ABN Pashto's banner
ABN Pashto's profile picture

ABN Pashto

@afbnpashto94,871 subscribers

Afghan Broadcasting Network is the mirror of modern Afghanistan and the voice of truth and trust. Our aim is to deliver world-class content to our audience.

Shorts

د ولس لوږه او د وسله‌والو نندارې؛ کله به مسؤلیت پېژندل کيږي؟ د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکو ددې ويډيو په خپرولو سره وایي؛ د افغانستان عام ولس چې د سهار او ماښام ډوډۍ ته حیران دی او د بې‌وزلۍ تر ټولو سختې ورځې تېروي، د بیت المال له وسلو سره دا ډول لوبې کول د ملت پر زخمونو مالګه اچول دي. دوی وايي؛ په یو هېواد کې چې خلک یې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره محتاج وي، د زرګونو افغانیو په ارزښت مهمات په هوا کې دودول نا انساني او نااسلامي عمل دی. د دوی په وينا؛ هره مرمۍ چې هوا ته ویشتل کېږي، بېرته ځمکې ته راګرځي. دا "سرګردانه مرمۍ" اکثراً د بې‌ګناه هېوادوالو، په ځانګړې توګه د ماشومانو او ښځو د ټپي کېدو او مړینې لامل ګرځي. ځينې نور بيا وايي؛ دغه وسله‌وال چې له جنګونو وزګار شوي، د دې پر ځای چې د ولس خدمت او امنیت ته پام وکړي، خپل پخوانی جګړه‌ییز عادت د ملت په شتمنۍ پالي. دوی زیاتوي، د یو مسؤل نظام لومړیتوب باید د ملت نس مړول او د هغوی سر خوندي کول وي، نه دا چې د بیت المال وسلې د شخصي نندارو او ولسي ګواښونو لپاره وکارول شي. دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې هم د طالبانو غړو له لوري ورته نندارې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترسره شوي چې يو شمېر هېوادوالو ته پکې ځاني او مالي زیانونه هم اوښتي دي.

20,558 görüntüleme

Videos

په خواله رسنیو کې یوه ځوان ته د طالبانو د شکنجې ویډیو؛ د علت په اړه یې متضاد روایتونه! ​په خواله رسنیو کې داسې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې پکې ښکاري د طالبانو له لوري یو ځوان په اوبو کې ډوبېږي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي. د دغې پېښې او ویډیو په تړاو د کاروونکو ترمنځ بېلابېل او متضاد غبرګونونه او روایتونه څرګند شوي دي. ​یو شمېر کاروونکو دا چاره د طالبانو د چلند او وحشت یوه بېلګه بللې او لیکلي یې دي چې په ویډیو کې یو ځوان په اوبو کې د غوټو ورکولو له لارې شکنجه کېږي او څېړنې ترې کېږي. ​خو له بلې خوا، ځینې نور کاروونکي بیا د دې پېښې تر شا بل روایت وړاندې کوي او وایي چې دا د طالبانو د غچ اخیستنې یوه پېښه ده. د دوی په وینا، دا ځوان په کندهار کې د پخواني حکومت پولیسو غړی و، چې د طالبانو له خوا د يو وژل شوي طالب د جسد پوښتنې ترې کيږي. ​دا په داسې حال کې ده چې د دغې ویډیو د کره ځای او وخت په اړه تر اوسه کومې خپلواکې سرچینې یا رسمي چارواکو په باوري توګه څه نه دي ویلي. ​#ABN | #SocialMediaViral | #Kandahar | #ControversialVideo | #Investigation | #PublicReaction
0:48

Sensitive content

This media may contain sensitive content.

