Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

یاره نو غازیانو لږ ګذاره کوي زما خوب مو را خچ پچ کو 😄

41,151 просмотров • 1 год назад •via X (Twitter)

Комментарии: 9

Фото профиля ابرار افغان
ابرار افغان1 год назад

مولوی صیب خوست باډر کې د دالوو کاسې اوښتي 😊

Фото профиля مولوي ضیاء الرحمن اصغر
مولوي ضیاء الرحمن اصغر1 год назад

ههههههه دالو نور خپل کیفیت له لاسه ورکړ

Фото профиля muhib zadran
muhib zadran1 год назад

یاره چیرته مو مصرف غرونو باندی ډزی نه وکړی

Фото профиля Q, S,M,,Rashid
Q, S,M,,Rashid1 год назад

قسم چ سحت خوشحاله یمممممممممممممم

Фото профиля حاجی
حاجی1 год назад

واضغر بي ناموس افغانان ولس پوهيږي چي دروغ وايي ته فکر کوي هغه خلپه دين محمد چي دروغ وايي ته فکر ولس هم دونه ساده ده وس هغه ميراف خبري کوي

Фото профиля jamshed paktin ( جمشېد پکتين )
jamshed paktin ( جمشېد پکتين )1 год назад

دا چثرته

Фото профиля Abu Dujana
Abu Dujana1 год назад

دا په کوم ځای کی

Фото профиля Sadaqat Wafa
Sadaqat Wafa1 год назад

چی بیخی رحم ونکی مونګ به ورته یوه هفته ویخ کینو هههههه

Фото профиля Hamza
Hamza1 год назад

پاڅوه

Похожие видео

اول خو ډيره مننه چې زما نيوکې ته مو پام کړی، او بل دا چې تاسې پر موږ (افغان ميرمنو)پر مبارزې وياړ کوئ، او د دې هيله او ارمان لرئ چې ستاسو ميرمن او خويندې مو د نورو ميرمنو په څير مبارزه وکړي. خو که چيرې په رښتيا هم تاسې د نوي نسل د ښه راتلونکې لپاره مبارزه کوی او له نورو ځان ځانګړی بولی او څه مو چې ويلي او خپلو خبرو ته ژمن ياست، نو لطفا، څنګه چې پر موږ وياړې او نورې میرمنې چې مبارزې ته هڅوې نو همداسې خپله ميرمن او خور په وياړ سره د مبارزې دغه ډګر ته را وباسه ترڅو په دې مبارزه کې د موږ ترڅنګ و دريږي. ځکه تاسې د رهبرۍ دعوه لری او د ښځو مبارزه اغيزمنه او مهمه بولې نو يو رهبر بايد د بدلون او مبارزې لپاره بايد مبارزه له خپل کور څخه پيل کړي. نو لطفا د دې مبارزې د اغيزمنتيا لپاره له خپل کور څخه پيل وکړئ او ميرمن او خور مو د نورو ميرمنو ترڅنګ و دروئ. او که چيرې مو دا کار وکړ بيا به موږ و منو چې تاسې د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوی.

Diva Patang

23,792 просмотров • 4 месяцев назад

وه ملته سر خلاص کړه! پاکستان ډیره خطرناکه لوبه درسره شروع کړې؛ پاکستان ټي ټي پي جوړولی شي او په پښتونخوا کې خپل سربازان د خپل اهدافو لپاره په وژلی شي نو طالب چې پاکستان لکه چېچۍ خپل په غیږي کې راغټ کړی اوس دده سره مخالف شو؟ زما د تیري لیکني په دوام پاکستان غواړي دا ځمکه ونیسي نو ځکه یې طالبان دلته راوستل او افغانستان یې په منزوي کړی چې هیڅ څوک یې منحث د یوه هیواد په رسمیت ونه پیژني او په داسي حالت کې به اوس د دوی خپل ملیشې (طالبان) ورته لمړۍ دا بهانه په لاس ورکوي چې موږ دلته د پاکستان ضد عناصر ساتو چې د پاکستان امنیت ګواښي! لکه څنګه چې تاسي ولیدل دوی په پکتیکا کې خپل پر افغانانو یې د وزیرستانیانو نوم پریښود چې د پاکستان برید پرې توجیه کړي؟ پاکستان به بمبار کوي او دوی به د انتقامي برید په نوم یوه ډرامه کوي او داسي بریدونه به نور هم زیاد کړي؛ اخر به پاکستان پر افغانستان حمله کوي چې دا جغرافیه ماته خطر دی او زه باید دا جغرافیه ونیسم. د نیولو لپاره هم هیڅ قانوني خنډ وجود نلري: ځکه افغانستان رسمیت نلري، د افغانستان جغرافیه په نړۍ کې منحث د یوې سیاسي جغرافیې خلګ په رسمیت نه پیژني؛ یوازې نړۍ یې د بشردوستی په نوم په دې جغرافیې کې د انسانانو بشري وضعیت په رسمیت پیژني. روشنفکره او کدرونو یې درڅخه فرار کړل او ملت یې ښه فقیر کړی او لا یې فقیر کوي، مکتبونه یې درباندي وتړل او فردي ازادي یې د ملت څخه واخستل اوس چې پاکستان حمله هم وکړي خلګ د طالب څخه دومره پوزي ته راغلي چې اصلاً د دوی په مقابل کې عکس العمل نه ښيي. نو دا ډرامه ده افغانانو؛ جغرافیه مو په خطر کې ده، د دوی د دومره غټ هداف ته د رسیدلو لپاره د ۵۰،۰۰۰ زره پاکستاني فوجیانو ژوند دوی ته څه ارزښت لري چې د ټې ټې پي په نوم یا نمایشي جنګونو کې یې ووژني؟ تاسي وایاست چې ۱۱ د سپټامبر په نیوریارک کې برید خپله امریکا وکړی نو چې امریکا خپل د اهدافو لپاره په ځان برید کوي نو پاکستان خپل په دومره نفوسو کې یوڅو پوډري سربازان د یوې جغرافیې د نیولو د هدف لپاره نه قرباني کوي؟

