
افغانستان انټرنشنل - پښتو
@afintlpashto • 32,530 subscribers
په پښتو د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه او رپوټونه
Shorts
Videos

د بلخ پخواني والي او «د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا» لوړپوړي غړي عطامحمد نور خبرداری ورکړی، که د یادې شورا مشران له طالبانو سره د مقابلې لپاره د جګړې ډګر ته ننوځي؛ په افغانستان کې وضعیت په چټکۍ سره بدلېدای شي. ښاغلي نور ویلي، چې د مقاومت شورا لا تراوسه د طالبانو پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پیلولو وروستۍ پرېکړه نهده کړې. دغه شورا هڅه کوي، چې د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو په ګډون د سیمې له هېوادونو سره د طالبانو پر وړاندې د جګړې په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي. ښاغلي نور ځینو طالب مشرانو ته په اشارې ویلي، چې «دوی موږ ښه پېژني او د بند موده یې له موږ سره تېره کړې ده». #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو14,970 次观看 • 10 天前

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ویډیوګانې د طالبانو چورلکې ښیي، چې د شکي او نسي ولسوالیو په اوږدو کې ګزمې کوي چې په دې کې د جمعهخان فاتح تر نفوذ لاندې سیمې هم شاملې دي. د طالب ځواکونو او د یادې ډلې د ناراضه قوماندان جمعهخان فاتح ترمنځ نښتې د سېشنبې په ماښام پیل شوې او اوس د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره دوام لري. ورته مهال سیمهییزو سرچینو د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو چورلکو د بدخشان نسي ولسوالۍ مرکز ته نږدې د جسېنګ په سیمه کې جمعهخان فاتح پورې د تړلو کسانو پر پوستو بمبار کړی دی. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو16,600 次观看 • 14 天前

د علي خامنهيي د جنازې په مراسمو کې د طالبانو د چارواکو ګډون، چې له مذهبي او تشریفاتي سرودونو سره مل وو، په ټولنیزو شبکو کې د یو شمېر پاکستاني کاروونکو غبرګونونه راپارولي دي. پاکستاني کاروونکو په ۲۰۲۴ کال کې یوې پېښې ته په اشارې سره یادونه کړې، چې په پېښور کې د طالبانو جنرال کونسل محبالله شاکر د پاکستان د ملي سرود د غږولو پر مهال له خپل ځای څخه نهوو پاڅېدلی. طالبانو هغه مهال د دې کار لامل د پاکستان په ملي سرود کې د موسیقۍ موجودیت په ګوته کړی وو. اوس د ټولنیزو شبکو یو شمېر پاکستاني کاروونکي وايي، چې په داسې مراسمو کې د طالبانو د چارواکو ګډون چې په مذهبي او تشریفاتي سرودونو سره ترسره شول، د موسیقۍ په اړه د دې ډلې له پخواني دریځ سره په ټکر کې دی. هغوی دا چلند د طالبانو د «سلیقوي شریعت» او دوهګوني چلند یوه بېلګه ګڼي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو22,121 次观看 • 1 个月前

په ادارو کې د ځیرکو موبایلونو د ممنوعیت په تړاو د هبت الله اخوندزاده له شفاهي حکم وروسته، چې افغانستان انټرنشنل یې په اړه سند خپور کړی و، په لوګر، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو غړو د خپلو موبایلونو د ماتولو کمپاین پیل کړی. د دغه کمپاین ویډیوګانې هم په ځیرکو ټیلیفونونو اخېستل کیږي، خو دا لا روښانه نه ده، چې دغه حکم یوازې په ټیټپوړو طالبانو پلی کیږي او که جګپوړي مشران یې هم پکې شاملیږي. په ترلاسه شوي سند کې خبرداری ورکړل شوی، چې له دغه امر څخه سرغړوونکي کسان به مجرمان وبلل شي او نظامي محکمو ته به معرفي شي. دا پرېکړه د طالبانو د سترې محکمې د نظامي معاونیت اړوند د اتو زونونو د نظامي محاکمو رییسانو ته د یادو زونونو د امنیه قوماندانانو او د استخباراتو د رییسانو په حضور کې ابلاغ شوې ده.
افغانستان انټرنشنل - پښتو23,731 次观看 • 2 个月前

په افغانستان کې د ایران پخواني استازي کاظمي قمي د علي خامنهیي د جنازې مراسمو ته د طالبانو او د یادې ډلې د مخالفانو هممهاله بلنې په اړه له اېراف رسنۍ سره په یوه مرکه کې معلومات ورکړي. ښاغلي قمي ویلي، چې ایران طالبان د افغانستان برخه ګڼي؛ خو دغه هېواد نور استازي هم لري. هغه زیاته کړه، چې د افغانستان یوه برخه په واک کې ده؛ خو ایران ټولو افغانانو ته په یوه سترګه ګوري. دغه ایراني ډیپلومات د احمد مسعود او محمد محقق بلنه «د عقیدې، کلتور، اخلاقو او تمدن مسله وګڼله، نه سیاسي». #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو13,744 次观看 • 1 个月前

سپړنه: د طالبانو د مشرتابه ترمنځ اختلافات څومره جدي دي؟ وروسته له هغې چې سراجالدین حقاني د شاپور ځدراڼ فاتحې ته لاړ، د طالبانو عدلیې وزیر په غیرمستقیم ډول پر هغه نیوکه کړې او ویلي یې دي، که هبتالله نه وي، د امارت ځینې وزیران به ژر نېکټايي وتړي. د خپرونې لېنک: #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو10,355 次观看 • 1 个月前

