
ABN Pashto
@afbnpashto • 94,871 subscribers
Afghan Broadcasting Network is the mirror of modern Afghanistan and the voice of truth and trust. Our aim is to deliver world-class content to our audience.
Shorts
Videos

د یوه ترلاسه شوي غږیز کلیپ په اړه ادعا کېږي چې پکې د طالبانو د یوه قوماندان او یوه کس ترمنځ خبرې ثبت شوې دي. په دغو ټیلیفوني خبرو کې دوه لوري خبرې کوي چې د ادعا له مخې یو یې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو د یوې لېوا اړوند د کنډک قوماندان دی. د ادعاوو له مخې، په یادو خبرو کې له ښځو سره د اړیکو او مالي معاملو په تړاو خبرې کېږي. د کلیپ خپروونکي ادعا کوي چې په وروستیو کې د طالبانو په لیکو کې د ځینو قوماندانانو له خوا بې وزله ښځې د پیسو په بدل کې ناسمو اړیکو ته اړ ایستل شوې دي. تر اوسه د یاد غږیز کلیپ د کره والي او د پکې مطرح شویو ادعاوو د خپلواک تایید په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي او طالبانو هم په دې اړه څه نه دي ویلي. #ABN #Afghanistan #Taliban
ABN Pashto40,259 Aufrufe • vor 1 Monat

په کراچۍ کې د يو لاس ګاډۍ چلوونکي انسانيت چې د خپل ژوند په بدل کې یې یو ماشوم له مرګ وژغوره د پاکستان کراچۍ ایالت له منظور کولونۍ څخه دا خپره شوېويډيو، چې پکې د سړک غاړې يو غریب لاس ګاډۍ چلوونکي د خپل ژوند په بدل کې د یو ماشوم ژوند وژغوره. ويډيو کې ښکاري چې په دغه سیمه کې یو ماشوم ناڅاپه پرانیستي لښتي ته لوېږي، د دغه لښتي د ژوروالي او خطر له ناخبرۍ او بې پامۍ سره سره، نږدې روان د لاسګډۍ چلوونکي سمدستي اقدام وکړ او له ځنډ پرته لښتي ته کوز شو، چې ماشوم یې سمدستي ژوندی او روغ رمټ بهر راوویست. پر ټولنیزو رسنیو د دغې پېښې له خپرېدو وروسته خلکو او کاروونکو د دغه سړي دا غیرت او زړورتیا ستایلې او هغه یې ریښتینی انسان بللی دی. #ABN | #Karachi | #ManzoorColony | #HeroicRescue | #Humanity | #PakistanNews
ABN Pashto28,864 Aufrufe • vor 1 Monat
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

د یوې ترلاسه شوې ویډیو په تړاو ادعا شوې چې د طالبانو یو غړی پکې له یوې ښځې سره جنیسي اړیکه نیسي. که څه هم د دې ویډيو دقیق ځای او وخت نه دی معلوم، خو د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو ترمنځ یې پراخ غبرګونونه پارولي دي. خلک وايي هېواد کې د طالبانو د تګلارو له امله بې وزلي زیاته شوې چې خلک ناوړه او نامشروع لارو ته هڅوي. طالبانو تراوسه د دې ویډیو په اړه غبرګون نه دی ښودلی. #ABN #Taliban
ABN Pashto28,221 Aufrufe • vor 1 Monat

د طالبانو بدیل څوک دی؟ دا هغه پوښتنه ده چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې د افغانستان د راتلونکي په هر جدي بحث کې بیا بیا مطرح کېږي. ایا بدیل باید یو شخص وي؟ یوه ډله؟ یو سیاسي حرکت؟ او که موږ د «بدیل» پوښتنه له اساسه په ناسم ډول مطرح کوو؟ خبریال سید سلیمان اشنا دې پوښتنې ته داسې ځواب وړاندې کوي چې بحث یوازې د طالبانو د مخالفینو تر نومونو نه محدودوي، بلکې د افغانستان د راتلونکي په اړه یوه اساسي پوښتنه راپورته کوي. د هغه بشپړ استدلال واورئ او خپله پرېکړه وکړئ: د طالبانو بدیل څه دی؟ #له_طالبانو_وروسته_افغانستان_به_څنګه_وي؟ Said Sulaiman Ashna #FiveYearsAfterTheFall #ABNSpecialCoverage #Afghanistan #Afghanistan2026
ABN Pashto15,861 Aufrufe • vor 18 Tagen
Sensitive content
This media may contain sensitive content.

