Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

دوست به دې و ژړوي، دښمن به دې وخندوي! موږ سالمي او نیکي مشهوري د هر چا منو او د زړنه ورته لبیک وايو، مشکلاتو ته کتنه کوؤ او حل لاري ورته پیدا کوؤ. ان شاءالله دې مشر هر خبره اورو او ورته حل لاره پیدا کوؤ

21,667 görüntüleme • 1 ay önce •via X (Twitter)

11 Yorum

KSK 🇦🇫 profil fotoğrafı
KSK 🇦🇫1 ay önce

تاسو نه څه کوٸ او نه د څه کولو اراده لرٸ، خلکو اوس ستاسو اصليت پېژندلى، پدې کاذب اطمنان نور خلک نشٸ غولولاى. دا ځل به مو انجام ډېر بد وي

قُتَیْبَه اَفْغَانِیْ👑 profil fotoğrafı
قُتَیْبَه اَفْغَانِیْ👑1 ay önce

افرین تاسو حق لری ستاسو غږ د ویده ضمیرونو په راپورته کولو کی مهم رول لری ستاسو غږ او نقد مسولین متوجی کوی داسی له منافقت خالی غږونه دی ډیر شی واقعا د اولس د همدردی غږ ده

Watan M profil fotoğrafı
Watan M1 ay önce

هغه سالمو نیوکو ته مو تراوسه غوږ نیولي اویامو تراوسه عمل پري کړئ

M halim Safi profil fotoğrafı
M halim Safi1 ay önce

هوتکي صیب دی تل ژوندي لري زمونږ دهيواد دمظلوم خلکو غږ یي تل پورته کړئ

حافظ راحت profil fotoğrafı
حافظ راحت1 ay önce

ورته فکر مکوه دا خبری څوک نه اوری شیخ صاب وایی شل کاله جنګیدلی یو شل کاله نور هم جنګیږو.

Azizullah profil fotoğrafı
Azizullah1 ay önce

ښې خبری یی کړی خو د حل لاره د ولسی یا هم د لویی جرګی دایرول د تیر حکومت غوندی ندی.

Afghanistan 🇦🇫 profil fotoğrafı
Afghanistan 🇦🇫1 ay önce

هيبتي خپل چانس د لاسه ورکړ ډير زر به راپريوځي دا اوسني جاهله نظام نور په ورکيدو دي

نصرت حليمي profil fotoğrafı
نصرت حليمي1 ay önce

لبيک

Asad Khan profil fotoğrafı
Asad Khan1 ay önce

طالب جان لالا او ملا ھبت اللہ خو د مکی نہ راغلی دی کنہ ؟ چہ د بل د پاکستان بچی دی۔ چا چہ ھم د طالب نہ افغانستان آزاد کړ، ھغوی اتلان دی ۔

ضریر سوی profil fotoğrafı
ضریر سوی1 ay önce

بیعقل انسانه! ته د احمدشاه بابا جرګه ټینګوې خو مونږ د محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم د اصاحبو په اتباع نه منې ؟

Zabihullah profil fotoğrafı
Zabihullah1 ay önce

هوتک خبیث یک فاشست است که در زمان جمهوریت طرفدار دو آتشه اشرف غنی بود و بعد از سقوط جمهوریت در خایه های ملا هیبت خوده کشال کرده

