
khalid sameer
@khalidsameer20 • 49,461 subscribers
Journalist & author| worked as Presenter, Reporter & NEWS assistant at Shamshad TV. Born in war, lived in war & survived in war.
Shorts
Videos

پیر دین محمد چې کومه کیسه خلکو ته وایي، دا امام طبراني روایت کړی دی. حدیث غیر صحیح او ډېر زیات ضعیف دی، دغه حدیث منکر دی او امام ذهبي رح یې باطل خبر بولي. بله دا چې پیر دغه حدیث کې له ځانه الفاظ ور اضافه کړي او نورو ځایونو کې یې د حدیث الفاظ پرېښي دي. بله دا چې پیر صیب د «ضب او زب» تر منځ د تلفظ توپیر نه شي کولی. ضب سمسارې ته وایي او زب د نارینه تناسلي آلې ته وایي. یو شیخ الحدیث خو باید حد اقل د عربي تورو سم تلفظ وکړای شي؛ دا خو ابتدایه د قاعده بغدادي د کچې درسونه دي. د حدیث په اړه د یو شمېر محدثینو نظر: قال الهيثمي في مجمع الزوائد: رواه الطبراني في الصغير والأوسط عن شيخه محمد بن علي بن الوليد البصري.وقال البيهقي : الحمل فيه عليه. وفي كنز العمال: قال ابن دحية في الخصائص : هذا خبر موضوع. وقال الذهبي في الميزان : هذا خبر باطل. وقال الحافظ ابن حجر في اللسان : السلمي روى عنه الإسماعيلي في معجمه وقال : منكر الحديث. وقال في تلخيص الحبير: إسناده ضعيف جدا
khalid sameer216,280 Aufrufe • vor 2 Jahren

افغان حاجیانو! پیسې مو مصرف کړې، خو حج مو و نه شو. بل فساد!
khalid sameer25,697 Aufrufe • vor 2 Monaten

د شهید اسماعیل هنیة مېرمن د هغه جسد ته په خطاب کې وايي چې د غزې پر ټولو شهیدانو سلام کوه.
khalid sameer103,233 Aufrufe • vor 1 Jahr

سادیزم دا یوه رواني ناروغي ده. په دغې ناروغۍ اخته کس د بل کس له تحقیرولو، ملنډې وهلو، روحي، جسمي او جنسي ازاره لذت اخلي. دلته دغه خرصفته معلم د دغه ماشوم له وهلو وروسته د هغه له عکس العمله لذت اخلي. له حکومته غواړو چې دغه خرصفته انسان پیدا کړي او سخته سزا ورکړي. دغه جاهل انسان درې تېروتنې کړي: ۱- ماشوم یې وهلی ۲- د والدینو له اجازې پرته یې ترې ویډیو کړې ۳-ویډیو یې خپره کړې چې د ماشوم خصوصي حریم یې نقض کړی او د هغه حیثیت ته ی زیان رسولی دی.
khalid sameer81,915 Aufrufe • vor 2 Jahren

د شهید ګیله من وزیر غچ دغه ډول اخېستل کېدلی شي. بنو کې پوځي چاوڼۍ د اور په لمبو کې
khalid sameer59,977 Aufrufe • vor 1 Jahr

