
ABN Pashto
@afbnpashto • 93,184 subscribers
Afghan Broadcasting Network is the mirror of modern Afghanistan and the voice of truth and trust. Our aim is to deliver world-class content to our audience.
Shorts
Videos
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

په خواله رسنیو کې یوه ځوان ته د طالبانو د شکنجې ویډیو؛ د علت په اړه یې متضاد روایتونه! په خواله رسنیو کې داسې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې پکې ښکاري د طالبانو له لوري یو ځوان په اوبو کې ډوبېږي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي. د دغې پېښې او ویډیو په تړاو د کاروونکو ترمنځ بېلابېل او متضاد غبرګونونه او روایتونه څرګند شوي دي. یو شمېر کاروونکو دا چاره د طالبانو د چلند او وحشت یوه بېلګه بللې او لیکلي یې دي چې په ویډیو کې یو ځوان په اوبو کې د غوټو ورکولو له لارې شکنجه کېږي او څېړنې ترې کېږي. خو له بلې خوا، ځینې نور کاروونکي بیا د دې پېښې تر شا بل روایت وړاندې کوي او وایي چې دا د طالبانو د غچ اخیستنې یوه پېښه ده. د دوی په وینا، دا ځوان په کندهار کې د پخواني حکومت پولیسو غړی و، چې د طالبانو له خوا د يو وژل شوي طالب د جسد پوښتنې ترې کيږي. دا په داسې حال کې ده چې د دغې ویډیو د کره ځای او وخت په اړه تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې یا رسمي چارواکو په باوري توګه څه نه دي ویلي. #ABN | #SocialMediaViral | #Kandahar | #ControversialVideo | #Investigation | #PublicReaction
ABN Pashto32,731 просмотров • 10 дней назад

دیني مدرسو کې د ماشومانو ځورونې او ناوړه ګټې اخیستنې په پار د هغوی کورنۍ د ملا پر وړاندې راپاڅېدې. په مدرسه کې له ماشومانو ناوړه ګټې اخيستنې د ماشومانو کورنۍ اړ کړي چې ملا پسې لرګي ور وړي او په مسجد کې يې سم وډبوي. په پاکستان کې حقوقي فعالان او ولسي وګړي د ورته ویډیوګانو او شواهدو پر بنسټ په کلکه غوښتنه کوي چې حکومت باید په دغه هېواد کې پر دیني مدرسو باندې خپل نظارت او قانوني چوکاټ په جدي ډول پلي کړي. د دوی په وینا، د زرګونو ماشومانو د ورځني ژوند د خوندیتوب او له دغه ډول ګټو اخيستنو څخه د هغوی د ژغورلو لپاره بايد لاس په کار شي. دا په داسې حال کې ده چې دا د مدرسو ناوړه پېښې نه يواځې په پاکستان کې رامنځته کيږي، بلکې ډېری وخت د افغانستان په ديني مدرسو کې هم ورته پېښې رامنځته کيږي خو کورنۍ يې له ملايي ډار څخه خپل حال نه شي ويلی. #ABN | #ProtectPakistaniChildren | #StopChildAbuse | #MadrassaReforms | #ChildRights | #HumanRights | #PakistanNews
ABN Pashto30,674 просмотров • 14 дней назад

شاپور ځدراڼ: په حضوري چمن کې ټولې تېږې وې او زما سټاټ هم اوږد وو، بيا به مې ټوله شپه پښې خوږېدې. افغانستان ته د چمپینز ټرافي د راوړلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د ملي لوبډلې پخواني او هېوادپال ستوري، ارواښاد شاپور ځدراڼ د دغې ویډیويي وینا پر مهال د خپلې دورې تېرې خاطرې او سختۍ راسپړلې وې. شاپور ځدراڼ په دغه ناسته کې د رسنیو پر وړاندې په خبرو کې وویل، هغه میدان چې دوی پکې کرکټ پیل کړی و خورا ستونزمن و؛ داسې سختې ورځې پر تېرې شوې دي چې ان د جیب خرڅ او پيسې به ورسره نه وې، خو دوی بیا هم یواځې د افغانستان د نوم او عزت لپاره کرکټ کاوه. د نوموړي خاطرې په ويډيو کې... #ABN | #ShapoorZadran | #ChampionsTrophy | #AfghanistanCricket | #CricketMemories | #AfghanAtalan
ABN Pashto20,145 просмотров • 12 дней назад

