
افغانستان انټرنشنل - پښتو
@afintlpashto • 31,240 subscribers
په پښتو د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه او رپوټونه
Shorts
Videos

د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ریس شهابالدین دلاور د شنبې په ورځ په یوه ناسته کې د دې ډلې د احتمالي سقوط د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دلاور ادعا وکړه چې طالبان «بدیل نه لري» او که د دې ډلې نظام نسکور شي، افغانان به افغانستان ووېشي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو13,451 Aufrufe • vor 10 Tagen

په ادارو کې د ځیرکو موبایلونو د ممنوعیت په تړاو د هبت الله اخوندزاده له شفاهي حکم وروسته، چې افغانستان انټرنشنل یې په اړه سند خپور کړی و، په لوګر، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو غړو د خپلو موبایلونو د ماتولو کمپاین پیل کړی. د دغه کمپاین ویډیوګانې هم په ځیرکو ټیلیفونونو اخېستل کیږي، خو دا لا روښانه نه ده، چې دغه حکم یوازې په ټیټپوړو طالبانو پلی کیږي او که جګپوړي مشران یې هم پکې شاملیږي. په ترلاسه شوي سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې له دغه امر څخه سرغړوونکي کسان به مجرمان وبلل شي او نظامي محکمو ته به معرفي شي. دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسانو ته د یادو زونونو د امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رییسانو په حضور کې ابلاغ شوې ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو23,545 Aufrufe • vor 28 Tagen

سيدعالم (کابلی استاد) یو له هغو افغان کډوالو څخه دی چې بېرته افغانستان ته ستنول کېږي. کابلي استاد د خيبرپښتونخوا د مردان ولسوالۍ په ساولډهېر سیمه کې خواوشا ۳۴ کال ژوند کړی دی. خو کله چې هغه له دغه سیمې څخه د افغانستان پر لور روانېږې ځايي خلک ورپسې ژاړي د دغه سيمې لپاره د هغه کړي خدمتونه ستايي. هغه ته د ګلونو غاړکۍ ورپه غاړه کوي او په ډیر درناوي ورته مخه ښه وايي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو10,040 Aufrufe • vor 28 Tagen

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه. نوموړی وايي، دغه خولۍ د ازبکانو د فرهنګ برخه ده او دی منظور پشتین نه پېژني او نه هم اړیکه ورسره لري.
افغانستان انټرنشنل - پښتو18,247 Aufrufe • vor 2 Monaten

یو طالب چارواکي افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي غږیز پیغام کې د طالبانو په ډله کې له توپیري چلند او بېتوجهۍ شکایت کړی دی. نوموړي ویلي چې د اختر په ورځو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له ملا هبتالله څخه یې تر ۲۰ لکو افغانیو د پور غوښتنه کړې، خو د طالبانو د مشرانو له لوري ورته پاملرنه نه ده شوې. هغه ادعا کوي چې د طالبانو په لیکو کې له ځینو کسانو سره ځانګړی چلند کېږي، خو د عادي غړو ستونزو ته توجه نه کېږي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو10,045 Aufrufe • vor 1 Monat

خوست کې یو سوپ پلورونکی پخواني جهادي قوماندان ته ورته سټایل لري. تازه په خواله رسنیو کې د هغه یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې د یاد وژل شوي قوماندان په څېر یې پکول کوږ په سر کړی دی. دا سوپ پلورونکی عظیم ګل نومېږی او خوست کې احمد شاه مسعود ته په ورته څېرې باندې یې ځانګړی شهرت ترلاسه کړی دی. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو34,145 Aufrufe • vor 7 Monaten

عبدالغفور لېوال، چې د افغانستان د ادبیاتو، ژورنالیزم او ډیپلوماتیکو چارو پېژندل شوې څېره ده، د نومبر له ۲۴مې نېټې به د افغانستان انټرنشنل تلویزیون په «سپړنه» خپرونه کې پر فرهنګي او تاریخي مسایلو بحثونه وړاندې کوي. دغه خپرونه د کابل پر وخت په اونۍ کې ۵ورځې د شپې پر ۱۰ بجو خپریږي. « سپړنه» د افغانستان او سیمې د تودو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو ژور تحلیل وړاندې کوي او د عبدالغفور لېوال په راتګ سره به د کره، بې پرې او مستندو تاریخي او فرهنګي شننو او معلوماتو پر رسولو تمرکز لا ډېر کړي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو26,677 Aufrufe • vor 7 Monaten

