Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

که نابلده نوی نسل فلسطین ولولي د غزاګانو په بابونو به بلد را ګرځي😭 نن څخه ۱۵کاله پخوا ما هم د فلسطين مظلوم ولس لپاره غږ پورته کړی و نن يو ځل بيا په عربو مسلمانانو غږ کوم چې د خپلو مظلومو ورورنو لاسنيوى وکړي کنه په الله ج...

33,847 просмотров • 2 лет назад •via X (Twitter)

Комментарии: 9

Фото профиля زيد عمار أفغان
زيد عمار أفغان2 лет назад

څوک چه محشر منی نصحت به پر ی تاثیر اوکړی

Фото профиля محمدمظهري وردګ
محمدمظهري وردګ2 лет назад

ستاسې حق ويل په رښتيا چي يو قوي او کامل ایمان غواړي مننه الله مو وساته

Фото профиля ناصح .((Nasih))
ناصح .((Nasih))2 лет назад

ماشاءالله

Фото профиля Shafiqullah eshaqzai
Shafiqullah eshaqzai2 лет назад

د اعتراض وخت ندی، بلکه د عمل وخت دی

Фото профиля قاري محمد اشرف نښتر
قاري محمد اشرف نښتر2 лет назад

زنده باد

Фото профиля Edres Omar
Edres Omar2 лет назад

محترمه حاجی فرید به اوس چیری وی؟

Фото профиля Mohammad Shinwari
Mohammad Shinwari2 лет назад

زنده اباد حاجی فرید

Фото профиля Yaser Bost
Yaser Bost2 лет назад

پروان کی به وی

Фото профиля برهان الدین صباؤون
برهان الدین صباؤون2 лет назад

تابیا دجعلی اکاونټ څخه استفاده وکړه ناڅوانه لږشرم ښه ویی

Похожие видео

نن د شهید قومندان کلام نافذ ورور په حق ورسیده، خلیفه صاحب سره له ډیرو مصروفیتونو د هغه د جنازې لپاره له کابل څخه د پکتیکا برمل ولسوالۍ ته ولاړ، دا یوازې یو سفر نه وو، بلکې د ورورولۍ، وفادارۍ او انساني ژمنتیا ژوندی ثبوت وو. شهید کلام نافذ د خلیفه صاحب له لومړنیو او تکړه قومندانانو څخه وو، د وزیرستان په غرونو او درو کې یې د میړانې، قربانۍ او بهادرۍ کیسې لا هم د خلکو پر ژبو ژوندی دي. قومندان کلام نافذ د امریکایانو سره په مخامخ جګړه کې شهید شو، هغه په داسې سخت وخت کې د اسلام او د خپل هیواد د ازادۍ لپاره سر قربان کړ، چې ډیرو خلکو د امریکایانو له ویرې د جهاد نوم هم پر ژبه نه شو راوړلی خو کلام نافذ به په رڼا ورځ د اشغالګرو پر وړاندې د جګړې میدان ته کوزیده. خلیفه صاحب ویل که د ورور جنازې ته ولاړ نه شم، هسې نه چې د شهید کلام نافذ روح خپه شي او د هغه بچیان به داسې احساس وکړي چې نن دوی یوازې پاتې شول، څوک یې پوښتنې ته نه راځي. همدا رښتینې ملګرتیا ده همدا وفاداري ده او دا هغه ژمنتیا ده چې نه د وخت په تیریدو مړیږي او نه د مرګ په راتګ پای ته رسیږي. حفظه الله