ټول خرافات دي! دیني او ساینسي علوم د پیر دغه له ځانه جوړې شوې، دروغجنې او خرافاتي خبرې په کلکه ردوي. راځو خپل مقدس کتاب ته! قران کې الله متعال د انسانانو، قومونو او قبائلو د خلقت په اړه ویلي چې ژباړه یې داسې ده، «ای خلکو! ما تاسې له یو نارینه او له یوې ښځې څخه پیدا کړي یئ…» د حجرات سورت ۱۳ آیت پورتنی آیت د پیر د چټیاتو او خرافاتو رد دی او په صراحت سره هغه نظریات ردوي چې پرته د نارینه او ښځینه له یوځای کېدو دې انسان پیدا شي. د آدم، حوا او عیسی (علیهم السلام) پیدایښت استثنا ده، دغه اسثناوې موږ ته قران او صحیحو احادیثو راښوولي دي. ساینس هم د پیر خرافات او کیسې ردوي! انسانان د نارینه له سپرم (sperm) او د ښځینه له اووم(ovum) یا هګیو له یوځای کېدو څخه جوړېږي چې د یوې مور په رحم کې ځای نیسي او زیګوټ تشکیلوي. کله چې دوه ښځې یوځای شي، اوومونه تولیدوي، اوس پوښتنه دا ده چې د سپرم له موجودیت پرته د دواړو ښځو اوومونه زیګوټ تشکیلولی شي؟ ځواب یې «نه!» دی او هېڅ امکان نه لري. را به شو د همجنسبازۍ نړۍ ته! نن سبا په ډېری غربي نړۍ کې همجنسبازي دود ده او قانوني بڼه لري. تر اوسه هېڅ داسې یوه پېښه نه ده ثبت شوې چې یوې ښځې دې له بلې حمل اخېستی وي. د همجنسبازۍ یوه موخه همدا ده چې دوی نه غواړي اولاد ولري، خو بیا هم خپل شهوت له یو همجنس انسان نه پوره کړي. د پیر خبرې د باور وړ دي؟ د پیر په دغو ګمراه کوونکو، غیر علمي او غیر منطقي خبرو کې هېڅ سند موجود نه و چې ثابته کړي د دوو ښځو له یوځای کېدو څخه دې بې هډوکې اولاد وزېږي. هو! ځینې داسې ماشومان د مور او پلار له یوځای کېدو څخه پیدا شوي چې ډېر ضعیف هډوکي لري او دا د (hypophosphatasia) په نوم د ناروغۍ یوه بڼه ده. بله دا چې د ماشوم وجود(غوښه او هډوکی) د مور او پلار له سپرم او اووم څخه په ګډه جوړېږي او د مور او پلار خصوصیات هم ور انتقالېږي. خبره د سرچوک ده! ما ته پیر وویل او پیر له حضرت صیب څخه اورېدلي وو او حضرت صیب په یو کتاب کې ځای وروښوده. ټولې خرافاتي، مجهولې، بې ځایه او ګمراه کوونکې خبرې دي. د دغسې ببولالو پر ځای قران او صحیحو احادیثو ته رجوع وکړئ، د اصحابو، تابعینو او تبع تابعینو پر لاره لاړ شئ، د امامانو او حق علماوو نظریات ومنئ. که څوک زما دغه خبرې د پیر ګستاخي ګڼي، رب العلمین دې ورته سمه لاره وښيي او الله متعال دې ورته توفیق ورکړي چې له داسې خرافاتي مجلسه یې لرې وساتي. همدغو قهرجنو غولېدلیو ته وایم! ستاسې د دغه پیر خبرې د رب متعال د صریح نس ګستاخي نه ده چې انسان یې له نر او ښځې پیدا کړی دی!؟ همدغه یو آیت ټولې هغه نظریې او تیوري ګانې باطلوي چې انسان دې د مور او پلار له سپرم او اووم پرته له بل شي جوړ وي. کنځلې او ټاپې پرېږدئ! دلائل وړاندې کړئ.
khalid sameer66,315 Aufrufe • vor 2 Jahren

ایناس خپل خسر شهید هنية ته: د دنیا خلکو نه رخصت شوې او د جنت خلک به دې ښه راغلاست کوي.
khalid sameer58,325 Aufrufe • vor 1 Jahr

د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال ملا برادر او ورسره مل پلاوی د ایران د ولسمشر د جنازې په مراسمو کې
khalid sameer55,485 Aufrufe • vor 2 Jahren

منظور احمد پښتین: پښتانه راغواړم، نور پرلت او احتجاج نه کوو. شاوخوا ولاړ ولس: برید کوو.
khalid sameer43,447 Aufrufe • vor 2 Jahren