بیا چې هیواد وران، په زرهاو افغانان ووژل شي، خیر به یې افغانستان ته څه وي. په داسې حالت کې به طالبان خامخا له منځه ځي او نورې افراطي ډلې به رامنځته کیږي خو د طالبانو تور مخ به د افغانستان په تاریخ کې د دویم ځل لپاره بیا ثبت شي. بس افغانستان او افغانان د خبیثه مثلثونو په منځ کې راګیر دي. خدای دې خیر پېښ کړي. د یو باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

Shahmahmood Miakhel

48,772 Aufrufe • vor 6 Monaten

د لال جومات خطیب د افغانستان د ښې حکومتولۍ څلور مثالونه پاکستان ته د پېغور په ډول وړاندې کوي. نوموړی د افغان خارجه وزیر متقي صیب د وینا هغه څلور خبرې تشریح کوي چې میډیا کې نشر شوې دي. وایي اول، په ټول افغانستان کې هیڅوک ښکاره ډول نه شراب خرڅولی شي او نه یې څښلی شي. دوهم، په ټول افغانستان کې هېڅوک ښکاره ډول زنا نه شي کولی. درې‌یم، په ټول افغانستان کې هېڅ بدمعاش او غل ښکاره ډول سرک ته نه‌شي راوتلی چې خلک لوټ کړي. څلورم، ټول افغانستان کې هېڅوک په چا ظلم نه شي کولی، بې‌ګناه قتل نه شي کولی، ګنې په سزا رسېږي. وایي دا هغه خبرې دي چې ایمان تازه کوي او زړه ته سکون ورکوي. مفتي ظفرالله هاشمي په خوست ولایت کې د آبلې ورځې قصاص په مثال کې وړاندې کوي. وایي د ټولې نړۍ د اعتراضونو او مخالفت باوجود یې د لسګونه زره خلکو تر مخه د الله تعالی حکم قصاص په یو قاتل تطبیق کړ/ دېته جرئت او دېته اسلامي نظام وایي. وایي نړۍ چې په فلسطین او نورو اسلامي هېوادونو کې بې‌ګناه ښځې او ماشومان وژني هغه ته بې‌عدالتي او د نړیوالو اصولو سرغړونه نه وایي، خو په یو قصاص اعتراض لري. مګر اسلامي امارت یې هیڅ پروا نه لري او خپل شریعت پلی کوي. نور هم ډېر ښه غږېدلی ما یې لنډیز را واخیست. مانا میډیا ده چې په یو هېواد کې د دوی د خلکو په خوله فکري جګړه ورسره کولی شې. البته عملي مواد به ورته لرې، لکه دا مفتي صیب چې واقعي مثالونه وړاندې کوي. کوم څه چې مفتي صیب ښودلي/ افغانستان کې نه‌شي ترسره کېدلی، خو په پاکستان کې سرعام ترسره کېږي او حتی قانوني اجازه یې ورکړې ده. مګر بیا هم د پاکستان کرایي او درباري ملایان پاکستان کې د جهاد اعلان نه شي کولی. حساب به کېږي قیامت شته دی جانان له بدو نه ګیډي تړلي دینه

Rahim Sekander

18,171 Aufrufe • vor 9 Monaten

#Afghanistan نن مې دا ویډیو ولیده چې یو استاد – احتمالاً د کابل د دشت برچي د یوه ښوونیز مرکز – یو زده کوونکی د سلګونو نورو زده کوونکو مخې ته په تحقیرونکي ډول پرله پسې څپېړي وهي، یوه، دوه، درې… او بالاخره لکه یو ځناور، په لغتو یې پر سر او اړخ وهي. له دې حالته څه تمه کېدای شي؟ نن دومره عقده‌یي، ناروغ، او له باور پرته را لوی شوي یو، لامل یې همدا وحشیانه شکنجې دي، چې له کورنۍ پیلېږي، مکتب، ښوونځي، پوهنتون، او بیا دغسې مرکزونو ته رسېږي. کله چې یو ځوان ځان ته را وبولو، بیا یې د ټولو ملګرو مخې ته په غیر انساني لحن سپک کړو او فزیکي شکنجه ورکړو، نو نور له هغه څه پاتې کېږي؟! انسان څه شی دی؟! که له موږ څخه هغه لږ غرور، باور، او عزت واخیستل شي، نور څه پاتې کېږي؟ د یو انسان، د یو ځوان راتلونکی وژنه دومره ساده ده – راونیسه او تحقیر یې کړه! ښوونیز مرکزونه د انسان لوړولو او د هیلو د پوره کېدو ځایونه دي، نه د عزت، باور، او راتلونکي د وژلو ځایونه. دا ځوان به وروسته له دې پیښې ټول عمر تېر کړي، ترڅو له دې ورځې، دې صحنې، او دې بدرنګه خاطرې سره جوړ راشي. زه پښېمانه یم، پر دې بې ارزښته سړي چې ځان استاد ګڼي، او پښېمانه یم د دشت برچي پر خلکو، چې د دوی د بچیانو راتلونکی د داسې ځناورانو په لاس کې دی. یاد ولرئ، بد انسان د هیڅ ډول نسبت له مخې د درناوي وړ نه دی، که پلار او مور وي، که استاد او که بل څوک!