ذبیح الله مجاهد: موږ پاکستان کې خواخوږي لرو، د افغانستان خلک له موږ سره دي، که اجازه ورکړو نو له پاکستان به د بمبارۍ غچ واخلي. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد له ډوېچې وېلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په پاکستان کې خواخوږي لري او د هغه هېواد ملایان او ولس هم پر دوی ځورېږي. مجاهد زیاته کړې، هغه کسان چې پر افغانستان بمبارۍ کوي، یوه ځانګړې کړۍ (حلقه) ده چې د نورو خبرې نه مني او یواځې د خپلې سیاسي او نظامي بقا لپاره پر افغان خاوره بریدونه ترسره کوي. نوموړي زياته کړې، د افغانستان خلک په بشپړ ډول له دوی سره ولاړ دي او که چیرې دوی او مشران یې اجازه ورکړي، ولس چمتو دی چې پر پاکستان هجوم ور وړي او د بریدونو سخت غچ واخلي؛ خو دوی د وضعیت د لا خرابېدو په موخه تر اوسه د دغه کار اجازه نه ده ورکړې، ګنې ولس به ډېر پخوا خپل انتقام اخیستی و. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکدارۍ لاندې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په دریو ولایتونو بمبار وکړ چې لسګونه افغانان پکې شهیدان او نږدې ۲۰۰ نور ټپيان شول، چې پر وړاندې طالب مشران لا هم چپ دي او خپلو افغانانو سره یې هيڅ ډول غمرازي يا غمشریکي ونه کړه. #ABN | #ZabihullahMujahid | #TalibanSpokesman | #AfghanPakRelations | #BorderTensions | #KabulIslamabad | #RegionalSecurity
ABN Pashto12,776 просмотров • 17 дней назад

د بلوڅ آزادۍ پوځ (BLA) د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ د جیواني په پنوان کې د پاکستان د ساحلي ځواکونو پر یوه مرکز برید کړی. د اعلامیې له مخې په دې ځانمرګي موټربم برید کې له ۳۰ زیات پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي. د یاد پوځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، برید د چاودېدونکو توکو ډک موټر په وسیله ترسره شوی او ورپسې د «فتح سکواډ» جنګیالیو پر کمپ له بېلابېلو لورو برید کړی او له چاودنې ژوندي پاتې شوي ځواکونه یې په نښه کړي دي. تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. د معلوماتو له مخې د بلوڅ آزادۍ پوځ یو ځل بیا په بلوچستان کې منظم شوی چې د پاکستان پوځ ته یې پراخ سرخوږی جوړ کړی دی. #ABN #Balochistan #BLA #Pakistan #Gwadar #Jiwani #SouthAsia
ABN Pashto11,573 просмотров • 15 дней назад

مفتي شاکر: ترڅو چې دا ملا ژوندی وي، دښمن ته هیڅ قسمه اړتیا نشته! د پښتونخوا مخکښ دیني عالم شهيد مفتي محمد منير شاکر په ژوندوني په خپلو وروستيو څرګندونو کې د هغو ملایانو او یو شمېر مدرسو د فارغانو پر تګلارو نیوکه کړې وه، چې د ده په وینا، د پرمختګ او علمي پروسو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او د ټولنې فکر یې محدود کړی دی. مفتي شاکر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی وو چې د ځینو متعصبو ملايانو شتون په خپله د مسلمانانو د تباهۍ لامل ګرځي او ويلي يې وو: «قسم په خدای که داسې ملایان ژوندي وي، دښمن ته هیڅ اړتیا نشته؛ ځکه د دوی کړنې په خپله د ټولنې د پسمانۍ لپاره کافي دي او د ټولې نړۍ د تحقیق او څېړنو لارې یې بندې کړې دي.» نوموړي په دغه ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې په نړۍ کې د پوهنتونونو تعلیم، تحقیق او ساینسي لاسته راوړنې اسمان ته رسېدلې دي او بشریت ورڅخه ګټه پورته کوي، خو زموږ اسلامي تحقیقات په یو ځای ولاړ دي او پر ځای د دې چې پرمختګ وکړي، د ځینو کړیو لخوا د خلکو پر وړاندې د فکر او علم د بندښت لارې چارې جوړیږي. #ABN | #MuftiShakir | #ReligiousCriticism | #IslamicResearch | #MadrassaSystem | #ModernEducation | #SocialIssues
ABN Pashto13,494 просмотров • 28 дней назад

