Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

افغانو نجونو ته! موږ ددې لوړو غرونو، سرشارو سیندونو او مستغني خاورې لوڼې یوو. هېڅوک مو نشي محوه کولی. د دې وطن پر هر لویشت ، هر کاڼي او هر بوټي مو حق دی. لمر به بیا هسک ځلېږي او موږ به د خپلو فکرونو غوړېدو ته ښوونځي، پوهنتون...

239,905 views • 3 years ago •via X (Twitter)

10 Comments

Shafiqa Khpalwak's profile picture
Shafiqa Khpalwak3 years ago

ناهیلي د شیطان کار دی، او ډار د بزدلو، موږ دا یوه هم نه یوو. په خپل هوډ او خیال به د دې تیارو په منځ کې لکه شمعې بلېږو. د یو باسواده، متحد، پرمختللي او عصري افغانستان په هیله!

Diva Patang's profile picture
Diva Patang3 years ago

ډیر ښکلی شعر خور 📚

N. H's profile picture
N. H3 years ago

مرداری های امروزی ریشه در فرهنگ قبیلوی دارد. تا وقتیکه پشتونوالی باشد همین گوی درگو است

baidara aziz's profile picture
baidara aziz3 years ago

انشا الله حتما به داسی ورځ راشی الله ج به موږ ددی تیارو خلاص کړی

Khadim Hussain's profile picture
Khadim Hussain3 years ago

ستا پېغام راله غوني زېږ زېږ کړو. ژوندۍ اوسې شفیقه جانې. @ShafiqaKhplwak

zarawa's profile picture
zarawa3 years ago

اتله او ملاله یی. مننه.

pakhtoon🇦🇫's profile picture
pakhtoon🇦🇫3 years ago

ډیر ښایسته ❤️🇦🇫 لمر به وخیږی په غرونه

Kamran Khan's profile picture
Kamran Khan3 years ago

ژوند ژوند

Noor Hayat's profile picture
Noor Hayat3 years ago

@MunazaShaheed پہ بارودو کښۍ دا ژوند سندري وائی خدایا څه لیوني خلک پښتانه دی

🕋 FaTima AhmadZai 🇦🇫's profile picture
🕋 FaTima AhmadZai 🇦🇫3 years ago

ټولی افغانی نجونی دی دا شعر ضرور واوری چې مثبته روحیه واخلی سم سکون یې راکړ وروسته له هغه بد خبر نه. مونږ هغه څه نه یو چې ط فکر کوی مونږ هغه فرښتی یو چې اسلام مونږ ته عزت راکړی دی.

