Video wird geladen...

Video konnte nicht geladen werden

Zur Startseite

د حمید کاکړ تازه څرګندونو د مجید قرار او د هغه د ملګرو په اړه نوې پوښتنې راپورته کړې! د رسنیو او ټولنیزو شبکو د راپورونو له مخې، حمید کاکړ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې مجید قرار او د هغه له نږدې ملګرو سره د پاکستان...

17,983 Aufrufe • vor 3 Monaten •via X (Twitter)

0 Kommentare

Keine Kommentare verfügbar

Kommentare vom Original-Post werden hier angezeigt

Ähnliche Videos

نورستان کې د شر او فساد ډلو د نيول شوي غړي اعتراف؛ په پاکستان کې پوځي روزنه راکړل شوه او افغانستان ته د ورانکارۍ لپاره راولېږل شوم هندوکش غږ ته نورستان کې د شر او فساد ډلو د نيول شوي يوه غړي د اعتراف ويډيويي کليپ رسېدلی، چې نوموړی پکې له پاکستاني استخباراتو سره د شر او فساد ډلو د مستقیمو اړیکو او دغه هېواد کې د پوځي روزنې په اړه څرګندونې او اعتراف کوي. نوموړی ځان جاوید، د عبدالحکیم زوی او د فاریاب د قیصار ولسوالۍ د خواجه کنتي کلي اوسېدونکی معرفي کوي او وايي، چې د ایران له لارې پاکستان ته انتقال شوی او د اسلام‌اباد، پېښور او چترال په بېلابېلو کمپونو کې یې پوځي زده کړې ترلاسه کړې دي. د نوموړي په وینا، په دغو کمپونو کې ورته د پاکستاني استخباراتو د روزونکو تر څارنې لاندې د کلاشینکوف، راکټ، بزبزک او پیکا وسلو کارول ور زده شوي او وروسته له چترال څخه د پاکستاني پوځ په موټرو کې له افغانستان سره تر فرضي کرښې رسول شوی او له نورو کسانو سره افغانستان ته اوښتی دی. هغه زیاتوي، چې د نورستان په جګړه کې له څو ساعتونو نښتې وروسته یې له خپلو ملګرو سره افغان ځواکونو ته ځانونه تسلیم کړل. نوموړي له ځوانانو غوښتي، چې د پیسو ترلاسه کولو او نورو غوړو وعدو پر ترلاسه کولو جګړو ته لاړ نشي او ویلي یې دي، چې ډېری دغه ژمنې نه عملي کېږي. #هندوکش‌غږ

VOH (Pashto)

29,116 Aufrufe • vor 7 Tagen

(۱۷ برخه) جمهوریت او اخلاقي فساد! په تېره اداره کې د اخلاقي فساد او د فحشا د ترویج تر شاه د چا لاس و؟ د تېرې ادارې یو پخوانی کارکوونکی چې د کورنیو چارو وزارت سره یې دنده درلوده، تازه داسې ادعاوې کړې دي چې د تېرې ادارې د اخلاقي فساد له ژورو ریښو یې پرده کړې ده. نوموړی وايي: د تېرې ادارې د لوړپوړو چارواکو یوه ډله په منظم ډول د فحشا په ترویج او د غیرقانوني اخلاقي مراکزو په رهبري کې ښکېله وه. د نوموړي په وینا؛ په کابل کې ځینې مشخصې سیمې لکه لیسه مریم، قلعه نجارا، سرای شمالي، د څارندوي بلاکونه، تای‌مسکن بلاکونه او کوتل د هغو مرکزونو اصلي ځایونه وو چېرې چې دغه فعالیتونه تر سره کېدل. د ده په ادعا، دا مراکز د پنجشیر ولایت د یو شمېر لوړپوړو چارواکو تر مستقیم مدیریت لاندې اداره کېدل. همداراز، هغه ادعا کوي چې یو لوړپوړی چارواکی ظاهر اغبر په کال کې شاوخوا ۸۰۰۰ تنه تاجکستانۍ نجونې د قرار‌دادي بڼې له مخې افغانستان ته راوستلې او له هغوی څخه په هغو مرکزونو کې استفاده کېدله چې د اخلاقي فساد لپاره جوړ شوي وو. له بلې خوا د کابل په لویدیځ کې د محمد محقق او کریم خلیلي تر نفوذ لاندې هم شاوخوا ۹۶۰ موردګاوخانې (مراکز) فعالې وې. د راپور له مخې دغو مرکزونو ته هغه نجونې مدیرانې ټاکل شوې وې چې په ایران کې یې د اخلاقي فساد په برخه کې مسلکي زده کړې وې او په لوړ کیفیت به یې هلته ور تلونکو کسانو ته خدمات وړاندې کول. نقاب د حقایقو هنداره.!