NOORZAI

38,437 просмотров • 1 год назад

تاسې د ماموت خان سپږمؤر زوی ؤګورئ👋 بیا خلک ؤایي حساس ؤخت دی، سره یؤ شئ، ګیلې پرېږدئ. دا ؤیډیو که مخکنۍ ده اؤ که اوسنۍ نو زموږ پر ضد خو ده کنه. موږ هم لا بده ؤرځ کې یو، بندیزونه، کنګل پیسې، غیر رسمیت اؤ نورو خنډونو سره مخ یو، خو تاسې را سره هېڅ ؤخت خؤاخوږي خود نۀده ښودلې، بلکې پېغورونه مو راکړي، زموږ خلاف دې خلک توشؤلي دي، تورونه مو راباندې لګؤلي دي، علماؤ اؤ عقیدې ته دې تـوهین کړی دی، پردي دې بللی یو، زما پۀ کار کې دې شل ځله مداخله کړې ده، بې‌ځایه فرمایشونه دې راکړي، سپک راپسې غږېدلی یې، کنځلې دې راته کړې دي، زما مخالف ته دې زمینه برابره کړې ده. ښه موږ تاسې ته څۀ ځؤاب درکړو؟ تاسې لۀ موږ څۀ تمه لرئ؟ یعنې پزه در پاکه کړو؟ یا غاړه کې امېلونه در ؤاچؤو. اؤ که پۀ بڼو لار درته جارو کړو؟ نو موږ به خامخا عکس العمل ښیو. بچېش چې پۀ یارانو څوک لګېدلي، پوښتنه یې کؤلی شې، اوس د تشناب نوبت ؤرته تر پاسپورټ زیات ارزښت لري😷 خپل غم ؤژاړئ/ پخپله کوڅه اؤ ؤیالۀ اختیار ؤلاکه لرئ.

Rahim Sekander

45,259 просмотров • 1 год назад

دا ویډیو کې ملا خلیفه ډېر چټیاټ وایي: وایي یو ځوان وایي چې له یو چینایي مسلمان سره مې ملګرتیا شوه، بیا هغه کور ته بوتلم. بیا د هغوی په کور کې زما د هغه له خور سره ملګرتیا شوه. اوس چې هر وخت چین ته ځم، د هغوی په کور کې مې شپه وي، زما او د همدې جینۍ جلا کوټه وي او شپه ورسره تېروم. بیا سهار غسل ته مې د همدې جینۍ پلار پورته کوي، کله چې هغې پلار مسجد ته سهار لمونځ ته ځي. اوس په دې چټیاټو کې څو پوښتنې را پیدا کېږي: ۱. اول خو دا مسلمان مېلمه څومره نمک‌حرام او بې‌وجدانه انسان وو چې هغوی خپل کور ته مېلمه کړ، خو دا نمک‌حرام یې د خور او لور سره ناروا اړیکې ټینګې کړې دي. ۲. دوهم، تاجر همیشه هوټل کې شپه تیروي تاجر باید خپله شپه په هوټل کې تېره کړي اکثره ورسره پیسی او قیمتي شیان وي. ۳. درېیم، هغه مسلمانې کورنۍ ته دا ملا سپک نظر کوي، یعنې دومره تقوادار پلار یې دی چې د سهار لمانځه لپاره مسجد ته ځي او د لور لونډه غسل ته هم پورته کوي؟ څوک چې د سهار لمونځ پابند وي، هغه دومره بې‌غیرته نه وي. دا خبره د ملا کاملاً دروغ ده. ۴. څلورم، دا چې مسلمانان دومره بې‌ایمانه او بې‌وجدانه دي چې هېڅ اعتماد ورباندې نه شي کېدای، چې څوک یې د اسلامي ورورولۍ یا احترام له مخې کور ته دعوت کړي، بیا دا بې‌وجدان یې د خور یا لور سره شپې تېروي. ۵. پنځم دا چې د جینۍ پلار مې سهار لمونځ ته پورته کوي چې «جګ شه، ناوخته ده، لمونځ مو قضا کېږي» . نو چې څوک زنا کوي، ټوله شپه یې په زنا تېره کړې وي، هغه بیا د سهار لمانځه څه پروا ساتي چې ناوخته ده هاهاها