Abdullah Raihan

14,050 просмотров • 7 месяцев назад

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 просмотров • 2 лет назад

ډاکټر نجیب الله: د یووالي شهید، د سولې اتل او د تاریخ ګټونکی ولسمشر! ډاکټر نجیب الله یو داسې مشر و چې د قدرت د تږو سیاستوالو له چوکاټ څخه لوړ و. هغه د زر او زور په نشه مستو مشرانو کې نه و! نه یې ماڼۍ وې، نه یې برجونه، نه یې پټې خزانې. مزار یې هم د خاورې یو ساده ټپه ده، خو زړه یې د خپل مظلوم ملت لپاره د یو سمندر په څېر پراخ و. 💔 د ډاکټر نجیب الله او د هغه د مخکینیو مشرانو – نور محمد تره کي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل – ترمنځ توپیر خورا ژور دی. نور په ایډیالوژیو کې غرق وو، هغه د وطن د ژغورنې لپاره خپله ایډیالوژي تر پښو لاندې کړه! هغوی د "خلق" او "پرچم" په نومونو ویشل شوي وو، هغه د ملي یووالي بیرغ پورته کړ! هغوی د واک لپاره وینې تویولې، هغه د وینې د بندولو لپاره خپله وینه نذرانه کړه! 🩸 د داکتر نجیب الله لومړۍ پاڼه یې تیاره وه، خو وروستۍ یې د ملي روښانتیا لمر شو! خوشال خان خټک هم لومړۍ برخه د ژوند کې د مغولو افسر و خو د ژوند په دوهمه برخه کې کله چې د افغان په ننګ یې وتړله توره،‌ننګیالۍ د زمانې شو او همدا مثال د نجیب الله هم دی.‌‌په داسې حال کې چې ټوله نړۍ د افغان سولې دښمنه وه، هغه په ​​یوازې سر د "سولې، عزت، افغانستان" ناره پورته کړه! 📢 تېروتنې یې کړې، خو زړه یې د وطن په مینه سرشار و! اراده یې د غرونو په څېر کلکه وه! سر یې د خپل ولس په لاره ټیټ شو! تاریخ لږ داسې زړور زامن زېږوي! 🦅 نن چې زموږ ځوانان د جګړې په اور کې سېځل کیږي، حقیقت روښان دی: که د نجیب د یووالي غږ مو منلی وای، دا د بې عزتۍ او کډوالۍ ژوند به مو نه تېراوه! ✊ ډاکټر نجیب الله، ستا له ارام قبر څخه د پکتیا تر لرې پرتو پولو پورې تر پښتونخوا، ستا د وطن پالنې بوی د افغان خاوره کې خپریږي. ستا روح د زرکو په زړو سندرو کې، د څپو په تلپاتې تال کې او د میوند په بادونو کې ژوندی دی. د افغانستان خلک به په خپل وخت کې د سولې د هغه طلایی فرصت ژوره ارزښت درک کړي چې تا په ډیره لیوالتیا وړاندیز کړ – یو داسې خزانه چې په غمجن ډول د ناپوهۍ په تیاره کې ورکه شوه. ستا روح دې ښاد وي، د افغانستان وفادار او سرښندونکی زویه!🔥

𝐊𝐡𝐚𝐥𝐢𝐝 𝐖𝐚𝐫𝐝𝐚𝐠🇦🇫

17,258 просмотров • 1 год назад

اسلامى موردګاوان او د هغوي مبارزه په میډیا کښي! ——————————————————— يو عده د عربو لاندې پراته نوکران چه شپه او ورځ په قطر،کویت،دبی او سعودی کښي د اعرابو مزدوری او کنارآب کشیاني کوې ځانونه د طالبانو او اسلامی امارت مبارزین معرفی کوې نن صباح اخته دې د هندوستان او بنګلادیش د میرمنو د اکونټونو څخه انځورونه کاپي کوې او د افغان خویندو ته یې منسوبوی چه ګویا افغانۍ خویندۍ په ښوونځي او پوهنتونو کښي داسې غیر اخلاقی کارونه ترسره کوې خو د کوسۍ ځامنو، ستاسي او د هغه لنډغرو ترمینځ څه توپیر دې چه هغوی د سکس فلمونو انځورونه پورته کوي،چه ګویا طالبانو د تاجیکانو څخه ښځۍ پورته کړۍ که صباح ته همداسي یو بل افغان راپورته شې او د کوم حجابی میرمن ويډیو خپور کړې چه دچا په غیږه کښی ناسته او ورسره پیار کوۍ! او ټاپه ورباندې ووهې چه ګویا د کوم طالب ښځه ده! څه پکې وایاست بیا؟ کستیزنانو خپل د سیالانو سره د سیالی په ځای،اخته یاست د پردي زناو د کونو چوکیدارې کوی په آنلاین بڼه اسلامی موردګاوانو ———————

