
هندوکش غږ
@Hindukush_0 • 32,355 subscribers
کره خبر رسونه، زموږ رسالت دی.
Videos

د عابد لمر په مستعار نوم د ټولنیزو رسنیو یو مشهور فعال چې د حکومت پرضد یې تبلیغات کول او خلک یې تحریکول؛ نیول شوی دی یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط هندوکشغږ ته ومنله چې نوموړی شاوخوا یوه میاشت وړاندې نیول شوی او اوسمهال په توقیف کې دی. د یادې سرچینې له قوله نوموړي په ټولنیزو رسنیو کې د مقدساتو د سپکاوي ترڅنګ د حکومتي مشرانو او مسؤلینو توهین کاوه، د موجوده حکومت پرضد یې خلک راپارول او تحریکول، د حکومت په مشرانو یې خلک بې باوره کول، د حکومت معاش یې ترلاسه کاوه؛ خو په بهر کې له مېشتو مخربو افرادو او کړيو څخه هم د تبلیغاتو لپاره سوژې ورکول کېدلې. هندوکشغږ هڅه وکړه چې د نوموړي اېکس(پخوانی ټویټر)، فسبوک او نورو اکونټونو ته لاسرسی پيدا کړي؛ خو اجازه ورته و نه شوه، او امنیتي سرچینو د عابد لمر یوه لنډه ویډیو، صوتي پيغامونه او سکرین شاټونه له موږ سره شریک کړل. سرچینې دا هم زیاتوي چې سلګونو کسانو له عابد لمر سره اړیکې درلودې او هغوی زیاتره داسې افراد هم دي چې په خپل رسمي اکونټ څه نه نشروي، خو د سوژې په توګه یې عابد لمر ته ورکوي؛ دوی په افغانستان کې اوسېږي، د حکومت معاش اخلي او په ټولنه کې له شهرت او نوم څخه برخمن دي، خو په پټه نظام تخریبوي؛ هندوکشغږ هڅه وکړه چې د دغو کسانو شهرت یا معلومات ترلاسه کړي؛ خو له بده مرغه بریالی نه شو. دا چې عابد لمر به څه وخت مرکز ته را انتقالېږي او عدلي-قضايي ارګانونه به یې په اړه څه تصمیم نیسي معلومه نه ده؛ خو سرچینې د عابد لمر د هویت په اړه داسې وویل: «خطاب الله بنګښ مشهور په(عابد لمر) د محمد عثمان زوی د سورګل لمسی، چې د لغمان ولایت د قرغهيي ولسوالۍ اصلي او فعلي اوسېدونکی دی، په تذکره کې یې قوم پښتون خو په اصل کې بنګښ دی، زده کړې یې د ليسانس تر کچې پوري کړې دي او د لغمان ولایت د قرغهيي په محلي (ګل پاچا الفت لیسه) کې د معلم په حیث دنده ترسره کوي.» هېره دې نه وي چې افغان حکومت په تېرو څو میاشتو کې زیاتره هغه مشهور افراد نیولي او بندیان کړي دي چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د حکومت پر ضد تبلیغات کول؛ ویل کېږي حکومت دا وړتیا ترلاسه کړې چې له پرمختللو تخنیکي وسایلو څخه په استفادې مستعار آدرسونه تثبیت او تعقیب کړي. په تېره اداره کې هم د جزا کوډ له مخې، هر هغه چا چې د جمهوریت پر ضد تبلیغات کول او دغو تبلیغاتو خلک جنګ ته تشویقول، نو په متوسط قید به محکومېدل یا به د اسلامي امارت د عضویت په ماده کې آن تر ۱۶ کلونو په بند محکومېدل. د يادؤنې وړ ده، چې په ټولنيزو رسنيو کې د «عابد لمر» په نوم دا پاڼه نږدې ٦٠زره تعقيبوونکي لري، چې ټول نشرات يې د اسلامي نظام، مقدساتو او افغاني فرهنګ او ټولنې ضد دي؛ دغه راز په ياده پاڼه کې د اوسني اسلامي نظام د مشرانو پرضد هم پراخ منفي او له حقيقت لېرې تبليغات شوي دي.
هندوکش غږ64,783 görüntüleme • 1 yıl önce