د طالبانو د شخصیتونو سره د تماس کمېسیون ریس شهابالدین دلاور د شنبې په ورځ په یوه ناسته کې د دې ډلې د احتمالي سقوط د پایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دلاور ادعا وکړه چې طالبان «بدیل نه لري» او که د دې ډلې نظام نسکور شي، افغانان به افغانستان ووېشي. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو13,881 次观看 • 2 个月前

خوست کې یو سوپ پلورونکی پخواني جهادي قوماندان ته ورته سټایل لري. تازه په خواله رسنیو کې د هغه یوه ویډیو لاس په لاس کېږي چې د یاد وژل شوي قوماندان په څېر یې پکول کوږ په سر کړی دی. دا سوپ پلورونکی عظیم ګل نومېږی او خوست کې احمد شاه مسعود ته په ورته څېرې باندې یې ځانګړی شهرت ترلاسه کړی دی. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو34,146 次观看 • 8 个月前

د کابل پوهنتون د ازبکي ژبې او ادبیاتو پوهنځي یو محصل وايي، چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ له دې امله پرمخ په څپېړه وهلی، چې د وزیر په باور، د منظور پشتین خولۍ یې پر سر کړې وه. نوموړی وايي، دغه خولۍ د ازبکانو د فرهنګ برخه ده او دی منظور پشتین نه پېژني او نه هم اړیکه ورسره لري.
افغانستان انټرنشنل - پښتو18,271 次观看 • 4 个月前

عبدالغفور لېوال، چې د افغانستان د ادبیاتو، ژورنالیزم او ډیپلوماتیکو چارو پېژندل شوې څېره ده، د نومبر له ۲۴مې نېټې به د افغانستان انټرنشنل تلویزیون په «سپړنه» خپرونه کې پر فرهنګي او تاریخي مسایلو بحثونه وړاندې کوي. دغه خپرونه د کابل پر وخت په اونۍ کې ۵ورځې د شپې پر ۱۰ بجو خپریږي. « سپړنه» د افغانستان او سیمې د تودو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي مسایلو ژور تحلیل وړاندې کوي او د عبدالغفور لېوال په راتګ سره به د کره، بې پرې او مستندو تاریخي او فرهنګي شننو او معلوماتو پر رسولو تمرکز لا ډېر کړي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو26,734 次观看 • 9 个月前

سيدعالم (کابلی استاد) یو له هغو افغان کډوالو څخه دی چې بېرته افغانستان ته ستنول کېږي. کابلي استاد د خيبرپښتونخوا د مردان ولسوالۍ په ساولډهېر سیمه کې خواوشا ۳۴ کال ژوند کړی دی. خو کله چې هغه له دغه سیمې څخه د افغانستان پر لور روانېږې ځايي خلک ورپسې ژاړي د دغه سيمې لپاره د هغه کړي خدمتونه ستايي. هغه ته د ګلونو غاړکۍ ورپه غاړه کوي او په ډیر درناوي ورته مخه ښه وايي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو10,047 次观看 • 2 个月前

د یوې نوې څېړنې پایلې ښيي چې «ط»د کابل په عمدتاً هزاره او تاجک مېشتو سیمو کې زرګونه کورونه ویجاړ کړي. ګارډین او څلور افغان خبري سازمانونه چې په دې څیړنیز رپوټ کې یې ونډه اخستې وايي، د دې ځپونکې تصفیې انګیزه"توکمیزه" وه. دغه رپوټ وايي، په شپږو اغیزمنو سیمو کې چې د استوګنې ۱۲ جریبه ځمکه کیږي، په دریو ناحیو کې هزاره او په دوو نورو ناحیو کې تاجک ټبره وګړي اوسېدل. بشپړ خبر:
افغانستان انټرنشنل - پښتو41,391 次观看 • 1 年前

یو طالب چارواکي افغانستان انټرنشنل ته په استول شوي غږیز پیغام کې د طالبانو په ډله کې له توپیري چلند او بېتوجهۍ شکایت کړی دی. نوموړي ویلي چې د اختر په ورځو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له ملا هبتالله څخه یې تر ۲۰ لکو افغانیو د پور غوښتنه کړې، خو د طالبانو د مشرانو له لوري ورته پاملرنه نه ده شوې. هغه ادعا کوي چې د طالبانو په لیکو کې له ځینو کسانو سره ځانګړی چلند کېږي، خو د عادي غړو ستونزو ته توجه نه کېږي.
افغانستان انټرنشنل - پښتو10,052 次观看 • 3 个月前

له #ایران څخه د افغانستان انټرنشنل یو څارونکي په ایران کې د اعدام شوي افغان له مور سره هغه وروستۍ غږیزه مکالمه رالېږلې، چې تازه د ایران د حکومت له خوا اعدام شوی دی. حال وش د بشري حقونو یوې ادارې ویلي، چې د زاهدان په مرکزي زندان کې یو #افغان د شپږو نورو زندانیانو په ګډون اعدام شوی دی. #افغانستان_انټرنشنل_پښتو
افغانستان انټرنشنل - پښتو38,944 次观看 • 1 年前