
ElumNews/ایلم نیوز
@ElumNews1 • 4,199 subscribers
ستاسې خبر، ستاسې اثر
Videos

د طالبانو حکومت د کابل د امنیه قوماندانۍ پخواني ویاند «جنرال» مبین ویلي، چې د طالبانو حکومت باید نظامي انډول ته په کتو سره د پاکستان مزدور او پلورل شوي نظام ته په مناسب وخت کې ځواب ورکړي. نوموړي ایلم نیوز ته ویلي، چې مونږ تازه له جګړې او بحران وتلي یو او د افغانستان دښمنان بیا دا هڅه کوي چې په جګړه کې مو ښکېل کړي.
ElumNews/ایلم نیوز92,945 views • 5 days ago

د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه، په همدې ورځ د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش پر افغانستان د پوځي عملیاتو د پیل اعلان وکړ؛ چې دا عملیات د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته پیل شول او امریکا او متحدینو یې نږدې دوه لسیزې په افغانستان کې پوځي حضور درلود. د دې جګړې په اوږدو کې زرګونه افغانان ووژل شول، پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې او د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعیت په بنسټیز ډول بدل شو. اوس، له هغه تاریخي اعلان ۲۵ کاله وروسته، د جګړې د پیل، د امریکا د حضور او د افغانستان پر برخلیک د دغو پېښو د اغېزو په اړه بیا بحثونه راپورته شوي دي.
ElumNews/ایلم نیوز15,061 views • 29 days ago

هغه ځوان چې کلونه وړاندې یې ځانګړې خندا په یوه مشهوره مېم بدله شوې وه، دا ځل په یوه بس کې خپله هماغه خندا بیا تکرار کړه. دغه ځوان چې د ځانګړي اکټ خندا له امله د ټولنیزو رسنیو او کاروونکو د جالبو هرکلیو او خندا سره بدرګه شو؛ اوس یې څهره او خندا د ډېر جالبې صحنې په توګه کتل کېږي.
ElumNews/ایلم نیوز20,930 views • 1 month ago

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد له ایلم نیوز سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د پاکستان په حکومت کې یوه ځانګړې کړۍ د «لویو بادارانو» تر اغېز لاندې فعالیت کوي. د نوموړي په وینا، هر کله چې دغه باداران وغواړي، دې کړۍ ته د سیمې د ناامنۍ د رامنځته کولو امر کوي، څو د ناامنۍ له حالته په خپلې ګټې «اوبه خړې او ماهیان ونیسي». بشپړه مرکه د ایلم نیوز پر یوټیوب چینل وګورئ!
ElumNews/ایلم نیوز14,397 views • 1 month ago

محقق او تاریخپوه فرمانالله جان، چې د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند له مشر ایمل ولي خان سره د «فکټس آر فکټس» په پوډکاسټ کې خبرې کولې، وویل چې د پښتنو تاریخ نږدې ۸ زره کاله پخوانی دی. نوموړي د ایمل ولي خان د دې پوښتنې په اړه چې پښتانه په تاریخ کې له کوم وخت راهیسې څرګند شوي دي، داسې ځواب یې ورکړ:
ElumNews/ایلم نیوز16,223 views • 2 months ago

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د «ایلم نیوز» سره د ډاکتر فضلي د مرکې په غبرګون کې ویلي، طالبان د جګړو له امله نه دي مات شوي. فضلي په مرکه کې ویلي وو چې طالبانو په بدخشان کې «وار پار خطا کړې» او که په یو وخت کې د هیواد په څو برخو کې نښتې پیل شي، طالبان یې د کنټرول توان نه لري. متقي په ځواب کې ویلي: «توپ او طیارو ته مو تسلیم نه شو، له وطنه مو جارو او تر کولاب مو ورسولئ.»
ElumNews/ایلم نیوز13,259 views • 1 month ago

د سیاسي چارو شننونکي نجیب ننګیال د ایکس سپېس په یوه ژوندۍ خپرونه کې په افغانستان د پاکستان د تیري په غبرګون کې د پاکستاني خبریال حسن خان د غږېدو مخه ونیوله او خبرو کولو ته یې پرېنښود. ښاغلي ننګیال وویل چې حسن خان د پاکستان د پوځي رژیم کرایي مزدور دی او هیڅ حق نه لري د افغانانو په بحث کې ګډون او یا خبرې وکړي. نوموړي په تونده لهجه وویل حسن خان له پنجابي پوځ هم لوی ظالم دی چې په پکتیا کې د وژل شویو ماشومانو او مېرمنو عکسونو ته په اېآی د جوړ شوي پروپاګند نوم ورکوي.
ElumNews/ایلم نیوز19,100 views • 3 months ago

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د اتلولۍ د جام د سپارلو مراسمو کې یوه #جالبه_صحنه هغه مهال #رامنځته_شوه چې ډونالډ ټرمپ هڅه وکړه د هسپانیې د لوبغاړو تر څنګ پر سټېج پاتې شي او د دوی د اتلولۍ په جشن کې ګډون وکړي. د فیفا مشر جیاني اینفانتینو په چټکۍ سره ترامپ ته ورغی او له هغه یې وغوښتل چې د مراسمو له اصلي صحنې څخه ووځي، څو د اتلولي جشن د لوبغاړو او روزونکي لپاره پاتې شي. د دې پېښې ویډیو او انځورونو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي او ډېرو کاروونکو یې په اړه بېلابېلې تبصرې کړې دي.
ElumNews/ایلم نیوز10,655 views • 2 months ago
No more content to load