د نظام ضد زهرجنو تبلیغاتو یو ماهر، د انټرنېشنل او هشتصبح په نوم مغرضو شبکو همکار، ونیول شو هندوکشغږ ته امنیتي سرچینې وايي، د دوی د سایبري او تخنیکي څانګې په هڅو هغه کس پیدا او ونیول شو، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ټولنیزو رسنیو پر بېلابېلو پلتفورمونو، مستعارو ادرسونو او جعلي اکونټونو ناسم، زهرجن او له کرکې ډک پراخ هدفمند تبلیغات کول. د دوی په وینا، دغه کس به په ډېر مهارت سره جعلي فیسبوکپاڼې، مستعار حسابونه او تخریبي پوسټونه جوړول، چې له لارې به یې هڅه کوله د نظام پر ضد منفي ذهنیت خپور کړي، د خلکو ترمنځ بېباوري رامنځته کړي، تعصب، بدبینۍ او کرکې ته لمن ووهي او د دروغجنې او ناسمې محتوا د برابرولو له لارې د افغانستان وضعیت ناوړه وښيي. هندوکشغږ ته په رسېدلې ویډیو کې یاد کس پر خپل جرم اعتراف کوي او زیاتوي چې دا چاره یې له اوږدې مودې راهیسي په کور دننه او بهر کې له یو شمېر تخریبي عناصرو سره په ګډه پرمخ بېوله او هڅه یې دا وه چې په افغانستان کې حاکم نظام «اسلامي امارت» بدنام کړي، د خلکو وضعیت ناسم وښيي او عامه ذهنیت خراب کړي. هندوکشغږ که څه هم د یاد کس د نیول کېدو دقیقه نېټه نشي تاییدولی، خو تازه او باوري راپورونه ښيي چې د اسلامي امارت د استخباراتي او امنیتي بنسټونو سایبري او تخنیکي څانګې هغه کسان په نښه او نیولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د حکومت خلاف کمپاینونه او تبلیغات کول، د چارواکو شخصیتونه یې تر برید لاندې نیول او پر عامه افکارو یې شعوري بریدونه کول. بلخوا امنیتي بنسټونه ټینګار کوي، چې دا ډول کړنې د دین، ولس او نظام پر ضد یوه دوامداره توطیه ده او دوی هڅه کوي چې مخه یې ونیسي او له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند وکړي او دوی هېچا ته د دا ډول تخریبي کړنو او د عامه ذهنیت د خرابولو اجازه نه ورکوي.
هندوکش غږ32,111 görüntüleme • 9 ay önce

بلوڅ وسلوالو د بلوچستان په دوو سیمو کې د پولیسو پوستې نيولي، ځواکونه یې له مقاومت پرته تښتېدلي هندوکشغږ ته رسېدلي معلومات ښيي چې بلوڅ وسلوالو نن شپه د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې له لږ فشار وروسته پولیس پرته له دې چې د مقابلې هڅه وکړي، خپلې وسلې پرېښودې او له سیمې وتښتېدل. په ورته مهال، د بلوچستان په نال سیمه کې هم بلوڅ وسلوالو د ګروک د لیویز پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې هلته هم امنیتي سرتېرو له جګړې پرته وسلې، مهمات او تجهیزات پریښي او له سیمې تښتېدلي. سیمهییزې سرچینې وایي، دواړو پوستو ته د بلوڅ وسلوالو لاسرسی پرته له کوم خنډه شوی، ځکه چې پولیسو نه یواځې دا چې مقاومت ونه ښود، بلکې خپل تجهیزات یې هم په پوستو کې پرېښودل او وتښتېدل. د پېښو په اړه تر اوسه د بلوچستان امنیتي چارواکو رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
هندوکش غږ47,738 görüntüleme • 1 yıl önce