Alkozai

20,616 просмотров • 19 дней назад

پاکستان بېرته خپل پخواني نقش ته ستون شو، د داعش او القاعده غړي به نیسي او امریکا ته به یې سپاري، لري نه ده چې یو ځل بیا د طالبانو په سر سودا وکړي، په خپل او پردي نوم یې امریکایانو ته وسپاري. موږ تل ویلي چې دا ډالري جګړې دي او د پاکستان اقتصاد هم جنګي اقتصاد دی، په سیمه کې د جهاد په نامه افراطي ډلې هم جوړوي او بېرته یې د تروریست په نامه پلوري هم. ویاند صیب وایې چې په بلوچستان، مستونګ سیمه کې د داعش لپاره د پاکستان پوځ په ملاتړ یو مرکز او روزنځای جوړ شوی او داسې مالومېږي چې دوی داعش د خپلې وسیلې په توګه استفاده کوي. ویاند صیب! تېره ورځ یې مجاهدین او پرون یې تاسې د وسیلې په توګه استفاده کړئ، نن داعش، سبا به بله ډله استفاده کوي او افغانستان به تخریبوي، تاسې ولي پرون له دې خبرې انکار کاوو چې د پاکستان وسیله او لاسپوڅې نه یاست؟ هغوی چې د جګړې علم او لګښت نه لري، له مادي او معنوي پلوه په ځان بسیا نه وي، تل د نورو د اهدافو لپاره د وسیلې په توګه کارېدلي او کارېږي. حقیقتونه ترخه دي، خو د افغانستان د جګړې په نیابتي اړخ باید اعتراف وشي، چې د ستونزې بین الافغاني حل ته په اسانۍ ورسېږو.

Rahmatullah Andar🇦🇫

55,934 просмотров • 1 год назад

اښه تاسي او خدای دا وډیو وګوری: ماته وایاست چې ته د اسلام مخالف یې! زه مطلق د دې انډوخر مخالف یم چې تاسي یې په دې وډیو کې ګوری: که مدرسه بنده شي دا ټول ماشومان به د مور غیږې ته لار شي او که مور ونلري خپلوان یې اخلي او که خپلوان یې هم نه اخلي او یتیمان دي نو یتیم خانې ته به لار شي او مکتب کې به شامل شي، انجینران یا ډاکتران به ترې جوړ شي، خو تاسي او خدای دا د قاتلینو روزنه نده څه ده؟ دا ماشومان که په همدا رقم لویان شي بیا ته د انسانیت خبره ورته کولی شې؟ ستا اولاد چې تا په ګرمه کوټه او میوو رالوی کړی کولی شي چې دده سره د انسانیت خبره وکړي؟ که دا ماشومان رالویان شي او ستا اولاد ته ووایي چې ته ولي داسي په ناز رالوی شوې او ډاکتر شوې او زه ولي داسي په خیرات رالوی شوم او نن بې مسلکه یم ته به څه ورته وایې؟ مدرسې څخه یې وباسئ مکتب کې یې شامل کړی چې ژوند جوړ کړي ځکه انسان که ژوند جوړ نکړ اخرت هم نشي جوړولی، دا که سبا به ځان بم وتړي نه یې د اسلامي نظام او نه یې د اسلام لپاره تړي بلکې د دې وضعیت څخه یې د خلاصون او جنت ته تګ لپاره تړي، ځکه دی خو یې د همدې ماشومتوب څخه غولولی چې په دې لاره جنت ته ځې! د طالبانو ټول انتحاریان همدا ډول روزل شوي! د طالبانو یوه انتحاري هم انتحار د امارت د قیادت او اسلام لپاره ندی کړی بلکي د دې وضعیت څخه یې د خلاصون لپاره کړی چې دا دنیا یې خرابه ول، دې وضعیت ته ملا ورسوی او بیا یې ورته وویل چې په ځان بم وتړه چې اخرت دي سم شي مدرسې چپه کړی کنه “اسلام” او “انسانیت” درته شرموي!

