ABN Pashto's banner
ABN Pashto's profile picture

ABN Pashto

@afbnpashto • 96,398 subscribers

Afghan Broadcasting Network is the mirror of modern Afghanistan and the voice of truth and trust. Our aim is to deliver world-class content to our audience.

Shorts

د ولس لوږه او د وسله‌والو نندارې؛ کله به مسؤلیت پېژندل کيږي؟ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ددې ويډيو په خپرولو سره وایي؛ د افغانستان عام ولس چې د سهار او ماښام ډوډۍ ته حیران دی او د بې‌وزلۍ تر ټولو سختې ورځې تېروي، د بیت المال له وسلو سره دا ډول لوبې کول د ملت پر زخمونو مالګه اچول دي. دوی وايي؛ په یو هېواد کې چې خلک یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره محتاج وي، د زرګونو افغانیو په ارزښت مهمات په هوا کې دودول نا انساني او نااسلامي عمل دی. د دوی په وينا؛ هره مرمۍ چې هوا ته ویشتل کېږي، بېرته ځمکې ته راګرځي. دا "سرګردانه مرمۍ" اکثراً د بې‌ګناه هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د ټپي کېدو او مړینې لامل ګرځي. ځينې نور بيا وايي؛ دغه وسله‌وال چې له جنګونو وزګار شوي، د دې پر ځای چې د ولس خدمت او امنیت ته پام وکړي، خپل پخوانی جګړه‌ییز عادت د ملت په شتمنۍ پالي. دوی زیاتوي، د یو مسؤل نظام لومړیتوب باید د ملت نس مړول او د هغوی سر خوندي کول وي، نه دا چې د بیت المال وسلې د شخصي نندارو او ولسي ګواښونو لپاره وکارول شي. دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له لوري ورته نندارې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي چې يو شمېر هېوادوالو ته پکې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

20,564 просмотров

Videos

afbnpashto's profile picture

فیصل کریم کنډي: د پښتونخوا تګلارې له اسلام‌ اباد نه، بلکې له افغانستان ټاکل کېدې؛ له دې وروسته به داسې نه کيږي ​د پښتونخوا نوي واکمن والي فیصل کریم کنډي چې د بېړني حالت تر اعلان وروسته ورته د صوبې بشپړ واک او اختیارات سپارل شوي ادعا کړې چې له دې وړاندې د پښتونخوا امنیتي او سیاسي تګلارې د اسلام‌ اباد پر ځای له کابل او جلال‌ اباد څخه کنټرولېدې. ​نوموړي زیاته کړه چې د بې‌ ځایه ملاتړ او ناغېړیو له امله ناامني او ترهګري له افغانستان څخه راپېښه شوې وه او ولایتي اداره د دې جوګه نه وه چې په سیمه کې د خپرو شویو وسله‌ والو او ترهګرو پر ضد غوڅ موقف ونیولای شي. ​کنډي د تحریک انصاف ګوند لخوا د والي کور (ګورنر هاؤس) د ممکنه محاصرې ګواښونو ته په اشارې سره وویل، چې راغلو لاریونوالو ته چای او کافي چمتو ده، خو که چا د بې‌ نظمۍ هڅه وکړه نو داسې غبرګون به وګوري چې د دوی راتلونکي نسلونه به یې هم په یاد ساتي. ​#ABN | #FaisalKarimKundi | #Pakhtunkhwa | #Afghanistan | #PakistanPolitics