په خواله رسنیو کې یوه ځوان ته د طالبانو د شکنجې ویډیو؛ د علت په اړه یې متضاد روایتونه! په خواله رسنیو کې داسې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې پکې ښکاري د طالبانو له لوري یو ځوان په اوبو کې ډوبېږي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي. د دغې پېښې او ویډیو په تړاو د کاروونکو ترمنځ بېلابېل او متضاد غبرګونونه او روایتونه څرګند شوي دي. یو شمېر کاروونکو دا چاره د طالبانو د چلند او وحشت یوه بېلګه بللې او لیکلي یې دي چې په ویډیو کې یو ځوان په اوبو کې د غوټو ورکولو له لارې شکنجه کېږي او څېړنې ترې کېږي. خو له بلې خوا، ځینې نور کاروونکي بیا د دې پېښې تر شا بل روایت وړاندې کوي او وایي چې دا د طالبانو د غچ اخیستنې یوه پېښه ده. د دوی په وینا، دا ځوان په کندهار کې د پخواني حکومت پولیسو غړی و، چې د طالبانو له خوا د يو وژل شوي طالب د جسد پوښتنې ترې کيږي. دا په داسې حال کې ده چې د دغې ویډیو د کره ځای او وخت په اړه تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې یا رسمي چارواکو په باوري توګه څه نه دي ویلي. #ABN | #SocialMediaViral | #Kandahar | #ControversialVideo | #Investigation | #PublicReaction
ABN Pashto32,886 Aufrufe • vor 1 Monat

دیني مدرسو کې د ماشومانو ځورونې او ناوړه ګټې اخیستنې په پار د هغوی کورنۍ د ملا پر وړاندې راپاڅېدې. په مدرسه کې له ماشومانو ناوړه ګټې اخيستنې د ماشومانو کورنۍ اړ کړي چې ملا پسې لرګي ور وړي او په مسجد کې يې سم وډبوي. په پاکستان کې حقوقي فعالان او ولسي وګړي د ورته ویډیوګانو او شواهدو پر بنسټ په کلکه غوښتنه کوي چې حکومت باید په دغه هېواد کې پر دیني مدرسو باندې خپل نظارت او قانوني چوکاټ په جدي ډول پلي کړي. د دوی په وینا، د زرګونو ماشومانو د ورځني ژوند د خوندیتوب او له دغه ډول ګټو اخيستنو څخه د هغوی د ژغورلو لپاره بايد لاس په کار شي. دا په داسې حال کې ده چې دا د مدرسو ناوړه پېښې نه يواځې په پاکستان کې رامنځته کيږي، بلکې ډېری وخت د افغانستان په ديني مدرسو کې هم ورته پېښې رامنځته کيږي خو کورنۍ يې له ملايي ډار څخه خپل حال نه شي ويلی. #ABN | #ProtectPakistaniChildren | #StopChildAbuse | #MadrassaReforms | #ChildRights | #HumanRights | #PakistanNews
ABN Pashto30,826 Aufrufe • vor 2 Monaten

