Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

کلیوال رنګونه❤️

29,451 Aufrufe • vor 22 Tagen •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

⚠️ ټټو یا خالکوبي؛ښکلا نه بلکې خپل صحت او روغتیا تباه کول دي! علمي او طبي معلومات دا دي چې نن سبا د ټټو یا خالکوبۍ دود د ځوانانو ترمنځ مخ په زیاتېدو دی. ځینې خلک یې د ښکلا، فېشن او ځان څرګندولو لپاره کوي، خو ډېری کسان د دې کار له روغتیايي خطرونو څخه پوره خبر نه وي. ټټو یوازې پر پوستکي یو انځور نه دی، بلکې داسې پروسه ده چې د ستنو په وسیله رنګ د پوستکي ژورو طبقو او بیخ ته داخلېږي. 🩸 ۱. د وینې له لارې د خطرناکو ناروغیو د انتقال احتمال د ټټو جوړولو پر مهال ستنې پوستکی سوری کوي. که وسایل په سمه توګه تعقیم شوي نه وي، د لاندې ناروغیو د انتقال خطر رامنځته کېږي: هیپاټایټس B هیپاټایټس C HIV، که په اخته وینه ککړ وسایل وکارول شي د پوستکي باکتریايي انتانات دا ناروغۍ ځینې وختونه اوږدمهاله او جدي روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي. 🧪 ۲. د ټټو په رنګونو کې کیمیاوي مواد د ټټو ځینې رنګونه داسې کیمیاوي مرکبات لري چې حساسیت او التهابي غبرګونونه رامنځته کولای شي. ځینې رنګونه ممکن د فلزاتو ناپاکۍ یا نور زیانمن مرکبات ولري. د ځینو موادو د سرطان پیدا کولو احتمالي خطر او ګواښ لري. 🦠 ۳. د پوستکي طبیعي دفاعي سیستم ته زیان پوستکی د انسان د بدن لومړنی دفاعي پوښ دی. د ټټو پر مهال دا پوښ په زرګونو ځله د ستنو په وسیله سوری کېږي چې قوي ضربه او ګواښ ویني. د دې پروسې احتمالي پایلې عبارت دي له: د پوستکي التهاب او پړسوب د زخم مکروبي کېدل د دایمي داغونو جوړېدل د ځینو کسانو په بدن کې د کیلوئید په نوم برجسته داغونه د رنګونو پر وړاندې اوږدمهاله حساسیت ⚠️ ۴. د ټټو لرې کول هم اسانه نه دي اکثره کسان په ځوانۍ کې ټټو جوړوي، خو وروسته پرې پښېمانه کېږي. د ټټو لرې کول اکثره د لېزر څو جلسو ته اړتیا لري، لګښت لري او تل یې بشپړ لرې کېدل تضمین نه وي. کله ناکله د پوستکي رنګ بدلېږي یا داغونه پاتې کېږي. ګرانو ځوانانو! ستاسو بدن د تجربو وسیله نه ده. روغتیا داسې ارزښتناکه شتمني ده چې له لاسه ورکول یې اسانه، خو بېرته ترلاسه کول یې کله ناکله ډېر ستونزمن او سخت وي. د ښکلا او زینت لپاره ډېرې داسې لارې شته چې پوستکی نه سوری کوي او دایمي بدلون نه رامنځته کوي. مخکې له دې چې پر خپل بدن د تل لپاره یو انځور جوړ کړئ، له ځانه وپوښتئ: ایا یوه لنډمهاله خوښي د احتمالي اوږدمهاله روغتیايي خطرونو ارزښت لري؟ طبي شواهد ښيي چې ټټو له خطرونو خالي نه وي که څه هم په مسلکي او صحي شرایطو کې یې ځینې خطرونه کمېدای شي. زموږ پیغام دا دی: د ټټو له جوړولو ډډه وکړئ، خپل پوستکی وساتئ او خپلې روغتیا ته لومړیتوب ورکړئ. لیکنه شیر کړئ، ځوانان متوجه او بیدار کړئ

