Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

#تازه_مهم: د مېلمستیا په نوم د قتل خونړۍ دسیسه... د کابل د کارتې نو په سیمه کې د یوه سپین‌ږیري محمدهاشم او د هغه د مېرمنې د بې‌رحمانه وژنې په تړاو درې کسان نیول شوي او د یوه بل شکمن د نیولو هڅې روانې دي. د انټک ریاست په...

16,790 просмотров • 26 дней назад •via X (Twitter)

Комментарии: 9

Фото профиля سعید
سعید26 дней назад

😥

Фото профиля SHAWLI ZAHIR
SHAWLI ZAHIR26 дней назад

بيرته بى قاضيان صاحبان ايله کۍ

Фото профиля لیمه افغانه
لیمه افغانه25 дней назад

څه پست خلک دي د خلګو به له مېلمستیا ورتګ اعتبار ختم شي.حکومت څخه مو غوښتنه ده چې جدي څېړني وشي او په سزا ورسېږي.

Фото профиля Dost M Stanikzai
Dost M Stanikzai26 дней назад

مکمله ویډیو یی چیرته پیدا کیږی

Фото профиля جنید افغان
جنید افغان26 дней назад

ځیرکتیا بیداري د دښمن پیژندنه

Фото профиля جواد
جواد26 дней назад

وخ بیچاره

Фото профиля Qanite Afgahn:قانت
Qanite Afgahn:قانت26 дней назад

الله أكبر

Фото профиля ابراهیم کاروان
ابراهیم کاروان26 дней назад

😥

Фото профиля Qanite Afgahn:قانت
Qanite Afgahn:قانت26 дней назад

باید بیداره شي سړی

Похожие видео

ایټالیا کې درې افغانان ژوندي په اور کې سوځېدلي؛ دوه پاکستانيان نیول شوي ایټالوي چارواکو ویلي چې د ایټالیا په سوېل، د کوزنزا ولایت اړوند د امېندولارا په سیمه کې، درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه خونړي برید کې د موټر دننه ژوندي سوځېدلي او مړه شوي دي. د ایټالیا څارنوالۍ ویلي چې دوه پاکستاني وګړي د دغو څلورو کډوالو کارګرانو د عمدي قتل په تور نیول شوي دي. د چارواکو په وینا، قربانیان او تورن کسان ټول د کرنې په برخه کې د موسمي کارګرانو په توګه کار کاوه. دا پېښه د دوشنبې په ماښام په یوه تېل‌پمپ کې رامنځته شوې ده. د امنیتي کمرو د انځورونو له مخې، بریدګرو پر موټر د اور اخیستونکو موادو تر شیندلو وروسته موټر ته اور ورته کړی دیاو له عاملانو څخه یوه هڅه کړې وه د موټر دروازې تړلې وساتي، څو سپرلۍ ونه شي کولای له موټره ووځي. د دې برید په پایله کې څلور کسان د موټر دننه مړه شوي او یو بل کس د سختو سوځېدنو له امله روغتون ته لېږدول شوی دی. د قربانیانو له ډلې د څلور کسانو هویت د افغانانو په توګه تایید شوی دی. له ایټالیا څخه یوه پاکستاني وګړي په یوه ویډیويي پیغام کې ادعا کړې چې په دې پېښه کې وژل شوي ۴ واړه افغانان وو او د علي حسن او بټ په نومونو د دوو پاکستاني وګړو له‌خوا په ژوندۍ بڼه سوځول شوي دي. د هغه په وینا، یو ټپي افغان ځان پولیسو ته رسولی دی. #ایټالیا #افغانان #کډوال #پاکستانيان #تېل_پمپ #اورلګېدنه #کرونده#موسمي_کارګران #ایټالیايي_پولیس