د طالبانو یوه چارواکي، عبدالحق حماد ادعا کړې چې یوه طالب جنګیالي ته د اسلام پېغمبر، حضرت محمد ص په خوب کې رینجر موټر سره د احتیاط کولو سپارښتنه کړې ده. هغه د دې خوب تفصیل په ویډیو کې بیانوي. د دې ویډیو د ثبت ځای او نېټه معلومه نه ده. دیني عالمانو دا د اسلام په پېغمبر پسې د درواغو تړولو او له ځانه د روایتونو جوړولو بېلګه بللې ده. #ABN #Afghanistan #Taliban #Kabul
ABN Pashto42,467 просмотров • 3 месяцев назад

د ايران بهرنیو چارو وزیر د پاکستان منځ ګړي توب ګډ وډ او تر پوښتنې لاندې راوست. سویس کې د امریکا او ایران د خبرو اترو په څنډه کې یوه خپره شوې عجیبه ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې د بحثونو ګرمه موضوع ګرځېدلې ده. په دغه ویډیو کې لیدل کېږي چې د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي تالار ته له ننوتلو سره سم، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ورته په تودې ولکې سره غېږ پرانیزي او روغبړ ورسره کوي؛ مګر تر روغبړ سمدستي وروسته، کله چې شهباز شریف غواړي هغه د پاکستان د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر او د کورنیو چارو له وزیر سره مخ کړي او د ګډ انځور (Photo-op) لپاره یې چمتو کړي، عباس عراقچي له ګډ عکس انګار کوي او د انکار په توګه سمدستي شا ته کېږي او د هغوی پلان ګډوډوي. په دغه شېبه کې د پاکستان لومړی وزیر او ورسره ملګری پلاوی پر میدان هک پک او حیران پاتې کېږي او د هغوی په څېرو کې د ناامیدۍ او بې باورۍ نښې په ښکاره ډول تر سترګو کېږي. #ABN | #SwissTalks | #AbbasAraghchi | #ShehbazSharif | #AsimMunir | #DiplomaticTension | #BodyLanguage | #PakistanIran
ABN Pashto13,192 просмотров • 27 дней назад

هارون حکیمي: پیغمبره که ژوندی وای او افغان وای، تا لیدلي ملایان او طالبان وای! جمهوري نظام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، هارون حکیمي په خپل نوي شعر کې د هېواد د اوسنیو دردونو او د طالبانو په واکدارۍ کې د اسلام په نوم د کېدونکو ظلمونو په اړه د اسلام ستر پیغمبر ته شکایت کړی دی. حکیمي د افغان ولس د فکري او ټولنیز وضعیت د انځورولو لپاره په دغه بیت کې کاږي: «پیغمبره که ژوندی وای او افغان وای / تا لیدلي ملایان او طالبان وای» چې پدې توګه یې د عقل او تخصص پر ځای، د دین په نوم شته سختګیرۍ او چاپیریالي فشارونه تر پوښتنې لاندې راوستي دي. #ABN | #HaroonHakimi | #AfghanPoetry | #SocialCritique | #TalibanRules | #KabulIntellect | #AfghanSociety
ABN Pashto15,752 просмотров • 1 месяц назад

د کابل امینه قومندانۍ لپاره د ت.البانو پخوانی ویاند مبین(جنرال مبین) وایي، ت.البانو سره کار کول یې یوه تېروتنه وه. هغه همداراز ویلي، د "ملاکراسۍ" مخالف دی او باید مسلکي کسانو ته نظام کې ونډه ورکړل شي. مبین چې له دې وړاندې یې د ت.البانو پلوي کوله لومړی ځل دی چې د دغه ډلې پرضد خبرې کوي او له دې ښکاري چې ت.الب پلوي هم له خپل حکومته خوښ نه دي.
ABN Pashto191,966 просмотров • 3 лет назад