د افغانستان قومونو ته د سپکاوي او د تعصب د شعارونو د خپرولو په جرم یو تن ونیول شو امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې پر ټولنیزو رسنیو یې د هېواد د بېلابېلو قومونو پر ضد له تعصب ډک نشرات کول، د تفرقې اور یې بلاوه او د مقاومت جبهې بیرغونه او شعارونه یې خپرول. یاد شخص، مصطفی نظري د مینګ زوی د جمعه خان لمسی چې د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د ماندرې د سیمې اصلي اوسېدونکی او دا مهال د تخار مرکز، پایه اریبا سیمه کې اوسېده. نوموړي د ټولنیزو رسنیو له لارې د پښتون، ازبک، ترکمن، هزاره او نورو درنو قومونو توهین کاوه، د ملي یووالي پر ضد یې زهرجن پیغامونه خپرول او د سرپرست حکومت او اسلامي ارزښتونو پر خلاف یې بغاوتي محتویات عامول. له نوموړي څخه مختلفې ویډیوګانې ترلاسه شوې دي، چې په خپله یې له خپلو شخصي حسابونو او آدرسونو څخه په ټولنیزو شبکو خپرې کړې وې. دا ویډیوګانې د هغه د تفرقې، سپکاوي او بغاوت څرګند اسناد ګڼل کېږي.
هندوکش غږ43,231 görüntüleme • 1 yıl önce

کابل کې د ساحرانو هغه ګروپ نیول شوی چې د کورنیو ستونزو د حل په پلمه یې ښځې «بلک مېل» کولې او پیسې به یې ترې اخیستې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت څخه یوې سرچینې هندوکشغږ ته د دې ويډيو په استولو سره ویلي، چې په کابل کې یې د جادوګرو او ساحرانو یو خطرناک بانډ نیولی دی. دغه سرچینې زیاتوي، چې دا بانډ له اوږدې مودې راهیسې په کابل کې فعاله و، چې د ټولنیز نظم د اخلال، د کورنیو په منځ کې د شدیدو اختلافاتو او ټکرونو د رامنځته کېدو په موخه او دغه راز له عامو خلکو او په ځانګړې توګه له مېرمنو څخه یې د پیسو اخیستلو په بدل کې د سحر او جادو ناوړه کاروبار کاوه. هندوکش غږ ته په رسېدلې ویډیو کې د حبیب الله په نوم مشهور او خطرناک جادوګر او د هغه بانډ پر خپل جرم اعتراف کوي او زیاتوي چې له دې درکه یې هر کال زرګونه ډالر ترلاسه کول. نوموړی چې د کندوز ولایت اصلي اوسېدونکی دی، په کابل ښار کې یې د قادر خان په نوم د لغمان ولایت له اوسېدونکي او دغه راز د سید میراقا په نوم د غزني ولایت له اوسېدونکي سره په ګډه دغه بانډ جوړ کړی و او کابو پنځه کاله یې دغه کاروبار پر مخ وړلو. دغه بانډ په خپل اقرار کې وايي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې د «بخت کشايی»، «مشکل کشا»، «استاد سید دانش محسني» او د «رد جادو» په نوم اکونټونه درلودل او له همدې لارې به یې خلک ځان ته رابلل ترڅو سحر او جادو پرې وکړي او په بدل کې به یې له دوی ډېرې پیسې ترلاسه کولې. د دوی په خبره، لویه برخه مشتریان یې ښځینه وو، چې د پیسو د نه ورکړې په بدل کې به یې د هغوی شخصي عکسونه په ټولنیزو رسنیو کې خپرول. دوی همداراز زیاتوي، چې د امربالمعروف وزارت د محتسبینو له خوا څو ځله ورته توصیې هم شوې وې، خو بیا یې هم دغه ناوړه کار ته دوام وکړی و، اوس دوی پر خپلو کړو پښېماني څرګندوي او د دې ناوړه کار له امله بښنه غواړي. د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې سرپرست حکومت د سایبري امنیت په برخه کې خپلې هڅې لا پسې چټکې کړي دي، چې له امله یې ګڼ شمېر مخرب حسابونه او مستعار آدرسونه بند شوي او دا په خپله د دې برخې د پیاوړتیا څرګندونه کوي.
هندوکش غږ38,963 görüntüleme • 1 yıl önce

