Video yükleniyor...

Video Yüklenemedi

Ana Sayfaya Dön

جنرال مبين به دې ناروغانو ته ويل چي بل ځل راسم، تاسو بايد جوړ او تيار ياست، نو اوس جنرال مبين په زندان کي دی او ناروغان ټول د صهيوني فوج په بمبار کي شهيدان سوه. څه نامرده او بې ترسه دنيا ده. 💔😭💔😭

28,412 görüntüleme • 6 ay önce •via X (Twitter)

8 Yorum

pashton3333 profil fotoğrafı
pashton33336 ay önce

دا مبين صاحب خو را ايله کړي ياره

safia siddiqi profil fotoğrafı
safia siddiqi6 ay önce

مارشال مبین زمونږ د اولس ژبه ده زمونږ د صداقت او رښتیا نښه ده زمونږ د هېواد ددفاع هغه غږ دی چي نن اړتیا ورته لرو. د یوی مور او یوی د خور د غوړولی پلو په خاطر مارشال صاحب ته د خبرو او دفاع اجازه ورکړی.

داؤد profil fotoğrafı
داؤد6 ay önce

😭😭😭😭

Abdul Burhan Sekandari profil fotoğrafı
Abdul Burhan Sekandari6 ay önce

کوته قلفی یا الله ج

Nazir profil fotoğrafı
Nazir6 ay önce

دا اوس نشته زړه می مات ده هیڅ ذهن می نه ووځی قسم په الله چی ما دوي روغ لیدل جوړیګی صحت مند کیګی او کورنی فامیل سره یو ځای کیګی ښه کیګی ډیر سخت ورته خوشحال ووم اوس می زړه بوټ مات ده 💔😭

احمد جان profil fotoğrafı
احمد جان6 ay önce

@QAhmdzy96708 بس د جنرال مبين قربان شم

Afghan profil fotoğrafı
Afghan6 ay önce

😭😭😭😭😭

ZUSDD$ profil fotoğrafı
ZUSDD$6 ay önce

🤣🤣🤣

Benzer Videolar

اوه! اغای لشکری 😂 زه په خداي نه پوهیږم چي دې خلکو ملا تړلې چي له تعلیمه د ولس زړه د ابد لپاره ور تور کړي که څه کیسه ده؟ امریکا ږغ، د خداي روي دی، لږ توجه وکړئ چي داسي خلک د نجونو پر تعلیم خبري کوي، عواقب يي څه دي. داسي نه چي خلک دا ګوري او ووايي چي موږ تیر یو له تحصيل او له مکتبه؟ البته، امریکا ږغ شاید ووايي چي د يوي خبري ادارې په توګه د افغانستان په وړاندي دا اخلاقي مسولیت نلري او هغه شی خپروي چي خلک یي ګوري او د خبري اصولو په چوکاټ برابر وي. خو زه فکر کوم چي هر ژورنالیست په نهایت کي انسان دی او انسانان اخلاقي مسولیتونه لري، د خپلې ټولنې په اړه اخلاقي تعهد لري، حتی که هغه ورڅخه پاته او تباه وطن افغانستان وي. به هر حال، د مخکنۍ ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د وکیلانو شهرت موجود دی. مال، ته راځه چي دې ښځي څه تحصيلات لري. البته، تاسو ته دي معلومه وي چي زه تر یوې مودې وروسته د خبریالي په وخت کي زیاته د شرقي اروپا او منځني ختيځ پر حالاتو متمرکزه وم. په اخر کي خو باور وکړئ چي د ګډوډي له لاسه يو حمدالله محب او اشرف غني چوکۍ راته معلومه وه . خیر ، د ولسي جرګې پر ویب پاڼه د هرات د ټولو وکیلانو سوانح سته او لیکلي يي دي چي چا کوم مکتب ویلی او د څه شي يي پوهنتون ویلی دی. د دې ښځې په اړه لیکل سوي چي دا د ١٣٦١ کال متولده ده . يعني دا اوس د ٤٢ کالو ده. دې په ٢٠١١ کال کي د ولسي جرګې په نتایجو کي د جنجال له کبله اعتصاب کړی و. يعني هغه وخت دا ٢٨ کلنه وه 😂 تاسو يي د اعتصاب د وخت عکس وګورئ! به هر حال، خیر دی. تر عمر به يي ور تېر سو. خو حقیقت ؟ اوس نو د دې له نوم سره لیکل سوي چي د زورنالیزم لیسانس لري. مګر دا نسته چي مکتب يي چیرته لوستي او لیسانس يي له کومه اخیستی دی. دا وايي چي په ایران کي مهاجره وه. نو څنګه يي مکتب وویل؟ ایران خو مهاجرو ته اجازه نه ورکوله . ښه دا به استدلال وکړي چي استثنايي مکتب يي ويلی دی. مګر کوم مکتب؟ او د کوم پوهنتون لیسانس ؟ په وروستیو دوو لسیزو کي ډير خلک چي داسي ګومان کیږي چي د ايران ول، په افغانستان کي مقرر ول. تاسو به د ارګ د هغې مشاورې کیسه اوریدلي وي چي ول له ایرانه راغلې او راساً په ارګ کي مقرره سوې وه او اشرف غني لا نه سول برطرفه کولائ ؟ به هر حال، دا ښځه اوس په کاناډا مبارکه کي اوسېږي. وايي زړه مي ډیر درد لري ځکه حکومت خاین و. يعني د افغانستان داسي "قدرونه" له لاسه ولاړل. کاناډا سره ګلونه وړې 😂 کاناډا زوي مړي به څومره پیش رفته سي 😂 اوس نو لکه هندي فلم چي په اخر کي سړی و نه پوهیږي چي هلک مړ سو که يي له نجلۍ سره واده وکړ، څومره انسان سوختي سي، هو؟ سوال: زه ونه پوهیدم چي دا يي وژړل که يي ادا وکړه ؟ بل سوال، د افغانستان خلک چي دا نن انتخاباتو ته ولاړ سي، صادقانه ووایاست چي سیمین بارکزۍ ته رایه ورکوي که یوه بیخي معمولي طالب ته چي مکتب يي هم بند کړی دی؟ ملت بل رنګ په مخمسه کي دی!

