正在加载视频...

视频加载失败

دا هم له امریکا غږ سره زما د مرکې دویمه برخه ده چې د کېږدۍ تعلیمي فعالیتونو باندې غږیدلې یم. #kegdai_mobile_school #کوچۍ_درومي_له_کېږدۍ_تر_سپوږمۍ #LetHerLearn

10 条评论

Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤ 的头像
Rangeeza Noor ❤🇦🇫❤3 年前

خداى دې داسې وخت راولي; چې دا په ظاهر او باطن ښکلې کوچۍ د ولسمشريزو ټاکنو نومانده وي او زه په پوره ډاډ، چې زمونږ هيڅ افغان ماشوم او ماشومه به که خداى کول له زده کړو نه بې برخې کيږي، دې ته رايه ورکړم او دا زما ولسمشره شي...❤🇦🇫❤

Maryam Amarkhil 的头像
Maryam Amarkhil3 年前

ستا له لوی او مهربانه زړه جار سم.🥰🇦🇫 چې خدای مو وطن راجوړ کړي انشاالله همدا زموږ پاچاهي ده.

Mag. iur. Zerka Malyar 的头像
Mag. iur. Zerka Malyar3 年前

د قرنونو نه راپدیخوا د مظلومو او محرومو کوچیانو بچیو ته د زدکړو زمینه برابرول ستر او نه هیریدونکی خدمت دی. مریم جانی خورکی، خدای دی نور ډیر بری د ژوند په هره برخه کی درنصیب کړی!

Salahudin Ludin 🇦🇫 的头像
Salahudin Ludin 🇦🇫3 年前

ویاړلې افغانه میرمن ولس به ستا دا خدمتونه هیڅکه د یاده و نباسی او تاریخ ثبت او ویاړ به پاتی شی، تاسو هغه څه کوی او کړی مو دې چی ‌‌‌‌‌‌ډیر باتور افغانانو ونشو کولای ، د لا بریاو په هیله

Bismillah khan(Yasinzai Syed) 的头像
Bismillah khan(Yasinzai Syed)3 年前

good work in afghan history

🇦🇫Usman LaLa 的头像
🇦🇫Usman LaLa3 年前

الله پاک مو کامیاب لره زموږ افتخار ياست

🇦🇫𝐀ᶠᵍʰᵃⁿ ᴀғʀɪᴅɪ 的头像
🇦🇫𝐀ᶠᵍʰᵃⁿ ᴀғʀɪᴅɪ3 年前

ویاړ پر تاسې

علی.خیل 的头像
علی.خیل3 年前

الله.دی.کامیابه.که

AFGHANISTAN 的头像
AFGHANISTAN3 年前

لورکی شاباش هڅکه شی.

Mohammad Nazir 的头像
Mohammad Nazir3 年前

Good job

相关视频

کېږدۍ ګرځنده ښوونځي خپل فعالیت په 2020 کال کې پیل کړ، چې افغانستان کې د له زده کړو څخه د محرومو ماشومانو لپاره ښوونځي جوړوي. زموږ د ښوونځیو زیاته برخه زده کوونکي کوچیان دي چې د دوی لپاره سیار ښوونځي لرو. له ښه مرغه تیر کال موږ د نورستان، بامیانو ولایت ماشومانو ته هم د زده کړو زمینه برابره کړه. په کېږدۍ کې اوس مهال 1200 تنه ماشومان راجستر دي. کېږدۍ اوس مهال د افغانستان په نهه ولایتونو کې فعالیت کوي. کېږدۍ د خپلو اداري او همدارنګه د زده کوونکو ټول لګښت او چارو د سمبالیدو لپاره ازادې مرستې په خیریه شکل راټولوي چې چې زیاته برخه بهر میشتي افغانان او همدارنګه بهرنیان دي چې دوی GoFundMe له لارې خپلې مرستې رالیږي . موږ د نوي کال لپاره بیاځلي د مرستو راټولو کمپاین پیل کړی دی چې په تاسې ټولو غږ کوم، دې کمپاین کې د کېږدۍ سره برخه واخلئ څو زموږ د زده کوونکو سرت د دوی بل ګام کې برخه واخلو. زموږ د یوه زده کوونکي کلنی لګښت د کتابونو، قرطاسیې، ښوونکي معاش، خیمې او ټولو نورو اداري لګښتونو په شمول ۴۷۳۳ افغانۍ کېږي. د کېږدۍ اداره تاسې ته ډاډ درکوي چې د دغو مرستو هره یوه روپۍ به د ماشومانو په تعلیم کې ستاسې سپارل شوي امانت غوندې دوی ته رسیږي. له تاسې ټولو مننه چې تر دې دمه مو کېږدۍ سره مرسته او ملاتړ کړی دی. هیله لرمه تاسې دا لینک له نورو هغو کسانو سره چې وس یې لري هم، شریک کړئ . لاندې لینک له لارې تاسې کېږدۍ ته خپلې مرستې رالیږلی شئ. Kyrie🤞🏾 Rashid Khan UNICEF Afghanistan موږ باید د چا په انتظار پاتې نشو، بلکې خپله هره وړه هڅه هم چې د یوه انسان ژوند کې مثبت او ښه بدلون راوستلی شي هغوی ته روحیه ورکوي، ونه سپمو.