Related Videos

تاسې څوک یاست چې افغانانو ته عفو کوئ؟ عفو باید تاسې وغواړئ. عفو باید ولس تاسې ته وکړي. پاتې شوه د راستنېدو خبره. وطن یوازې خاوره نه ده، وطن یوازې سرحد، غرونه، کلي او کوڅې نه دي. وطن عزت، وطن فزیکي، فکري او رواني امنیت دی، وطن عدالت او حق دی. د اختر په پیغام کې د طالبانو رئیس الوزرا وايي چې ملا هبت‌الله ټولو ته عفو اعلان کړې او ټول مخالفین دې هیواد ته راستانه شي. کومې ډلې چې شپه او ورځ زموږ هیوادوال شهیدان کړي، نن موږ ته د عفو وړاندیزونه کوي. تاسو موږ ته د څه شي عفو کوئ؟ د دې لپاره چې کلونه مو ووژلو؟ زموږ په وینو مو د کلیو او ښارونو ویالې روانې کړې؟ په قرانکریم کې مو ماین کېښود، جوماتونو کې مو ځانمرګي بریدونه وکړل، ښوونځي مو وسوځول، په روغتونونو مو بریدونه وکړل، لاري کوڅې مو ناامنې کړې، د انساني کرامت او د افغانانو د عزت توهین مو وکړ , خو نن، په سپینو جامو کې ولاړ یاست، ځانونه سپېڅلي او پاک معرفي کوئ، او پر ولس احسان کوئ چې عفو مو درته کړې. د ولسمشر غني خبره، دوی څوک دي چې موږ ترې عفو وغواړو؟ یا پر موږ د عفو احسان وکړي؟ هر هغه فرد او ډله چې لاسونه یې د افغانانو په وینو سره دي، هغوی باید له افغان ولس عفو وغواړي, نه برعکس. طالبانو،‌ په یاد مو دي چې هر اختر، هر نوی کال، هر روژه او هر مهمه غونډه کې به ولسمشر کرزي او غني ویل: راشئ، وژنه ودروئ، خپل وطن ته راشئ، د سولې خبرې وکړئ. خو تاسې حتی اوربند هم نه کوه. د رژوې په میاشت کې به مو په بریدونو کې سلګونه بې ګناه افغانان شهیدان کړل.‌ له دې هر څه سره سره افغانانو بیا هم تاسې سره سولې ته غاړه کېښوده خو تاسې له امریکا سره سوله وکړه او په افتخار به مو ویلې چې په میاشتو میاشتو مو یو خارجي نه دی وژلی. ستاسې دوښمني پرون او نن له افغانانو سره وه. پاتې شوه وطن ته د راتګ خبره چې تاسې یې تل کوئ او ستاسې پلویان یې هم ډېره ښه بدرګه کوي. وطن د یوې پټې استخباراتي ډله په لاس کې دی چې ځان ملت ګڼي او ولس مخالف. وطن د استبداد، شکنجې، غیابت، سانسور، تعقیب، د ښځو د بندیزونو، د عدالت نشتوالی، د بیان چوپتا نوم نه دی. بیا هم وایم چې وطن یوازې خاوره او سرحدونه نه دي. وطن هغه دی چې په کې فکري ازادي وي، عدالت وي، ولس واکي وي او هر شخص یې پرته له مذهبې، قومي او عقیدوي توپېره خپل وګڼي. دا هر څه تاسې له ولسه اخیستي او خپل استبداد ته مو دوام ورکړی. په دې ډول دوام نه شئ کولای. دا اوس مو هم هر کار او خبره د خپلې ډلې د بقا لپاره ده، نه د افغانستان د بقا لپاره.‌ که واقعا د افغانستان بقا غواړئ ولس واکي رامنځ‌ ته کړئ له مخالفینو سره د خبرو اترو زمینه برابره کړئ. له ولسه مشروعیت تر لاسه کړئ. #Afghanistan #EidulAdha2025 #Taliban Hamid Karzai Ashraf Ghani #TruthToPower

Ismail Miakhail 🇦🇫

14,230 views • 1 year ago

اول خو ډيره مننه چې زما نيوکې ته مو پام کړی، او بل دا چې تاسې پر موږ (افغان ميرمنو)پر مبارزې وياړ کوئ، او د دې هيله او ارمان لرئ چې ستاسو ميرمن او خويندې مو د نورو ميرمنو په څير مبارزه وکړي. خو که چيرې په رښتيا هم تاسې د نوي نسل د ښه راتلونکې لپاره مبارزه کوی او له نورو ځان ځانګړی بولی او څه مو چې ويلي او خپلو خبرو ته ژمن ياست، نو لطفا، څنګه چې پر موږ وياړې او نورې میرمنې چې مبارزې ته هڅوې نو همداسې خپله ميرمن او خور په وياړ سره د مبارزې دغه ډګر ته را وباسه ترڅو په دې مبارزه کې د موږ ترڅنګ و دريږي. ځکه تاسې د رهبرۍ دعوه لری او د ښځو مبارزه اغيزمنه او مهمه بولې نو يو رهبر بايد د بدلون او مبارزې لپاره بايد مبارزه له خپل کور څخه پيل کړي. نو لطفا د دې مبارزې د اغيزمنتيا لپاره له خپل کور څخه پيل وکړئ او ميرمن او خور مو د نورو ميرمنو ترڅنګ و دروئ. او که چيرې مو دا کار وکړ بيا به موږ و منو چې تاسې د ښه راتلونکي لپاره مبارزه کوی.

Diva Patang

24,056 views • 5 months ago