نیمروز کې د لادرکه افغانانو مړي موندل شوي د نیمروز د چهاربرجک ولسوالۍ په "ګرد لالو" سیمه کې د یو شمېر هغو افغانانو مړي موندل شوي چې د راپورونو له مخې، ایران ته د ناقانونه تګ پر مهال لادرکه شوي وو. په هغو ویډیوګانو کې چې خپرې شوې، نږدې لس مړي لیدل کېږي، خو د موندل شویو کسانو کره شمېر لا نه دی تایید شوی. تر دې وړاندې هم د نیمروز په دښتو کې د پنځو نورو کسانو مړي موندل شوي وو. راپورونه وایي، په وروستیو اوونیو کې ۱۹ افغانان د قاچاقي لارو د ایران پر لور د سفر پر مهال لادرکه شوي وو، چې د طالبانو په وینا، له دې ډلې ۱۴ کسان لا هم ورک دي. #ABN #Nimroz #AfghanMigrants #IranBorder #MissingMigrants
ABN Pashto17,846 Aufrufe • vor 1 Monat

یوه ورځ، دوه سندونه؛ دوحه کې څه لاسلیک شول — او کابل ته څه وویل شول؟ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، په دوحه کې امریکا له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ؛ په همدې ورځ په کابل کې امریکا او د افغانستان اسلامي جمهوریت یوه جلا ګډه اعلامیه خپره کړه. دواړه د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه وو، خو کله چې متنونه څنګ په څنګ کېښودل شي، په ځینو اساسي موضوعاتو کې یوه شان ژبه او یوه شان ژمنې نه لري. تر ټولو څرګند مثال د بندیانو موضوع ده. د امریکا–طالبانو په تړون کې د تر ۵٬۰۰۰ طالب بندیانو او تر ۱٬۰۰۰ د بل لوري بندیانو د خوشې کېدو مشخص شمېر او نېټه لیکل شوې وه؛ خو د امریکا–جمهوریت په ګډه اعلامیه کې یوازې د بندیانو د «د پام وړ شمېر د خوشې کولو د امکان» د ارزونې خبره شوې وه. پوښتنه دا ده: ولې امریکا په یوه تړون کې د هغو بندیانو مشخص شمېر او نېټه وټاکله چې د افغانستان د حکومت په زندانونو کې وو، په داسې حال کې چې افغان حکومت د اصلي تړون لاسلیک کوونکی نه و؟ بل مهم توپیر د جګړې د پای په جوړښت کې و. د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره واضح مهالوېش موجود و: د ځواکونو کمول، له پوځي اډو وتل او په ۱۴ میاشتو کې بشپړ خروج. خو دایمي او هر اړخیز اوربند د تړون مخکېنی شرط نه و؛ هغه راتلونکو بینالافغاني خبرو ته پرېښودل شوی و. په ساده ژبه: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسیر معلوم و، خو د افغانانو د جګړې د ختمېدو مسیر لا نه و معلوم. د افغانستان د راتلونکي په اړه هم دواړه اسناد یو شان سیاسي ژبه نه کاروي. د جمهوریت په اعلامیه کې د موجودو افغان ادارو، ډیموکراتیکو نورمونو، ملي یووالي او د وګړو د حقونو د ساتنې یادونه کېږي؛ په مقابل کې، د امریکا–طالبانو تړون څو ځله د یوه «له جوړجاړي وروسته نوي افغان اسلامي حکومت» یادونه کوي. دا اسناد په خپله نه ثابتوي چې د جمهوریت د سقوط پټه پرېکړه شوې وه؛ خو دا پوښتنه خامخا راپورته کوي چې ولې د یوه هېواد د راتلونکي په اړه، په یوه ورځ، دوه رسمي اسناد دومره متفاوتې ژبې کاروي؟ په دې ویډیو کې موږ قضاوت د شعارونو پر ځای اسنادو ته سپارو. دواړه متنونه سره پرتله کوو او هغه پوښتنې راپورته کوو چې د افغانستان د سقوط د درک لپاره مهمې دي: دوحه یوازې د سولې تړون و، د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون و، که داسې یوه نقطه وه چې له هغې وروسته د جمهوریت، طالبانو او نړیوالو ترمنځ د قدرت توازن بدل شو؟ اسناد ولولئ. توپیرونه وګورئ. بیا قضاوت وکړئ. حقیقت. ازادي. راتلونکی. #جمهوریت_څنګه_سقوط_شو؟ #FiveYearsAfterTheFall #ABNSpecialCoverage #Afghanistan #Afghanistan2026
ABN Pashto10,068 Aufrufe • vor 18 Tagen