Qari Eisa Mohammadi

22,285 просмотров • 2 месяцев назад

زما د واده یو اساسي شرط 😁 زما پلار د خپل کلي له پخوانیو سپينږیرو سره عجبه مینه لري. وايي، سږکال چې وطن ته ولاړ سي، په کلي کې په ټولو سپينږیرو پسې چې وفات سوي‌ خیرات کوي. زه ورته وام بابا خیرات به د قوش تیپې کوې او خلکو ته به وایې چې په سپينږیرو پسې مي کړی دی. موږ بېچاره ګان خو د قوش تیپې ملاتړ نه سو کولائ. زمو بیچاره ګانو وطن خو یو څو تښتېدلو اجاره کړی دی. هغوي دا فیصله کوي چې د کومې پروژې ملاتړ وکړو او دکومې پروژې مخالفت وکړو. موږ که د وطن خبره وکړه بیا خو تښتېدلي ناموسي اتهامات راباندي‌ لګوي. مګر که خداي د طالبانو پالیسې بدله کړه اودې خلکوته یې چوکۍ ورکړې چې دوي بیا په سپاټو مصروف سي او موږ بیچاره ګان خپل غم ته خلاص سو 😂 به هر حال، موږ چې له پلار سره مجلس کوو، د خپل کلي پخواني سپینږیري یادوي، کیسې راته کوي، بیا افسوس کوي چې مړه سوي دي. په خپلو ورځنیو مکالمو کې هم موږ ته ګاهي - ګاهي د هغو خلکو متلونه کوي. دا متل اکثر ما ته وايي:‌ عقل دي خپل خوښ دی، کار دي د بل خوښ دی. دا خبره ځکه کوي چې زه په عمومي ډول زحمتکشه نه یم. ما ته دا خوند نه راکوي چې ځان ته زحمت ورکړم. مثلاً، یو شی که پر ځمکه پروت وي، زه یې په پښه را پورته کوم، دا چې په ملا ور ټيټه سم او په لاس یې را واخلم زما لپاره سخت کار دی. که یو کار بل څوک کولائ سي، زه رهنمايي ورته کوم خو دا مي نه ده په وس پوره چې زه خپله ورسم او کار وکړم. مثلاً، له کله چې کار کوم او خپلې پیسې لرم، هېڅ وخت مي‌ نه را په یاد کېږي چې خپل کالي مي په خپله پیرولي یا اوتوکړي وي. زه یې خشکه شوي ته وړم. کور مي هم په خپله نه دی پاک کړی. د کور پاکولو ښځه را غواړم . دا په دې معنی نه ده چې زه اصراف کوم. زه قیمتي‌ کالي نه اخلم. زاړه کالي اغوندم او هغه پیسې صفا کارې او خشکه شوي ته ورکوم. زما زاړه کالي خوښ دي‌ خو زحمتکشي مي نه خوښېږي. پر دې منطق، زما موټر چلول نه دي زده. په امریکا کې ډېر خلک راته حیران سي چې ولي مي‌ موټر نه دی زده. په امریکا چې د چا موټر نه دی زده یعنې له کوره دباندي‌ نه سې وتلائ. زما یو اساسي دلیل چې په نیویارک کې اوسېږم دا دی چې ښاري موټر لري. یا هغه د افغانستان په سیسټم، سرویسونه لري. زه په سرویس کي ګرځم خو دا زحمت مي‌ له لاسه نه کیږي‌ چې موټر به چلوم، پاکوم، ترمیموم. دلته ټکسي سته خو ګرانه ده. نو زه پیسې نه پر ضایع کوم. په سرویس کي ځم. چیرته چي سرویس نه ځي، پیاده ځم. نو ما ولي موټر نه زده کول؟ د دې لپاره چې زه وام هره ښځه باید له داسي سړي‌ سره واده وکړي چې موټر وچلوي. حد اقل زه له داسي‌ چا سره واده نکوم چې موټر نه چلوي. او چې بل څوک موټر راته چلوي، زه یې ولي تکلیف پر ځان واخلم؟ زما د ژوند فلسلفه دا ده چې موږ خداي پاک د دې لپاره نه یوو پیدا کړي چې پر ځان زحمت او مشقت تېر کړو. موږ یې د دې لپاره پیدا کړي یوو چې ښه ژوند وکړو،‌ په مینه او محبت کي او ځان ته ژوند اسان کړو. موټر ته شپيګ ټیرونه واچوه شین راکیټ ویلوړ دی چې ته پیره کړې زه اوربل جوړ کړم په مینه ملګری وايي چې شین راکیټ د خوست له ډېرو مشهورو سندرو ده. خیست/شرۍ/شورۍ/لغات 😁

JALALZAI

25,896 просмотров • 2 лет назад

زما خبره ډېره سپینه او بې‌پردې ده. د طالبانو ګومارل شوي لابیګران ټوله ورځ په ټولنیزو رسنیو کې افغانان تکفیر کوي. د دوی د رسنیو فعال غړی چې ځان ته علما او مفتیان هم خطاب کوی د تېر جمهوریت ټول کارکوونکي واجب الدوزخ ګڼی او وايي چی هغوی مسلمانان ندی او منکر الجهاد دی. (ته به وايي چی جنت، العیاذ بالله، د طالب د پلار ميراثي ملکیت دی!) په لنډه، په خلاصو غوږونو واورئ: موږ افغانان جهاد یوه الهي فریضه ګڼو او په پوره یقین سره یې د قرآن او سنتو په ټاکل شویو شرایطو کې خپله وجیبه بولو. خو د طالبانو جګړه موږ جهاد نه ګڼو، ځکه دا یوه استخباراتي جګړه وه او ده، پایله یې د ملا او دین تر سپېڅلي نامه لاندې یو استخباراتي اشغالي تش په نوم حکومت شو. ملا، عالم، دین، قرآن، سنت، عِرضي تمامیت، او ملي ارزښتونه د هر افغان لپاره سرې کرښې دي. که ملا صاحب ځان سپېڅلی بولي او نورو ته د کافر خطاب کوي، نو میدان ته دې راووځي چې حساب ورسره وکړو. بسم الله! کرایي خولې مو درټولې کړې، مشران مو مخې ته کړئ. که جراات لری، یوازې یوه ورقه اسناد راوړاندي کړی چې ستاسو د جګړې مصارف د چا لخوا تمویلېدل؟ بس! په یقین سره دا جګړه د افغانانو د وژلو او د اسلام د مبارک دین د بدنامولو لپاره ډیزاین شوې وه. اوس ستاسو پرده له مخې لیرې شوې، او اصلي څېره مو بربنډه ده. اوس مو افغانان مو په ژوره توګه پیژنی او نور ستاسو په درواغو نه غولیږي. طالبه ! ستا هېڅ عمل له اسلامیت او افغانیت سره تړاو نه لري. #TranstionalJusticeAfghanistan #Afghanistan Hamasa Media Hamid Karzai Tawab Abdullah habiburrahman hekmatyar Ashraf Ghani Tamim Asey Zabihullah (..ذبـــــیح الله م )

S S Rahamanzai

29,003 просмотров • 1 год назад

د تراب صیب بشپړ شعر دی چې ملا هبة الله اخوند ته یې د مخ لوڅېدلو ویلي، د کابل بلنه یې ورکړي او دا وړاندوینه یې هم ورته کړي چې بې کابله یې نه شئ شل کولای. خلیفه صیب دین محمد ته یې هم یوه وړه چونډۍ ور لګولي، ورته ویلي یې دي چې د پیر او پیغمبر مقام به نه سره ګډوي. د اوس مهال مسلماني په اړه یې ویلي چې تر ډېره بریده یواځې ظاهري پاتي ده، د باطن خونده یې نه شته، مانا یارانو ږېري تر نامه پرېيښي او اخلاق یې تر نامه ښکته چلېږي. د تعلیم، ملي سرود او بیرغ یادونه یې هم وکړه او دا یې جوته کړه چې په دې ردیف او قافیه نور غږیدل نه دي پکار، ځکه سبا به یې خامخا منئ، خو دغه زور او شور به مو له لاسه وتلی وي. د طالبانو اوسنی حالت یې حکومت ونه بلل او ډېر ښکاره یې ورته وویل چې که حکومت کوئ؛ نو جرګه را وغواړئ او له خلکو پوښتنه وکړئ، کنه نو د تاریخ د ژرنې څرخ به مو سر وګرځوي. په پای کې یې د عدم تشدد فلسفې ته هم لږ لاس ونیو او ویې ویل چې امپراطورۍ پر تشدد ماتېږي او د دوښمن ککرۍ پر ټوپک ورانېږي. په سعر کې نورې وړې او غټې هم وي تاسې یې واورئ او خوند ور څخه واخلئ.

