
Ahmadullah wasiq
@ahmadullah77527 • 15,911 subscribers
د افغانستان د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست رئیس
Shorts
Videos

د پاکستان د مشهور ديني عالم مفتي محمد تقي عثماني صاحب د وروستيو څرګندونو په اړه د نوموړي وضاحت:
Ahmadullah wasiq32,148 Aufrufe • vor 4 Monaten

د فوټسال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام سیالیو کې نن له ایران سره مهمه سیالي لري، د دې لوبډلې د تشویق په خاطر د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان د ویډیويي کنفرانس له لارې له فوټسال لوبډلې سره خبرې وکړې او ورزشکاران یې تشویق کړل. هیله لرم چې د افغانستان ټول ورزشونه په خپلو ـ خپلو برخو کې ښه وځلیږي او همداسې د لوبغاړو ترمنځ هڅوونې او تشویق موجود وي.
Ahmadullah wasiq19,062 Aufrufe • vor 5 Monaten

زید صالحي، چې په ټولنیزو رسنیو کې یې احساساتي ویډیو خپره کړې وه، نن مو له ژمنې سره سم رسماً د ورزش ادارې ته راوباله او د هغه خبرې مو له نږدې واورېدې. ان شاءالله په بشپړ جديت به یې ستونزې وڅېړو او د حل هڅه به یې وکړو. موږ تل د ورزش او ورزشکارانو د حقونو په خدمت کې یو، دا خپل مسوولیت او ویاړ بولو.
Ahmadullah wasiq14,329 Aufrufe • vor 7 Monaten

د دايکندي په مرکز نيلی کې د اجباري را ستانه شويو مهاجرينو لپاره ښارګوټی افتتاح شو. د مهاجرينو ستونزو ته د رسيدنې د عالي کميسيون لخوا موظف هيئت چي مشري يې د لوي درستيز قاري فصيح الدين فطرت په غاړه ده، تيره ورځ د دايکندي ولايت ته سفر وکړ، د ياد ولايت له والي او د اسکان دايمي د ولايتي کميټې له غړو سره وليدل او د مهاجرينو چارو د پروسې د لا چټکتيا په اړه يې سپارښتنې وکړې. ټاکلي هيئت د دايکندي په مرکز کې د مهاجرينو لپاره د ټاکل شوی ښارګوټي افتتاح د خاصو مراسمو په ترځ کې وکړه او يو شمير مهاجرينو ته يې نمرې او د ځمکې اسناد توزيع کړل. له زابل ولايت وروسته دا دوهم ښارګوټی دی چي په دايکندي ولايت کې پرانيستل شو.
Ahmadullah wasiq24,765 Aufrufe • vor 1 Jahr

نن د سعودي عربستان په پلازمينې رياض کي د ايران او افغانستان د فوتسال د ملي لوبډلو ترمينځ لوبه وه، نتيجه مساوي شوه. په دې مسابقه کې د افغانستان لوبډله وتوانيده چي د اسيا قوي لوبډله (ايران) متوقفه کړي او د لوبې ګټلو ته يې پرېنښودله د لوبې تر پيل مخکې مو له لوبغاړو او فني کدر سره وکتل، تشويق مو کړل هغوي هم د يوه قوي مورال سره د لوبې لپاره چمتوالی درلود.
Ahmadullah wasiq11,059 Aufrufe • vor 8 Monaten

په يوه وخت دوه مهم ورزشي ليگونه روان دي. د هيواد په پلازمينه کابل کې د هيواد د تاريخي لوبې بزکشي ليګ شپږم پړاو مسابقات او په هرات کې د فټبال د قهرمانانو ليګ روان دی، هرې لوبې ته زرګونه نندارچيان راځي، په ډير ډاډ او اطمنان د لوبو ننداره کوي. دا هرڅه د ډاډمن امنيت برکت دی
Ahmadullah wasiq17,298 Aufrufe • vor 1 Jahr

دلته هزاره دي که تاجک دي سره وروڼه دي هم که پشيي، پښتون ازبک دي سره وروڼه دي #احمدطه مدال اور طلا
Ahmadullah wasiq10,275 Aufrufe • vor 11 Monaten
Keine weiteren Inhalte verfügbar