afbnpashto's profile picture

32,886 görüntüleme • 1 ay önce

afbnpashto's profile picture

یوه ورځ، دوه سندونه؛ دوحه کې څه لاسلیک شول — او کابل ته څه وویل شول؟ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، په دوحه کې امریکا له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ؛ په همدې ورځ په کابل کې امریکا او د افغانستان اسلامي جمهوریت یوه جلا ګډه اعلامیه خپره کړه. دواړه د افغانستان د سولې او راتلونکي په اړه وو، خو کله چې متنونه څنګ په څنګ کېښودل شي، په ځینو اساسي موضوعاتو کې یوه شان ژبه او یوه شان ژمنې نه لري. تر ټولو څرګند مثال د بندیانو موضوع ده. د امریکا–طالبانو په تړون کې د تر ۵٬۰۰۰ طالب بندیانو او تر ۱٬۰۰۰ د بل لوري بندیانو د خوشې کېدو مشخص شمېر او نېټه لیکل شوې وه؛ خو د امریکا–جمهوریت په ګډه اعلامیه کې یوازې د بندیانو د «د پام وړ شمېر د خوشې کولو د امکان» د ارزونې خبره شوې وه. پوښتنه دا ده: ولې امریکا په یوه تړون کې د هغو بندیانو مشخص شمېر او نېټه وټاکله چې د افغانستان د حکومت په زندانونو کې وو، په داسې حال کې چې افغان حکومت د اصلي تړون لاسلیک کوونکی نه و؟ بل مهم توپیر د جګړې د پای په جوړښت کې و. د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره واضح مهالوېش موجود و: د ځواکونو کمول، له پوځي اډو وتل او په ۱۴ میاشتو کې بشپړ خروج. خو دایمي او هر اړخیز اوربند د تړون مخکېنی شرط نه و؛ هغه راتلونکو بین‌الافغاني خبرو ته پرېښودل شوی و. په ساده ژبه: د بهرنیو ځواکونو د وتلو مسیر معلوم و، خو د افغانانو د جګړې د ختمېدو مسیر لا نه و معلوم. د افغانستان د راتلونکي په اړه هم دواړه اسناد یو شان سیاسي ژبه نه کاروي. د جمهوریت په اعلامیه کې د موجودو افغان ادارو، ډیموکراتیکو نورمونو، ملي یووالي او د وګړو د حقونو د ساتنې یادونه کېږي؛ په مقابل کې، د امریکا–طالبانو تړون څو ځله د یوه «له جوړجاړي وروسته نوي افغان اسلامي حکومت» یادونه کوي. دا اسناد په خپله نه ثابتوي چې د جمهوریت د سقوط پټه پرېکړه شوې وه؛ خو دا پوښتنه خامخا راپورته کوي چې ولې د یوه هېواد د راتلونکي په اړه، په یوه ورځ، دوه رسمي اسناد دومره متفاوتې ژبې کاروي؟ په دې ویډیو کې موږ قضاوت د شعارونو پر ځای اسنادو ته سپارو. دواړه متنونه سره پرتله کوو او هغه پوښتنې راپورته کوو چې د افغانستان د سقوط د درک لپاره مهمې دي: دوحه یوازې د سولې تړون و، د بهرنیو ځواکونو د وتلو تړون و، که داسې یوه نقطه وه چې له هغې وروسته د جمهوریت، طالبانو او نړیوالو ترمنځ د قدرت توازن بدل شو؟ اسناد ولولئ. توپیرونه وګورئ. بیا قضاوت وکړئ. حقیقت. ازادي. راتلونکی. #جمهوریت_څنګه_سقوط_شو؟ #FiveYearsAfterTheFall #ABNSpecialCoverage #Afghanistan #Afghanistan2026

ABN Pashto

10,068 görüntüleme • 18 gün önce

afbnpashto's profile picture

د تورخم د بې‌کفنه جسد هویت څرګند شو. هغه جسد چې له تېرو څو ورځو راهیسې د تورخم په صفري نقطه کې د جګړې په ډګر بې‌تدفینه پاتې و، د یوه بې‌ګناه پښتون ځوان دی. د دغه ځوان د ژوند او مرګ په اړه دردوونکي مالومات او ویډیو د يو هېوادوال ملک شېرزاد لخوا اې بي اين پښتو ته په واک کې ورکړل شوې ده. د شيرزاد په خبره دغه ځوان داود نومېږي، د محمد رسول زوی او د کوزې پښتونخوا د مومندو، موساخېل صافیو د سیمې اوسېدونکی دی. هغه د ادریس، واجد او عبدالظاهر ورور و. داود په "ټېکسله" کې د پاکستاني حکومت لخوا د مهاجرو په ټېل کې نیول شوی او په جبري ډول افغانستان ته را اړول شوی و. دا چې داود هېڅ ډول اسناد نه لرل، افغان لوري (طالبانو) یې هېواد ته د ننوتلو مخه نیولې وه او بل لور ته پاکستاني ځواکونو هم بېرته خپلې سیمې ته نه پرېښود. نوموړی د ډېر وخت لپاره په صفري نقطه کې د دواړو هېوادونو د عسکرو ترمنځ په بې‌وزلۍ کې شپې تېرولې. دده په وينا تېره اونۍ کله چې په تورخم کې جګړه ونښته، داود هڅه وکړه چې له فرصت څخه په استفادې بېرته خپل کلي ته واوړي، خو د پاکستاني عسکرو لخوا په بې‌رحمۍ سره په نښه شو. هغه ویډیو چې ملک شېرزاد رالېږلې، له جګړې څو ورځې وړاندې د یوه ډرېور لخوا شوې وه، چې په کې داود په ډېر بد حال کې د کرښې په منځ کې بند پاتې لیدل کېږي. د دغه کس جسد لا هم د بارودو تر لمبو لاندې دی او ځايي مشران یې د پورته کولو لپاره د اوربند غوښتنه کوي. هيله ده، ويډيو او مالومات شیير کړئ، ترڅو تر اړوند کسانو ورسيږي. #ABN | #Afghanistan | #Pakistan