شاپور ځدراڼ: په حضوري چمن کې ټولې تېږې وې او زما سټاټ هم اوږد وو، بيا به مې ټوله شپه پښې خوږېدې. افغانستان ته د چمپینز ټرافي د راوړلو په مناسبت جوړه شوې غونډه کې، د ملي لوبډلې پخواني او هېوادپال ستوري، ارواښاد شاپور ځدراڼ د دغې ویډیويي وینا پر مهال د خپلې دورې تېرې خاطرې او سختۍ راسپړلې وې. شاپور ځدراڼ په دغه ناسته کې د رسنیو پر وړاندې په خبرو کې وویل، هغه میدان چې دوی پکې کرکټ پیل کړی و خورا ستونزمن و؛ داسې سختې ورځې پر تېرې شوې دي چې ان د جیب خرڅ او پيسې به ورسره نه وې، خو دوی بیا هم یواځې د افغانستان د نوم او عزت لپاره کرکټ کاوه. د نوموړي خاطرې په ويډيو کې... #ABN | #ShapoorZadran | #ChampionsTrophy | #AfghanistanCricket | #CricketMemories | #AfghanAtalan
ABN Pashto20,316 Aufrufe • vor 1 Monat

د طالبانو یوه چارواکي، عبدالحق حماد ادعا کړې چې یوه طالب جنګیالي ته د اسلام پېغمبر، حضرت محمد ص په خوب کې رینجر موټر سره د احتیاط کولو سپارښتنه کړې ده. هغه د دې خوب تفصیل په ویډیو کې بیانوي. د دې ویډیو د ثبت ځای او نېټه معلومه نه ده. دیني عالمانو دا د اسلام په پېغمبر پسې د درواغو تړولو او له ځانه د روایتونو جوړولو بېلګه بللې ده. #ABN #Afghanistan #Taliban #Kabul
ABN Pashto42,517 Aufrufe • vor 5 Monaten

د کابل امینه قومندانۍ لپاره د ت.البانو پخوانی ویاند مبین(جنرال مبین) وایي، ت.البانو سره کار کول یې یوه تېروتنه وه. هغه همداراز ویلي، د "ملاکراسۍ" مخالف دی او باید مسلکي کسانو ته نظام کې ونډه ورکړل شي. مبین چې له دې وړاندې یې د ت.البانو پلوي کوله لومړی ځل دی چې د دغه ډلې پرضد خبرې کوي او له دې ښکاري چې ت.الب پلوي هم له خپل حکومته خوښ نه دي.
ABN Pashto192,001 Aufrufe • vor 3 Jahren

انعام الله مصلح: د پیسو په خاطر له چینایانو سره د لوڼو ودول او د هغوی د هویت نه مالومول د اندېښنې وړ دي. دیني عالم انعام الله مصلح په یوه ویډیویي پیغام کې د پیسو په بدل کې له بهرنیانو، په ځانګړې توګه له چینایانو سره د افغان نجونو پر نکاح نیوکه کړې او دا چاره یې د پښتني او اسلامي ارزښتونو خلاف وبلله. هغه په ډاګه کړه چې په وطن کې په زرګونو افغان ځوانان د بېوزلۍ او د نجونو د کورنیو لخوا د لوړ ولور غوښتلو له امله بې نکاحه پاتې دي، خو کورنۍ د دې پر ځای چې پخپلو ځوانانو لورېینه وکړي، لوڼې پر پردیو سودا کوي. په خواله رسنیو کې اوازه ده چې يوه چينايي وګړي د طالبانو مشر هیبت الله تر واک لاندې په کندهار کې له يوې افغانې انجلۍ سره واده کړی. #ABN | #InamullahMuslih | #AfghanGirls | #ChineseMarriages | #SocialIssues | #IslamicGuidance
ABN Pashto14,529 Aufrufe • vor 1 Monat