Pajhwok Afghan News

16,903 просмотров • 3 месяцев назад

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان د استخباراتي ادارې (ISI) د اړیکو په اړه معلومات او شواهد لري. د نوموړي په وینا، جاوید همدرد، چې ځان یې د افغانستان د پخواني ولسمشر د سلاکار په توګه معرفي کاوه، په حقیقت کې د ارګ په دننه کې د یوه خصوصي قراردادي شرکت له لارې د کمپیوټرونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې دنده ترسره کوله. کاکړ ادعا کوي چې همدرد د همدې ډلې له فعالو غړو او څخه ده چي په امریکا کی isi ته کار کوي. حمید کاکړ همداراز ادعا کړې چې مجید قرار او د ISI غړو د کاناډا د ونکوور او ټورنټو په ښارونو کې له یو شمېر لیکوالانو او رسنیزو فعالانو سره ناستې ترسره کړې، او د دغو کسانو له ډلې څخه یې د عصمت قانع نوم هم یاد کړی دی. د هغه په وینا، هغه کسان چې کلونه یې نور، آن د خپلو کورنیو غړي، له ISI سره د اړیکو او جاسوسۍ په تورونو تورنول او ځانونه یې جمهوریت ته وفادار معرفي کول، اوس د همدې ډلې د داخلي اختلافاتو له امله د هغوی د پټو اړیکو په اړه ادعاوې او معلومات افشا کېږي او تر چا ډیر د ISI اجینټان دي. حمید کاکړ زیاتوي چې د همدې اختلافاتو په پایله کې ده او ظاهر اکبري ځینې ادعا شوي شواهد رسنیو ته وړاندې کړي، او ادعا کوي چې یاد کسان په پټه د افغان مشرانو د بدنامولو لپاره له ISI سره همکاري کوي. یادونه: په دې خبر کې راغلي تورونه او څرګندونې د حمید کاکړ له ادعاوو څخه اخیستل شوي دي. د یادو ادعاوو په اړه تر اوسه د مجید قرار، جاوید همدرد، عصمت قانع او نورو یادو شویو کسانو رسمي غبرګون یا خپلواک تأیید نه دی خپور شوی.

Shahadat Media

17,983 просмотров • 2 месяцев назад

د ظاهر قلندر، د باطن پاچا د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د لمانځه د امامت او تلاوت یو ویډیو کلیپ درلېږم؛ لږ یې په غور واورئ. د هغه په تلاوت کې د اخلاص، خشوع، تواضع او د الله تعالی پر وړاندې د بندګۍ داسې ژور احساس ښکاري چې انسان یې په اورېدو متأثرېږي. رښتینی قائد هغه نه دی چې د دنیا په ظاهري زرق‌وبرق، لوړو ماڼیو او تشریفاتو ځان لوی وښيي؛ رښتینی قائد هغه دی چې په ظاهر کې ساده، متواضع او د خلکو په منځ کې عادي انسان ښکاره شي، خو په باطن کې یې د الله تعالی وېره، تقوا، عزم او د دین د خدمت احساس د یوه لوی غر په څېر ټینګ وي. مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه‌الله د همدې ډول قیادت یوه بېلګه وه؛ په ظاهر کې قلندر، خو په باطن کې پاچا؛ په لباس کې ساده، خو په اراده کې ستر؛ د خلکو له ستاینې بې‌نیازه، خو د الله تعالی د رضا په لټه کې. د هغه د ژوند تر ټولو ستر درس دا دی چې د انسان اصلي عظمت په ظاهري مقام، شهرت او شتمنۍ کې نه، بلکې په اخلاص، تقوا، تواضع او ثابت‌قدمۍ کې دی. الله تعالی دې د هغه رحمه‌الله مغفرت وکړي، درجات دې یې لوړ کړي، او موږ ته دې د اخلاص، تقوا او د حق پر لاره د ثابت پاتې کېدو توفیق راکړي. آمین.

Dr. Hatef Mokhtar الدكتور هاتف مختار

34,172 просмотров • 28 дней назад

نن د سنبلې ۱۸مه؛ د احمدشاه مسعود د وژل کېدو ۲۵ کاله پوره شوه د نن څخه ٢٥ کاله مخکې د ۱۳۸۰ لمریز کال د سنبلې په ۱۸مه او د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۹مه احمدشاه مسعود په تخار ولایت کې د یوه ځانمرګ برید په ترڅ کې ووژل شو. د معلوماتو له مخې، دوو کسانو چې ځانونه یې خبریالان معرفي کړي وو، د مرکې پر مهال یې پر مسعود چاودنه وکړه. د افغانستان د پخواني جمهوري نظام په خاص ډول د کرزي د واکمنۍ پر مهال به د سنبلې په ۱۸مه په کابل او ځینو ولایتونو کې د مسعود پلویان لارو، کوڅو او سرکونو ته راتول چې پرمهال به یې د لارو بندېدو او هوایي ډزو له امله هم پراخې ستونزې رامنځته کېدې. په ۱۳۹۱ کال کې ولسي جرګې دغه ورځ د شهیدانو ورځې په نوم ونوموله او د عمومي رخصتۍ په توګه یې تصویب کړه. بلخوا، نن ورځ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د سنبلې ۱۸مې په مناسبت د احمدشاه مسعود یاد کړی او هغه یې مجاهد قهرمان او وطنپال بللی دی. کرزي ویلي، د مسعود ترڅنګ باید د افغانستان د ټولو شهیدانو او وژل شویو کسانو یاد ته هم درناوی وشي.

RANA TV (رڼا ټلوېزیون)

13,370 просмотров • 15 дней назад