JALALZAI

23,863 görüntüleme • 2 yıl önce

د خرزیانو نازولی لوطي او ښاغلی سومبۍ پاچا: کله چي په شاولیکوټ کي سومبۍ پاچا د موټر بم څخه په زخمي حالت کي ژوندی ووتی او بیا یې نورو لوطت کارانو ته د خپل صحت په اړه د روغتون څخه ډاډ ورکړ.. یاره د خرکار زامنو شل کاله پردې دربدره ولس څه بې ناموسان مسلطه کړي وه. وایم د خرې چنګوټیان پدې خپلو مقرریو هم نه شرمېدل. تاسي باور وکړﺉ چي زما ژوند سوی دی، قسم په خدای که ما دومره بې ناموسه، بېشرمه او بې شرفه خلګ لیدلي وه لکه خرزیان. ځکه چي په ټول وطن کي یو کوني، دله بې ناموسه، قاتل، اختطافچي، فاسد، رشوتخور او لوطي ؤ، دوی به خپل د مور دغه مېړه راوستی او پرغه مظلوم او دربدره ملت به یې مشر او امیر وټاکه او د خپل وطن خلګ به یې په ترټل، ځورول، وژل او وېرول. تاسي او خدای تاسي پدغه ویډیو کي دغه کوني ته وګورﺉ، خرزیانو ددغه کوني څخه د مځکي د سر فرعون جوړکړی ؤ. لېکن دا ځیني بې ناموسان اوس هم خرزیانو ته د خدایانو په سترګه ګوري او چاپلوسي یې کوي. فقط ته به وايې د خلګو دا وحشت هېر سو.