یو افغان وګړی له خپلې پنجابۍ مېرمنې څخه د اجباري جلاوالي له امله ناخوښ دی دغه افغان وګړي ويلي چې له قانوني لارې یې له پاکستانۍ پېغلې سره واده کړی، خو د پاکستان د حکومت اوسنۍ سختې پالیسۍ له امله یې مېرمن په پاکستان کې پاتې شوې او دی یواځې بېرته راستنېږي. نوموړي له پاکستاني چارواکو او نړیوالو بشري سازمانونو غوښتنه کړې چې د داسې کورنیو لپاره چې ګډ ودونه یې کړي، د قانوني اسنادو او اوسېدو ځانګړې پالیسي وټاکي. نوموړي ټینګار کړی چې د مېرمن او مېړه ترمنځ دغه ډول بېلتون یوه ژوره بشري ستونزه ده او باید اجازه ورنکړل شي چې قانوني او ازدواجي کورنۍ په داسې بې رحمانه توګه له یو بل څخه جلا شي. #ABN | #AfghanRefugees | #HumanRights | #FamilySeparation | #PakistanPolicy
ABN Pashto11,750 Aufrufe • vor 1 Monat

د تورخم د بېکفنه جسد هویت څرګند شو. هغه جسد چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تورخم په صفري نقطه کې د جګړې په ډګر بېتدفینه پاتې و، د یوه بېګناه پښتون ځوان دی. د دغه ځوان د ژوند او مرګ په اړه دردوونکي مالومات او ویډیو د يو هېوادوال ملک شېرزاد لخوا اې بي اين پښتو ته په واک کې ورکړل شوې ده. د شيرزاد په خبره دغه ځوان داود نومېږي، د محمد رسول زوی او د کوزې پښتونخوا د مومندو، موساخېل صافیو د سیمې اوسېدونکی دی. هغه د ادریس، واجد او عبدالظاهر ورور و. داود په "ټېکسله" کې د پاکستاني حکومت لخوا د مهاجرو په ټېل کې نیول شوی او په جبري ډول افغانستان ته را اړول شوی و. دا چې داود هېڅ ډول اسناد نه لرل، افغان لوري (طالبانو) یې هېواد ته د ننوتلو مخه نیولې وه او بل لور ته پاکستاني ځواکونو هم بېرته خپلې سیمې ته نه پرېښود. نوموړی د ډېر وخت لپاره په صفري نقطه کې د دواړو هېوادونو د عسکرو ترمنځ په بېوزلۍ کې شپې تېرولې. دده په وينا تېره اونۍ کله چې په تورخم کې جګړه ونښته، داود هڅه وکړه چې له فرصت څخه په استفادې بېرته خپل کلي ته واوړي، خو د پاکستاني عسکرو لخوا په بېرحمۍ سره په نښه شو. هغه ویډیو چې ملک شېرزاد رالېږلې، له جګړې څو ورځې وړاندې د یوه ډرېور لخوا شوې وه، چې په کې داود په ډېر بد حال کې د کرښې په منځ کې بند پاتې لیدل کېږي. د دغه کس جسد لا هم د بارودو تر لمبو لاندې دی او ځايي مشران یې د پورته کولو لپاره د اوربند غوښتنه کوي. هيله ده، ويډيو او مالومات شیير کړئ، ترڅو تر اړوند کسانو ورسيږي. #ABN | #Afghanistan | #Pakistan
ABN Pashto31,233 Aufrufe • vor 5 Monaten