د تورخم د بېکفنه جسد هویت څرګند شو. هغه جسد چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تورخم په صفري نقطه کې د جګړې په ډګر بېتدفینه پاتې و، د یوه بېګناه پښتون ځوان دی. د دغه ځوان د ژوند او مرګ په اړه دردوونکي مالومات او ویډیو د يو هېوادوال ملک شېرزاد لخوا اې بي اين پښتو ته په واک کې ورکړل شوې ده. د شيرزاد په خبره دغه ځوان داود نومېږي، د محمد رسول زوی او د کوزې پښتونخوا د مومندو، موساخېل صافیو د سیمې اوسېدونکی دی. هغه د ادریس، واجد او عبدالظاهر ورور و. داود په "ټېکسله" کې د پاکستاني حکومت لخوا د مهاجرو په ټېل کې نیول شوی او په جبري ډول افغانستان ته را اړول شوی و. دا چې داود هېڅ ډول اسناد نه لرل، افغان لوري (طالبانو) یې هېواد ته د ننوتلو مخه نیولې وه او بل لور ته پاکستاني ځواکونو هم بېرته خپلې سیمې ته نه پرېښود. نوموړی د ډېر وخت لپاره په صفري نقطه کې د دواړو هېوادونو د عسکرو ترمنځ په بېوزلۍ کې شپې تېرولې. دده په وينا تېره اونۍ کله چې په تورخم کې جګړه ونښته، داود هڅه وکړه چې له فرصت څخه په استفادې بېرته خپل کلي ته واوړي، خو د پاکستاني عسکرو لخوا په بېرحمۍ سره په نښه شو. هغه ویډیو چې ملک شېرزاد رالېږلې، له جګړې څو ورځې وړاندې د یوه ډرېور لخوا شوې وه، چې په کې داود په ډېر بد حال کې د کرښې په منځ کې بند پاتې لیدل کېږي. د دغه کس جسد لا هم د بارودو تر لمبو لاندې دی او ځايي مشران یې د پورته کولو لپاره د اوربند غوښتنه کوي. هيله ده، ويډيو او مالومات شیير کړئ، ترڅو تر اړوند کسانو ورسيږي. #ABN | #Afghanistan | #Pakistan
ABN Pashto31,224 просмотров • 4 месяцев назад

دې افريقايي غوښتل د حضرت موسا په څېر رڼې او خړې اوبه سره بېلې کړي، خو له ده يې لاره ورکه کړه. يو افریقایي سړي چې ادعا یې کوله الهي وحې ورته شوې ده، هڅه وکړه چې د حضرت موسا په څېر سمندر په دوو برخو ووېشي، خو د خپلو پیروانو په وړاندې د سمندر په څپو کې نږدې غرق او مړ شوی و. ويډيو کې ليدل کيږي چې دغه کس خپل مینوال د سمندر غاړې ته راټول کړي او په دې اړه وایي: «ماته الهي وحې شوې او د دې ځواک لرم چې د اوبو لاره پرانیزم او د سمندر په منځ کې ځمکه مالومه کړم.» کله چې نوموړی په پوره ډاډ سره اوبو ته ښکته شو، هغه یواځې څو ګامه وړاندې لاړ چې د سمندر توندو او خروشانو څپو لاندې کړ او د خپلو پیروانو په وړاندې د ډوبېدو په حال کې و.» #ABN | #AfricanMiracleFail | #MosesMiracleAttempt | #SeaIncident | #ReligiousClaims | #SocialMediaViral | #MiracleHoax
ABN Pashto14,880 просмотров • 1 месяц назад

