Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

۱۰۰ ثانيې خبر ورځ او نېټه: جمعه ۱۴۴۷/۳/۵ ھ ق.

22,404 просмотров • 10 месяцев назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

زاويه نيوز د جرمني په بُن کې د افغانستان جنرال کونسلګرۍ په CCTV يا امنيتي کامرو د سپټمبر پر ۳۰ نېټه، سهار ۱۰:۲۵ دقيقې ثبت شوې دغه ويډيو ترلاسه کړې دي، چې ښيي؛ طالبانو ته دغه کونسلګرۍ صحيح او سلامت سپارل شوې ده. دغه کونسلګرۍ د جرمني حکومت په فشار د سپټمبر پر ۲۹ نېټه طالبانو ته وسپارل شوه او دغه ويډيو ترې يوه ورځ وروسته ثبت شوې ده. دقيق د پخوانيو ډيپلوماتانو له رخصتېدو يوه ورځ وروسته. ويډيو په کونسلګرۍ کې دننه د وسايلو او دفتر روغ او جوړ حالت ښيي. طالبانو او د هغوی لابيګرانو پر ټولنيزو شبکو ادعا کړې وه، چې په دغه جنرال کونسلګرۍ کې د جمهوري دولت د وخت ډيپلوماتانو له وتلو وړاندې کونسلګرۍ ته اوبه خوشې کړي، چوکۍ يې ماتې او ویجاړی يې رامنځته کړی دی. زاويه ته په بُن کونسلګرۍ کې يوې سرچينې وويل: «طالبانو دغه تبليغ د خلکو د تېر اېستلو لپاره وکړ او موخه یې دا وه، ترڅو په دې توګه په اروپا کې د خپلو تېرو شلو کلونو د جنايت پټولو هڅه وکړي، خو دغه تبليغ يې هم لکه د شل کلنې داعيې درواغ ثابت شو.»

ZAWIA NEWS

17,822 просмотров • 8 месяцев назад

ملا هبة الله اخوند! که امارت یواځې د افغانستان په مسلمانانو پسې محدود نه یې نو: ۱- د دوحي قرارداد ولي په رسمي ډول نه لغوه کوئ، ځکه هلته خو امارت، جهاد او اسلامي نظام یواځي تر افغانستانه محدود شوي دي او ملا محمد حسن اخوند په خپله لومړۍ وینا کې دغه خبره تائید کړه، په داسې حال کې چې اسلامي نظام په محدوده جغرافیه باور نه لري؟ ۲- تاسې ولي په پاکستان کې مسلمانانو ته د جهاد اجازه نه ورکوئ؟ د هغو مسلمانانو وروڼو او خویندو مرسته ولي نه کوئ چې د پاکستان په وحشي زندانونو کې پراته او تعذبېږي؟ ۳- ولي د ایغور د مسلمانانو ژغورني ته لښکر نه لېږئ او بالمقابل له چینایانو سره تعامل کوئ او د افغانستان د مسلمانانو معدنونه په هغه چا پلورئ چې ستا مسلمان ورور هره ورځ د اور په لمبو وژني او د تورو تمبو شاته یې اچولی دی؟ ۴- ولي د فل.سطین په اړه یواځې لاریونونه کوئ، د ځانمرګو کنډکونه او قطعي مو کومي ورځې ته ساتلي، تر دې بده ورځ به په مسلمانانو کله راځي؟ طالبانو! تاسې ځانونه مه په تکلیفوئ، پوښتنه مې ملا هبة الله اخوند ته راجع ده.

Rahmatullah Andar🇦🇫

18,450 просмотров • 1 год назад

نن په ټوېټر کې د شکنجې یوه وېدیو په مخه راغله، په کتلو سره یی د زندان یادونو رامخې ته کړل. په ریاست ۴۰ کې یې یوه ورځ له ورځو طالبانو له شمالي ولایاتو د افغانستان یو ځوان د مقاومت جبهې د غړي په تور راوړ، له دې ځوانه یې په نورو ریاستونو کې په زور او جبر سره اقرار اخیستې ؤ، خو چې کله یې ریاست ۴۰ ته راوړل نو ځوان خپل کړی اقرار نه منل او هغه یې له شکنجې د ځان خلاصون لپاره منلې بلل. پنجشنبې ورځ چې د بندیانو د ملاقاتیانو ورځ به وه نو موږ به د کورنۍ غړو د لیدو لپاره یوی خاص خونې چې تر شیشی بلی خوابه مو د کورنې غړي ولاړ ؤ د ۵ دقیقو په سیمدار تلېفون خبرو لپاره وروړل کېدلو، له سر لوڅو اطاقونو چې د شکنجې لپاره جوړ شوي ؤ تېرېدلو. په یوه سرلوڅ اطاق کې یې دا ځوان راځړولې ؤ، او دوه کسان چې مخونه یې پټ ؤ په سوکانو یې وهل، په دروازه کې په ظاهري ډول په سنتو ولاړ یو بل کس چې د تحقیق لپاره یې قلم او کاغذ هم په لاس کي نیولی ؤ له بندي اقرار اخیستل. پښتانه وایی چې په زور کلي نه کېږي ایا په زور دا نیمچه کلی چې نه دروازه لري او نه یې وګړي له افتونو او ځلځلو په امان دي سر ونیسئ؟

Azeem Azeemi

69,541 просмотров • 1 год назад

ویل کېږي چې په کلي کې وبا لګېدلي وه، لوی او واړه مړه کیدل، د ملا صیب مزې وي، هره ورځ به په جومات کې د تبۍ په سر حلوا یا غړی ایښی و. یوه ورځ هلک په منډه د جومات په دراوزه را ننووت او ناره یې کړه چې د ملا صیب لور مړه شوه. ملا صیب له دې غږ سره جګ په محراب کې ودرید، وای مرګي لکه چې اوس خوله ولګوله. نو مرګی هلته مرګی شي چې د ملا صیب نازولی یا نازولې واخلي. شیخ صیب! په دې سیمه کې ۵ لسیزې جګړه ستاسې د فتواو په تېلو بلېږي، څنګه چې په ټوپک خلک وژل کېږي، همدغسې ستاسې د کفر او اسلام په فتواو هم لکونه انسانان ووژل شول، تر څو چې مرګونو او شهادتونو ستاسې دروازې نه وي در ټکولي، تاسې د خپلو استخباراتي فتواو په زیان نه پوهېږی. دا خو پیل دی، جګړه خو به وروسته ګرمه شي، که د پنجاب له ریاست سره شانه به شانه ودریدی، د ټې ټې پې په لاس مو وژني او که مو انکار وکړ ISI مو خپله وژني، تاسي ته یواځې مرګ لیکل شوی او دا ځکه چې ستر ذات تاسې ته د استخباراتي فتواو، د عوامو د تېرایستلو او د ISI د چوپړ بدله او سزا درکوي.

Rahmatullah Andar🇦🇫

15,227 просмотров • 8 месяцев назад