ذبیح الله مجاهد: موږ پاکستان کې خواخوږي لرو، د افغانستان خلک له موږ سره دي، که اجازه ورکړو نو له پاکستان به د بمبارۍ غچ واخلي. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد له ډوېچې وېلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په پاکستان کې خواخوږي لري او د هغه هېواد ملایان او ولس هم پر دوی ځورېږي. مجاهد زیاته کړې، هغه کسان چې پر افغانستان بمبارۍ کوي، یوه ځانګړې کړۍ (حلقه) ده چې د نورو خبرې نه مني او یواځې د خپلې سیاسي او نظامي بقا لپاره پر افغان خاوره بریدونه ترسره کوي. نوموړي زياته کړې، د افغانستان خلک په بشپړ ډول له دوی سره ولاړ دي او که چیرې دوی او مشران یې اجازه ورکړي، ولس چمتو دی چې پر پاکستان هجوم ور وړي او د بریدونو سخت غچ واخلي؛ خو دوی د وضعیت د لا خرابېدو په موخه تر اوسه د دغه کار اجازه نه ده ورکړې، ګنې ولس به ډېر پخوا خپل انتقام اخیستی و. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکدارۍ لاندې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په دریو ولایتونو بمبار وکړ چې لسګونه افغانان پکې شهیدان او نږدې ۲۰۰ نور ټپيان شول، چې پر وړاندې طالب مشران لا هم چپ دي او خپلو افغانانو سره یې هيڅ ډول غمرازي يا غمشریکي ونه کړه. #ABN | #ZabihullahMujahid | #TalibanSpokesman | #AfghanPakRelations | #BorderTensions | #KabulIslamabad | #RegionalSecurity
ABN Pashto12,818 Aufrufe • vor 2 Monaten

هارون حکیمي: پیغمبره که ژوندی وای او افغان وای، تا لیدلي ملایان او طالبان وای! جمهوري نظام کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال، هارون حکیمي په خپل نوي شعر کې د هېواد د اوسنیو دردونو او د طالبانو په واکدارۍ کې د اسلام په نوم د کېدونکو ظلمونو په اړه د اسلام ستر پیغمبر ته شکایت کړی دی. حکیمي د افغان ولس د فکري او ټولنیز وضعیت د انځورولو لپاره په دغه بیت کې کاږي: «پیغمبره که ژوندی وای او افغان وای / تا لیدلي ملایان او طالبان وای» چې پدې توګه یې د عقل او تخصص پر ځای، د دین په نوم شته سختګیرۍ او چاپیریالي فشارونه تر پوښتنې لاندې راوستي دي. #ABN | #HaroonHakimi | #AfghanPoetry | #SocialCritique | #TalibanRules | #KabulIntellect | #AfghanSociety
ABN Pashto15,883 Aufrufe • vor 2 Monaten

مفتي شاکر: ترڅو چې دا ملا ژوندی وي، دښمن ته هیڅ قسمه اړتیا نشته! د پښتونخوا مخکښ دیني عالم شهيد مفتي محمد منير شاکر په ژوندوني په خپلو وروستيو څرګندونو کې د هغو ملایانو او یو شمېر مدرسو د فارغانو پر تګلارو نیوکه کړې وه، چې د ده په وینا، د پرمختګ او علمي پروسو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او د ټولنې فکر یې محدود کړی دی. مفتي شاکر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی وو چې د ځینو متعصبو ملايانو شتون په خپله د مسلمانانو د تباهۍ لامل ګرځي او ويلي يې وو: «قسم په خدای که داسې ملایان ژوندي وي، دښمن ته هیڅ اړتیا نشته؛ ځکه د دوی کړنې په خپله د ټولنې د پسمانۍ لپاره کافي دي او د ټولې نړۍ د تحقیق او څېړنو لارې یې بندې کړې دي.» نوموړي په دغه ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې په نړۍ کې د پوهنتونونو تعلیم، تحقیق او ساینسي لاسته راوړنې اسمان ته رسېدلې دي او بشریت ورڅخه ګټه پورته کوي، خو زموږ اسلامي تحقیقات په یو ځای ولاړ دي او پر ځای د دې چې پرمختګ وکړي، د ځینو کړیو لخوا د خلکو پر وړاندې د فکر او علم د بندښت لارې چارې جوړیږي. #ABN | #MuftiShakir | #ReligiousCriticism | #IslamicResearch | #MadrassaSystem | #ModernEducation | #SocialIssues
ABN Pashto13,711 Aufrufe • vor 2 Monaten