ABN Pashto

14,307 просмотров • 1 месяц назад

انګلستان کې د یو جومات ملا امام ۱۰ کلنې نجلۍ ته خپل بربنډ ناوړه جنسي عکسونه لېږلي انګلستان کې یوې پېښې او ورسره خپرې شوې ویډیو چې د ثبت دقيق وخت يې مالوم نه دي، په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د وېډیو شواهد ښيي چې د محمد جمیل په نوم د یوه جومات ملا امام یوې ۱۰ کلنې ماشومې نجلۍ ته خپل بربنډ او ناسم عکسونه او ویډیوګانې لېږلې دي. د مالوماتو له مخې، کوچنۍ نجلۍ د دغو شکوکو او ناوړو انځورونو په لیدو شوکه او رواني فشار سره مخ شوې، او سمدلاسه یې موضوع له خپلې مور سره شریکه کړې ده. د نجلۍ مور د یادو ناوړو شواهدو په لیدو او د خپل ماشوم د حق د دفاع لپاره په جومات او اړونده سیمه کې پر یاد ملا امام برید کړی د دې پېښې ویدیويي انځورونه، چې په کې د مور غوسه او د امام ناوړه وضعیت لیدل کېږي، په ټولنیزو شبکو کې په چټکۍ سره خپاره شوي دي. د ملا شهوت پالنه يواځې په افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په هر اسلامي مرکز چې ورته کارونه وخت ناوخت ليدل کيږي. #ABN | #EnglandNews | #ChildSafety | #ImamJamil | #UKCrime
2:15

Sensitive content

This media may contain sensitive content.

11,078 просмотров • 28 дней назад

afbnpashto's profile picture

حکمتيار: د طالبانو اوسنۍ واکداري د «ظالمانو، مفسدينو، لوټمارانو او د پرديو مزدورانو» حکومت دی ​د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د بهر مېشتو حزبيانو ترمنځ د زوم له لارې جوړې شوې غونډې ته په خپلو خبرو کې د طالبانو پر اوسنۍ واکدارۍ نیوکې کړې دي. ​حکمتیار د طالبانو حکمرانۍ ته د «ظالمانو، مفسدینو، لوټمارانو، غاصبانو او د پردیو د مزدورانو» لقبونه کارولي او زیاته کړې یې ده چې پر افغان ولس د داسې حاکمانو مسلط کېدل د ټولنې د تباهۍ لامل شوي دي. ​د ده په وینا، کله چې په یوه ټولنه کې «ظالمان او مفسدین» واک ته رسېږي، ولس له خپلو انساني او اسلامي حقوقو بې‌ برخې کېږي، او په خبره یې د دغې روان مظلومیت، فساد او محرومیت ټول مسئولیت او عواقب مستقیم د اوسني حاکم پر غاړه دي. ​نوموړي ټینګار کړی چې اسلامي دعوت او د حق لاره له پیروانو غواړي چې د باطل، ظلم او مفسدینو پر وړاندې خپل غږ پورته کړي او د دغسې وضعيت د تغییر لپاره اقدام وکړي. ​#ABN | #Hekmatyar | #HezbeIslami | #Taliban | #Afghanistan

ABN Pashto

13,600 просмотров • 1 месяц назад

په خواله رسنیو کې یوه ځوان ته د طالبانو د شکنجې ویډیو؛ د علت په اړه یې متضاد روایتونه! ​په خواله رسنیو کې داسې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې پکې ښکاري د طالبانو له لوري یو ځوان په اوبو کې ډوبېږي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي. د دغې پېښې او ویډیو په تړاو د کاروونکو ترمنځ بېلابېل او متضاد غبرګونونه او روایتونه څرګند شوي دي. ​یو شمېر کاروونکو دا چاره د طالبانو د چلند او وحشت یوه بېلګه بللې او لیکلي یې دي چې په ویډیو کې یو ځوان په اوبو کې د غوټو ورکولو له لارې شکنجه کېږي او څېړنې ترې کېږي. ​خو له بلې خوا، ځینې نور کاروونکي بیا د دې پېښې تر شا بل روایت وړاندې کوي او وایي چې دا د طالبانو د غچ اخیستنې یوه پېښه ده. د دوی په وینا، دا ځوان په کندهار کې د پخواني حکومت پولیسو غړی و، چې د طالبانو له خوا د يو وژل شوي طالب د جسد پوښتنې ترې کيږي. ​دا په داسې حال کې ده چې د دغې ویډیو د کره ځای او وخت په اړه تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې یا رسمي چارواکو په باوري توګه څه نه دي ویلي. ​#ABN | #SocialMediaViral | #Kandahar | #ControversialVideo | #Investigation | #PublicReaction
0:48

32,900 просмотров • 4 месяцев назад