NOORZAI

13,310 просмотров • 10 месяцев назад

دا غونډه چې تاسو یې انځور وینی په کندهار کې د ملا هيبت‌الله تر واک لاندې نه بلکې د اروپا په زړه د آلمان کولن ښار کې جوړه شوې چې يوه ښځه هم پکې نشته او نګه نارينه محوره هونډه ده، کېدای شي دوۍ يې هم غږ د هيبت الله په شان حرام ګڼلی :( تاسې ولې د پښتو ژبې د ودې، د کلتور خوندیتوب او ادبیاتو پرمختګ لپاره د ښځو رول هیر کړی؟ تاسې زرغونه انا، نازو انا، هوښیارې ښوونکې او د نسلونو مورګانې له یاده ایستلي دي؟ د ميوند ملالۍ , ورانگه لونی ، ته ورته سلګونه ښځې چې اوس هم په خیبر پښتونخوا، سوات، وزیرستان او نورو سیمو کې یې د خپلو حقونو، تعلیم، او د خپلو وژل شویو عزیزانو لپاره عدالت غوښتی ستاسو هېرې دي؟ ولې لا اوس هم په لويديځ کې د پښتون مېرمنې ته په علمي او فرهنګي ناستو کې اجازه او ونډه نشته؟ او که شته هم په نشت حساب ده. دا نرواکي هېښوونکی ده، هيله ده په راتلونکي کې دغو ټکو ته جدي پاملرنه وشي، که بل څوک نه راتلل همدا د ناستو تنظيموونکي دې خپلې د کورنۍ مېرمنې راولي او د وينا او نظر حق تمرين دې پرې وکړي حرام غږ به مې دوزخ درڅخه هېر کړي که ښیرا وکړم یا زه له درد نارې کړم PTM Germany Rahmatullah Andar🇦🇫 Hanif Pashteen Manzoor Pashteen Shafiqa Khpalwak

Sanga Siddiqi

94,309 просмотров • 1 год назад

افغان سېک؛ د ځینو مسلمانانو کردار زه له اسلامه زړه توری کړی یم. په خواله رسنیو کې دا خپره شوې ویډیو ښيي چې یو مسلمان له یوه سېک هېوادوال څخه غوښتنه کوي ترڅو اسلام راوړي، خو دغه سېک وګړی په ډېر منطقي او مینه ناک انداز د ځینو مسلمانانو کړه وړه د دغه دین په زیان بولي او خپل دلایل وړاندې کوي. په دغه ویډیو کې لیدل کېږي چې د موټر چلوونکي لخوا د اسلام د منلو په ځواب کې، دغه سېک وګړی وایي چې په هېواد کې د مسلمانانو اوسني وضعیت او ځینو کړنو هغه حیران کړی دی. هغه په خپل استدلال کې وایي: «تاسو خو ټول مسلمانان یاست او په خپلو کې سره یو یاست، خو اوس وضعیت داسې دی چې یو ورور د بل ورور حق خوړلی او د پردي په حقونو ګېډه اچول کېږي؛ نو زه د چا په مټ او کوم کردار ته په لیدو مسلمان شم؟» د ده په وینا، که چېرې د مسلمانانو ترمنځ رښتینی انصاف، د یو بل د حقونو خوندیتوب او سم کړه وړه موجود وای، نو هر څوک به په خپله د دغه دین لوري ته مایل کېدل. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او ځینو نورو افغان مسلمانانو لخوا په ټولنه کې سخت چلندونه، د مېرمنو د حقونو تر پښو لاندې کول، او د عامو خلکو بې‌ رحمانه ځپل او وژل په نړیواله کچه د اسلام یو داسې انځور وړاندې کوي چې خلک له دین څخه د مینې پر ځای، د وېرې او زړه تورۍ احساس کوي. په ولسي کچه هم داسې نیوکې شته چې د "اسلام د استازولۍ" تر نوم لاندې وحشتونه د دین د حقیقي پیغام (سولې او انصاف) پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځېدلی دی. #ABN | #SikhLogic | #InterfaithDialogue | #IslamicBehavior | #SocialJustice | #HumanRights | #AfghanistanNews

