Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

یو زړور لوبغاړی د نړۍ لومړنی کس شو، چې د ګرمې هوا د بالون پر سر یې بایسکل وچلاوه او هوا کې دوه پرله ‌پسې لوټونه یا څرخونه ورکړل او په دې سره یې نوی ریکارډ هم جوړ کړ. دا خطرناک حرکت د نړۍ په کچه د خپل ډول...

27,590 views • 2 months ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

نن په ټوېټر کې د شکنجې یوه وېدیو په مخه راغله، په کتلو سره یی د زندان یادونو رامخې ته کړل. په ریاست ۴۰ کې یې یوه ورځ له ورځو طالبانو له شمالي ولایاتو د افغانستان یو ځوان د مقاومت جبهې د غړي په تور راوړ، له دې ځوانه یې په نورو ریاستونو کې په زور او جبر سره اقرار اخیستې ؤ، خو چې کله یې ریاست ۴۰ ته راوړل نو ځوان خپل کړی اقرار نه منل او هغه یې له شکنجې د ځان خلاصون لپاره منلې بلل. پنجشنبې ورځ چې د بندیانو د ملاقاتیانو ورځ به وه نو موږ به د کورنۍ غړو د لیدو لپاره یوی خاص خونې چې تر شیشی بلی خوابه مو د کورنې غړي ولاړ ؤ د ۵ دقیقو په سیمدار تلېفون خبرو لپاره وروړل کېدلو، له سر لوڅو اطاقونو چې د شکنجې لپاره جوړ شوي ؤ تېرېدلو. په یوه سرلوڅ اطاق کې یې دا ځوان راځړولې ؤ، او دوه کسان چې مخونه یې پټ ؤ په سوکانو یې وهل، په دروازه کې په ظاهري ډول په سنتو ولاړ یو بل کس چې د تحقیق لپاره یې قلم او کاغذ هم په لاس کي نیولی ؤ له بندي اقرار اخیستل. پښتانه وایی چې په زور کلي نه کېږي ایا په زور دا نیمچه کلی چې نه دروازه لري او نه یې وګړي له افتونو او ځلځلو په امان دي سر ونیسئ؟

Azeem Azeemi

69,541 views • 1 year ago

وه ملته سر خلاص کړه! پاکستان ډیره خطرناکه لوبه درسره شروع کړې؛ پاکستان ټي ټي پي جوړولی شي او په پښتونخوا کې خپل سربازان د خپل اهدافو لپاره په وژلی شي نو طالب چې پاکستان لکه چېچۍ خپل په غیږي کې راغټ کړی اوس دده سره مخالف شو؟ زما د تیري لیکني په دوام پاکستان غواړي دا ځمکه ونیسي نو ځکه یې طالبان دلته راوستل او افغانستان یې په منزوي کړی چې هیڅ څوک یې منحث د یوه هیواد په رسمیت ونه پیژني او په داسي حالت کې به اوس د دوی خپل ملیشې (طالبان) ورته لمړۍ دا بهانه په لاس ورکوي چې موږ دلته د پاکستان ضد عناصر ساتو چې د پاکستان امنیت ګواښي! لکه څنګه چې تاسي ولیدل دوی په پکتیکا کې خپل پر افغانانو یې د وزیرستانیانو نوم پریښود چې د پاکستان برید پرې توجیه کړي؟ پاکستان به بمبار کوي او دوی به د انتقامي برید په نوم یوه ډرامه کوي او داسي بریدونه به نور هم زیاد کړي؛ اخر به پاکستان پر افغانستان حمله کوي چې دا جغرافیه ماته خطر دی او زه باید دا جغرافیه ونیسم. د نیولو لپاره هم هیڅ قانوني خنډ وجود نلري: ځکه افغانستان رسمیت نلري، د افغانستان جغرافیه په نړۍ کې منحث د یوې سیاسي جغرافیې خلګ په رسمیت نه پیژني؛ یوازې نړۍ یې د بشردوستی په نوم په دې جغرافیې کې د انسانانو بشري وضعیت په رسمیت پیژني. روشنفکره او کدرونو یې درڅخه فرار کړل او ملت یې ښه فقیر کړی او لا یې فقیر کوي، مکتبونه یې درباندي وتړل او فردي ازادي یې د ملت څخه واخستل اوس چې پاکستان حمله هم وکړي خلګ د طالب څخه دومره پوزي ته راغلي چې اصلاً د دوی په مقابل کې عکس العمل نه ښيي. نو دا ډرامه ده افغانانو؛ جغرافیه مو په خطر کې ده، د دوی د دومره غټ هداف ته د رسیدلو لپاره د ۵۰،۰۰۰ زره پاکستاني فوجیانو ژوند دوی ته څه ارزښت لري چې د ټې ټې پي په نوم یا نمایشي جنګونو کې یې ووژني؟ تاسي وایاست چې ۱۱ د سپټامبر په نیوریارک کې برید خپله امریکا وکړی نو چې امریکا خپل د اهدافو لپاره په ځان برید کوي نو پاکستان خپل په دومره نفوسو کې یوڅو پوډري سربازان د یوې جغرافیې د نیولو د هدف لپاره نه قرباني کوي؟