Maryam Amarkhil

87,823 次观看 • 1 年前

دا مـو د دادا وطـن په مـونږ باندې ډېر گـران دی دا افغـانسـتان په تېرو میاشتو کې، د پاکستان رسنیو او پوډکاسټونو د افغانستان په موضوع ډېر پام کړی دی. دوی زیاتره د طالبانو سره د پاکستان د ملاتړ او د دې ملاتړ د دلیلونو په اړه خبرې کړې دي. د ډېرو دلایلو په منځ کې، چې زیاتره یې خیالي دي، زما نوم—امرالله صالح—د یوه داسې کس په توګه یادېږي چې د پاکستان تر اغېز لاندې نه و او نه دی. دوی فکر کوي چې زه د پاکستان د بې‌ثباتۍ لپاره لویه ننګونه وم او یم. دا مهمه نه ده چې دا مبالغه ده که حقیقت—خو که ما هغه څه کړي وي چې دوی یې وایي یا نه—زه خوشحاله یم چې چوپ او بې‌کاره نه وم پاتې شوی. دوی زموږ د کمزوري کولو لپاره لویې سرچینې کارولې دي، خو زما سره یوازې ساده او کم وسایل وو. اوس هم پاکستان ته ډېر زیان نه دی اوښتی. موږ دوی ته وار وار ویلي وو چې د ډیورنډ کرښې سیمه داسې بې‌ثباته او کمزورې کول زموږ او دوی په ګټه نه دي. خو دوی د یوه جعلي استعماري قوت په څېر غرور درلود، پرته له دې چې د دې لپاره کافي سرچینې یا پوهه ولري. د یوه پخواني پاکستاني افسر وروستۍ څرګندونې زما د رول په اړه واورئ. دا به شرم وای که زه په دې میدان کې ناکام بلل شوی وای. ګرانو پاکستانیانو، موږ لا هم دلته یو! زه د طالبانو دښمن یم او زموږ ترمنځ دوه‌اړخیزه کرکه او نفرت موجود دی. سره له دې زه تاریخ نه هېروم چې د طالبانو او ترهګرۍ فابریکه چیرته وه. زه د نامتو شهیدانو لیستونه او انځورونه له ځان سره لرم او کله ناکله یې ګورم. طالب به نسکورېږي. مطمئن اوسئ. دا چې اوس پاکستان د طالبانو له لاسه په ستونزو کې دی، کافي نه ده. پاکستان باید د افغانستان د ملت په وړاندې معذرت وغواړي. اسلام‌آباد دې د افغانستان د ملت په وړاندې د معذرت غوښتنې حق پوره کړي.