ABN Pashto

31,233 görüntüleme • 5 ay önce

afbnpashto's profile picture

ذبیح الله مجاهد: موږ پاکستان کې خواخوږي لرو، د افغانستان خلک له موږ سره دي، که اجازه ورکړو نو له پاکستان به د بمبارۍ غچ واخلي. د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد له ډوېچې وېلې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي چې دوی په پاکستان کې خواخوږي لري او د هغه هېواد ملایان او ولس هم پر دوی ځورېږي. مجاهد زیاته کړې، هغه کسان چې پر افغانستان بمبارۍ کوي، یوه ځانګړې کړۍ (حلقه) ده چې د نورو خبرې نه مني او یواځې د خپلې سیاسي او نظامي بقا لپاره پر افغان خاوره بریدونه ترسره کوي. نوموړي زياته کړې، د افغانستان خلک په بشپړ ډول له دوی سره ولاړ دي او که چیرې دوی او مشران یې اجازه ورکړي، ولس چمتو دی چې پر پاکستان هجوم ور وړي او د بریدونو سخت غچ واخلي؛ خو دوی د وضعیت د لا خرابېدو په موخه تر اوسه د دغه کار اجازه نه ده ورکړې، ګنې ولس به ډېر پخوا خپل انتقام اخیستی و. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکدارۍ لاندې څو ورځې وړاندې پاکستان د افغانستان په دریو ولایتونو بمبار وکړ چې لسګونه افغانان پکې شهیدان او نږدې ۲۰۰ نور ټپيان شول، چې پر وړاندې طالب مشران لا هم چپ دي او خپلو افغانانو سره یې هيڅ ډول غمرازي يا غمشریکي ونه کړه. #ABN | #ZabihullahMujahid | #TalibanSpokesman | #AfghanPakRelations | #BorderTensions | #KabulIslamabad | #RegionalSecurity

ABN Pashto

12,818 görüntüleme • 2 ay önce

afbnpashto's profile picture

مفتي شاکر: ترڅو چې دا ملا ژوندی وي، دښمن ته هیڅ قسمه اړتیا نشته! د پښتونخوا مخکښ دیني عالم شهيد مفتي محمد منير شاکر په ژوندوني په خپلو وروستيو څرګندونو کې د هغو ملایانو او یو شمېر مدرسو د فارغانو پر تګلارو نیوکه کړې وه، چې د ده په وینا، د پرمختګ او علمي پروسو پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي او د ټولنې فکر یې محدود کړی دی. مفتي شاکر په خپلو خبرو کې ټینګار کړی وو چې د ځینو متعصبو ملايانو شتون په خپله د مسلمانانو د تباهۍ لامل ګرځي او ويلي يې وو: «قسم په خدای که داسې ملایان ژوندي وي، دښمن ته هیڅ اړتیا نشته؛ ځکه د دوی کړنې په خپله د ټولنې د پسمانۍ لپاره کافي دي او د ټولې نړۍ د تحقیق او څېړنو لارې یې بندې کړې دي.» نوموړي په دغه ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې په نړۍ کې د پوهنتونونو تعلیم، تحقیق او ساینسي لاسته راوړنې اسمان ته رسېدلې دي او بشریت ورڅخه ګټه پورته کوي، خو زموږ اسلامي تحقیقات په یو ځای ولاړ دي او پر ځای د دې چې پرمختګ وکړي، د ځینو کړیو لخوا د خلکو پر وړاندې د فکر او علم د بندښت لارې چارې جوړیږي. #ABN | #MuftiShakir | #ReligiousCriticism | #IslamicResearch | #MadrassaSystem | #ModernEducation | #SocialIssues

ABN Pashto

13,711 görüntüleme • 2 ay önce