
Mirwais Afghan
@Mirwais1Afghan • 149,469 subscribers
Journalist, Writer and Analyst. Worked with; the BBC World Service, Reuters, Chief editor of Khabarial media group
Shorts
Videos

د لندن نني لاریون د پاکستان د پوځي رژیم بنیادونه و لړزول. نن سلګونه افغانان لندن کې را غونډ شوي او د خپل ملت د دفاع غږ یې اوچت کړی دی. په پاریس کې هم سلګونه افغانان نن د خپل ملت په ننګه راوتلي وو. په بلجیم کې پراخې مظاهرې د پاکستان پوځ وننګاوه. د افغانانو د لاریونو نو دا لړۍ به د دښمن پاکستان خلاف د نړۍ په ګوټ ګوټ کې روانه وي. د پاکستان خلاف هر طالب افغان او هر افغان طااب دی.
Mirwais Afghan51,304 次观看 • 3 个月前

یکشنبه ماښام د شپې ۱۵ کم لس بجې په سپین بولدک ولسوالي کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمیانځ نښته کې 4 پاکستانیان هلاک شول او یو ژوندی ونیول شو. افغان ځواکونو وروسته له هغه ځوابي برید وکړ چې پاکستاني عسکرو پر یوه افغان ماشوم ډزې وکړې او ماشوم یې شهید کړ. د غنایمو ویډیو داده البته د هلاکتونو ویډیوګانې د کتلو نه دي.
Mirwais Afghan29,094 次观看 • 2 个月前

تاریخي ویډیو! ډیورنډ طالبانو نه بلکه تېر جمهوري حکومت په رسمي سرحد و پېژانده. لومړۍ غونډه اسلاماباد کې (۲۰۱۲ سپټمبر ۲۶)وشوه. دوهمه غونډه انقره، کې (۲۰۱۲ نومبر ۱۲) وشوه. درېیمه غونډه لندن کې (۲۰۱۳ فبروري ۳–۴)وشوه او رسمأ ډیورنډ د په بارډر ونومول شو. په ۲۰۱۳ – ۲۰۱۴ کلونو کې وروسته د اسلاماباد او کابل ترمنځ څو متقابلې تخنیکي غونډې وشوې، Border Managemen همدا وو چې د بارډر منجمنټ په نوم ډیورنډ په سرحد بدل شو. همدلته د «سرحدي همغږۍ مرکزونو» (Border Coordination Centers) مفکوره وړاندې شوه — چې وروسته یې ملاتړ ناټو وکړ. هغه وخت طالبان په جګړه بوخت وو او هغه حکومت یې ناقانونه حکومت ګڼلو؛ ځکه د هغه وخت پرېکړي اوس طالبانو ته د منلو وړ نه دي. بشپړ تفصیل په ویډیو کې!
Mirwais Afghan83,438 次观看 • 8 个月前

دا ویډیو یوځل بیا د پاکستان هغه ټولي ادعاوې دروغ ثابتې کړې چې ویل یې TTP په افغانستان کې ده. پاکستاني طالبان په قبایلي سیمه وزیرستان کې په یوه ښوونځي کې د راکټ د ګولۍ په ژبه د درس ورکولو تمرین کوي. که څه هم مکاتب باید د جګړه مارو ځای نه وي؛ خو دا ویډیو ګڼ نور پیغامونه هم لري. په افغان خاوره کې پر مکاتبو د بریدونو پلانونه د پاکستان په استخباراتي ادارو کې جوړېدل؛ خو اوس هغه لوبه سرچپه شوې او اوس د پاکستان تدریسي نصاب په ټولو قبایلي سیمو کې له چلنج سره لاس او ګریوان دی. تېره شپه هم په ټانک ولسوالي کې یوښوونځی په بمونو الوزول شوی وو.
Mirwais Afghan54,499 次观看 • 8 个月前