Benzer Videolar

د کابل - کندهار لويې لارې د مسافر وړونکو بسونو چلوونکي وايي، طالبان پر دې لاره د ترافيکي پېښو د کنټرول لپاره د معقولې او هر اړخيزې واقعي حللارې لټولو پر ځای ټول نمايشات کوي او فشار يوازې پر دوی راوړي. موټر چلوونکي شکايت کوي، چې پر دې لويه لار طالب جنګيالي ورسره بد چلند کوي او دوی ډبوي. دغه ويډيو تېره ورځ په غزني کې د يو ورته روايت د ثبوت لپاره ثبت او زاويه نيوز ته رسېدلې ده. موټر چلوونکي وايي، پر دې لويه لار د ترافيکي پېښو رامنځته کېدو ټوله پړه او د طالبانو ټول تياری او د مخنيوي اقدامات يوازې او يوازې د موټر چلوونکو بې عزته کول او وهل دي: «دا لويه او مهمه تجارتي لار وګوره او پرې شپه او ورځ يو طرفه تګ راتګ. د کابل - کندهار سړک دويم لين ولې نه جوړېږي؟ دا د ټول پلازا پيسې څه کېږي؟ هر چاته ولې لایسنس ورکول کېږي؟ له پاکستاني لاس موټرو يې وطن ډک کړی، هر څوک ورته کېني او پر دې لاره يې خوشې کړي. تجارتي او مسافر وړونکي موټر ولې په يوه وخت پر دې سړک پرېښودل کېږي؟ يوازې دا زموږ موټر تخنيکي چک کېږي او که دا نور موټر هم تخنيکي چک کېږي، چې څوک بتۍ نلري او د چا برېک کار نه کوي او د چا خو لا په ژوند کې اول ځل پر دې لاره سفر وي او پخپله موټر چلولو ته ناست وي. زموږ موټر چلوونکي خو هم دې حادثو کې مري، موږ ځانته پخپله مرګ خوښو؟ موږ هم کورنۍ او اولادونه لرو. دا ټول عوامل په نظر کې نه نيول کېږي او يوازې فشار پر موږ راوړل کېږي او بې عزته کېږو.» دغه موټر چلوونکي وايي، د کابل - کندهار - هرات پر لويه لار د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره هر اړخيزې حللارې او تګلارې ته اړتيا ده، چې موږ موټر چلوونکي، طالب مسوولين او پر دې لاره تګ راتګ کوونکي ټول پکې مسوول وګرځي: «موټر سايکل سپاره هم زما پر لين روان وي او خرګاډي هم. تېل هم په همدې وخت روان وي او مسافرين هم. حکومت په معقوليت کېږي، يوازې ټوپک ته حکومت نه ويل کېږي.»

ZAWIA NEWS

18,216 görüntüleme • 1 yıl önce

اښه تاسي او خدای دا وډیو وګوری: ماته وایاست چې ته د اسلام مخالف یې! زه مطلق د دې انډوخر مخالف یم چې تاسي یې په دې وډیو کې ګوری: که مدرسه بنده شي دا ټول ماشومان به د مور غیږې ته لار شي او که مور ونلري خپلوان یې اخلي او که خپلوان یې هم نه اخلي او یتیمان دي نو یتیم خانې ته به لار شي او مکتب کې به شامل شي، انجینران یا ډاکتران به ترې جوړ شي، خو تاسي او خدای دا د قاتلینو روزنه نده څه ده؟ دا ماشومان که په همدا رقم لویان شي بیا ته د انسانیت خبره ورته کولی شې؟ ستا اولاد چې تا په ګرمه کوټه او میوو رالوی کړی کولی شي چې دده سره د انسانیت خبره وکړي؟ که دا ماشومان رالویان شي او ستا اولاد ته ووایي چې ته ولي داسي په ناز رالوی شوې او ډاکتر شوې او زه ولي داسي په خیرات رالوی شوم او نن بې مسلکه یم ته به څه ورته وایې؟ مدرسې څخه یې وباسئ مکتب کې یې شامل کړی چې ژوند جوړ کړي ځکه انسان که ژوند جوړ نکړ اخرت هم نشي جوړولی، دا که سبا به ځان بم وتړي نه یې د اسلامي نظام او نه یې د اسلام لپاره تړي بلکې د دې وضعیت څخه یې د خلاصون او جنت ته تګ لپاره تړي، ځکه دی خو یې د همدې ماشومتوب څخه غولولی چې په دې لاره جنت ته ځې! د طالبانو ټول انتحاریان همدا ډول روزل شوي! د طالبانو یوه انتحاري هم انتحار د امارت د قیادت او اسلام لپاره ندی کړی بلکي د دې وضعیت څخه یې د خلاصون لپاره کړی چې دا دنیا یې خرابه ول، دې وضعیت ته ملا ورسوی او بیا یې ورته وویل چې په ځان بم وتړه چې اخرت دي سم شي مدرسې چپه کړی کنه “اسلام” او “انسانیت” درته شرموي!

NOORZAI

13,310 görüntüleme • 11 ay önce