ويډيو: د بلوڅ بېلتون پالو (BLA) اړوند رسنۍ د بلوچستان د «سوراب» ښار د نيولو ویډیو خپره کړې ده په دې تفصيلي ويډيو کې د بلوڅ جنګياليو له لوري يادو عملياتو ته چمتووالی، د عملياتو ترسره کول او نورې جالبې صحنې اخيستل شوي. بلوڅ بېلتون پالو د روان کال د مې مياشتې پر ۳۰مه، د بلوچستان د سوراب ښار کنټرول په لاس کې واخیست، او د پوليسو پوستې، نظامي مرکزونه، بانکونه او نورې مهمې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
هندوکش غږ33,135 görüntüleme • 1 yıl önce

منصور: نه ټپي او نه تنقیص یم، زاویه نیوز دروغ او شایعات خپروي د عارف الله منصور په نوم مجاهد د زاویه نیوز هغه خبر دروغ او شایعه بولي چې د نوموړي د تنقیص او ټپي کېدو په اړه یې خپور کړی و. پر ټولنیزو رسنیو پر شایعاتو او پروپاګند یاد ادرس لیکلي وو چې ګواکې عارف الله منصور له دندې تنقیص شوی او بیا له خپل قوماندان سره تر شخړې وروسته د هغه له خوا ټپي شوی هم دی. خو ښاغلي منصور هندوکشغږ ته د دې ویډیو په استلو سره ویلي چې جوړ او روغ دی، نه تنقیص شوی او نه هم ټپي شوی، بلکې په دې اړه د زاویه نیوز خپاره کړي معلومات ناسم، شایعه او له حقیقت څخه لېري دي. نوموړی ټینګار کوي چې زاویه په دې ډول جعلي او له دروغو ډکو اوازو خلکو ته د اندېښنې پیدا کولو په هڅه کې ده او له خلکو یې غوښتي چې په دا ډول شایعو او دروغو باور ونه کړي. د یادونې وړ ده چې زاویه نیوز نږدې هره ورځ له حقیقته لېرې دا ډول ناسم او دروغ خبرونه او معلومات خپروي او اوس یې د مخاطبینو په منځ کې هم د دروغجن او شایعه خپروونکي ادرس په توګه پېژندل کېږي.
هندوکش غږ34,177 görüntüleme • 1 yıl önce

ویډیو: ايراني استخباراتو تهران کې يوه درې پوړيزه ودانۍ نيولې چې اسرائيلي جاسوسانو پکې ډرون الوتکې جوړولې ايراني رسنيو د دې ويډيو په خپرولو سره ويلي، چې د ياد هېواد استخباراتو تهران کې يوه درې پوړيزه ودانۍ کشف کړې چې اسرائيلي جاسوسانو پکې ډرون الوتکې جوړولې او بيا یې په ايران کې ترې د بريدونو لپاره استفاده کوله.
هندوکش غږ31,219 görüntüleme • 1 yıl önce