Rahmatullah Andar🇦🇫

48,728 просмотров • 1 год назад

په جمهوریت کي د کرزيانو کونیانو په شاولیکوټ ولسوالۍ کي پر خلګو دغسي ظلمونه کول، تاسي ښه په غور ورته وګورﺉ دا د سربند پوسته وه او دا سپین ږری د چنار ؤ. لېکن د کوتریانو او چوبکیانو یې اوس هم خوا په بدیږي، وايي ملي مشر دی، خدمت یې کړی دی. افغانستان یې شل کاله اشغالکرو، خپلو کونیانو او لوطیانو ته سپارلی ؤ، اربکیان یې تولیدول او ملت یې د هغوی تر جبر او وحشت لاندي ساتلی ؤ. خو هغو بې ننګو علماو او چارواکو ته شرم په کار دی، چي په کندهار کي د حاجي بهاوالدین پر کور باندي د محمود کرزي خوټي ورلنګروي. ایا تاسي پدې نیاست خبر چي حاجي بهاالدین د خرکار د زامنو کرزیانو یو مخکښ کوتری او رویبار دی، د طالب چارواکو او خرکار د زامنو ترمنځ منځګړیتوب او د تېر شل کلن وحشت سپیناوی یې کوي. یاره زه هغو طالب چارواکو او علماو ته حیران یم، چي په جمهوریت کي یې پر همدې لوطیانو او د هغوی پر حامیانو پټاونه او استشهادي بریدونه کول، لېکن نن د پیسو په خاطر د محمود کرزي د غله زوی ته چاپلوسي کوي او د لږ امتیاز لپاره یې په مړو سترګو په دفتر او کور کي د غولو په تمه ناست وي. زه و دغسي علماو او چارواکو ته فقط یو پیغام لرم هغه داچي په هغه علم مو مخ تور سه چي تاسو کړی خو عمل نه پرې کوﺉ.

Mohammad Sharifi

146,372 просмотров • 2 месяцев назад

له امریکا سره د اسلامي اصولو په چوکاټ کې اړېکې دا مانا لري لکه سړی ووایې چې د خنځیر غوښه د اسلامي اصولو په چوکاټ کې خورم. طالب فکر کوي چې په هر شي دوی د اسلام نوم کېږدي؛ نو هغه جایز او روا وي او حرام کار هم په اسلامي اصولو کیدی شي. تر پرونه همدغه طالب ویل چې له حربي کافر سره، دوستي، تجارت، ګاونډېتوب، پیر او پلور، بلکې هر ډول تعامل ورسره ناروا او مطلق حرام دی او ټول مذهبونه په دې اړه یو خوله دي. حربې کافر داسې تعریفوي: هر کافر چې له مسلمانانو سره د نړۍ په هر کونج کې په جګړه اخته و، هغه کافر د ټولو مسلمانانو لپاره حربي کافر دی، مسلمانان د نړۍ په هیڅ ځای کې حق نه لري چې له حربي کافر سره سوله او یا کوم تړون وکړي، سر او مال یې روا دي. نن هم همدغه امریکا او ملګري یې د نړۍ په هر ګوټ کې د مسلمانانو پر وړاندې یا په مستقیم او یا په غیر مستقیم ډول په جګړه اخته دي، خو طالب ورته حربي کافر نه وایې، میاشتنۍ ډالرې کڅوړي یې اخلي، هر ډول تعامل ته ورسره تیار دي، بلکې ستانکزی صیب وایې چې پر امریکا لازمه او واجبه ده چې طالبان په رسمیت وپېژني، تر دې لا بده دا چې ویاند یې وایې، موږ له اسرائیلو سره هیڅ ستونزه نه لرو. طالبه! پرون ولي امریکایان او ملګري یې حربي کافران و او نن نه دي؟ پرون ولي هر ډول تعامل ورسره مطلق حرام و او نن نه دی؟ دغه ساده طالبان به وایې چې پرون یې زموږ په خاوره یرغل کړی و او له ماسره په جګړه اخته و او نن وطن ورڅخه پاک دی. لومړی: پورته مې د استاذ یاسر د خولې تعریف نقل کړی، هغه وایې: حربي کافر یواځې دېته نه وایې چې ستا په خاوره یې یرغل کړی وي او ستا په خلاف جګړه کوي، د نړۍ په هر کونج کې چې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه کوي، حربي کافر ورته ویل کېږي، ایا امریکا او ملګري یې د مسلمانانو پر وړاندې جګړه نه کوي؟ ایا چینایان په ایغور کې د مسلمانانو پر وړاندې په جګړه نه دي اخته؟ دوه یم: نن کله موږ د امریکایانو له اشغال او یرغله خلاص یو، ستاسې د دفاع وزیر ملا یعقوب اخوند خپله وایې چې د افغانستان فضاء اوس هم د امریکا له لوري اشغال ده؛ نو بیا څنګه تعامل ورسره کوي او رسمیت ورڅخه غواړي؟ د ملا یعقوب اخوند خبرې واوره، هغه د اصلي اشغالګر پاکستان نوم هم نه شي اخیستلی، وایې بیا ناندرۍ جوړېږي، په خپله خپلواکې، ازادي او فتح لږ شکمن نه یې؟ په دې خبره هم غور درسره وکړه، که پاکستان اشغالګر نه درته ښکارېږي، د اشغالګر ملګری خو دی، ځکه ملا یعقوب په اشاره وایې چې امریکایې ډرون له پاکستانه راځي او زموږ هوایې حریم نقض کوي، بیا څنګه تعامل ور سره کوي؟ شاید طالبان زما د پوښتنې له ځوابه منډه واخلي او ما ته ووایې چې ته د اشغال ملګری وي، مرتد وي، غلام وي، او ...، خو دا زما د پوښتنې ځواب نه دی او نه په دې ټاپو او ښکنځلو پوښتنه ځوابېږي، ځکه هره پوښتنه چې معقول ځواب پیدا نه کړي، د خلکو تر منځ ژوندۍ پاته کېږي، که زه یې ونه کړم بل یې کوي. ځه، ستاسې په اند یې زه له دینه وتلی، خو که همدا پوښتنه له تاسې خپل دینداره او مجاهد ملګری وکړي، څه ځواب ورته لرئ؟ په پای کې کټ مټ هغه خبره درته کوم چې استاذ یاسر ملایانو ته کړي وه. طالبه! له امریکا ډالر واخله، خو د دین په نامه یې مه اخله، دین مه پلوره، په خپله هره ناوړه چاره د دین نوم مه ږده. یادونه: زما د خبرو د تائید لپاره لاندې دوه ویډیوګانې ووارئ، چې استاذ یاسر او ملا یعقوب اخوند څه وایې.

