
قاري منصور اسرار
@Mansoorisrar5 • 13,894 subscribers
هغه څه نشروم، چې پرې پوهېږم او خپل مکلفیت یې ګڼم.
Videos

شُعیه حاکم ته خو مو پام دی!؟ ددې ایراني حاکم په زړه او انګېزه به نور الله عالم وي؛ خو په خپله دې وینا کې یې د اسلام اصل جوهر بیان کړی دی. پزشکیان چې یو شُعیه ولسمشر دی هغه څه یې ویلي چې دلته یې په دومره ستر سټېج سُني رعُب لرونکي مشران هم د ویلو جرئت او الفاظ نلري. خو ولې؟ آیا موږ ځانونه تر شُعیګانو بهتر نه بولو؟ ولې پزشکیان خپل ولس ته داسې خبرې کولای شي او موږ یې بیا مجال ګڼو؛ لامل یې څه دی؟ په داسې حال کې چې د امت د وحدت او د تېر برم د بیا آعادې داعیان موږ سُنیان ځانونه وړ هم ګڼو!
قاري منصور اسرار124,681 次观看 • 1 年前

سړی حیران شي! د مشرانو هره مناظره او مصاحبه چې وینم یا اورم؛ هیلې مو مړاوې او فکر مو شکنجه شي. زه نه پوهېږم چې موږ نن د کوم اسلامي نظام خبرې کوو!؟ یوازې دې لاندې لنډ کلیپ کې یو عالم خبرې دي چې د اسلامي نظام له سیاست او پالیسۍ خلاف دي. مثلاً: - موږ (اسلامي نظام) د روسیې او چین چې دواړه حربي کافر هېوادونه دي رضایت ترلاسه کړی او زموږ متحدین دي. - امریکا او نړۍ ته مو اطمینان ورکړی چې د افغانستان خاوره به د چا(کفر او باطل نظامونو) په ضد نه کارېږي. - په ملګرو ملتونو(د عصر دارالندوه کې) د رسمیت پېژندنې لپاره مو ټول شرایط برابر کړي. او بیا اخره کې ورپسې ضمیمه کړو چې الحمدالله دا یو اسلامي او شرعي نظام دی! وه سړیه! د اسلامي نظام د تعریف له مخې ته مکلف یې چې په داخل کې بشپړ اسلام په انقلابي ډول تطبیق او بهر ته یې د دعوت او جهاد له لارې حمل او نشر کړې. نو بیا په کوم دلیل یوه حربي کافر او ټولې باطل په سر اخیستې نړۍ ته اطمینان ورکړې چې زموږ اسلامي نظام ستاسې په ضد نه دی!؟ دا خو د لمر په شان روښانه ده چې اسلامي نظام په ذات کې د کفر، الحاد او طاغوت په ضد وي/دی. دا چې نن ته وایې نه دی؛ نو دلته ستونزه د اسلام د سیاسي نظام له سطحي درک نه منبع اخلي. په ملګرو ملتونو کې د رسمیت اخیستنې بحث خو نور په یوه کلیشه بدل شوی، په هر سټېج او ممبر مطرح کېږي. دا هغه بحث دی چې یو عالم، مجاهد او د نظام غړی یې باید په کولو سره د شرم او خجالت احساس وکړي. د الله نه ترس او وېرې احساس وکړي. کم تر کمه خو باید دومره درک ولرو، چې زه څنګه یو اسلامي نظام په هغه باطل چوکاټ(ملګرو ملتونو) کې ورځای کړم چې هلته اسرائیل، امریکا، روسیه، چین، برطانیه او د نړۍ ټول محارب او اشغالګر قوتونه شتون ولري!؟ زه څنګه د کفر او طاغوت په هغه صف کې ودرېږم چې اسلام ورسره د قتال حکم کړی!؟ زه څنګه د هغه سازمان تر چتر لاندې واوسم چې د اسلام او مسلم امت د له منځه وړلو لومې او نقشې پکې جوړېږي!؟ دا هغه سترې او خطرناکې خبرې دي چې د نظام په سطحه د جهاد مفهم وژني او موږ د یو بل ذلت او غلامۍ لورې ته ټېل وهي. دا هغه بحث دی چې زموږ له ایمان او اخرت سره ربط لري او زموږ ابدي برخلیک ټاکي. نو باید یو ځلې بیا له سره عمیق فکر پرې وشي. وما علینا الا البلاغ
قاري منصور اسرار41,553 次观看 • 2 年前

یو رښتینی عالم باید دغسې سیاسي او واقعي بحث وکړي چې د امت د اوسني وضیعت سره تړاو ولري لکه شیخ عبدالسمیع غزنوي حفظه الله. د جزئیاتو او مشابهاتو علماو خو نه د امت درد دواء کړ او نه د وضیعت په رومزو اګاه دي؛ بس ټول عمر یې خپل وخت هم ضایع کړی وي او د مسلمانانو مسیر یې هم خطا کړی دي.
قاري منصور اسرار33,501 次观看 • 1 年前

شېخ غزنوي به ولې نه زنداني کېږي!؟ هغه خو داسې حقایق بیانول! باوري یم که همدا نن داسې خبرې مولوي محمد یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني صیب هم وکړي، نو د بګرام تورو سیاسي توقیف خونو ته به ځي! حق ویلو ته خو هره خوله نه ده جوړه، دلته ډېرې خولې د مصلحت په پردي او معیصتي ځنځیر تړلي دي.
قاري منصور اسرار35,786 次观看 • 1 年前

خبر یئ!؟ دا بنګلدېش دی؛ چېرته چې نه داعش شته او نه یې فکر، خو بیا هم په میلیونونو کسان خلافت غواړي او د ژوند حل لاره یې ګڼي. دوي«یوازې خلافت حل لاره ده»شعارونه د ښار په دېوالونو او کوڅو لیکلي دي. همدا د #حزب_التحریر لاسته راوړنه ده چې په فکري لحاظ یې د امت په سطحه د خلافت د تاسیس لپاره فضاسازي کړې او ځوان نسل یې د خلافت په ارزښت پوره اګاه کړی دی. خو اوس یوازې وروستی پړاو پاتې دی چې هغه د جهادي ټبر سره د قناعت او وحدت پروسه تکمیلول دي.
قاري منصور اسرار11,872 次观看 • 2 年前
没有更多内容可加载