Mohammad Sharifi

67,924 görüntüleme • 5 ay önce

په کندهار کي د جنرال عبدالرازق د ځناورتوب او زرګونو وحشتونو یوه کوچنۍ بېلګه د هغه د یوه زنداني له قوله واورﺉ! زه شخصأ د جنرال رازق د وحشتونو، د بیت المال او ملي عوایدو د غلاو او اړوندو خیانتونو ذمه واري او مسؤلیت و هغو خاینانو ته راجع کوم، لکه کرزیان چي دغه بېسواده، د الله او د رسول د قانون څخه ناخبره او وحشي ځناور يې د خپلو شخصي ګټو، دښمنیو او عقدو د پاللو په موخه پر کندهار واکمن کړی ؤ. تاسي ټول ددې خبري شاهدان یاست چي ما شاوخوا یوه نیمه لسیزه پر چاپي رسنیو او ټولنیزو شبکو همدا نعرې وهلې چي د خرکار زامن او د وېش وحشي لغړی په لسګونو شخصي زندانونه لري، په زرګونو بېګناه وګړي د مرګ تر وروستي سلګیو پکښي شکنجه کوي او بیایې جسدونه د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په رېګو، د بولدګ په رېګو، د میوند ولسوالۍ په دښتونو، د دامان او تخته پل په صحراو، د هلمند او د زابل ولایت په مربوطاطو کي غورځوي، لېکن همدغو ځناورو، ددوی افرادو، ددوی کاسه لېسو خبریالانو او تالۍ څټو ماته سپکي سپوري ویلې او زه یې په تعصب تورنولم، لېکن الحمدالله زما د مطبوعاتو فعالیت او راپورونو اخیر د حقیقت جامه واغوستل او ټول حقایق د لمر د رڼا پشان میدان ته راووتل، خو هماغه ځناور او د هغوی چاپلوسان نن اکثریت تښتېدلي دي او پاته کسان یې د شرمه چاته مخ نسي ورښکاره کولای او د ټولني له شرمه د مخ پټېدو ځای هم نلري. لېکن زه په اخیر کي د خرکار د زامنو (کرزیانو)څخه یوڅو سوالونه لرم، هغه دا چي: ایا په کندهار کي ددغو ځناورو د تقرر عاملین تاسو نه واست او ددوی د وحشتونو حامیان او ملاتړي نه واست او خپلي ګټي مو په دغو وحشیانو نه خوندي کولې او دښمنۍ مو نه پرې پاللې؟ ایا د لوی کندهار د شل کلن ناورین د بشري حقوقو د لومړنیو ضرورتونو د محرومیت عاملین تاسو نه واست؟ ایا تاسو د اشغال په موجودیت کي د فرعونۍ واکمنۍ دعوه داران نه واست؟ ایا تاسو په افغانستان کي د بدبختۍ او په خاص ډول د لوی کندهار د لسګونو زرو انسانانو د وژلو، د بمباریو، د کلیو او ولسوالیو د هموارولو او په زندانونو کي د ٩٩ فیصده پښتنو د بندي کولو عاملین نه واست؟ ایا تاسو په ټول هیواد کي د اداري او اخلاقي فساد د مروجولو او په ټوله نړۍ کي افغانستان د فاسد ترین هیواد د معرفي کولو عاملین نه واست؟ زه دا منم چي ا ا تاسو ته بخښه وکړه، لېکن که چیري تاسو ته د قضاوت او انصاف تله پلاس درکړو، نو خپلو شل کلنو سوابقو ته په کتو سره به تاسو خپل ځانونه وبخښی او تاسو به الله تعالی ته د خپلو ظلمونو د توجیه لپاره څه دلیل وړاندي کوﺉ؟