د امنيتي ځواکونو سايبري او تخنیکي برخې ټیم، په پکتیکا کې هغه کس نيولی چې په مستعارو ادرسونو به یې د حکومت ضد منفي تبليغات کول او فحشا یې خپروله د امنيتي ځواکونو د سایبري او تخنیکي برخې په پکتیکا کې هغه کس نيولی، چې په مستعارو ادرسونو به یې د حکومت خلاف نشرات کول او ترڅنګ یې فحشا او ناسم معلومات خپرول او دغه راز یې د زاويه نيوز په نوم يوه فیسبوکي اکاونټ سره د حکومت د بدنامۍ په پار ځینې معلومات شریکول. نيول شوی کس چې قمرخان د زېړي ګل زوی او د پکتيکا ولايت د يوسفخېل ولسوالۍ اوسېدونکی دی، دا مهال د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه ارزان قيمت سيمه کې اوسیږي. نوموړي د «زاويه نيوز» په نوم فیسبوک پاڼې ته ناسم معلومات لېږل او تر څنګ يې د فحشا د ترویج، ناسمو معلوماتو او منفي تبليغاتو د خپرولو لپاره درې نور مستعار اکاونټونه هم چلول. نوموړي د «کمال خان کټوازی» او «حکومت ملا هيبو هيبو» تر نومونو لاندې ادرسونو کې د افغان حکومت پر وړاندې منفي تبليغات خپرول او د «Puja pardhan» په نوم اکاونټ څخه يې د فحشا د ترويج او خپرولو هڅه کوله. هغه په خپلو کړنو اعتراف کوي او له نورو کسانو غواړي چې له ورته کارونو څخه ډډه وکړي. ياده دې وي، چې د امنيتي ځواکونو سايبري او تخنیکي برخې په دې وروستيو څو میاشتو کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ګڼ شمېر هغه کسان چې په مستعارو ادرسونو د اسلام، حکومت، هېواد، ارزښتونو او کلتور ضد نشرات کوي پېژندلي او نيولي دي.
هندوکش غږ25,676 görüntüleme • 10 ay önce

ویډیو: پاکستاني طالبانو تېره شپه پوځ ته د لبنیاتو رسولو له یوه فارم څخه ۱۳۰ غواګانې بېولې دي. د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو تېره شپه، د خيبر پښتونخوا بنو ولسوالۍ مرکز اړوند «کینټ» سیمه کې د پوځ لپاره د لبنیاتو رسولو له یوه فارم څخه شاوخوا ۱۳۰ غواګانې له ځانه سره بیولي دي. ځایي سرچینو هندوکشغږ ته د دې ویډیو په استولو سره ویلي، چې پاکستاني طالبانو له یادو غواګانو سربېره د فارم دوه تنه کارکوونکي هم له ځانه سره بیولي دي. د سرچینې د معلوماتو لهمخې، یاد فارم د بنو پوځي کینټ، کوهاټ پوځي کینټ او پېښور پوځي کینټ ته شیدې برابرولې. پاکستاني طالبانو ویلي، چې دغه کار د غچ اخیستنې په موخه شوی، «ځکه چې څه موده وړاندې امنیتي ځواکونو د دوی د جنګیالیو کورونه ویجاړ کړي وو او د هغوی څاروي یې لهځانه سره بیولي وو.»
هندوکش غږ22,558 görüntüleme • 10 ay önce

ویډیو: بلوڅ بېلتون پالو کويټه کې د پاکستاني پوځ يو لوړ پوړی افسر وژلی بلوڅ بېلتون پالو د دې ویډیو په خپرولو سره ويلي، چې د دوی د ځانګړو تاکتيکي عملیاتو څانګې (STOS) جنګياليو د خپلو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د پاکستان د پوځ یو لوړ پوړی افسر میجر انور کاکړ په کویټه کې د ماین چاودنې په وسيله وژلی دی. د بلوڅ بېلتون پالو وياند جييند بلوچ وايي، ياد عمليات د دوی د استخباراتي څانګې «زراب» له خوا د ترلاسه شويو معلوماتو پر اساس ترسره شوي او نور جزئیات به یې ډېر ژر له رسنیو سره شریک کړي. ياده دې وي، چې پاکستاني چارواکو تر اوسه د دې پېښې په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
هندوکش غږ23,973 görüntüleme • 1 yıl önce

کابل: د امر بالمعروف او نهي عن المنکر محتسبینو هغه ښوونکي ته سپارښتنې وکړې چې زدهکوونکی یې وهلی و په وروستيو ورځو کې په ټولنيزو رسنيو په خپره شوې یوه ویډیو کې ښکاري چې د «کوثر دانش» په نوم د يوه تعليمي مرکز استاد «مصطفی باتوري» د تدريس پر مهال خپل یو زده کوونکی خورا په بې رحمۍ او بې عزتۍ سره وهي چې د ياد ښوونکي دا کار له توندو غبرګونونو سره مخ شو او خلکو د نوموړي د محکمې غوښتنه وکړه. د ديارلسمې حوزې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر محتسبينو ياد ښوونکی حوزې ته غوښتی لازمې توصیې یې ورته کړي او ښوونکي په خپل کار پښېمانتيا څرګنده کړې او بښنه ېې غوښتې ده.
هندوکش غږ29,316 görüntüleme • 1 yıl önce