Rahmatullah Andar🇦🇫

34,229 просмотров • 1 год назад

نن دهیواد خارجه وزیر دکابل پر سړکونو پر موټر سایکل ګرزیده یوه سیکولر یې ویډیو ته لیکلي چې دا هسي یو نمایش دی، خو دا بیچاره زموږ دغه ملنګ وزیر له نژدې نه پیژني، زما او وزیر دشناخت او انډیوالي اوس شاوخوا ۳۵ کاله سره پوره کیږي دا وخت مو په یوه دفتر کې دامیر او مامور او انډیوالانو په صفت سره تېر کړی دی، دوستي هم سره لرو، خپل رب حاضر ګڼم چې تر ننه هم دیوه ویښته قدر دخیانت ثبوت نه باندي لرم، څومره احتیاط چې له بیت المال سره کوي شاید دډیرو تقواداره خلګو له وسه لوړ وي، کیسې یې ډیري دي خو دا میاشت مخکې یې زوی کیسه راته کوله وایې په خارجه وزارت کې یې خارجي ډیپلوماټانو ته مېلمستیا کړې وه وایې موږ دده دوه زامنو هم په نابللي ډول په هغه ډوډۍ کې شرکت وکړ، وایې کله چې دمېلمستیا دبیل او خرچې بحث راغلی، ده دمېلمستیا میزبان ته له خپله جېبه څلور زره افغانۍ ورکړې وې چې هغه ورځ زما دوو زامنو هم ډوډۍ وخوړله چې زه یې باید له بیت المال ورنکړم، په مېلمستیا کې دیوه مېلمانه دوه که دونیم زره افغانۍ مصرف سوی و نورې هم ماشاءلله ډیري عجیبې کیسې لري چې دغه یوه موشت نمونه خروار ده. نوټ: هغه څوک چې وزیر له نژدې نه پیژني هغوی ته شاید زما داخبره مبالغه او چاپلوسي مالومه سي خو نن یې دموټر سیکل تر سپرېدلو را یاده سوه وزیر صاحب ډیر وخت پر موټر سایکل ګرځي ژوند یې بیخي عادي دی الحمد لله. همت