Mohammad Sharifi

18,989 görüntüleme • 2 yıl önce

په کندهار کي د جمهوري نظام د مافیایې کړیو د وحشتونو یوه بېلګه! کله چي رازق او تادین لغړي په جمهوریت کي ځانته شخصي زندانونه جوړ کړي وه، عام خلګ او د نظام د وسلوال پوځ منسوبین به یې د خپلو شخصي غوښتنو او منفعتونو په پار هغه ډاروونکو زندانونو ته اچول چي انسان خو څه کوې آن حیوانانو به هم هلته شپه نسوای تېرولای، خو همدغو وحشیانو به ژوندي انسانان بېله دې چي قومنداني، څارنوالي او قضايي ارګانونه په جریان کي واچوي، همدغو زندانونو ته د نظام په بې خبري کي اچول او کلونه کلونه به یې پرې تېرول. البته تاسي ټول ددې شاهدان یاست چي ما په کلونو کلونو مرکزي حکومت ته پر ټولنیزو مطبوعاتو چغي ووهلې چي کرزیان د خرکار زامن، رازق او تادین لغړي بې ګناه او بې دفاع خلګ او حکومتي منسوبین شخصي زندانونو ته اچولي، هلته یې په میاشتو او کلونو روحأ او جسمأ شکنجه کوي، لېکن د خرکار زامنو او د وېش لغړیانو به زما ادعاوي ردولې او زه به یې په تعصب تورنولم. خو بلاخره زه د انجنېر رحمت الله معروفي ددغه ویډیو کلیپ په نشرولو سره پدې وتوانېدلم چي خپله دغه ادعا جمهوري ریاست، امنیت شوراء، د افغانستان پارلمان، د ملي امنیت لوی ریاست او د هیواد په ګوټ ګوټ کي ولسونو ته په اثباط ورسوم چي په کندهار کي د خونخوره مافیا زندانونه صرف ادعا نه بلکه یو حقیقت دی او د زمان د وحشیانو یو واقعي جبر دی. البته زه هماغه وخت ددغه ویډیو کلیپ په نشرېدو سره پدې هم وتوانېدم چي حکومت خبر کړم او پر لغړیانو باندي د حکومت د فشارو په وجه رحمت الله معرفي د لغړیانو د زاندان څخه راخوشي کړم، خو همدغو نامردانو معروفي صاحب تر خوشي کېدو وروسته د زلمي سالار سره یو ځای لومړی اختطاف کړ، بیا یې دواړه تر سختو وهلو، ټکولو او شکنجو وروسته په شهادت ورسول او د دامان په دښتو کي يې وغورځول. انا الله و انا الیه راجعون د زلمي سالار او رحمت الله معروفي شهادت دي الله پاک پخپل دربار کي قبول کړي، الله دي د دواړو مقبرې د جنت الفردوس باغچي وګرځوي، لېکن د خرکار زامنو او د وېش وحشي لغړیانو ته د دنیا او اخیرت ذلت، سرټیټی، شرمندګي او عذابونه غواړم. آمین

Mohammad Sharifi

18,177 görüntüleme • 2 yıl önce

د تالبانو د امنیتي سکتور مشران را منشن کړي. خاصتأ دکورنیو چارو د وزارت مشرتابه یي. هغه د داد خان شینواري خبره، محترمینو! لکه څنګه چي خبر یاست د پولیسو وظیفه یوازې د نظم ساتنه نه ده، بلکې د خلکو د سر، مال، ناموس،عزت او عفت ساتنه هم ده. دا مسؤولیت نه یوازې قانوني دی، بلکې شرعي او اخلاقي وجیبه هم ده. تاسې په محافلو کي په خپلو ویناګانو کې دا خبره کوئ چې پولیس د ملت د امن او دعزت ساتونکي دي او خلک باید د پولیسو په شتون کي ډاډمن وه اوسي. خو نن سبا موږ وینو چې ستاسو د اسلامي نظام تر چتر لاندې، ستاسو په حضور کې، زموږ محجوبې افغانې خوېندې او میندې د "نهي عن المنکر" په نامه افرادو له سختو، غیر شرعي، غیر افغاني او غیر انساني چلندونو سره مخ دي. بې له هېڅ جرمه، بې له هېڅ شرعي او قانوني سرغړوني، په ښارونو، بازارونو او واټونو کې افغاني میرمني ځورول کیږي، وهل ټکول، زندان ته وړل او د هغوى بي عزتي او سپکاوی کیږي. دا هغه عملونه دي چې دافغانستان په تاریخ کي هيڅ حاکمیت داسي دیوسي نده کړي ،په حقیقت کي دا کړني د اسلامیت ،افغانیت او انسانیت سره ښکاره دښمني ده. فرض کړو که ستاسو خور او لور ته سربیره پردي چي شرعي حجاب ولري داسي بی پلاره او بی موره خلګ په ښار او بازار کي لاس واچوي تاسو به دهغو په وړاندي څه ونکړي ؟ هر تالب مشر مو دامنیت د راوستو دعوي کوي ،تاسو او خداي چي امنیت همداسي وي چي دحاکمو لخوا دخلګو عزت،وعفت وناموس ته لاس واچول سي . خلاصه، که د دې سپکاوي مخنیوی نسي کولاي، د غیرت اسلامیت او افغانیت پخاطر د داسي مقامه استعفا ورکړئ،لا اقل سبا به دا شرمناک پیټي پر وږو نه وړي. مسؤولیت الهي دٓیًن دی، چي باید صادقانه د ولس چوپړ وسي ،خو که سهل انکاري او بیغوري پکښې وسي، نو وبال او لعنت ګرځي. تاسو لاندي ويډيو کي ګوري چي ټولي افغاني میرمني په مکمل حجاب کي دي خو دا دمفتي عزیز شاګرد لار ورته نیولي ده او مینده مینده ورته کیږي ، او افغاني میرمني روحي شکنجه کوي. دا کړني نه یوازي د افغانیت سره دښمني ده بلکه دشریعت ،اسلامیت او انسانیت سره دښمني ده