نقاب | Niqab

12,284 Aufrufe • vor 1 Jahr

جمعه خان فاتح ما پخوا هم له اسلامي امارت سره بیعت کړی و، اوس هم پر خپل بیعت ولاړ یم او هېڅکله به د اسلامي امارت د نظام پر ضد ونه درېږم. جمعه‌خان فاتح، د هېواد په شمال کې مهم قوماندان، د فیض‌آباد ښار ته په ورتګ سره هغو اوازو او ګنګوسو ته د پای ټکی کېښود چې په وروستیو میاشتو کې د ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو له لوري د هغه په اړه خپرې شوې وې. جمعه‌خان فاتح، چې د امریکايي ځواکونو په ماتې او د اشغال په پای ته رسولو کې یې مهم رول لوبولی، د امریکايي ځواکونو پر وړاندې له نوموتو او مشهور مجاهدینو څخه شمېرل کېږي. هغه وایي، کلونه یې د وفادارۍ، استقامت او اخلاص له مخې د یوه سپېڅلي هدف لپاره مبارزه کړې او هېڅکله به له خپلې ژمنې او لارې څخه ونه اوړي. په وروستیو میاشتو کې ځینو رسنیو او ټولنیزو شبکو داسې راپورونه خپاره کړي وو چې ګواکې جمعه‌خان فاتح له مرکزي حکومت څخه ناراضه دی او د حکومت پر وړاندې یې دریځ نیولی دی. خو فیض‌آباد، د بدخشان مرکز، ته د هغه وروستی سفر دا ډول اوازې او ادعاوې بې‌بنسټه وښودې او د هغه د مخالفت په اړه خپرې شوې ګنګوسې یې رد کړې. #خراسان_غږ

Khurasan Media Pashto

13,734 Aufrufe • vor 2 Monaten

نازیه اقبال: کاناډا کې زما د کنسرتونو پیسې نه دي راکړل شوې د پښتو ژبې مشهورې سندرغاړې نازیه اقبال ادعا کړې چې په کاناډا کې د هغې د وروستیو کنسرتونو پیسې نه دي ورکړل شوې او د ډاکټر صافي په نوم یوه کس ورسره په مالي حسابونو کې دوکه کړې ده. د نازیه اقبال په وینا، یاد کس د افغانیت او پښتونولۍ په نوم له هغې سره اړیکه نیولې وه او هغه یې هڅولې وه چې د افغانانو لپاره کنسرتونه ترسره کړي؛ خو وروسته یې، د هغې په خبره، له خپلو ژمنو سرغړونه کړې او د کنسرتونو عواید یې نه دي ورکړي. نوموړې زیاتوي چې دا موضوع د اعتماد، هنري اخلاقو او د هنرمندانو د حقونو د ساتنې له پلوه ډېره جدي ده او غواړي چې قضیه د قانوني لارې حل شي. وصال ټلوېزیون د یادې موضوع په اړه څو ځلې له ډاکټر صافي سره د اړیکې هڅه کړې، خو تر دې دمه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی. #نازیه_اقبال #کاناډا #کنسرت #پښتو_موسیقي #افغان_هنرمندان #هنرمندان #مالي_شخړه #هنري_حقونه

Wesal TV - وصال ټلوېزیون

28,877 Aufrufe • vor 4 Monaten

د پاکستاني استخباراتو د پروژو پر مټ د شر او فساد ډلو لخوا د بې لارې شويو ځوانانو اعتراف؛ د ايران له کارګرۍ راوړل شوي، پاکستان کې روزنه ورکول شوې او بيا افغانستان ته رالېږل شوي هندوکش غږ د يو شمېر هغو کسانو اعترافاتو ته لاسرسی پيدا کړی، چې دوه ورځې وړاندې یې نورستان کې د ډيورنډ فرضي کرښې په استقامت له پاکستان څخه د شر او فساد ډلو په لارښوونه افغانستان ته د راوښتو هڅه کوله او بيا د افغان ځواکونو له لوري ونيول شول. د دوی له منځه، يو ځوان چې عزيز نومېږي او د غور ولايت اوسیدونکی دی په خپلو خبرو کې وايي، چې ايران کې په خپله مزدورۍ بوخت و، چې د ځينو کسانو له لوري ورسره د ښه معاش د ورکولو وعده شوې او له هغه ځايه د چابهار او ګوادر بندرونو له لارې پاکستان ته وړل شوی. نوموړی زياتوي، چې پاکستان ته له رسېدو سره سم د پاکستاني استخباراتو تر مستقيمې روزنې او څارنې لاندې بېلابېلو کمپونو‌ ته پېژندل شوي او د نورو ملګرو په ملتیا د زاهد په نوم يوه کمپ ته وړل شوي. هغه وړاندې وايي، چې په کمپ کې له شل ورځو تېرولو وروسته يوه روزنيز مرکز ته وړل شوي او د بېلابېلو اسلحو‌ ابتدايي زده کړه ورکول شوې او له هغې وروسته د شر او فساد ډلو څخه د «فضل ربي» په نوم د يوه کس په لارښوونه تر فرضي کرښې راوستل شوي چې له جګړې وروسته بيا افغان ځواکونو ته تسليم شول. نوموړی په پای کې په نورو ځوانانو غږ کوي، چې له ورانکارو ډلو او ټپلو سره يوځای نه شي او په خبره یې دا بهرنۍ پروژې دي او د وطن د بربادۍ په موخه جوړې شوې دي. #هندوکش‌غږ

VOH (Pashto)

22,288 Aufrufe • vor 7 Tagen