Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

کنړ او نورستان ولسونو ته وایم... #غرباء #کنړ #نورستان

12,749 просмотров • 7 дней назад •via X (Twitter)

Комментарии: 3

Фото профиля Ghobar
Ghobar6 дней назад

تاسو تول غلامان د پنحاب یاست تاسو چیری عزت او غیرت او حیثیت لری تول قاتلان او غله او لواطت کاره او زنا کاره او وحشی خلک یاست شرم او هزت نه لری دپاکستان تالی سته مزدوران

Фото профиля Nusrat Azadi
Nusrat Azadi6 дней назад

کجای نظام طالبان نظام مشترک است که نازدانه ملاعمر در اینجا بیان میکند مگر به رای و اراده مردم شکل گرفته؟ بنا مردم را فریب ندهید و هرچی بعد از این پیش میشود بدوش خودتان است. یا به رای مردم احترام بگذارید یا این که این وطن وطن هیچ کس نخواهد شد!

Фото профиля Afghan_musafer
Afghan_musafer7 дней назад

کثافاتو! دغه نصحت ځان او نورو خپلو وحشیانو ته وکړئ چې د ولس په مقابل کې خپل وحشت بندکړئ چې ولس درپسې ټوپک راوانخلي. واک ولس ته وسپارئ چې حکومت جوړ او اساسي قانون پلې کړي. له پنځه کاله واک وروسته هم ته خیراتخور ملا د حکومت کولو لیاقت نلرې. پنجابی پټ هیبت په زوره وخشت چلوي.

Похожие видео

زاويه نيوز ته په رسېدلې دې ويډيو کې ليدل کېږي، چې د کونړ د ننګلام سيمې يوه ډله ځوانانو د نورستان يو سپين ږيری نيولی او په کوتکونو يې له دې وجې وهي، چې ولې د دوی د ولايت ساحې ته داخل شوی او په محاصره کې له ايسار نورستان څخه د وتلو هڅه کوي. زاويه نيوز دغه موضوع تعقيب کړې او د بېلابېلو راټولو شويو نظرونو پر اساس يې لومړني معلومات موندلي، چې لاسي او قصدي هڅه کېږي د نورستان خلک د کونړ له خلکو سره دمګلیک او د ننګلام تنګي ته نږدې د دوو پوستو جوړولو پر سر په قومي شخړه واړول شي. د کونړ خلک د دغو پوستو مخالفت کوي او له وجې يې ځايي اوسېدونکو د کونړ حدودو ته د نورستانيانو په داخلېدو بنديز لګولی دی. د پاکستان د استخباراتو دا ټوله دسيسه د نورستان د لاندې کولو لپاره جوړه شوې او ځايي نورستانيان پکې د نورستان او کونړ لپاره د طالب واليانو، امنيه قوماندانانو، د ماڼوګي لپاره د طالبانو ولسوال عبدالله مشهور په ابوحمزه او د ماڼوګي امنيه قوماندان ضياء الرحمن لاس بولي. د نورستان لپاره د طالبانو والي زين العابدين ته د دغې ټولې دسيسې تر شا د يو مهم فکتور په سترګه کتل کېږي، چې دا مهال د پاکستان ايبټ اباد کې کور او په ياد هېواد کې کاروبار لري. نوموړی له پاکستاني استخباراتو سره د نږدې اړيکو له وجې د نورستان د راتلونکې لپاره د دغې دسيسې تطبيقوونکی دی. د نورستان ځايي اوسېدونکي وايي، ډيورند کرښې ته څېرمه پوستو څخه د جنګياليو اېستل، د ستراتېژيکو نقطو پرېښودل او د نورستان غره ييز جغرافيوي موقعيت لپاره د نورو ولايتونو د جنګياليو استول د دې لامل شوي، چې د نورستان ستراتېژيکي نقطې اوس د افغانستان له څار او کنټرول څخه ووځي. د نورستان يوه ډله قومي مشران، چې همدا تېره اونۍ د خپلو ستونزو شريکولو لپاره کابل ته تللي وو وايي، نورستان دا مهال په يو ډېر نازک تار تړل شوی دی: «د کامدېش او برګمټال ولسواليو لويه لار هم په مشروط ډول خلاصه شوې. د کونړ - نورستان پر سرحدي نقطو د دوو پوستو جوړول هم جنجالي شوي او د دې ټولو زور له نورستان څخه وځي. موږ ته ښکاري د نورستان پر سر کومه معامله روانه ده.» تر دې وړاندې هم د نورستان خلک د ننګلام سيمې د خلکو لخوا وهل شوي او لوټل شوي دي.

ZAWIA NEWS

11,934 просмотров • 4 месяцев назад