افغان سېک؛ د ځینو مسلمانانو کردار زه له اسلامه زړه توری کړی یم. په خواله رسنیو کې دا خپره شوې ویډیو ښيي چې یو مسلمان له یوه سېک هېوادوال څخه غوښتنه کوي ترڅو اسلام راوړي، خو دغه سېک وګړی په ډېر منطقي او مینه ناک انداز د ځینو مسلمانانو کړه وړه د دغه دین په زیان بولي او خپل دلایل وړاندې کوي. په دغه ویډیو کې لیدل کېږي چې د موټر چلوونکي لخوا د اسلام د منلو په ځواب کې، دغه سېک وګړی وایي چې په هېواد کې د مسلمانانو اوسني وضعیت او ځینو کړنو هغه حیران کړی دی. هغه په خپل استدلال کې وایي: «تاسو خو ټول مسلمانان یاست او په خپلو کې سره یو یاست، خو اوس وضعیت داسې دی چې یو ورور د بل ورور حق خوړلی او د پردي په حقونو ګېډه اچول کېږي؛ نو زه د چا په مټ او کوم کردار ته په لیدو مسلمان شم؟» د ده په وینا، که چېرې د مسلمانانو ترمنځ رښتینی انصاف، د یو بل د حقونو خوندیتوب او سم کړه وړه موجود وای، نو هر څوک به په خپله د دغه دین لوري ته مایل کېدل. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو او ځینو نورو افغان مسلمانانو لخوا په ټولنه کې سخت چلندونه، د مېرمنو د حقونو تر پښو لاندې کول، او د عامو خلکو بې رحمانه ځپل او وژل په نړیواله کچه د اسلام یو داسې انځور وړاندې کوي چې خلک له دین څخه د مینې پر ځای، د وېرې او زړه تورۍ احساس کوي. په ولسي کچه هم داسې نیوکې شته چې د "اسلام د استازولۍ" تر نوم لاندې وحشتونه د دین د حقیقي پیغام (سولې او انصاف) پر وړاندې یو لوی خنډ ګرځېدلی دی. #ABN | #SikhLogic | #InterfaithDialogue | #IslamicBehavior | #SocialJustice | #HumanRights | #AfghanistanNews
ABN Pashto10,428 просмотров • 1 месяц назад

حسن خان ددې ويډيو په خپرولو سره ويلي: "د کالج په چهاردیوالۍ کې د نجونو خوشالي یواځې ذهني ناروغانو ته بې هودګي ښکاري." پاکستاني خبریال او ټولنیز فعال حسن خان د پېښور پوهنتون کې د یوې ویډیو په غبرګون کې، چې پکې نجونو نڅا کړې ده، د منفي پالو خلکو پر ذهنیت نیوکې کړي دي. حسن خان پوښتنه کړې: "دا د کالج نجونې دي؛ ایا دوی د خوشاله پاتې کېدو او د خوشالۍ د څرګندولو حق نه لري؟ ایا دوی به د خپلو خوشالیو لمانځلو لپاره له چا څخه اجازه اخلي؟" نوموړي ویلي چې دا هر څه د کالج د چهاردیوالۍ دننه، د ښځینه استادانو او کارمندانو په شتون کې ترسره شوي، چې یو خوندي او مناسب چاپیریال دی. حسن خان په توندو الفاظو ویلي، هغه کسان چې په داسې علمي او خوندي ځای کې د نجونو په فطري خوشالۍ کې "بې هودګي" ویني، په اصل کې په خپله ذهني ناروغان دي. دا په داسې حال کې ده چې په ځلونو د حسن خان په څېر پاکستاني فعالانو او ملايانو په افغانستان کې حتا د نجونو زده کړې ناسمې بللي چې نن يې افغان نجونې زغمي او له ښوونځيو او پوهنتونونو څخه لرې پاتې شوي دي. #ABN | #HassanKhan | #WomenRights | #Education | #SocialIssues
ABN Pashto18,638 просмотров • 2 месяцев назад

په ټولنیزو رسنیو کې یوه نوې خپره شوې ویډیو چې ښيي د دارالعلوم حقانیې مخکښ استاد مولانا ادریس په چارسده کې څنګه په نښه شوی دی. دغه ویډیو چې په سیمه کې د نصب شویو امنیتي کمرو له لارې ثبت شوې، د برید خونړۍ شېبې انځوروي. ویډیو ښيي چې بریدګر مخکې له مخکې په سیمه کې په کمین کې ناست وو او کله چې شیخ ادریس له خپل کور څخه د مدرسې په لور حرکت کې وي، ورباندې ډزې پیلوي. له ډزو وروسته لیدل کېږي چې بریدګر په خورا چټکۍ سره له سیمې څخه تښتي. دا په داسي حال کې ده چې ددغه بريد مسوليت داعش وسله والې ډلې منلی دی. #ABN | #CCTVFootage | #MaulanaIdrees | #CharsaddaAttack | #TargetedKilling | #SecurityLapse | #KPKNews
ABN Pashto14,649 просмотров • 2 месяцев назад