NOORZAI

38,437 views • 1 year ago

خوشحال سادات: اسلامي اmارت په خپلې چوپتیا نړۍ ته د خپلې ځیرکتیا ننداره وړاندې کړه د پخواني حکومت پر مهال د کورنیو چارو وزارت مرستیال، جنرال خوشحال سادات د اېکس‌ په یوه سسپېس کې د پاکستاني رژیم ضد د افغان حکومت دریځ ستایي او وایي چې، اسلامي اmارت په خپلې چوپتیا نړۍ ته د خپلې ځیرکتیا ننداره وړاندې کړه. وایي، افغان حکومت پاکستاني رژیم ته د بېړني ځواب پر ځای څو ورځې حوصله وکړه، چې په دې سره په نړیواله کچه پاکستانی رژیم رسوا شو او نړۍ ولیده چې دې رژیم ملکي افغانان په نښه کړي. سادات زیاتوي، چې په تېرو څلورو ورځو کې افغانستان رسنیزه جګړه وګټله او دا دی نن په پوځي ډګر کې هم بریالی کېږي. د پخواني جمهوریت یاد لوړپوړی چارواکی دا هم وایي، چې پاکستان نن داسې یو وضعیت کې ګېر دی چې هره خوا لاس اچوي ځواب یې ویني. دی په دې برخه د پاکستان پوځي رژیم ضد د بلوڅانو، پاکستاني (ط)، هند او د افغان حکومت ننیو ځوابي بریدونو ته اشاره کوي.

احمداحمد

56,048 views • 7 months ago

د حسن البنا وینه چې د اسلام ستر مفکر او فیلسوف سید قطب یې وزېږوه...! شهید دکتور عبدالله عزام روایت کوي چې د شهید سید قطب ژوند کې یوه مهمه تجربه د اخوان المسلمین د اسلامي حرکت مشر حسن البنا د مړینې سره تړلې ده. سید قطب وایي، کله چې هغه د امریکا په سفر خپل دولت ولیږه نو دی په یوه روغتون کې وو. خو په ناڅاپي ډول هلته د خوشحالۍ فضا ولیدل شوه. سید قطب له امریکایي ډاکټر څخه وپوښتل چې دا خوشالي ولې ده؟ ډاکټر ورته وویل: «نن د نصرانیت تر ټولو ستر دښمن په مصر کې مړ شوی دی؛ هغه د ښمن حسن البنا نومېده.» د دې پیښې وروسته، سید قطب وویل چې هغه مجبور شو د اخوان المسلمین غورځنګ او د هغوی رول په ټولنه کې ژوره مطالعه کړي او د غورځنګ برخه شي. دې پیښې د هغه د فکر او سیاسي مسیر په برخه کې یو مهم بدلون راوست. سید قطب چې څنګه مصر ته را وګرځیده،اخوان المسلمین یې مطالعه کړ او په دې حرکت کې یې غړیتوب واخیست. له دې وروسته شهید سید قطب اسلام په علمي او نظریاتي لحاظ له دفاعي حالت څخه را وویست او هجومي حالت ته یې یوړ.هغه لیبرالیزم او کمونیزم دواړه نقد کړل او نړۍ ته یې واضح کړل چې اسلام یو بشپړ دین او د انساني ژوند هر اړخ لپاره برنامه لري. ژباړه: سعید جواد

Saeed Baryal | سعید بریال

14,743 views • 7 months ago