Qari Eisa Mohammadi

17,808 Aufrufe • vor 5 Tagen

په شنه سهار طالبانو شور اچولی او ادعا یې کړې چې ګواکې په باګرام پوځي اډه کې یې د رادر سېستم فعال کړی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې رادار د رضا خان ماما پراشوټ نه دی چې په هر دوکان کې په عمده او پرچون ډول وپلورل شي. د طالبانو حکومت له روسیې پرته بل هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د رادار پېر او پلور خپل ځانګړي نړیوال شرایط لري په ډلو ټپلو یې څوک نه شي خرڅولي. دوهمه خبره دا ده چې دغه ويډیو په اې ای جوړه شوې ده. په افغانستان کې دا مهال پسرلی دی خو په تصویرونو کې اې ای ويډیو په ژمني چاپیریال کې جوړه کړې ده. درېیمه خبره دا ده چې طالبان د خپلو تبلیغاتو او د دروغو اوازو اچولو لپاره له اې ای ګټه اخلي، خو په حقیقت کې په عصري علومو او ټکنالوژۍ هېڅ ډول باور نه لري. که باور یې لرلی په یویشتمه پېړۍ کې څنګه ممکنه ده چې یو شین بې سواده افراطي کلیوال سړی د مخابراتو وزیر شي؟ څلورمه خبره دا ده چې که دوی رښتیا هم رادار فعال کړی وي، دا د افغانستان په فضا کې سهار او ماښام الوتکې څوک ګرځوي؟ پنځمه خبره دا ده چې پخوا به طالبانو د افغانستان فضا ته په داخلیدونکو الوتکو ډزې کولې، خو اوس چې په دې یاقیني شوي، چې دغه نسخه نور کار نه ورکوي ارام ناست دي او په تېر کې په فاییر شوو مرمیو هم پښېمان ښکاري. شپږمه خبره دا ده چې، رادرونه او نور مهم پوځي تجهیزات عصري علومو ته په ترجیح ورکولو او قوي ډیپلوماسي اخیستل کیږي، فقط په مدرسو نه چا هيوادونه ساتلي او نه یې د نورو سیال کړي دي. هیله ده یوه ورځ افغانستان په رښتیا د پرمختللو رادرونو او قوي حکومتدارۍ خاوند شي.

