هندوکش غږ's banner
هندوکش غږ's profile picture

هندوکش غږ

@Hindukush_032,290 subscribers

کره خبر رسونه، زموږ رسالت دی.

Videos

Hindukush_0's profile picture

د نظام ضد زهرجنو تبلیغاتو یو ماهر، د انټرنېشنل او هشت‌صبح په نوم مغرضو شبکو همکار، ونیول شو هندوکش‌غږ ته امنیتي سرچینې وايي، د دوی د سایبري او تخنیکي څانګې په هڅو هغه کس پیدا او ونیول شو، چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ټولنیزو رسنیو پر بېلابېلو پلتفورمونو، مستعارو ادرسونو او جعلي اکونټونو ناسم، زهرجن او له کرکې ډک پراخ هدفمند تبلیغات کول. د دوی په وینا، دغه کس به په ډېر مهارت سره جعلي فیسبوک‌پاڼې، مستعار حسابونه او تخریبي پوسټونه جوړول، چې له لارې به یې هڅه کوله د نظام پر ضد منفي ذهنیت خپور کړي، د خلکو ترمنځ بې‌باوري رامنځته کړي، تعصب، بدبینۍ او کرکې ته لمن ووهي او د دروغجنې او ناسمې محتوا د برابرولو له لارې د افغانستان وضعیت ناوړه وښيي. هندوکش‌غږ ته په رسېدلې ویډیو کې یاد کس پر خپل جرم اعتراف کوي او زیاتوي چې دا چاره یې له اوږدې مودې راهیسي په کور دننه او بهر کې له یو شمېر تخریبي عناصرو سره په ګډه پرمخ بېوله او هڅه یې دا وه چې په افغانستان کې حاکم نظام «اسلامي امارت» بدنام کړي، د خلکو وضعیت ناسم وښيي او عامه ذهنیت خراب کړي. هندوکش‌غږ که څه هم د یاد کس د نیول کېدو دقیقه نېټه نشي تاییدولی، خو تازه او باوري راپورونه ښيي چې د اسلامي امارت د استخباراتي او امنیتي بنسټونو سایبري او تخنیکي څانګې هغه کسان په نښه او نیولي، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې یې د حکومت خلاف کمپاینونه او تبلیغات کول، د چارواکو شخصیتونه یې تر برید لاندې نیول او پر عامه افکارو یې شعوري بریدونه کول. بل‌خوا امنیتي بنسټونه ټینګار کوي، چې دا ډول کړنې د دین، ولس او نظام پر ضد یوه دوامداره توطیه ده او دوی هڅه کوي چې مخه یې ونیسي او له سرغړوونکو سره جدي قانوني چلند وکړي او دوی هېچا ته د دا ډول تخریبي کړنو او د عامه ذهنیت د خرابولو اجازه نه ورکوي.

هندوکش غږ

32,111 просмотров • 11 месяцев назад

Hindukush_0's profile picture

د افغانستان قومونو ته د سپکاوي او د تعصب د شعارونو د خپرولو په جرم یو تن ونیول شو امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی چې پر ټولنیزو رسنیو یې د هېواد د بېلابېلو قومونو پر ضد له تعصب ډک نشرات کول، د تفرقې اور یې بلاوه او د مقاومت جبهې بیرغونه او شعارونه یې خپرول. یاد شخص، مصطفی نظري د مینګ زوی د جمعه خان لمسی چې د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د ماندرې د سیمې اصلي اوسېدونکی او دا مهال د تخار مرکز، پایه اریبا سیمه کې اوسېده. نوموړي د ټولنیزو رسنیو له لارې د پښتون، ازبک، ترکمن، هزاره او نورو درنو قومونو توهین کاوه، د ملي یووالي پر ضد یې زهرجن پیغامونه خپرول او د سرپرست حکومت او اسلامي ارزښتونو پر خلاف یې بغاوتي محتویات عامول. له نوموړي څخه مختلفې ویډیوګانې ترلاسه شوې دي، چې په خپله یې له خپلو شخصي حسابونو او آدرسونو څخه په ټولنیزو شبکو خپرې کړې وې. دا ویډیوګانې د هغه د تفرقې، سپکاوي او بغاوت څرګند اسناد ګڼل کېږي.

هندوکش غږ

43,231 просмотров • 1 год назад