ABN Pashto

10,475 просмотров • 2 месяцев назад

د دریځونو بدلون؛ له «باغیانو» تر «د نجات پرښتو» د افغانستان په وروستیو سیاسي لسیزو کې یو له تر ټولو دردناکو واقعیتونو څخه د ځینو چارواکو او ویاندویانو د دریځونو ناڅاپي او بې‌حسابه بدلون دی. هغه کسان چې د جمهوریت پر مهال د دولت د رسمي دریځ استازیتوب کاوه، نن داسې خبرې کوي چې د هغوی د پرونیو څرګندونو بشپړ نفی ښکاري. د جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت هغه مهالنی ویاند، دولت وزیري چې پر سټېج به یې په احساساتي انداز طالبانو ته د «باغیانو» خطاب کاوه، ټینګار به یې کاوه چې هر هغه څوک چې د جمهوریت پر وړاندې وسله وال دریځ لري، باغي دی او باید وځپل شي. دا خبرې یوازې شخصي نظر نه و، بلکې د دولت رسمي دریځ و چې د جګړې د مشروعیت لپاره وړاندې کېده. خو نن هماغه څېره د طالبانو حکومت د «نجات پرښته» بولي او ادعا کوي چې دی له پیله د جګړې مخالف و. دا پوښتنه دلته راپورته کېږي: که جګړه ناسم عمل و، نو ولې هغه مهال د جګړې د توجیه لپاره دومره تودې او احساساتي ویناوې کېدې؟ او که جمهوریت حق پر لاره و، نو نن ولې هماغه دریځ په بشپړه توګه رد کېږي؟ د مسئلې تر ټولو خطرناک اړخ دا دی چې دا ډول تضادونه یوازې شخصي بې‌ثباتي نه ښيي، بلکې د ټولنیز باور بنسټونه هم زیانمنوي. ولس له چارواکو تمه لري چې لږ تر لږه پر خپلو خبرو ودرېږي، یا که دریځ بدلوي، د بدلون اخلاقي، سیاسي او منطقي دلیلونه وړاندې کړي. دا سمه ده چې سیاست بدلون منونکی دی، شرایط بدلېږي او انسانان هم خپل فکرونه اصلاح کولای شي؛ خو د فکر اصلاح له توجیه پرته د پرون د انکار په مانا نه ده. هغه څوک چې پرون یې جګړه «مقدسه دنده» بلله او نن یې «غلطه لاره» بولي، باید د دې تضاد ځواب ولس ته ورکړي. تاریخ به د شعارونو پر بنسټ قضاوت نه کوي، بلکې د دریځونو پر ثبات، رښتینولۍ او صداقت به حساب کوي. که د جګړې پر مهال چوپ پاتې کېدل جرم و، نو د جګړې د تودولو رول هم باید هېر نه شي. ولس د حافظې له لاسه ورکولو عادت نه لري، که څه هم ځینې سیاستوال پر دې هیله وي.