د شیخ ادریس د وزې بيا ژوندي کېدو" روایت او په ټولنیزو رسنیو کې د افغانانو غبرګونونه! په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو استاد شیخ ادریس، یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې په کې نوموړی د رسول الله ﷺ په ژوند پورې اړوند یوه عجیبه قصه بیانوي. دغه روایت نه یواځې په مذهبي کړیو کې د بحث موضوع ګرځېدلې، بلکې عامو افغانانو هم پرې نیوکې کړي دي. د حدیثو پوهان او عام منتقدین وايي چې دا ډول کیسې په معتبرو دیني سرچینو کې هیڅ اساس نه لري او یواځې د "وضعي" یا جوړ شویو کیسو په لړ کې راځي. ډېری کاروونکو په پېغور سره ویلي چې که په اوسني وخت کې طالبان او د افغانستان ملايان په خپلو بیانونو کې دروغ وايي او خلکو ته ناسم مالومات ورکوي، دا یې له خپلو داسې استادانو زده کړي دي. منتقدین وايي چې د مبالغې له لارې د داسې غیر مستندو معجزو بیانول د اسلامي حقایقو اعتبار ته زیان رسوي او د دیني عالمانو حیثیت تر پوښتنې لاندې راولي. که څه هم د جابر بن عبدالله (رض) په کور کې د خوراک د برکت معجزه په صحیح بخاري او مسلم کې ثابته ده، خو د وزې بېرته ژوندي کېدل په یوه معتبر حدیث کې هم نه دي راغلي. دا لومړی ځل نه دی چې د شیخ ادریس په څېر د طالبانو د فکري مشرانو بیانونو د خلکو غوسه راپارولې ده؛ تر دې وړاندې هم د ځینو نورو ادعاوو په اړه ورته غبرګونونه ښودل شوي وو چې ډېری یې پر غیر علمي او غیر مستندو روایتونو ولاړ وو. #ABN | #SheikhIdris | #Afghanistan | #Taliban | #FactCheck | #Misinformation
ABN Pashto13,201 просмотров • 2 месяцев назад

تهران کې د افغانستان سفارت مخې ته یو شمېر افغان کډوالو د طالبانو پر ضد لاریون کړی. دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې د ایران اسلامي جمهوریت لخوا تهران کې افغان سفارت طالبانو ته سپارل شوی چې دې کړنې د ګڼو افغانانو او ایرانیانو غبرګونونه راپارولي دي. #Afghanistan #Iran
ABN Pashto95,574 просмотров • 3 лет назад

بلوڅ آزادي غوښتونکي ځواک یا BLA ادعا کړې چې اووه پاکستاني پوځیان یې نیولي دي. یاد ځواک د دغې ویډیو په نشرولو سره ویلي دا ۷ پاکستاني پوځیان یې کنټرول کې دي او د خوشې کولو بدل کې یې د بندیانو د تبادلې غوښتنه کړې ده. د بلوڅ آزادي غوښتونکي ځواک اعلامیه کې پاکستاني پوځ ته یوازې اووه ورځې وخت ورکړل شوی چې پرېکړه وکړي، که نه خبرداری یې ورکړی چې جدي پایلې به ولري. د پاکستان پوځ تراوسه د خپلو پوځیانو د برخلیک او یا بي ای اې سره د بندیانو د تبادلې معاملې ته د چمتووالي په تړاو کوم غبرګون یا اراده نه ده څرګنده کړې. بي ایل اې تر دې وړاندې هم سلګونه پاکستاني پوځیان برمته کړي چې ځینې یې د خپلو بندیانو بدل کې تبادله او د غوښتنو نه منلو صورت کې یې وژلي هم دي. #ABN #Pakistan #BLA #PakistanArmy
ABN Pashto19,265 просмотров • 5 месяцев назад