
Maryam Amarkhil
@MaryamAmrkhil • 143,621 subscribers
Education, HR Activist, Founder of @kegdai_MS for Nomadic Children
Shorts
Videos

کېږدۍ ګرځنده ښوونځي خپل فعالیت په 2020 کال کې پیل کړ، چې افغانستان کې د له زده کړو څخه د محرومو ماشومانو لپاره ښوونځي جوړوي. زموږ د ښوونځیو زیاته برخه زده کوونکي کوچیان دي چې د دوی لپاره سیار ښوونځي لرو. له ښه مرغه تیر کال موږ د نورستان، بامیانو ولایت ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړه. په کېږدۍ کې اوس مهال 1200 تنه ماشومان راجستر دي. کېږدۍ اوس مهال د افغانستان په نهه ولایتونو کې فعالیت کوي. کېږدۍ د خپلو اداري او همدارنګه د زده کوونکو ټول لګښت او چارو د سمبالیدو لپاره ازادې مرستې په خیریه شکل راټولوي چې چې زیاته برخه بهر میشتي افغانان او همدارنګه بهرنیان دي چې دوی GoFundMe له لارې خپلې مرستې رالیږي . موږ د نوي کال لپاره بیاځلي د مرستو راټولو کمپاین پیل کړی دی چې په تاسې ټولو غږ کوم، دې کمپاین کې د کېږدۍ سره برخه واخلئ څو زموږ د زده کوونکو سرت د دوی بل ګام کې برخه واخلو. زموږ د یوه زده کوونکي کلنی لګښت د کتابونو، قرطاسیې، ښوونکي معاش، خیمې او ټولو نورو اداري لګښتونو په شمول ۴۷۳۳ افغانۍ کېږي. د کېږدۍ اداره تاسې ته ډاډ درکوي چې د دغو مرستو هره یوه روپۍ به د ماشومانو په تعلیم کې ستاسې سپارل شوي امانت غوندې دوی ته رسیږي. له تاسې ټولو مننه چې تر دې دمه مو کېږدۍ سره مرسته او ملاتړ کړی دی. هیله لرمه تاسې دا لینک له نورو هغو کسانو سره چې وس یې لري هم، شریک کړئ . لاندې لینک له لارې تاسې کېږدۍ ته خپلې مرستې رالیږلی شئ. Kyrie🤞🏾 Rashid Khan UNICEF Afghanistan موږ باید د چا په انتظار پاتې نشو، بلکې خپله هره وړه هڅه هم چې د یوه انسان ژوند کې مثبت او ښه بدلون راوستلی شي هغوی ته روحیه ورکوي، ونه سپمو.
Maryam Amarkhil87,057 просмотров • 1 год назад

Help Save Afghanistan First Mobile School A Lifeline for Forgotten Children For six months now, I’ve been campaigning to keep Kegdai Mobile School alive, the first mobile school in Afghanistan that brings free education to nomadic and remote communities. Over 1,200 children, most of them girls, study in our tent classrooms children who’ve never had access to formal education. Our schools are active in 9 provinces: Nuristan, Maidan Wardak, Logar, Bamyan, Kabul, Laghman, Nangarhar, Zabul, and Khost uniting children of all backgrounds, languages, and regions. Without urgent support, these schools may shut down. Please, don’t let these children’s dreams die. 🎯 Education is their only hope. Be part of their journey. 🔗 #SupportEducation #GirlsEducation #Afghanistan #NomadChildren #MobileSchool #KegdaiMobileSchool #HopeForAfghanistan
Maryam Amarkhil34,254 просмотров • 1 год назад

اختر مو مبارک شه! هیله لرم زما پیغام او غوښتنه چې هېواد کې د یو کم شمیر ماشومانو لپاره زما وړه هڅه ده ومنئ او خپله اختر مبارکي ددغو ماشومانو سره هم شریکه کړئ تر څو دوی خپلو زده کړو ته دوام ورکړي زما باور دادی چې موږ نننی نسل به افغانستان له تورو تیارو څخه ژغورو ، ددوی لپاره به داسې نسل جوړیږو چې سبا نسل مو زموږ غوندې ناخوالې ونه ویني دوی د نړۍ له سیالۍ شاته پاته نشي. افغان ماشومان ډېرې وړتیاوې لري خالي زموږ د لاسنیوی او د یوه ښوونځي دروازې خلاصیدل یې لوی ملاتړ کیدلی سي په داسې وخت کې د افغان نجونو د زده کړو لپاره هم باید ګډ او قوي غږ شو څو نور یې په مخ د مکتب دروازې خلاصې شي. ستاسې د ملتیا په هیله لاندې لینک له لارې مرسته وکړئ! Kyrie🤞🏾 #له_کېږدۍ_تر_سپوږمۍ #کیږدۍ_ګرځنده_ښوونځی #kegdaimobileschool #دافغان_نجونو_ښوونځي_پرانېزئ.
Maryam Amarkhil33,162 просмотров • 1 год назад

هغوی چې د کرېکټ په بندیدو باندې ټینګار کوي یو ځل دې ددې ماشوم خبرې واوري که چېرته دوی واقعي د انسانیت لپاره ذره حس ولري نو په خپل فکر به شرمنده شي. تاسې ددې معصوم افغان ماشوم خبرې چې اوس تازه یې دې ورځو کې له یوه یوټوبر سره کړي دي وایي هیله یې داده چې ورته د تلویزیون په پرده خپاره شي. د افغانستان په اوسني سخت دریځه ماحول کې چې د هرې خوا ورباندې ژوند محدود شوی دی، د دوی یوازینۍ خوشحالي او د خپل وطن د ازادۍ حس دی. د افغان لوبډلې له بریا سره دوی ځان د هر میدان ګټیالی ویني، دوی راشد خان، نبی او اتل د خپل وطن مسي او رونالډو غوندې ایډیال ویني. دوی ته انرژي او همت وربښي چې دوی هم له دې خړو پړو میدانونو د نړۍ تر سترو ډګرونو رسیدلی او ځلیدلی شي. د میلیونونو افغانانو خوشحالي او د یووالي نښه ده. هر څوک چې یې د بندیدو غوښتنه کوي هغوی د سخت دریزو ملګري دي په حقیقت کې.
Maryam Amarkhil11,269 просмотров • 1 год назад
Больше нет контента для загрузки
