
Saeed Shinwari
@Saeed_Shinwarai • 291,423 subscribers
News Anchor and Hot Talk Show Presenter at @TOLOnews
Shorts
Videos

انسانیت سوزه پېښه: یوه فرانسوۍ میرمن د خیبر پښتونخوا د باړې یو اوسيدونکي سره په ٢٠٠٤ کال اسټرالیا کې مخ کېږي، مئینږي، واده کوي او اسلام قبلوي. بیا یې مېړه اسټرالیا کې جرمونه کوي، دوی بریټانیا ته ځي، هلته هم غیر قانوني کړنو کې ښکیل او میرمن و بچیان په ٢٠١٤ کال د پلار د مرګ په بهانه خیبر باړې ته بیایي. ورته وایي، اوس که بیرته تګ غواړئ، ماته به د فرانسې اسناد اخلئ، فرانسه ده ته قبولي نه ورکوي، دی ١٢ کاله خپله وفاداره فرانسوۍ میرمن له ٥ بچیانو سره یوه کوټه کې بندوي، وهل ټکول او ظلمونه پرې کوي. فرانسوۍ یاسمینه خپله کیسه لیکي او بالاخره دوه ورځ وړاندې له لیکلې کیسې سره یې زلمی زوی یې ځان پولیسو ته رسوي چې د خدای په خاطر موږ وژغورئ.
Saeed Shinwari34,926 次观看 • 14 天前

متاسفانه د خوست ګڼو خلکو راته وویل چې نن پر خلکو د اطفایې اوبه د ګرمۍ له وجې نه بلکې د نمانځنې د مراسمو د شړلو لپاره شیندل شوي. دوی وایي، که یې د ګرمۍ په وجه شیندلای دا فکر یې ولې نه کاوه چې خلکو سره جیبونو کې پیسې او موبایلونه هم لمدېږي. بلخوا د پکتیکا ښرنې، د کندوز ښار خلکو هم راته وویل چې راټول شوو بېرته یې خواره کړو، کندهار کې خلکو نن عینو مینه کې مراسم نیولي وو چې هغه یې هم ړرته لغوه کړي. ځینو اوسنیو سرچینو راته وویل چې نمانځنه لږه بس وه، امنیتي پېښې هم کېدای شوې.
Saeed Shinwari67,335 次观看 • 2 年前

دا د نیمروز ګمرک دی. سوداګر وایي، مسوولان کنټینرونه تر شنه اسمان لاندې خالي کړي او بیا له ۱۵ نه تر شلو ورځو ان یوې میاشتې نه محصولیږي. دوی وایي، هر وار چې باران وشي سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ تاوان صرف د مسوولانو په دغومره بې غورئ ور اوړي، خو نه څوک دې مسئلې ته ستونزه وایي، نه یې په کیسه کې دي نه هم اموالو ته چتر و سرپناه جوړوي
Saeed Shinwari41,963 次观看 • 1 年前

ابراهیم الکوزي، چې تازه یې ځان جلاوطنه ولسمشر اعلان کړی، خپل نوي پیغام کې یې له احمد مسعود، رحمت الله نبیل او جنرال دوستم مننه کړې چې د تبعیدي حکومت د جوړېدو هرکلی یې کړی. د یو بل تبعیدي حکومت په جوړولو د سیاستوالو اخته ډله یې هم وربللې چې د ده ملاتړ وکړي، ځکه په وینا یې د دولت لمنه یې ډېره خلاصه ده. وایي، له حکومته یې د عامو خلکو د ملاتړ لړۍ روانه ده خو کادري ګروپونه دې ورته خپل متخصصین ورمعرفي کړي.
Saeed Shinwari47,093 次观看 • 1 年前