Rozgani.A.R

27,485 görüntüleme • 1 yıl önce

په جمهوریت کي د کرزيانو کونیانو په شاولیکوټ ولسوالۍ کي پر خلګو دغسي ظلمونه کول، تاسي ښه په غور ورته وګورﺉ دا د سربند پوسته وه او دا سپین ږری د چنار ؤ. لېکن د کوتریانو او چوبکیانو یې اوس هم خوا په بدیږي، وايي ملي مشر دی، خدمت یې کړی دی. افغانستان یې شل کاله اشغالکرو، خپلو کونیانو او لوطیانو ته سپارلی ؤ، اربکیان یې تولیدول او ملت یې د هغوی تر جبر او وحشت لاندي ساتلی ؤ. خو هغو بې ننګو علماو او چارواکو ته شرم په کار دی، چي په کندهار کي د حاجي بهاوالدین پر کور باندي د محمود کرزي خوټي ورلنګروي. ایا تاسي پدې نیاست خبر چي حاجي بهاالدین د خرکار د زامنو کرزیانو یو مخکښ کوتری او رویبار دی، د طالب چارواکو او خرکار د زامنو ترمنځ منځګړیتوب او د تېر شل کلن وحشت سپیناوی یې کوي. یاره زه هغو طالب چارواکو او علماو ته حیران یم، چي په جمهوریت کي یې پر همدې لوطیانو او د هغوی پر حامیانو پټاونه او استشهادي بریدونه کول، لېکن نن د پیسو په خاطر د محمود کرزي د غله زوی ته چاپلوسي کوي او د لږ امتیاز لپاره یې په مړو سترګو په دفتر او کور کي د غولو په تمه ناست وي. زه و دغسي علماو او چارواکو ته فقط یو پیغام لرم هغه داچي په هغه علم مو مخ تور سه چي تاسو کړی خو عمل نه پرې کوﺉ.

Mohammad Sharifi

148,137 görüntüleme • 4 ay önce

د افغانستان د ا ا مسؤلینو او په ځانګړي توګه د کندهار د ولایت واکمنانو په ښه غوږ يې واورﺉ او د یوه اسلامي نظام په مفهوم او معنی ځانونه پوه او لومړی يې پر خپلو ځانونو پلي کړﺉ. البته دا اشاره مي په ځانګړي توګه و هغو کسانو ته ده، چي د ا ا پر لوړو منصبونو او چوکیو ناست دي، په عینو مینه کي د خرکار د زوی محمود کرزي او په ښار کي د بعضي تجارانو پر دسترخوانو سولیږي او د هغوی په ډالیو مشرفه کیږي. خو ددغو ډوډیو او ډالیو د احسان به بدل کي زموږ د کندهار واکمنان ددغو شل کلنو خاینانو خوش خدمتي کوي او چاپلوسي يې کوي. تاسي یقین وکړﺉ چي په کندهار کي د حاکیم نظام د بعضو واکمنانو په ډېرو نادودو خبر یم، خو ډېره چوپتیا مي اوس زړه راچوي. دا پداسي حال کي چي زه پدې ښه پوهېږم چي د بې عدالتۍ په وړاندي زما د لوړ ږغ څخه د فاسد جمهوریت غله او لوټماران سوء استفاده کوي، چي ښه مثال یې د ښاروال صاحب د وظیفوي غفلت په وړاندي زما د نقد څخه د زاویه نیوز سوء استفاده وه چي د یوه ابزار او وسلې په توګه یې استعمال کړله.