Hafiz Umari

35,514 просмотров • 1 год назад

وارسا - واحد اطلاعات روند سبز افغانستان : ثبت صدای داکتر بشیر رییس قبلی استخبارات طالبان در ننگرهار و رییس کنونی به اصطلاح ضد جاسوسی. پرده برداری از کشتار های درونی ، خویش خوری، فساد، آینده مبهم و فرجام حتمی و ننگین ===================== سلام علیکم و رحمت الله و برکاته د ګروپ ملګرو الله تعالی دې خیر درکړي، زه خو ولاکه پوهیږم چې په دې ګروپ کې به کوم کوم ملګري وي، خو بیا هم زه پکې داخل شوي یم. چې اوس په دا ګروپ کې یم، د خپل مسوولیت په اساس به خبره وکړم، داکتر بشیر یم. دغه ګروپ کې چې موږ او تاسو اکثریت د ننګرهار مجاهدین یوو. او ټولو ته به دغه پته وي چې په ننګرهار کې زمونږ او تاسو زیاتره غټ غټ ډلګې مشران که د بټیکوټ طرف ته وه او که د خوګیانو و طرف ته وه، اکثریت په شخصي مسایلو او دوښمنیو په نتیجه کې شهيدان نه شول؟ زمونږ د ننګرهار مجاهدین به دومره د دښمن سره په مقابلې کې نه وي شهيدان شوي لکه خپلمنځي مقابلو کې چې شهيدان شويدي. نو يو سړی چې د یو چا وينه بیولي شي، نو هغه به د هغو په اړه معلومات نشي شریکولای؟ په ولا بالله چې هغه څه ور پسي ووایي، چې هغه خبرې د ده په جامعه/ ټولنه کې نه وي. زه وایم ټوله د دغه ځای یو، که کره کتنې کمیتې ډله ده او که د بل ځای ډله ده، زه وایم چې د الله لپاره "یسرو ولا تعسر" بس له دغه مسلمانانو سره آسانې وکړئ ، نور دغه د څو مرحلو څخه ووتله، د څو تصیفه ګانو څخه دغه مجاهدین ووتل، زه وایم چي کوم مجاهد چې معمولې چانس د داخليدو درلودی، پکې را داخل يې کړي، نظام خلګو ته ضرورت لري، دا چې په راتلوونکي کي مونږ د ضرورت پر اساس نوي خلک و نظام ته را داخلو، نو خو دغه مجاهدین تیار ستاسو سره شته دي، کوم مجاهد به خطا نه وي کړي، داسي څه مه ورته لیکي چې د يوي وړې خطا په خاطر باید یو مجاهدین له دې صف څخه و ایستل شي، هغه به په دې صف کې قربانۍ ورکړي وي، مه يې د هغو خلکو د پيغور کوي؛ د کومو خلکو پر وړاندې چې یو څو وخته ولاړ وه. د کميټې هدف باید دا وي چې د يوي اشتبا د اصلاح توصیه ورته وشي، دا مجاهدین د الله تعالي نازولي دي، ان شاءالله چې اصلاح به يې کړي. په ولا چې دا په هغه سختو شرایطو کې چې امکانات هم نه وه، او ګرځیدل به، که څوک به وړکی وه او که څوک به غټ وه، چې هر رقم حالات به ول؛ دوي به په اول خط کې وه. نرمې ورسره وکړي، او چې څومره مو په وسه او توان کې وي آسانې ور سره وکړي، په معمولي خطا پسي يې مه کیږي، او که دا مو ګروپ ته پورته کړی، چې هله د پلانکې نوبت دی تکړه شي ور پسي، په اړه معلومات را وکړي، نو هغه به په شخصي کې داسي معلومات درته پسي را ولیږي، د الله په ذات دې مې قسم وي چې په هیڅ رقم به هغه سړی په صف کې پرې نږدي، زه وایم زما د اوسني کره کميټې څخه ډیر غټ امید دا وه، چې دا د تیرې تصفیه کمیسون کومې کمې او نیمګړتیاوي چې وي، هغه به پکې حل شي، او اوس مې هم د اصلاح آرزو ده. بس ډیره سختي مه کوي، هغه سړی معلوم دی، چې هغه باید له صف څخه ويستل شي، هغه وتلي دی، زما په فکر سره دا کره کتنې کمیته د هغه چا لپاره ده، هغه چې ډير ځوریدلي دي او حق يې تلف شويدي، هغه پکې بیرته راشي، زه يې په دې تعبیر نیسم، خو په ګروپ کې نشرول او د ګروپ د لارې د هغه په اړه معلومات را ټولول، په ګروپ کې هغسې خلک تیار ورته ناست وي، چې د هغو په مغزو کې د هغه په اړه د پيدايښت څخه يو انتقاد او کینه موجوده وي، او هغه د ځان څخه بغیر بل هيڅ مجاهد په ننګرهار کې نه مني. که چا لږ جهاد کړی وي او که یې ډیر کړي وي، زه وایم دا د قيامت د ورځې د جنت او دوزخ کیلې ګانې خه دې چې زمونږ مسلمانانو سره ندي کنه په ولاکه په جنت زمونږ څخه څوک ننوتلي وايي. راسئ یو څه آسانې وکړي، الله تعالی په آسانې خوشحالیږي، دغه مجاهدین و نازوی، چې یو چا یوه ورځ هم تیره کړی وي، بس وي نازوی، د چا څخه به ګناه نه وي شوي، ولا زه خو په ننګرهار کې چې اوه کاله پاته شوي یم، الله تعالی ته پته شته دی، چې څه شخصي کیسۍ به موږ او تاسو نه وي کړي، بس د مجاهد په یوه وړه اشتباه څوک مه باسي، هغه اصلاح کړي، د هغه د ایستلو کوشش او یا د هغه د حيثيت د زخمې کولو کوشش مکوئ، زما خو دغه غوښتنه ده. دا که په ګروپ کې د یو چا په اړه د معلومات غوښتل نشر شي، او تاسي بس شخصې ګروپونو ته شي، چې هله هلکه تکړه شته نن د پلانکې ډلګۍ په اړه معلومات دې، په یو سړی امارت دومره اعتبار کړی؛ چې هغه ډلګې مشر کړی، ته يې هم پریګده، که صادقه نه وه، خدای يې شرموي. دا مې د زړه یو درد وه، درسره مې شریک کړو، د ننګرهار د مجاهدینو حال چې په نورو ولایتونو کې وګورئ، چې ما او تا دلته يې نه پیژنو نو هغه به يې څه وپیژنې، ځکه په ننګرهار کې د خوارجو په نوم داسې يوه بلا تیره شوي ده، چې هلته ( په نورو ولایتونو ) کې په روغ سړی باندې هم د داعش ګمان وي، خو هغه یې له دې وجهي دا شک کوي، چې دوې یې نه پیژنې، هلته دا کیسه وي، دلته بیا مونږ او تاسي داسي کیسه سره را روانه کړي، یو په بل پسي مو را اخیستي، هغه پخوانې پخوانې مسائل اوس دلته سره مطرح کیږي، د کره کتنې کمیته ماشاءالله خه کمیته ده، خو معلومات راټولو دغه رقم طریقه صحیح نده، زه د دغه رقم معلوماتو را ټولو طريقي سره موافق نه یم، نور دې الله تعالی خیر وکړي، الله تعالی دې ټولو مجاهدینو ته خیر ورکړي، چې خپل مسوولیتونه په خه طریقه سره ترسره کړي. السلام علیکم

Afg Green Trend

20,962 просмотров • 2 лет назад

د افغانستان پر طبیعي زېرمو او ملي امکاناتو دا زموږ دویم بحث دی. دلته زما د ډېر او پرله پسې تاکید مقصد د هېوادوالو په زړونو کې ددې باور پخول او ټینګول دي چې موږ د یوې هوسا ټولنې د جوړېدو ټول امکانات لرو، اما ددغو امکاناتو سم کارول، عقل او تدبیر غواړي. که لاسونه سره یو کړو او زړنه سره یو کړو، وینه ودروو او په ملي یووالي ګام پورته کړو، عمومي هوسایۍ ته رسېدل آسانېږي او چټکېږي. خطاب من مخصوصاً به قشر جوان کشور است که با هدف شگوفایی و رفاه عامه، به کسب دانش عمومی و مسلکی بپردازند و کشور را در همه عرصه ها، مخصوصاً در قسمت استخراج و به کارگیری ثروتهای هنگفت زیر زمینی از نیاز دیگران برهانند و طرح آینده خود را به دست خود بیافگنند. موږ د خپلو طبیعي زېرمو له پاره یوه سمه سنجول شوې لارنقشه چمتو کړې او سره له دې چې د وسله والو ورانکاریو او د جنګسالارنو خپلسریو بشپړتابه ته پرېښنوده، خو د مشروعیت، قانونیت او امنیت په تامین سره ژر او بې ځنډه پلي کېدلی او عملي ګټه ترې راوتلی شي. من به حیث یک ریش سفید مملکت، به حیث یک خادم مملکت وظیفه ام این بود که تهداب گذاری کنم و تهدابی را بگذارم که آینده افغانستان را مصئون کند. در سخت‌ترین شرایط امید را از دست نداده ام، بر امید سرمایه گذاری کرده ام تا روایت تغییر کند. که یو بل ومنو، یوه تگلاره راوړو، وینه درېږي، غیر له هغه نه وینه بیا تویېږي. او زه غواړم غاړه مې خلاصه کړم او نوي نسل ته مې واضح پیغام دا دی چې خپل ظرفیتونه پیدا کړئ، ولې وسیله د جنجال کېږئ؟ ولې جنگسالاران او مفلس سیاستمداران درنه سوء استفاده کوي؟ ولې وسیله د نفاق کېږئ؟ څه باندې مو دعوا ده؟ در بخش دوم برنامه ثروت های زیرزمینی افغانستان همین موضوعات مورد بحث قرار گرفته است. متن کامل و اسناد مربوط به آن را در سه زبان دری، پشتو و انگلیسی از لینک ذیل دریافت کنید: /

