
قاري منصور اسرار
@Mansoorisrar5 • 13,429 subscribers
هغه څه نشروم، چې پرې پوهېږم او خپل مکلفیت یې ګڼم.
Videos

شُعیه حاکم ته خو مو پام دی!؟ ددې ایراني حاکم په زړه او انګېزه به نور الله عالم وي؛ خو په خپله دې وینا کې یې د اسلام اصل جوهر بیان کړی دی. پزشکیان چې یو شُعیه ولسمشر دی هغه څه یې ویلي چې دلته یې په دومره ستر سټېج سُني رعُب لرونکي مشران هم د ویلو جرئت او الفاظ نلري. خو ولې؟ آیا موږ ځانونه تر شُعیګانو بهتر نه بولو؟ ولې پزشکیان خپل ولس ته داسې خبرې کولای شي او موږ یې بیا مجال ګڼو؛ لامل یې څه دی؟ په داسې حال کې چې د امت د وحدت او د تېر برم د بیا آعادې داعیان موږ سُنیان ځانونه وړ هم ګڼو!
قاري منصور اسرار123,095 просмотров • 1 год назад

د ښځینه تعلیم په باره کې د لوړو زده کړو پخوانی وزیر الحاج عبدالباقي حقاني صیب داسې نظر لري. خو داسې نظرونه په ورځو کې بېرته تغیر شي. آیا حنیفي فقه دومره کمزورې ده چې یوازې د عصري تعلیم موضوع نه شي جمبندي کولای او که یې مقلدین په واحد نظر نه راټولېږي...!؟
قاري منصور اسرار40,056 просмотров • 1 год назад

سړی حیران شي! د مشرانو هره مناظره او مصاحبه چې وینم یا اورم؛ هیلې مو مړاوې او فکر مو شکنجه شي. زه نه پوهېږم چې موږ نن د کوم اسلامي نظام خبرې کوو!؟ یوازې دې لاندې لنډ کلیپ کې یو عالم خبرې دي چې د اسلامي نظام له سیاست او پالیسۍ خلاف دي. مثلاً: - موږ (اسلامي نظام) د روسیې او چین چې دواړه حربي کافر هېوادونه دي رضایت ترلاسه کړی او زموږ متحدین دي. - امریکا او نړۍ ته مو اطمینان ورکړی چې د افغانستان خاوره به د چا(کفر او باطل نظامونو) په ضد نه کارېږي. - په ملګرو ملتونو(د عصر دارالندوه کې) د رسمیت پېژندنې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي. او بیا اخره کې ورپسې ضمیمه کړو چې الحمدالله دا یو اسلامي او شرعي نظام دی! وه سړیه! د اسلامي نظام د تعریف له مخې ته مکلف یې چې په داخل کې بشپړ اسلام په انقلابي ډول تطبیق او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې حمل او نشر کړې. نو بیا په کوم دلیل یوه حربي کافر او ټولې باطل په سر اخیستې نړۍ ته اطمینان ورکړې چې زموږ اسلامي نظام ستاسې په ضد نه دی!؟ دا خو د لمر په شان روښانه ده چې اسلامي نظام په ذات کې د کفر، الحاد او طاغوت په ضد وي/دی. دا چې نن ته وایې نه دی؛ نو دلته ستونزه د اسلام د سیاسي نظام له سطحي درک نه منبع اخلي. په ملګرو ملتونو کې د رسمیت اخیستنې بحث خو نور په یوه کلیشه بدل شوی، په هر سټېج او ممبر مطرح کېږي. دا هغه بحث دی چې یو عالم، مجاهد او د نظام غړی یې باید په کولو سره د شرم او خجالت احساس وکړي. د الله نه ترس او وېرې احساس وکړي. کم تر کمه خو باید دومره درک ولرو، چې زه څنګه یو اسلامي نظام په هغه باطل چوکاټ(ملګرو ملتونو) کې ورځای کړم چې هلته اسرائیل، امریکا، روسیه، چین، برطانیه او د نړۍ ټول محارب او اشغالګر قوتونه شتون ولري!؟ زه څنګه د کفر او طاغوت په هغه صف کې ودرېږم چې اسلام ورسره د قتال حکم کړی!؟ زه څنګه د هغه سازمان تر چتر لاندې واوسم چې د اسلام او مسلم امت د له منځه وړلو لومې او نقشې پکې جوړېږي!؟ دا هغه سترې او خطرناکې خبرې دي چې د نظام په سطحه د جهاد مفهم وژني او موږ د یو بل ذلت او غلامۍ لورې ته ټېل وهي. دا هغه بحث دی چې زموږ له ایمان او اخرت سره ربط لري او زموږ ابدي برخلیک ټاکي. نو باید یو ځلې بیا له سره عمیق فکر پرې وشي. وما علینا الا البلاغ
قاري منصور اسرار41,513 просмотров • 1 год назад

یو رښتینی عالم باید دغسې سیاسي او واقعي بحث وکړي چې د امت د اوسني وضیعت سره تړاو ولري لکه شیخ عبدالسمیع غزنوي حفظه الله. د جزئیاتو او مشابهاتو علماو خو نه د امت درد دواء کړ او نه د وضیعت په رومزو اګاه دي؛ بس ټول عمر یې خپل وخت هم ضایع کړی وي او د مسلمانانو مسیر یې هم خطا کړی دي.
قاري منصور اسرار33,489 просмотров • 1 год назад

د ښځینه تعلیم په مورد باندې د شیخ رحیم الله حقاني تقبله الله نظر او تبصره
قاري منصور اسرار29,272 просмотров • 1 год назад

د عصري تعلیم په شرعي اړخ یو ځل بیا شېخ عبدالحمید حماسي صاحب ښه خوندور ږغېدلی دی. کلیپ باید تر ځینو ورسول شي.
قاري منصور اسرار22,830 просмотров • 1 год назад

ولسه! له نظام د شېخ غزنوي حفظه الله په څېر رښتیني علماء په تحفه کې وغواړئ، داسې حق بیانوونکې جرارې ژبې په نن عصر کې لکه قېمتي او الماسي غمي کم موندل کېږي. قصداً باید د حقایقو له آسمانه دا ځلانده ستوری زوال نه کړل شي. د ملاتړ په پار یې کلیپ لاس په لاس کړئ!
قاري منصور اسرار16,574 просмотров • 1 год назад
Больше нет контента для загрузки