正在加载视频...

视频加载失败

ګرانو خویندو او دوستانو! دا ویډیو د جمهوریت د دورې د نجونو د یوه ښوونځي ریښتینی حالت ښيي. ځکه مې شریکه کړه چې ځینې خلک لا هم د حقیقت له ویلو انکار کوي. هر څوک دې حقیقت په خپلو سترګو وویني او بیا دې خپله قضاوت وکړي. د نجونو...

14,427 次观看 • 3 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

جهاد په اسلام کې د یوې سپیڅلې مبارزې نښه ده چې د اسلامي نظام د پیاوړتیا، عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره ترسره کېږي. د دې مبارزې هدف یوازې د دیني اصولو د ساتنې نه، بلکه د ټولنیز عدالت، سوله، او د حق د پلي کولو لپاره دی. په جهاد کې، موږ د اسلامي نظام د بنسټیزو اصولو لپاره جګړه کوو. د دې نظام هدف د ټولنې لپاره عدل او انصاف راوستل دي، ترڅو هر فرد د خپل حق څخه برخمن شي. جهاد د دې لپاره دی چې د ظلم او فساد پر وړاندې ودریږو او د الله تعالی د حدودو د تطبیق لپاره خپل ژوند وقف کړو. امنیت د هر ټولنې لپاره اهم او بنسټیزه موضوع ده، او جهاد د دې لپاره دی چې د ټولنې امنیت تضمین شي. کله چې د اسلامي نظام اصول پلی شي، د ټولنې هر غړی د امنیت او آرامۍ احساس کوي، چې دا د جهاد یوه اساسي موخه ده. د جهاد په لاره کې، موږ د الله تعالی د رضا ترلاسه کولو لپاره هڅه کوو او د اسلامي شریعت د تطبیق لپاره له هیڅ راز قربانۍ دریغ نه کوو. د دې مبارزې هر ګام د عدالت، امنیت، او د الله تعالی د حدودو د پلي کولو په لور یو ګام دی. چې لله الحمد له شپاړل کلن جهادي مزل وروسته مو د اسلامي نظام تحفظ، عدالت ، امنیت او د الله تعالی د حدودو جاري کیدل په خپل سترګو ولیدل. لاندې ویدیو له نن تقریباً د څوارلس کالو مخکې ده چې په ۲۰۱۰ کال کې زموږ زړورو مجاهدینو د پروان بامیان په لار کې د امریکایانو هغه کاروان چې غوښتل یې د غوربند له درې بامیانو ته لاړ شي کمین ووه او په هغې جګړه کې، یو امریکایی ځای پرځای مردار څلور یې ژور ټپيان او یوه هایلکس یې د اور خوراک او یو هایلکس ۲۰۰۹ ماډل مو ترې نغده غنیمت کړه . الله اکبر ! په هغه وخت هایلکس بیا جلا کیف درلود .

شهاب لېوال Shahab lewal313

40,944 次观看 • 2 年前

له مولانا فضل‌الرحمن څخه پوښتنه شوي چې د هغه د حکومت پر مهال په خیبر پښتونخوا کې تر ټولو لوی پنځه کارونه کوم دي چې پرې ویاړي؟ په ځواب کې وایې: د نجونو د پوهنتون جوړول، نور پوهنتونونه جوړول ،د عصري زده‌کړو وړیا کول، او د عصري کتابونو وړیا وېش… خو شاګردان یې/طالبان په افغانستان کې عصري زده کړي مباح ګڼي، پوهنتونونه د فحشاء مرکزونه بولي او د نجونو تعلیم حرام ګڼي. اساسي پوښتنه دا ده: مولانا فضل رحمن او ګوند یې چې د پاکستان مشهور علماء او مفتیان یې غړي دي، ځان دیوبند ته منسوب ګڼي او دا اعتراف کوي چې هغوی یې اسلاف او دوی یې لاره تعقیبوي. طالبان هم د دیوبندي د فکري مکتب ځان پلویان ګڼي او د دیوبند مشهوره مدرسه خپله (مادر علمي) بولي؛ نو بیا ولي په پاکستان کې د پوهنتونونه او د نجونو تعلیم نه یواځې جواز لري، بلکي لومړیتوب او ویاړ دی او په افغانستان کې فحشاء او حرام دی؟ په داسې حال کې چې د افغانستان ټولنه له کلتوري او دیني پلوه له پاکستانۍ ټولنې ډېره متدینه ده. ملګرو! دا پوښتنه در سره ریپوسټ کړئ چې د ملا هبة الله اخوند تر غوږه ور ورسېږي

Rahmatullah Andar🇦🇫

10,916 次观看 • 9 个月前