د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې «ط»د کابل په عمدتاً هزاره او تاجک مېشتو سیمو کې زرګونه کورونه ویجاړ کړي. ګارډین او څلور افغان خبري سازمانونه چې په دې څیړنیز رپوټ کې یې ونډه اخستې وايي، د دې ځپونکې تصفیې انګیزه"توکمیزه" وه. دغه رپوټ وايي، په شپږو اغیزمنو سیمو کې چې د استوګنې ۱۲ جریبه ځمکه کیږي، په دریو ناحیو کې هزاره او په دوو نورو ناحیو کې تاجک ټبره وګړي اوسېدل. بشپړ خبر:
افغانستان انټرنشنل - پښتو41,391 Aufrufe • vor 1 Jahr

د طالبانو د کابینې نهه جګپوړي غړي د دیني زدهکړو متخصصان نهدي په دې ځانګړې مرکه کې د افغانستان انټرنشنل-پښتو مشر اېډېټر محبوب شاه محبوب د طالبانو د کابینې پر هغه نهو غړو غږېدلی، چې ځانونو ته د شیخ الحدیث، شیخ او مفتي القاب کاروي؛ خو په مذهبي برخه کې تخصص نهلري. له محبوب شاه محبوب سره مرکه په واشنګټن کې زموږ خبریال رحمان بونیري کړې ده:
افغانستان انټرنشنل - پښتو14,383 Aufrufe • vor 5 Monaten

د مفتي شاکر زوی وايي د دوی د کورنۍ د نارینه غړو ژوند تر ګواښ لاندې دی. د مفتي شاکر زوی عبدالله شاکر افغانستان انټرنشنل ته په ځانګړې مرکه کې ادعا وویل، چې د مفتي شاکر د کورنۍ پر ضد هدفمند اقدامات کیږي او د دوی موخه د شاکر د کورنۍ د نارينه غړو له منځه وړل دي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو14,062 Aufrufe • vor 4 Monaten

له #ایران څخه د افغانستان انټرنشنل یو څارونکي په ایران کې د اعدام شوي افغان له مور سره هغه وروستۍ غږیزه مکالمه رالېږلې، چې تازه د ایران د حکومت له خوا اعدام شوی دی. حال وش د بشري حقونو یوې ادارې ویلي، چې د زاهدان په مرکزي زندان کې یو #افغان د شپږو نورو زندانیانو په ګډون اعدام شوی دی. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو38,934 Aufrufe • vor 1 Jahr

د مزار شریف اوسېدونکي وایي, #طالبانو له ناندریو وروسته یو موټروان وژلی. رسېدلې ویډیو ښیي، چې یو کس له اور اخیستي موټر لرې کېږي. شاهدان وایي، د یاد موټر چلوونکي د خپل موټر د اور مړولو لپاره له طالبانو مرسته وغوښته، خو د هغوی له تاوتریخوالي سره مخ شو او ویې واژه.
افغانستان انټرنشنل - پښتو30,320 Aufrufe • vor 1 Jahr

سپړنه: د اسلامي هنرونو نړیواله ورځ د بحث پایله د افغانستان انټرنشنل-پښتو ویاند عبدالغفور لېوال وایي، افغانستان نه یوازې د اسلامي هنرونو د راټولېدو مرکز دی، بلکې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره د دغو هنرونو د انتقال مرکز هم دی. د خپرونې لېنک: #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو12,806 Aufrufe • vor 7 Monaten

سپړنه: ټولنیزه فعاله ډیوه پتنګ وایي، ځینې کړې هڅه کوي د خپل ناکامه شل کن سیاست له لارې د هېواد ملي ګټې تر پښو لاندې کړي. هغه وایي، که افغان لوبډله تحریم شي او لوبې ورسره ونه شي، ایا افغان نجونو پرمخ به د ښوونځیو دروازې خلاصې شي یا هغه حقونه چې ترې اخیستل شوي ورته ورکړل شي؟ د خپرونې لېنک:
افغانستان انټرنشنل - پښتو23,540 Aufrufe • vor 1 Jahr

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د دغه هېواد په پارلمان کې وویل، چې هېواد یې د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو په پرتله دوه برابره ډېر جوماتونه جوړ کړي او نور د جوماتونو جوړول بس دي. امامعلي رحمان ټینګار وکړ چې اوس د زده کړې، هنر ترلاسه کولو او د تاجکستاني ملت د فکري او معرفتي کچې د لوړولو وخت دی. رحمان په خپله وینا کې وویل: «په رښتیا وایم، له خرافاتو سره دولت پرمختګ نه شي کولی» او «وګورئ چې نور ملتونه تر کومه رسېدلي دي او موږ چېرته ولاړ یو».
افغانستان انټرنشنل - پښتو11,115 Aufrufe • vor 6 Monaten