Ashraf Ghani

60,807 просмотров • 2 лет назад

د ملی وحدت پر خاطر دی خدای وبخښي 🤲🏻 د مرحوم مارشال محمد قسیم فهیم په اړه یوه خاطره زه د میدان وردګ والي وم. په یوه قضیه کې چې له مخکې د یوه مسؤول چارواکي اړوند وه، خو هغه ته یوه دسیسه جوړه شوې وه. ډېرو مرکزي مسؤولینو ته چې پښتانه ول ورغلم، خو هر یوه به بهانې لټولې. بالاخره یو کس راته مشوره راکړه چې د ولسمشر لومړي معاون مارشال محمد قسیم فهیم ته ورشم. زه مارشال صاحب ته ورغلم. زما یو افغان ملتی ملګری میرزمان جبارخېل هم راسره و. کله چې د مرحوم مارشال د دفتر رئیس محترم اعتبار دفتر ته ننوتلو، نو مارشال مخکې له مخکې په دروازه کې زموږ د استقبال لپاره ولاړ و. ډېر په ورین تندي او افغاني دود یې زموږ استقبال وکړ. له ستړې مشې وروسته مې ورته غوښتل چې د قضیې په اړه خبره وکړم. نوموړي راته وویل: «راځه لومړی کیسې وکړو، قضیه به حل شي.» له څو سیاسي کیسو وروسته مو ورته د قضیې په اړه وویل. کله چې نوموړي قضیه واورېده، ډېر خفه او متاثر شو. نو یې محترم اعتبار ته غږ وکړ او هغه یې راوغوښت چې په دې وړاندیز فوري حکم ورکړي ترڅو دا ستونزه یې حل شي. بیا یې ورپسې وویل چې داسې میرزا قلمي مه کوئ چې یوازې یې امر ولیکئ او بیا یې هېڅ کار ونشي. بیا یې ماته مخ راواړاوه او وې ویل: «دا میرزا قلمان داسې احکام ولیکي چې خلک زما په دفتر کې خوشحاله شي، خو چې وروسته خبرېږي، بیا یې هېڅ کار نه وي شوی.» نو بیا له همدې خبرې وروسته پاڅېده او ښاغلي اعتبار ته یې وویل: «هغه وړاندېزونه یې را دلته راوړئ.» هغه وړاندیزونه راوړل. بیا یې وویل: «والي صاحب، همدا احکام خپله ته ولیکه، چې زه یوازې امضا وکړم.» همداسې مې وکړل. ما ورته وویل: «مارشال صاحب، واقعاً خبره همداسې ده. اکثراً دا میرزا قلمان داسې احکام ورکوي چې وروسته د خلکو کار نه کېږي.» له احکامو وروسته یې راسره بنډار ته دوام ورکړ او د ډوډۍ یې کلکه ننګ وکړ. چای او تازه مېوه مو ورسره وخوړه. له خوندور بنډار وروسته مو ترې خدای په اماني واخېستله او ترې راووتلو. له شا یې بیا غږ وکړ چې که د مشکل حل نشو، ماته حتما ټلفون وکړه. ما ترې مننه وکړه. کله مو چې احکام اداره امور ته یووړل، نو هغوی وویل چې مارشال صاحب خو ټوله قضیه حل کړې ده او نوره موضوع دلته ختمه شوه. د مرحوم مارشال سره زموږ دا لومړۍ کتنه وه، خو داسې چلند یې وکړ لکه چې موږ ډېر پخواني او اوږد شناخت له یو او بل سره لرو. مرحوم مارشال فهیم یو ډېر عیار، باجرأته او د ملي ګټو پلوی شخصیت و. پر ملي یووالي به یې تل ټینګار کاوه. خاطره مې ځکه شریکه کړه چې د نوموړي د وفات ۱۲ تلین دی. الله تعالی دې پرې رحم وکړي. ډېر ځل زموږ تصور د ځینو شخصیتونو په اړه د معلوماتو د خلا یا د تبلیغاتي دستګاه وو د معلوماتو پر اساس وي. مارشال فهیم ملي ارزښتونه منل، ملي بیرغ، ملي سرود، اساسي قانون، افغانیت او افغانستان منل او پرې باور یې درلود. جنت یې ځای شه. محمدحلیم فدایی