Abdulhaq Omeri

18,917 Aufrufe • vor 6 Monaten

پنځه کاله پخوا چې جمهوریت حاکم وو، خو نن په ډېر افسوس سره د غازي امان الله خان روح بیا نارام دی. په امریکا کې د افغانستان د ۱۰۱مې کلیزې په ویاړ جشن دا نن چې موږ دلته په دې وطن کې داسې ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه اوسېږو علت یې دا دی چې خپل وطن لرو، که دلته د چا پیغورونه اورو، که په کار ځای کې له یو چا یوه تېره بېره اورو، که په پاکستان کې د ماجره ناره درپسې وشي، که په سعودي کې د اجنبي ناره درپسې کېږي، بیا هم له ځان سره وایاست چې خیر دی، که مې بله هره ځمکه پردی کړي، د خپل پلار نیکه ټاټوبی خو شته. تاسې یې داسې تصور کړئ که ستاسې هېواد نه وي، او لکه د فلسطینیانو، اویغورو، کردانو او بلڅو یا د نړۍ د ځینو نورو ولسونو د سټېټ لیس وګړو په څېر بې وطنه وی. تاسې به څومره لوی اطمینان او څومره لوی ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ له لاسه ورکړی وي. که څه هم د افغانستان تاریخ د لر او بر افغانانو د ملی مبارزو او اتلوالیو انداره ده او په دی لاره کې له میرویس نیکه را نیولی تر فقر ایپي وزیریستانی پوری کڼو مشرانو او اتلانو قربانی ورکړی. خو، موږ او تاسې په خپل تاریخ کې د دوو انسانانو د احسان ‌‌‌‌‌‌ډېر زیات پورهوړی یو. لومړی د احمدشاه بابا، چې د مملکت څښتنان یې کړو، او دوهم، د غازي امان الله چې د مملکت سیاسي استقلال یې بشپړ کړ. د دوی دواړو او د افغان ولس دغه کارونه ‌‌‌‌‌‌ډېر درانه او د سختو مبارزو او قربانیو محصول دی. لکه په لومړی ځل د یو باغ جوړول ‌‌‌‌‌‌او هغه باغ کې د ثمر لررونکې نیالګیو او ګلونو کرل ډېر ګران کار وي، ساتل یې هم زیار او کار غواړي خو دومره ګران نه وی. موږ تاسې ته هغوی دا دروند کار ترسره کړی دی، زموږ دنده د هغوی د میراث ساتنه او پالنه ده. لکه د یوه باغ ساتل چې د هغه باغ د یوې یوې ونې او یوه یوه نهال ساتل وي، د یوه ملت ساتل هم د یوه یوه فرد ساتل، پالل، تربیه کول او پاملرنه غواړی. زموږ آزادي هغه وخت ساتل کېدای شي چې زموږ هر فرد ازاد، په ملي غرور سمبال او د خپلواک نظر او فکر خاوند وي. زموږ د خویندو او میندو آزادي او د خپل برخلیک حق درلودل زموږ د خپلواکي د بشپړتیا یوه مهمه برخه ده. کله چې موږ د غازی امان الله خان د اصلاحاتو د ناتمام فصل یادونه کوو، هدف مو همدا دی چې د دې خاورې انسان په فکري، کلتوري، اقتصادي او امنیتي لحاظ په ځان بسیا او خودکفا شي. راځئ نن ټول د دې پرتمینې ورځې د لمانځلو په مناسبت ژمنه وکړو چې هر افغان به د بل افغان د ځان بسیاینې په برخه کې مرسته کوي. راځئ له خپل کور او کوڅې یې پیل کړو. په کور کې خور، لور، کشر ورور، په کلي کې تربور او کلیوال، او همداسې په هره کچه خپل افغان ته لاس ورکړو.متحد او خودکفا یې کړو، په پښو یې و دروو، غښتلی یې کړو او خپل ملی یووالی او مینه وښایو. د آزاد او خپلواک افغانستان په هیله!✨🇦🇫✨

