正在加载视频...

视频加载失败

د ۲۰۲۶ نړیوال جام د اتلولۍ د جام د سپارلو مراسمو کې یوه #جالبه_صحنه هغه مهال #رامنځته_شوه چې ډونالډ ټرمپ هڅه وکړه د هسپانیې د لوبغاړو تر څنګ پر سټېج پاتې شي او د دوی د اتلولۍ په جشن کې ګډون وکړي. د فیفا مشر جیاني اینفانتینو په چټکۍ...

10,655 次观看 • 2 个月前 •via X (Twitter)

1 条评论

⭐ حافظ صاحب (لاہوری)⭐ 的头像
⭐ حافظ صاحب (لاہوری)⭐2 个月前

د ٹامیانو مشر دی نو ، آمو دیگ آمو شلغم

相关视频

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,983 次观看 • 3 个月前

د ظاهر قلندر، د باطن پاچا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د لمانځه د امامت او تلاوت یو ویډیو کلیپ درلېږم؛ لږ یې په غور واورئ. د هغه په تلاوت کې د اخلاص، خشوع، تواضع او د الله تعالی پر وړاندې د بندګۍ داسې ژور احساس ښکاري چې انسان یې په اورېدو متأثرېږي. رښتینی قائد هغه نه دی چې د دنیا په ظاهري زرق‌وبرق، لوړو ماڼیو او تشریفاتو ځان لوی وښيي؛ رښتینی قائد هغه دی چې په ظاهر کې ساده، متواضع او د خلکو په منځ کې عادي انسان ښکاره شي، خو په باطن کې یې د الله تعالی وېره، تقوا، عزم او د دین د خدمت احساس د یوه لوی غر په څېر ټینګ وي. مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د همدې ډول قیادت یوه بېلګه وه؛ په ظاهر کې قلندر، خو په باطن کې پاچا؛ په لباس کې ساده، خو په اراده کې ستر؛ د خلکو له ستاینې بې‌نیازه، خو د الله تعالی د رضا په لټه کې. د هغه د ژوند تر ټولو ستر درس دا دی چې د انسان اصلي عظمت په ظاهري مقام، شهرت او شتمنۍ کې نه، بلکې په اخلاص، تقوا، تواضع او ثابت‌قدمۍ کې دی. الله تعالی دې د هغه رحمه‌الله مغفرت وکړي، درجات دې یې لوړ کړي، او موږ ته دې د اخلاص، تقوا او د حق پر لاره د ثابت پاتې کېدو توفیق راکړي. آمین.

Dr. Hatef Mokhtar الدكتور هاتف مختار

34,281 次观看 • 1 个月前

جمعه خان فاتح ما پخوا هم له اسلامي امارت سره بیعت کړی و، اوس هم پر خپل بیعت ولاړ یم او هېڅکله به د اسلامي امارت د نظام پر ضد ونه درېږم. جمعه‌خان فاتح، د هېواد په شمال کې مهم قوماندان، د فیض‌آباد ښار ته په ورتګ سره هغو اوازو او ګنګوسو ته د پای ټکی کېښود چې په وروستیو میاشتو کې د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو له لوري د هغه په اړه خپرې شوې وې. جمعه‌خان فاتح، چې د امریکايي ځواکونو په ماتې او د اشغال په پای ته رسولو کې یې مهم رول لوبولی، د امریکايي ځواکونو پر وړاندې له نوموتو او مشهور مجاهدینو څخه شمېرل کېږي. هغه وایي، کلونه یې د وفادارۍ، استقامت او اخلاص له مخې د یوه سپېڅلي هدف لپاره مبارزه کړې او هېڅکله به له خپلې ژمنې او لارې څخه ونه اوړي. په وروستیو میاشتو کې ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې جمعه‌خان فاتح له مرکزي حکومت څخه ناراضه دی او د حکومت پر وړاندې یې دریځ نیولی دی. خو فیض‌آباد، د بدخشان مرکز، ته د هغه وروستی سفر دا ډول اوازې او ادعاوې بې‌بنسټه وښودې او د هغه د مخالفت په اړه خپرې شوې ګنګوسې یې رد کړې. #خراسان_غږ

Khurasan Media Pashto

13,734 次观看 • 2 个月前

د سپینې ماڼۍ د مېلمستیا د ډزو شکمن کس څنګه له برید مخکې هوټل څارلی و؟ د پنجشنبې په ورځ نوې شواهد خپاره شوي چې په کې هغه ویډیو هم شامله ده چې د سپینې ماڼۍ د خبریالانو د ماښامنۍ له مراسمو مخکې شېبې ښيي؛ هغه مراسم چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت چارواکو د شنبې په شپه د واشنګټن هېلټن هوټل کې ګډون کړی و. په دې ویډیو کې یو شکمن کس چې کول توماس آلن نومېږي، لیدل کېږي چې له یوې دروازې د داسې دهلېز لوري ته ننوځي چې د امنیتي تلاشي ځای ته رسېږي. یوازې یوه ثانیه وروسته، یو پولیس افسر له خپل سپي سره هماغې دروازې ته نږدې کېږي چې دا ځای د بېلابېلو لارو او لفټونو ته تګ لري. افسر شاوخوا ۱۲ ثانیې هلته ولاړ وي او د دهلېز پر لور ګوري، په داسې حال کې چې سپی یې دننه او بهر حرکت کوي. په همدې وخت کې، د کمرې په تصویر کې آلن نه ښکاري. وروسته، افسر او سپی له سیمې لرې کېږي او یوه ثانیه وروسته شکمن کس له شاتګان (Shotgun) سره بېرته له دروازې راڅرګندېږي او د امنیتي تلاشي پر لور منډه وهي. څارنوالان وایي چې په ویډیو کې د آلن او د پټو خدمتونو د یوه افسر ترمنځ د ډزو تبادله لیدل کېږي، که څه هم د دقیقې ډزې شېبه روښانه نه ده. د واشنګټن مشر څارنوال جینین پیرو ویلي چې دا ویډیو ښيي آلن پر هماغه افسر ډزې کړې دي او داسې هېڅ شواهد نشته چې دا پېښه د «خپلو ځواکونو ډزو» له امله رامنځته شوې وي. د هغې په وینا، ویډیو همدارنګه ښيي چې آلن له پېښې مخکې د هوټل په بېلابېلو برخو کې ګرځېده، چې دا د ځای د څارنې او پېژندنې څرګندونه کوي. #سپینه_ماڼۍ #امریکا #واشنګټن #کاخ_سفید #امریکا #تیراندازی #امنیت #واشنگتن

Pajhwok Afghan News

10,867 次观看 • 5 个月前