正在加载视频...

视频加载失败

د فوټسال ملي لوبډله د اسیا ملتونو جام سیالیو کې نن له ایران سره مهمه سیالي لري، د دې لوبډلې د تشویق په خاطر د کرکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري راشد خان د ویډیويي کنفرانس له لارې له فوټسال لوبډلې سره خبرې وکړې او ورزشکاران یې تشویق کړل. هیله...

19,062 次观看 • 6 个月前 •via X (Twitter)

0 条评论

暂无评论

原始帖子的评论将显示在这里

相关视频

خانان به بیا سره خانان شي په کې به توی شي د رامبیل چامبیل ګلونه ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ افغانستان، او په ځانګړي ډول د تېر شل کلن جمهوریت په دوره کې، د ځینو سیاسي اشخاصو د متزلزل سیاستونو او وروسته طالبانو ته د تسلیمېدو له امله افغانستان له سقوط سره مخ شو. د سیاسي دوکاندارانو فکري بې‌ ثباتي، له بهرنیو استخباراتي حلقاتو سره مشترک ارتباطات، او د کاذب وحدت تمثیل کول د دې سبب شول چې له ملت څخه واټن رامنځته شي او د سیاسي نظامونو د سقوط لامل وګرځي. میلیونونه افغانان شهیدان شول، او د ایران او پاکستان په فرمایشونو یې له مهمو نړیوالو لوبغاړو سره د افغانستان د مشروع ملي ګټو د تعامل مخه ونیوله چې نتیجه یې نن افغان میرمنې او انجونو د تعلیم حق نلري، او میلیونونه افغانان نن د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د مهاجرت ژوند تېروي. خلاصه د مهمو سیاسي افرادو د مبهمو او متزلزلو سیاستونو له امله نن افغانستان د لویو مصیبتونو سره مخ دي.

Abdullah Noori

13,321 次观看 • 5 个月前

د ملي بیرغ د ورځې په ویاړ کله چې د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ د کابل په اسمان کې رپېږي، داسې احساس کېږي لکه د دې خاورې پنځه زره کلن تاریخ، د شهیدانو سپېڅلې وینې او د آزادۍ نه مړېدونکي ارمانونه چې یو ځل بیا ژوندی شوي وي. دا بیرغ یوازې درې رنګه ټوکر نه دی، بلکې د یوه ملت د عزت، خپلواکۍ، هویت او تلپاتې ویاړ ژوندی سمبول دی. د پخواني ولسمشر محترم کرزي صاحب د واکمنۍ پر مهال، په کابل کې د ملي بیرغ لپاره هغه لوړ بیرغ‌ستون، چې د هند هېواد په مرسته جوړ شو، د خپل وخت له سترو ملي پروژو څخه ګڼل کېده. د دغه ستر بیرغ رپېدل د دې پیغام ورکاوه چې افغانستان، له ټولو ستونزو سره سره، خپل ملي هویت او خپلواک عزت ژوندی ساتلی دی. هر ځل چې هغه درې رنګه بیرغ د کابل په اسمان کې رپېده، د وطنپالو زړونه یې له ویاړه ډکول او نړۍ ته یې د افغان ملت د یووالي، سرلوړۍ او ملي وقار پیغام لېږه. محترم کرزي صاحب تل ټینګار کاوه چې ملي بیرغ د ټولو افغانانو ګډ عزت دی. هغه محترم باور درلود چې افغانستان د خپل ملي هویت، ملي ارزښتونو او ملي یووالي په ساتلو سره خپل راتلونکی خوندي کولای شي. د ملي بیرغ درناوی یوازې د یوه دولت یا یوه نسل دنده نه ده، بلکې د هر هغه افغان ملي مسئولیت دی چې د دې خاورې مینه په زړه کې لري. د کابل په زړه کې د دغه ستر ملي بیرغ پورته کېدل، که څه هم د یوه دوست هېواد، هند، په همکارۍ عملي شول، خو د هغه رپېدل د افغان ملت د ویاړ، خپلواکۍ او ملي هویت استازیتوب کاوه. همدا ځکه به د کابل هر اوسېدونکی او هر مېلمه، چې سترګې به یې هغه بیرغ ته پورته کړې، د افغانستان د عظمت او ملي یووالي احساس به یې په زړه کې راژوندی کېده. راځئ چې د ملي بیرغ د ورځې په مناسبت یو ځل بیا ژمنه وکړو چې د افغانستان د خپلواکۍ، ملي یووالي، سولې او ورورولۍ ساتونکي به پاتې کېږو. تر هغه چې د افغان په سینه کې د وطن مینه ژوندۍ وي، زموږ درې رنګه ملي بیرغ به هم د هندوکش له څوکو تر امو، له سپین غرونو تر هریرود پورې د عزت، یووالي او سرلوړۍ نښه رپېږي. تل دې وي افغانستان، تل دې رپېږي زموږ درې رنګه ملي بیرغ، او تل دې سرلوړی وي هغه ملت چې خپل تاریخ، خپل هویت او ملي ارزښتونه په مینه او وفادارۍ ساتي. #peace #kabul #afghanistan

Wali Karzai

20,630 次观看 • 29 天前

شاپور ځدراڼ، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له ځلېدونکو ستورو څخه دی، له څه مودې راهیسې د یوې جدي ناروغۍ له امله د هندوستان په هېواد کې تر درملنې لاندې دی. ما له څو میاشتو راهیسې هیله لرله چې د هغه پوښتنې ته ورشم، خو د منځني ختیځ د اوسني وضعیت او د سفر د محدودیتونو له امله دا فرصت نه برابرېده. بالاخره پرون ماته د ډهلي ښار ته د سفر زمینه برابره شوه او زه د شاپور ځدراڼ لیدو ته ورغلم، د هغه پوښتنه مې وکړه او د کورنۍ له غړو سره یې هم وکتل. همدارنګه، ما د شاپور د درملنې او روغتیایي وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړل او د هغه کورنۍ ته مې د درملنې د لګښتونو د پوره کولو لپاره اړینه مالي مرسته وکړه، چې دا ملاتړ به د هغه تر بشپړې روغتیا پورې دوام ولري. شاپور ځدراڼ هغه څوک دی چې د کرکټ په ډګر کې یې د خپلې ځلا او لاسته راوړنو له لارې میلیونونو هېوادوالو ته خوښي او د ویاړ احساس وربښلی دی. زه د لوی خدای له درباره د هغه د بشپړې روغتیا دعا کوم.

Mirwais Azizi

154,365 次观看 • 3 个月前