
Haroon Khan
@hkhan1362 • 3,616 subscribers
Former CTO @auafghanistan Officer @un Student of ontology and history. Fighting racism and oppression. CTC-ICT, citizen Journalist. Kindly donate at link below!
Videos

د فتحې په نوم پټه معامله! د تیر پرزیدلي جمهوریت جنرال خوشحال سعادت له یو لړ پټو رازنو پرده پورته کړه، په یو ایکس سپیس جنرل سعادت په خندا سره وویل چې دا مفتې خبرې دي چې ګواکې طالبانو امریکا ته ماتې ورکړې بلکې د یو پټ تړون له مخې د ۲۰۱۵ کال رهیسې طالبان، جمهوریت او امریکا د اسلامي دولت د ځپلو په موخه په دوامداره توګه ګډ عملیات ترسره کول چې بلآاخره په ننګرهار کې دغه نړیوالو جهادیانو د څو میاشتو محاصرې وروسته د شدید بمبار، لوږې او تندې له امله ماتې ومنله او اسیران شول. جنرال سعادت واېي د اسلامي خلافت د ځپلو په موخه په دغه ګډو عملیاتو کې د طالبانو قومندانان لکه پیر اغا، محمد مزمل او سعاد مولوي برخه لره، هغه زیاته کړه، ددې لپاره چې په تور بیرغو حلقه راتنګه کړو زموږ ځواکونو د مخ له لوري، طالبانو د شا له لوري، او امریکایانو د هوا له لوري دغه عملیات په همغږي مدیریت کول. نوټ: د یادونې وړ ده کله چې امریکا ولیدل چې د جمهوریت په پرتله طالبان په مراتب د خلافت او نړیوالو جهادیانو په له منځه وړولو کې اغیزمن او ارزانه دي نو د افغانستان د واک واګي یې له جمهوریت امارت ته ولیږدول. نور حال دلته واورئ!
Haroon Khan27,018 Aufrufe • vor 1 Jahr

په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان د جمهوریت له پرځیدلو څلور کاله وروسته کابل ته د هغه وخت د ای ایس ای مشر فیض حمید د جنجالي سفر جزئیات افشا کړل. دغه ډیپلومات وویل چې د پاکستان د استخباراتو د مشر سربیره، د سي ای اې مشر، د امریکا د مرکزي استخباراتو اداره مشر، هم په هغه وخت کې په کابل کې وه. نور حال په ویډیو کی درکوم!
Haroon Khan17,927 Aufrufe • vor 9 Monaten

نظام ورک شه مړه، ته او خدای اوس ته یوازۍ د اطاعت کولو لپاره پیدا شوی یې؟ اوس ته دومره کمزورې شوی یې چې ذهن دې د شیطانانو او مفسدینو لخوا جوړیږي، ولې نن ستا باورونه او ارزښتونه د شعارونو تر حد پاتې دي. وه سړیه، ستا جرئت له جراحي عملیاتو وروسته لرې شوی او په ادب سره بدل شوی. دوی دا ښه سړيتوب ګڼي، دا فضیلت او ښه سړیتوب دې دوئ ته مبارک وي. دا په حقیقت کې هغه ډار دې چې تا ته یې د اخلاقو په نوم در اغوستې. ډیری خلک په افغانستان کې پدې ډول ژوند کوي. نرمې خبرې، ښه چلند، د نورو د قضاوت څخه ویره او هغه نظام ته وفاداري چې اصلاً دوی یې له ټولو ښیګڼو بې برخه کړي. خو دلته هر سړې ستا په څیر نه دې، دلته بعضې خلک بیل فکر او احساس لري. وزن ته ګوري، جامد پاتې کیدل ورته ستر غدر ښکاري، هر ډول تریکیدل، پړیکیدل او چودونه ویني. دوئ پوهیږئ چې یو څه غلط او حرام دي. مګر د اطاعت په نوم بعضې خلک دلته هر څه ګوري خو څه نه واېي. حتی هغه څوک هم چې په ټوله لوبه پوهیږي خو لاهم دا لوبوي. ځکه زنځیرونه لیدل یو شی دې خو د زنځیرونو پرې کول بیا بل شی دې. نو له ځانه وپوښتئ، نه، ایا تاسو رښتیا ژوندي یاست؟ اخر تر کومه به د بنده بندیږي کوئ؟
Haroon Khan11,938 Aufrufe • vor 11 Monaten
Keine weiteren Inhalte verfügbar