Mohammad Sharifi

21,214 görüntüleme • 1 yıl önce

ایا د لوی کتدهار اصلي تروریستان څوک وه؟ دا د کندهار د ښار د کانټینرانو په سرای کي هغه چاودنه وه چي د خرکار زامنو د اشرف غني له خوا د ملي امنیت د ریس یاسین خان د مقرری په مخالفت کي ترسره کړل. کیسه دا ډول وه، چي اشرف غني د کندهار څخه د حامد خرزیانو مفسد او په مافیا پوري تړلي ریسان له دندو ګوښه کول پیل کړل، خو ملي خاین حامد کرزی او د هغه وروڼه ددې کار څخه ناخوښه وه. اشرف غني په کندهار کي د توریالي ویسا څخه نیولې بیا نو تر پخواني مفسد ښاروال قاضي عمر او قاضي مسلم پوري یو تعداد ریسان له دندو ګوښه کړل، چي په هماغه وخت کي ما هم د یادو کسانو د فساد په رسوايي کي د حکومت سره ښه پوره همکاري وکړه او د یادو اشخاصو پر ضد مي مکمل مستد اسناد وړاندي کړه. بلاخره اشرف غني د کندهار د ملي امنیت د ریس په توګه د جنرال یاسین خان لغماني مقرري هم منظور کړل، چي ددغي مقرری سره جنرال رازق او د خرکار زامنو مخالفت وښود. زما د معلوماتو له مخي حامد خرزي په کابل کي اشرف غني ته د معصوم ستانکزي پلاس اخطار هم ورلېږلی ؤ، چي که یې چیري یاسین خان له کندهاره ګوښه نکړ، بیا که یاسین خان ته هرڅه تاوان ورسېدی مسؤلیت به یې ستا په غاړه وي. لېکن اشرف غني د حامد خرزي په اخطار چنداني پروا نه وه کړې. بس هماغه و چي جنرال رازق او حامد خرزیانو د یوه منظم پلان له مخي د کندهار د کانټیرانو په سرای کي چي اکثره د موټرانو د مستریانو دوکانونه پکښي وه، هلته دوه بېرله (بېلره) خشته باروت، د راکیت مرمۍ، د کازو ډبې، ضد پرسونل ماینونه، مېخونه او ټول هغه توکي په یوه کانټینر کي ځای پر ځای کړل چي د انسانانو د پراخي مرګ ژوبلي سبب کېدله. ددغه کار څخه ددوی یو هدف دا و چي ملي امنیت ته د یادو چاودېدونکو توکو په اړه داسي راپور ورکړي، چي ګواکي دا توکي د طالبانو له خوا ځای پر ځای سوي دي او دوی کشف کړي دي، ترڅو جنرال یاسین خان د ساحې د امنیت د برسي لپاره راسي او په دغه چاودنه کي یې له منځه یوسي، خو که چیري ژوندی پاته هم سي دوی یې په کندهار کي د امنیت د کاري غفلت په تور محکوم او بیا یې له دندي ګوښه کړي، چي همداسي هم وسوه. خو کله چي جنرال یاسین خان ته د یادي موضوع په اړه راپور ورسېدﺉ، یاسین خان د ماینونو د خنثی کولو لپاره د ملي امنیت لسکونه مسلکي ځوانان راولېږل، ترڅو لومړی د کانټینرانو د سرای څخه خلګ وباسي بیا ماینونه خنثی او یا هم چاودنه ورکړي او په سیمه کي د خلګو د مرګ ژوبلي کچه راکمه کړي. لېکن پخپله یې هوښیاري وکړه او صحنې ته رانغلی. خو کله چي د ملي امنیت منسوبینو د کندهار د ښار د کانټینرانو په سرای کي د چاودېونکو توکو کانټینر تشخص کړ، سمدلاسه یې د کانټینر د دروازې د خلاصولو هڅه وکړه، دروازه یې خلاصه کړه، ٢ بېلره خشته باروت، د راکیټانو مرمۍ، د پرسونل ضد ماینونه، د کازو ډبې او داسي نور اړوند توکي یې ولیدل. خو دغو منسوبینو یو لوی غفلت دا وکړ چي د خشتو باروتو بېلر یې د ځایه ښورولی ؤ، چي دوی باید دا کار نه وای کړی او له همدې غفلت له وجي دومره قوي چاودنه رامنځته سول چي ټول کندهار یې ولرزاوه او کیلومترونه لیري یې د خلګو د کورونو کلکینان او دروازې د بېخه کښلي وې. چي له بده مرغه په همدې چاودنه کي د ملي امنیت ٤٥ کسه منسوبین ووژل سول او د ډېریو غوښي هم ندي پیدا سوي. نوټ: ویډیو زما د ارشیف څخه ده او زه ددې موضوع په اړه تاسو ته نور جزییات او کره اسناد په بل راپور کي خپروم. درنښت: محمدشریفي

Mohammad Sharifi

14,145 görüntüleme • 26 gün önce