امرالله صالح ته د اهل تشیع لوی عالم او خطیب آیت الله بامیاني ترخه ځوابونه! د اهل تشیع لوی عالم او بارسوخه شخصیت آیت الله بامیاني د مسجد له محراب څخه خپل ولس ته د امرالله صالح د خبرو په غبرګون کې دا ډول وویل: موده وړاندې دایکندي ولایت کې زمونږ د هزاره ټبر څوارلس تنه هیوادوال په ډیر فجیع ډول ووژل شول او شپږ تنه نور ټپیان شول؛ چې ټولو هیوادوالو دا پېښه وغندله او دغه برید یې په ټول امت او په ټول ملت برید ونوماوه؛ د اوسني حکومت ویاند ان وویل چې موږ به د وژل شوو اهل تشیعو له قاتلانو ډېر ژر غچ واخلو. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړې چې: امرالله صالح څه کاره دی چې ماته وايي مظلومیت او باج دهی بس ده، را ولاړ شئ، ټوپک واخلئ او د اوسني حکومت په وړاندې وجنګېږئ؟ نوموړی وایي: امرالله موږ ته ډېر سپک کتلي چې دا خبرې یې کړي؛ موږ ټوپک ولې واخلو؟ د دې لپاره ټوپک واخلو چې تا د جنسي تېریو دلال د اقتدار په چوکۍ کښېنوو!؟ همداراز نوموړي خپل قوم او هېوادوال مخاطب کړي او ویلي یې دي چې: ملته! د امرالله دا څرګندونې دوه بُعدونه لري؛ یو خو دا چې نوموړي په هزاره قوم خندلي او د دې عظیم ټبر سپکاوی یې کړی؛ سپکاوی یې دا دی چې مونږ ته یې ویلي مظلومیت بس دی. بامیاني په خپلو خبرو کې وویل: موږ مظلوم نه یو، مظلوم ته یې چې په دې وطن کې ګرځېدلی نه شې، مظلوم ته یې چې له دې خاورې وتښتېدلې، موږ قوي خلک یو په خپله خاوره مو اختیار خپل دی؛ موږ له خپل هیواد او ټول ولس سره ولاړ یو، د هرې سختې او ربړې پر مهال خپل ولس نه پرېږدو. نوموړی زیاتوي چې: د امرالله د خبرو بله جنبه د ده د ماموریت ده؛ دی د بهرنیانو سیاسي، فرهنګي، اجتماعي، اقتصادي او نورو بېلاریو د پروژو دلال دی؛ دی مجبور دی چې د خپلو بادارانو لپاره نوکري کوي. بامیاني په دې الفاظو د صالح اصلي څهره ولس ته افشا کوي چې: امرالله د امریکا او غربي نړۍ د استبدادي کړیو د بانډ فعاله غړی دی، نوموړي د جاسوسي سازمانونو مسلکي زده کړې لري. او زیاتوي چې: غربیان چې چېرته جنګ پیلوي اول هلته خپل همدا د جاسوسۍ سازمونو غړو باندې د شیطانت او رذالت پروپوزلونه جوړوي چې دوه قومونه یا دوه هېوادونه جنګ ته تشویق کړي او بیا دوهمه مرحله د سلاح د پېرلو شروع کېږي. نوموړی هیوادوال مخاطب کوي چې: ولسه! د جنګ او جګړو دلالان ورټئ، هغوی ستاسو ډوډۍ په وینو خیشتوي، ستاسو اباد کورونه نړوي او په مقابل کې یې خیمې درکوي.
هندوکش غږ29,755 görüntüleme • 1 yıl önce