Amrullah Saleh

51,365 次观看 • 11 个月前

جوړ پخیر، درنو څارونکو! نن مې له افغانستان انټرنشنل افغانستان اینترنشنال افغانستان انټرنشنل - پښتو سره وروستۍ کاري ورځ ده، او له دې رسنۍ سره خپل دوه‌نیم کلن سفر پای ته رسوم. خو اړینه بولم چې څو مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړم. ما له افغانستان انټرنشنل سره د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر میاشتې په ۱۵مه نېټه رسماً د ویاندې او خبریالې په توګه کار پیل کړ. ویاړم چې د دغې دندې په لړ کې مې تل د هغو ارزښتونو په رڼا کې کار کړی، چې ماته لومړیتوب لري او تل به یې پالنه کوم. ژبني او مسلکي لاسته راوړنې سره له دې چې زه یوه پښتنه افغانه یم، وتوانېدم چې په افغانستان انټرنشنل کې په پښتو او فارسي (دري) ژبو ویاندويي وکړم. لکه څنګه چې مې په CV کې لیکلي، دواړه ملي ژبې تر دې حده زده کړي چې، پرې خبرې، لیکل او لوستل کولی شم. په ۲۰۲۳ کال کې، له یو کال ځنډ وروسته، د ټولنیزو رسنیو برخې د ویاندې په توګه بېرته د ټلویزیون پر پردې راڅرګنده شوم. که څه هم په هېواد کې مو د حاکمې ډلې له‌خوا ډېر داسې کارونه وشول چې باید رسنیز کېدل، افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې دا حقایق نړۍ ته ورسوي. خو زما لپاره دا ویاړ و، چې د هغو مهمو خبرونو تر څنګ مې دا هڅه وکړه چې هېرې شوې موضوعګانې لکه د پښتو ژبه، ملي ارزښتونه، او تاریخي ورځې اجنډا کې راشي: •د پښتو ژبې ورځ مو ونمانځله؛ •د ملي بیرغ ورځ مو یاده کړه؛ •د شاه امان‌الله خان تلین مو ولمانځه؛ •د ډاکټر نجیب‌الله تلین ته مو درناوی وکړ؛ •د خان عبدالغفار خان په اړه مستند خپور شو؛ •او مهم‌ترینه دا چې، د زرګونو افغانو ښځو غږ مو اوچت کړ. د نجونو د زده کړو غږ وتوانېدو چې په افغانستان انټرنشنل کې یوازینۍ پښتو خپرونه (سپړنه) ❤️ پیل او تر ننه دوام ورکړو. دا خپرونه مو د شاه امان‌الله خان له یاد سره پیل کړه. زموږ یوه مهمه د تمرکز موضوع د افغان نجونو زده‌کړې وې. هڅه مو وکړه چې له بېلابېلو ولایتونو زده‌کړیالانې خپرونو ته راوبلو، څو نړۍ ته وښیو چې افغان نجونې تعلیم غواړي. په دې برخه کې مو له بېلابېلو شخصیتونو لکه ښاغلي ضیاءالدین یوسفزي، اغلې تورپېکۍ یوسفزۍ، او د ډاکټر نجیب‌الله له مشرې لور سره ارزښتناک بحثونه او مرکې لرلې. ټولنیز، تاریخي، او ملي پوښښ د کډوالو، سیاسي بدلونونو, خیبر جرګو، د پښتونخوا له حالاتو، او ګڼو نورو مهمو موضوعاتو ته مو پوښښ وکړ. همدارنګه، له یو شمېر مهمو شخصیتونو سره لکه اغلې شکریه بارکزۍ، شفیقه خپلواک، پرستو حکیم، وږمه توخي، وږمه سیال، نظیفه جلالي، شګوفه نورزۍ، فرزانه کوچۍ، شبنم صالحي او …سره مو ارزښتناکې مرکې وکړې. زه د دغو ټولو قدرمنو مېلمنو له ګډون منندویه یم. مسلکي ملګرتیا په ځانګړې توګه غواړم د اغلې نویده جانې خوشبو Naveeda Khoshbo 💜یادونه وکړم، چې زما رښتینې لارښوده، مشره خور، او مهربانه ملګرې شوه/ او وي به. له هغې مې ډېر څه زده کړل، او دا به تل له ځان سره یاد ساتم. په دفتر کې مې له نورو همکارانو هم ډېر څه زده کړل، هم له ښو او هم له هغو تجربو چې ستونزمنې وې، خو راته یې درس راکړ چې رښتیا او یو مخ اوسېدل که څه هم ستونزمن وي، خو بریالی وي. پایله که څه هم لیک اوږد شو، خو د پښتنو متل دی: “خبرې ډېرې، سر یې یو.” زه به تل خپلو ملي ارزښتونو ته ژمنه پاتې کېږم، د افغانستان، ملي 🇦🇫 بیرغ، ملي ژبو، د تعلیم حق، انساني او بشري حقونه او د هېواد پرمختګ زما د کار لارښود او اصول پاتې کېږي. په خورا درناوي او مینه، شبنم خان دوران 📺❤️👩🏻‍💼 ۲۵/۰۶/۲۰۲۵ لندن

Shabnam Khan Dawranشبنم خان دوران 🇦🇫

24,808 次观看 • 1 年前