BILAL SARWARY

10,869 просмотров • 8 месяцев назад

په بدخشان کې د جمعه خان فاتح عمل تاکتیک و که ستراتیژیک مخالفت؟ په بدخشان کې د طالبانو د قوماندان جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و تر څو د طالبانو مخالفین په دغه سیمه کې په نښه او له منځه یوسي. د دې احتمال موجود و چې پاکستان د چترال له لارې د طالبانو یو شمیر مخالفین مسلح او د بدخشان او نورو شمالي سیمو کې د طالبانو په ضد چریکي جنګونه پیل کړي. د پاکستان هدف اوس هم د طالبانو په ضد یو کنترول مزاحمت دی او نه غواړي چې د طالبانو حکومت د امریکا د شین څراغ نه په غیر چپه کړي. په عین حال کې پاکستان د طالبانو په نامه ځینې مخالفې ډلې هم لکه ایران غوندې، غواړې چې د کنترول او نظارت لاندې ولري. یو شمیر قومي معتصبین چې د طالبانو سره یې مخالفت د طالبانو د کړنو او حکومتولې د طرز په اساس نه دی، هرې مسلې ته قومي رنګ ورکوي او د جمعه خان فاتح نه یې سمدستي سپین باز جوړ کړ. د هندوکش سیمې به ونیسي او د دوی قومي اجندا به په مخ یوسي. په نامه د مقاومت جبهې ځینو غړو ورسره اړیکې ونیولې چې د دوی په نوم مقاومت پیل کړي. یو شمیر په نامه مسلح مخالفین چې ځانونه استخباراتي او پوځي نابغه ګان ګڼي، تر اوسه د طالبانو په تاکتیکونو سر خلاص نه دی ځکه دوی د افغانستان سیاسي، اقتصادي او بشري جغرافیه نه پیژني او نه د جنګ خپل ابتکار لري. د تاکتیکي او ستراتیژیک کمیونیکشن په لحاظ بعضې وخت مخالف لورې خپل نفرو ته دندو ورکوي چې مخالفت وکړي تر څو د مخالفینو په صفونو کې ځای ونیسي، خپل مخالفین معلوم او د هغوي پلانونه شنډ کړي. د دغه په نامه مخالفینو د طالبانو سره یې مخالفت فقط د چوکۍ او قدرت لپاره دی نه د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره. مقاومت خو نشته، که د دوی مخالفت د افغانستان د دایمي ثبات او سوکالۍ لپاره وې، نو دوی به هیڅکله د پاکستان لمن ته بیا ځآنونه نه غورځولې چې د طالبانو په عوض د دوی حمایت وکړي ځکه دوی خو تر اوسه وایي چې طالبان پاکستانیان یا د هغوي ایجنټان دي. ښه که د پاکستان ایجنټي بده وي، نو بیا دوی ولې د پاکستان او ایران ایجنټې لپاره علني ټټر وهي او حاضر دي چې د هغوي د ګټو اجنډا عملي کړي. په سیاست کې مخالفت او حمایت باید یوازې د افغانستان د ګټو، د ولس د سوکالۍ او د اصولو په اساس وي نه د قومي، سمتي، ژبني اجنډاو په اساس. څو کاله د مخه مې تاجکستان کې د مقاومت په نامه ځینو مخالفینو ته وویل چې زمونږ مخالفت د طالبانو سره د اصولو په اساس دی چې د دوی موجوده پالیسي او د حکومتولۍ طرز د افغانستان د تباهې سبب ګرځي. خو ستاسي مخالفت د قدرت او شخصي ګټو لپاره دی. که نن طالبان درته شین چراغ وښایي، تاسي حاضر یاست چې د طالبانو سره د موجوده کړنو سره سره یو ځای شي ځکه په اصل کې ستاسي او د طالبانو په فکر کې توپیر نشته دی. خو مونږ او یا اکثریت ولس تر څو طالبان په خپلو کړنو او د حکومتولۍ په اصولو کې تغیر رانه ولي چې م زر ما ټوله د ملا وي، مخالفت ته به دوام ورکوو. هسې لاپې شاپې پکار نه دي چې طالبان نابودو، له منځه وړو، جنګ کوو هغه او دغه. که د طالبانو په پالیسې کې تغیر راشي، بیا د طالبانو په شمول، ټول افغانان کولې شي چې د اساسي قانون په درلودلو سره د یو ولسواکه، مشروع او قانونمند حکومت د سورې لاندې ټول په ګډه ژوند وکړي. افغانستان د نیابتي جګړو او افراطیت مرکز نشي. پدیتوګه د جمعه خان فاتح مخالفت د طالبانو سره یو تاکتیکي عمل و. دا باید ومنو چې د طالبانو ستراتیژیک کمیونیکشن او تاکتیکي عملونه هم د جمهوریت په وخت کې او هم اوس د طالبانو د مخالفینو نه ښه دي البته دا تاکتیکي ښه والې په دې معنی نه دی چې دوی به ولسي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي او انجام به د دوی سقوط او د افغانستان بې ثباتي وي.

Shahmahmood Miakhel

20,867 просмотров • 1 месяц назад