
هندوکش غږ
@Hindukush_0 • 32,290 subscribers
کره خبر رسونه، زموږ رسالت دی.
Videos

د نظام ضد زهرجنو تبلیغاتو یو ماهر، د انټرنېشنل او هشتصبح په نوم مغرضو شبکو همکار، ونیول شو هندوکشغږ ته امنیتي سرچینې وايي، د دوی د سایبري او تخنیکي څانګې په هڅو هغه کس پیدا او ونیول شو، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ټولنیزو رسنیو پر بېلابېلو پلتفورمونو، مستعارو ادرسونو او جعلي اکونټونو ناسم، زهرجن او له کرکې ډک پراخ هدفمند تبلیغات کول. د دوی په وینا، دغه کس به په ډېر مهارت سره جعلي فیسبوکپاڼې، مستعار حسابونه او تخریبي پوسټونه جوړول، چې له لارې به یې هڅه کوله د نظام پر ضد منفي ذهنیت خپور کړي، د خلکو ترمنځ بېباوري رامنځته کړي، تعصب، بدبینۍ او کرکې ته لمن ووهي او د دروغجنې او ناسمې محتوا د برابرولو له لارې د افغانستان وضعیت ناوړه وښيي. هندوکشغږ ته په رسېدلې ویډیو کې یاد کس پر خپل جرم اعتراف کوي او زیاتوي چې دا چاره یې له اوږدې مودې راهیسي په کور دننه او بهر کې له یو شمېر تخریبي عناصرو سره په ګډه پرمخ بېوله او هڅه یې دا وه چې په افغانستان کې حاکم نظام «اسلامي امارت» بدنام کړي، د خلکو وضعیت ناسم وښيي او عامه ذهنیت خراب کړي. هندوکشغږ که څه هم د یاد کس د نیول کېدو دقیقه نېټه نشي تاییدولی، خو تازه او باوري راپورونه ښيي چې د اسلامي امارت د استخباراتي او امنیتي بنسټونو سایبري او تخنیکي څانګې هغه کسان په نښه او نیولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د حکومت خلاف کمپاینونه او تبلیغات کول، د چارواکو شخصیتونه یې تر برید لاندې نیول او پر عامه افکارو یې شعوري بریدونه کول. بلخوا امنیتي بنسټونه ټینګار کوي، چې دا ډول کړنې د دین، ولس او نظام پر ضد یوه دوامداره توطیه ده او دوی هڅه کوي چې مخه یې ونیسي او له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند وکړي او دوی هېچا ته د دا ډول تخریبي کړنو او د عامه ذهنیت د خرابولو اجازه نه ورکوي.
هندوکش غږ32,111 Aufrufe • vor 11 Monaten

د افغانستان قومونو ته د سپکاوي او د تعصب د شعارونو د خپرولو په جرم یو تن ونیول شو امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې پر ټولنیزو رسنیو یې د هېواد د بېلابېلو قومونو پر ضد له تعصب ډک نشرات کول، د تفرقې اور یې بلاوه او د مقاومت جبهې بیرغونه او شعارونه یې خپرول. یاد شخص، مصطفی نظري د مینګ زوی د جمعه خان لمسی چې د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د ماندرې د سیمې اصلي اوسېدونکی او دا مهال د تخار مرکز، پایه اریبا سیمه کې اوسېده. نوموړي د ټولنیزو رسنیو له لارې د پښتون، ازبک، ترکمن، هزاره او نورو درنو قومونو توهین کاوه، د ملي یووالي پر ضد یې زهرجن پیغامونه خپرول او د سرپرست حکومت او اسلامي ارزښتونو پر خلاف یې بغاوتي محتویات عامول. له نوموړي څخه مختلفې ویډیوګانې ترلاسه شوې دي، چې په خپله یې له خپلو شخصي حسابونو او آدرسونو څخه په ټولنیزو شبکو خپرې کړې وې. دا ویډیوګانې د هغه د تفرقې، سپکاوي او بغاوت څرګند اسناد ګڼل کېږي.
هندوکش غږ43,231 Aufrufe • vor 1 Jahr

ویډیو: ايراني استخباراتو تهران کې يوه درې پوړيزه ودانۍ نيولې چې اسرائيلي جاسوسانو پکې ډرون الوتکې جوړولې ايراني رسنيو د دې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې د ياد هېواد استخباراتو تهران کې يوه درې پوړيزه ودانۍ کشف کړې چې اسرائيلي جاسوسانو پکې ډرون الوتکې جوړولې او بيا یې په ايران کې ترې د بريدونو لپاره استفاده کوله.
هندوکش غږ31,219 Aufrufe • vor 1 Jahr

کابل: د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو هغه ښوونکي ته سپارښتنې وکړې چې زدهکوونکی یې وهلی و په وروستيو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو په خپره شوې یوه ویډیو کې ښکاري چې د «کوثر دانش» په نوم د يوه تعليمي مرکز استاد «مصطفی باتوري» د تدريس پر مهال خپل یو زده کوونکی خورا په بې رحمۍ او بې عزتۍ سره وهي چې د ياد ښوونکي دا کار له توندو غبرګونونو سره مخ شو او خلکو د نوموړي د محکمې غوښتنه وکړه. د ديارلسمې حوزې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبينو ياد ښوونکی حوزې ته غوښتی لازمې توصیې یې ورته کړي او ښوونکي په خپل کار پښېمانتيا څرګنده کړې او بښنه ېې غوښتې ده.
هندوکش غږ29,316 Aufrufe • vor 1 Jahr

بېړنی خبر: انصارالله ډلې سره سمندرګي کې يوه لويه امريکايي کښتۍ په نښه کړې د يمن د انصارالله ډلې وياند يحيی سريع وايي د بې پيلوټه الوتکو او کروز توغنديو پر مټ یې د سره سمندرګي په شمال کې د امريکايي الوتکو انقالوونکې لويه «ټرومون» نومې کښتۍ په نښه کړې او له منځه وړې ده. ياده دې وي چې انصارالله ډله د فلسطين په ننګه وخت نا وخت په پراخو بريدونو سره اسرائيل او په سره سمندرګي کې امريکايي کښتۍ په نښه کوي او ټينګار کوي چې تر څو په غزه د صهيونيستي رژيم يرغل پای ته ونه رسېږي د دوی بريدونه به دوام لري.
هندوکش غږ18,841 Aufrufe • vor 1 Jahr