Sohail Noor Khan

21,081 Aufrufe • vor 1 Jahr

شکريه بارکزۍ چې زما د مور همزولې ده دغه بيچاره دومره د قدرت تږې او وږی ده چې له کومه وخته يې قدرت د لاسه ورکړی بيخي سياسي شعور يې هم ورسره د لاسه ورکړی. نن په بحث کې د دې پر ځای چې پر منطق او دلايلو ولاړ بحث وکړي متاسفانه پر شخصي حريم يې تېری وکړ چې دا د دې په ناپوهۍ او په بې منتطقۍ باندې دلالت کوي. نور دغه شان سياسيون چې په افغانستان کې يو ځلې بيا د وينو تويول غواړي او له هغو جبهو ترڅنګ دريږي چي هغوی د افغانيت پر نوم شرميږي او يوې بلې جګړې ته لمن وهي، په ټولنه کې ځای نلري. دغه منفورې، معاملګرې څېرې چې تل د افغان ميرمنو، افغانانو او د افغانستان پر خاوره يې تجارت کړی او اوس د نړيوالو دروازې ټکوي ترڅو د افغان ښځې په نوم خيرات ترلاسه کړي. پخوا به مو له مشرانو څخه زده کوله مګر اوس به دغې سپين سرې بارکزۍ له خبرو څه زده کړو. زه د يوې افغانې ميرمنې په توګه د دې په خبرو شرميږم. خو دومره به ووايم چې نور د دې په شان معاملګرو وخت پای ته رسیدلی د کور د ننه او په نړيواله کچه يې خپل ارزښت د لاسه ورکړی. “If they attack you personally, it means they have not a single political argument left” Margaret Thatcher

Diva Patang

71,702 Aufrufe • vor 2 Jahren

وه ملته سر خلاص کړه! پاکستان ډیره خطرناکه لوبه درسره شروع کړې؛ پاکستان ټي ټي پي جوړولی شي او په پښتونخوا کې خپل سربازان د خپل اهدافو لپاره په وژلی شي نو طالب چې پاکستان لکه چېچۍ خپل په غیږي کې راغټ کړی اوس دده سره مخالف شو؟ زما د تیري لیکني په دوام پاکستان غواړي دا ځمکه ونیسي نو ځکه یې طالبان دلته راوستل او افغانستان یې په منزوي کړی چې هیڅ څوک یې منحث د یوه هیواد په رسمیت ونه پیژني او په داسي حالت کې به اوس د دوی خپل ملیشې (طالبان) ورته لمړۍ دا بهانه په لاس ورکوي چې موږ دلته د پاکستان ضد عناصر ساتو چې د پاکستان امنیت ګواښي! لکه څنګه چې تاسي ولیدل دوی په پکتیکا کې خپل پر افغانانو یې د وزیرستانیانو نوم پریښود چې د پاکستان برید پرې توجیه کړي؟ پاکستان به بمبار کوي او دوی به د انتقامي برید په نوم یوه ډرامه کوي او داسي بریدونه به نور هم زیاد کړي؛ اخر به پاکستان پر افغانستان حمله کوي چې دا جغرافیه ماته خطر دی او زه باید دا جغرافیه ونیسم. د نیولو لپاره هم هیڅ قانوني خنډ وجود نلري: ځکه افغانستان رسمیت نلري، د افغانستان جغرافیه په نړۍ کې منحث د یوې سیاسي جغرافیې خلګ په رسمیت نه پیژني؛ یوازې نړۍ یې د بشردوستی په نوم په دې جغرافیې کې د انسانانو بشري وضعیت په رسمیت پیژني. روشنفکره او کدرونو یې درڅخه فرار کړل او ملت یې ښه فقیر کړی او لا یې فقیر کوي، مکتبونه یې درباندي وتړل او فردي ازادي یې د ملت څخه واخستل اوس چې پاکستان حمله هم وکړي خلګ د طالب څخه دومره پوزي ته راغلي چې اصلاً د دوی په مقابل کې عکس العمل نه ښيي. نو دا ډرامه ده افغانانو؛ جغرافیه مو په خطر کې ده، د دوی د دومره غټ هداف ته د رسیدلو لپاره د ۵۰،۰۰۰ زره پاکستاني فوجیانو ژوند دوی ته څه ارزښت لري چې د ټې ټې پي په نوم یا نمایشي جنګونو کې یې ووژني؟ تاسي وایاست چې ۱۱ د سپټامبر په نیوریارک کې برید خپله امریکا وکړی نو چې امریکا خپل د اهدافو لپاره په ځان برید کوي نو پاکستان خپل په دومره نفوسو کې یوڅو پوډري سربازان د یوې جغرافیې د نیولو د هدف لپاره نه قرباني کوي؟

NOORZAI

38,437 Aufrufe • vor 1 Jahr