Spozhmay Maseed

16,586 Aufrufe • vor 1 Jahr

د واده نکریزې یې د قبر خاورې کړې!!! د ۱۳۹۸ لمریز کال د سنبلې ۲۳مه شپه وه؛ د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر ۲۲مه!! په هلمند کې د ګرمۍ وروستۍ ورځې په تېرېدو وې او د ودونو موسم تازه پیلېده، د موسی کلا ولسوالۍ په یوه لرې پراته کلي کې د یوه کور له انګړه د واده د خوښۍ غږونه پورته کېدل، ماشومان په کوڅو کې په خندا او منډو بوخت وو، ښځو د ناوې پر لاسونو د نکریزو د اېښودلو لپاره سندرې ویلې او د کور نارینه د مېلمنو د هرکلي لپاره په تودو خبرو او موسکاوو ولاړ وو. هغه شپه د یوې نوې کورنۍ، د یوې پېغلې او ځوان د خوښیو د پیل شپه وه، د یوې نجلۍ د خوبونو شپه، چې سبا به د خپل بخت کور ته تلله. خو هېڅوګ نه پوهېدل چې سبا به هغه کور ته د واده د ناوې پر ځای د جنازې ورننوځي. د شپې تیاره لا پر کلي پرته وه چې ناڅاپه د الوتکو دروند او وېروونکی غږ د هلمند پر خاموشه اسمان خپور شو، د واده سندرې چوپې شوې، د ماشومانو خندا ورکه شوه او د کورونو په منځ کې د وېرې سیوری خپور شو. د امریکايي ځواکونو او د هغوی د افغان غلامو ځواکونو د عملیاتو د پیل ورځ وه. څو شېبې وروسته د بمونو درزونو د شپې چوپتیا ماته کړه، پر کورونو د چاودنو او ډزو باران پیل شو، د خټو دېوالونه د هغو ماشومانو پر سرونو راپرېوتل چې لا یې د جګړې له مانا سره اشنايي نه درلوده، د کورونو چتونه ونړېدل او د خوښۍ هغه انګړونه په دوړو، اور او وینو بدل شول چې څو شېبې مخکې پکې د خوښۍ سندرې ویل کېدلې. بیا اشغالګر او د دوی غلامان اجیر ځواکونه کلي ته ننوتل!! له ځمکې او هوا دواړو خواوو څخه د اور او بارودو سیلاب روان و، نه د واده کور خوندي پاتې شو، نه ګاونډیان او نه هغه څوک چې د شپې په تیاره کې د ځان ژغورلو لپاره له کوره راوتلي وو. هغه ماشومان چې څو شېبې وړاندې یې په خاورو کې لوبې کولې، اوس د خپلو خوبځایونو تر څنګ د خاورو او وینو لاندې پراته وو. د میندو چیغې تر اسمانه پورته شوې، ځینو خپلو ماشومانو پسې لاسونه غځول، خو د ډزو شړک، د چاودنو درز او د الوتکو غږونو د هرې چیغې ستونی نیولی و. سهار چې راورسېد، د شپې د واده کور نور د واده کور نه و!! د راپورونو له مخې، په دې خونړۍ پېښه کې له ۴۵ څخه زیات ملکي کسان شهیدان شول، د شهیدانو په منځ کې ښځې، سپین ږیري او ماشومان هم شامل وو، هغه خلک چې د جګړې له میدان سره یې هېڅ تړاو نه درلود، یوازې د یوې خوښۍ په مراسمو کې راټول شوي وو. ۱۱۳ کلیوال ټپیان او سخت سوځېدلي وو، یو شمېر نور بیا ونیول شول!! خو د دې شمېرې تر شا هغه درد پروت و چې په هېڅ شمېره کې نه ځایېږي!! د ناوې لاسونه لا د نکریزو په سور رنګ رنګ وو، خو هغه لاسونه د خپل بخت کور ته د تګ پر ځای د کفن لمنې ته وسپارل شول!! هغه شپه چې باید د ناوې د سندرو او د واده د مبارکیو شپه وای، د مرګ په درانه سکوت پای ته ورسېده!! کله چې د سنبلې ۲۴مه سهار شوه او د موسی کلا پر ویجاړ شوي کلي د لمر وړانګې خپرې شوې، د تېرې شپې له خوښیو څخه یوازې د سوځېدلو کورونو لوګي، د خاورو لاندې جسدونه، وینې او د ماتم چیغې پاتې وې. هغه خلک چې تېره شپه یې د واده مېوې او خواږه خوړلي وو، سهار د خپلو عزیزانو د ټوټه-ټوټه شویو جسدونو په راټولولو بوخت وو. د واده د نکریزو سور رنګ، د وینو له سور رنګ سره ګډ شوی و!! دا یوازې د یوه کور پر واده د شوي وحشت کیسه نه وه، دا د هغو کورنیو د خوبونو د خاورې کېدو کیسه وه چې د جګړې په منځ کې یې یوازې د عادي ژوند هیله لرله. موسی کلا هغه شپه د یوه واده شاهد نه شوه، د یوه نسل د درد شاهد شو!! د ناوې نکریزې، چې باید د نوي ژوند نښه وای، د قبرونو په خاورو کې پټې او ورکې شوې!! ځینې پېښې د وخت په تېرېدو هېرېږي، خو ځینې پېښې د تاریخ پر تندي داغ پرېږدي. دا هم له هماغو شپو څخه وه؛ یوه داسې شپه چې د هلمند پر خاموشه خاورو کې د یوه کلي د خوښۍ څراغونه مړه شول، خو د قربانیانو فریاد یې لا هم د تاریخ په حافظه کې ژوندی پاتې دی. دا داخلي غلامانو او راغلو اشغالګرو د هغه وحشتونو یو کوچنۍ مثال دی چې دلته په افغانستان کې یې ترسره کړي دي، ډېر داسې وحشتونه لا پټ پاتې دي. د آرشیف اداره کوښښ کوي چې دا نا سپړل شوي وحشتونه بربنډ کړي، د اشغالګرو او د هغوی د غلامانو وحشتونه برسېره او د ملت قضاوت ته پرېږدي.

آرشیف | Archive

13,901 Aufrufe • vor 2 Monaten