Qari Eisa Mohammadi

15,740 просмотров • 4 месяцев назад

ملا هبة الله اخوند یې دریځ ته په داسې صفاتو را وبلل چې انانسر د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم له مبارکو نومونو سره دومره صفات نه دي یاد کړي. تقریباً دوه دقیقې یې مخ پټی امیر چې ولس یې په وجود اوعدم کې لا هم شکمن دی، په داسې صفاتو وستایل چې د هغه په عملي ژوند کې یا بېخې نه او یا ډېر لږ لیدل کېږي. زه دې ته هک پک شوم چې لږ تر لږه خپله ملا هبة الله اخوند هم دغسې بې ځایه ستاینه مکروه ونه ګڼله او نه یې د تقوا خلاف عمل وبلل، په داسې حال کې چې د مداحي او چاپلوسي په مذمت کې صحیح او صریح احادیث راغلي دي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: اذا رأيتم المداحين فاحثوا في وجوههم التراب/ کله چې تاسې چاپلوسان ووینئ، نو خاورې یې پر مخ وشیندئ. رواه مسلم. له ابو معمر رضي الله عنه څخه روایت دی، هغه وایې: «قامَ رَجُلٌ يُثْنِي عَلَى أَمِيرٍ مِنَ الأُمَرَاءِ ، فَجَعَلَ الْمِقْدَادُ يَحْثِي عَلَيْهِ التُّرَابَ ، وَقَالَ : أَمَرَنَا رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنْ نَحْثِيَ فِي وُجُوهِ الْمَدَّاحِينَ التُّرَابَ.» رواه مسلم. یو سړی د یو امیر ستاینه کوله، نو مقداد رضي الله عنه پرې خاورې شيندلې او ویې ویل: رسول الله ﷺ موږ ته امر کړی چې د چاپلوسانو پر مخ خاورې وشیندو. تاسې ویډیو واورئ، له تعصب او مخالفت پرته ووایاست چې کوم صفات په ملا هبة الله اخوند کې شته، سره له دې چې د هغه هویت هم په بشپړ ډول مالوم نه دی. انانسر ملا هبة الله اخوند د څوارلسم قرن مجدد بللی، تاسې پوهیږئ چې مجدد چا ته ویل کېږي؟ د "تجدید" اصطلاح په حقیقت کې د نبي کریم ﷺ له دې حدیث څخه اخيستل شوې ده: «إِنَّ اللَّهَ يَبْعَثُ لِهَذِهِ الْأُمَّةِ عَلَى رَأْسِ كُلِّ مِائَةِ سَنَةٍ مَنْ يُجَدِّدُ لَهَا دِينَهَا.» الله تعالی د دې امت لپاره د هرې سلیزې په سر کې یو څوک رالېږي/پیدا کوي، چې د دوی دین تجديد کړي. تجدید په دې مانا چې دین بېرته هغه حالت ته ستون کړي څنګه چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په زمانه کې و، که د وخت په تېرېدو په ناسم ډول تفسیر شوی او تعبیر شوی وي، بېرته یې اصلي حالت ته وګرځوي. په اسلامي امت کې هغو علماوو ته چې غوره تصنیفات یې کړي، په دین کې یې د بدعاتو او خرافاتو مخنیوی کړی، د مجدد لقب کار شوی دی. د بېلګې په توګه امام حسن بصري، امام شافعي، امام بخاري، امام غزالي، امام فخرالدین رازي رحمهم الله ته د مجدد لقب کار شوی دی. په څوارلسمه پېړۍ کې شیخ محمد ناصرالدین الباني او شیخ محمد الغزالي رحمهما الله ته هم د مجدد لقب کاریدلی دی. شيخ محمد ناصر الدين الباني تقریباً ۱۱۲ کتابونه تصنیف، تألیف او تحقیق کړي دي. شیخ محمد الغزالي تقریباً تر ۵۰ ډېر کتابونه تصنیف کړي دي. موږ خو تر اوسه د ملا هبة الله اخوند کوم تصنیف نه دی لیدلی؛ نو مجدد په کوم دلیل ورته ویل کېږي؟ البته که تجدید په لفظي مانا واخلو؛ نو بیا امکان لري چې مجدد ورته وویل شي، ځکه په نجونو یې تعلیم حرام کړی، د نورې ټولي اسلامي نړۍ په خلاف یې دغه یو تجدید په دین کې کړی دی. د عصر ستر مفسر او محدث ورته ویل شوي، په داسې حال کې چې نه په تفسر او نه په احادیثو کې د یادوني وړ تصنیف لري. د اسلام ستر فاتح، امام المسلمین او امام المجاهدین، د امت د بقاء او پرمختګ هستي بلل شوی، خو اسلامي امت څه چې، د افغانستان ملت هم تر اوسه دغه هستي په سترګو نه دی لیدلي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

130,999 просмотров • 1 год назад

د خپل ګران پایتخت په اړه زما پرله پسې هڅه دا وه چې تاریخ یې هېر نه شي، هره برخه چې خاطرات یې د ساتلو دي وساتل شي، نیمګړې طرحې یې تکمیل شي او داسې ونه شي چې موږ هر یو له سره شروع وکړو او دا هېره کړو چې پلازمېنه مو زرګونه کلونه ریښه لري. طی دهه ها، سه چهارم شهر کابل به صورت پلان ناشده توسعه یافته و کوه ها و سطوح هموار آن عمدتاً خودسرانه تصاحب و مسکون شده است. برای مطابقت پایتخت با مقتضیات عصر حاضر نیاز است تا کوه ها و تپه ها و بخش هایی از سطوح هموار آن طی یک برنامه منظم تخلیه و برای اسکان و رفاه شهریان سر از نو تنظیم گردد. زموږ یوه طرحه دا وه چې آسمایي او شېر دروازه غرونه په لومړي ګام کې یو مخ زرغون شي چې ښار ساه واخلي او ښاریان او نور وګړي په کې د ونو منځ کې په پښو د ګرځېدو امکان ولري. ورسره جوخت کابل سیند ته ترتیبات نیول شوي وو چې کال دولس میاشتې له اوبو ډک وبهېږي. تهداب فکری و عملی و نقشه‌های تطبیقی برای همه این عرصه ها فراهم شده و من امیدوار استم که نسل های فعلی و آینده افغانستان روزی قادر شوند دیدگاهی را که من در مورد آینده شهر کابل عرضه کرده بودم و در این گفتگو به اختصار مجدداً تشریح شده است، در یک فضای مشروعیت عام جامه عمل بپوشانند و با تکمیل نمودن این فصل ناتمام پایتختی را ایجاد کنند که در عین بازتاب میراث تاریخی آن، با پایتخت های مهم دور و نزدیک همسری کند. ددې مرکې بشپړ متن له لاندې لینکونو څخه تر لاسه کولی شئ: این برنامه ها اکنون بعلاوه رسانه های اجتماعی از طریق این پلاتفورم ها نیز قابل دریافت است: Apple Podcasts، Spotify، Amazon Music ، Samsung Podcasts، Podcast Index، Listen Notes، Community /

Ashraf Ghani

62,991 просмотров • 1 год назад