Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

په کندهار کي د جمهوري نظام د مافیایې کړیو د وحشتونو یوه بېلګه! کله چي رازق او تادین لغړي په جمهوریت کي ځانته شخصي زندانونه جوړ کړي وه، عام خلګ او د نظام د وسلوال پوځ منسوبین به یې د خپلو شخصي غوښتنو او منفعتونو په پار هغه ډاروونکو...

18,177 views • 2 years ago •via X (Twitter)

10 Comments

خوشحال بلوچ🐎's profile picture
خوشحال بلوچ🐎2 years ago

رازق یو لغړی قمندان وو چی خدای پر داسی دروند قوم مسلطه کړی وو لکه کندهاریان رازق او د رازق نفر ټوله کونیان وه

Agha jan's profile picture
Agha jan2 years ago

شريفي صاحب:زه روح الله خرزاده په غيرداسنادوونيولم اودتادين بي ناموسانوته يي په لاس ورکړم زه دولتي ماموروم بيله دي څخه چي زماڅخه استعلام وکړي اوزه يي ځواب ورکړم د۶۰کالوعمر مي ؤلاسونه او پښې يي راوتړل اويو غبرګ ډبل کيبل يي راته بندکړپرپښو اکوناټي يي داسي ووهلم چي دوه واري بيسده سوم

Abdul wahid. samde صمدی's profile picture
Abdul wahid. samde صمدی2 years ago

درازق او تادین په جنایت کی امرین دحوزه امر جنایی. امر امنیت جنرال اطرافی امر د ترویزم شامل وه امر ین دحوزه لکه اوم حوزه او اتمه حوزه دخلکو په ترور او شکنجه کول کی فعال رول درلوده

Waheedullah Waheedi's profile picture
Waheedullah Waheedi2 years ago

شریفی صاحب ډیره مننه .... داسی اسناد او شواهد چه تاسو اوس یو یو نشروی او ددوی دا لړلی حکومت لا ښه اولس ته رسوا کوی دا کار ستایم دلا نور پر مختګ په هیله

Noor ahmad Ahmadi's profile picture
Noor ahmad Ahmadi2 years ago

امین ثومه امین الله ج دی وشرمه یی په دونیا اواخیرت کی

Hakmatullah alhakmat's profile picture
Hakmatullah alhakmat2 years ago

آمين ثم آمين آمين يارب العلمین

Nazir's profile picture
Nazir2 years ago

امین

Agha jan's profile picture
Agha jan2 years ago

بيسده سوم اوپه يوه اوتاک کي يي وغورځولم داچي زماڅخه تحقيق وکړي دوي راته شله دي چي پرپلاني باندي داسي خبري وکړه موږبه ويډيووکړوبيله توطيي بل کاريي نه وکه به کوم کندهاري ځان ورته ټينګ کړتادالدين به ريګ ته استوي ډيري پايلوچه کندهاريان يي بيله جريمه ووژل چي په ځان به ټينګ وه لعنت پر

طالب عمر منصور's profile picture
طالب عمر منصور2 years ago

محترم شریفی صاب تاتہ میسج نہ درزی اجل کار می درسرہ دی کی شخصی کی جواب راکی مننہ

mullah nazir's profile picture
mullah nazir2 years ago

تادین په همدی دنیا داسی ښکاریدو لکه هغه دخره کوچنی زوۍ چه په اصطلاح کورګوټی ورته وایی

Related Videos

تاسي ښه په غور غوږ پر ونیسی، کندهار او د کندهار عزتمند ولس پوره دوې لسبزي د خرکار د زامنو حامدکرزیانو تر دغسي ټولنیزي وبا تر سیوري لاندي د ناامېدۍ شېبې تېرولې. لېکن کله چي د فاسد جمهوریت تر سقوط وروسته د کرزیانو دغه سپی د ط..البانو لخوا مردار سو، دوی په ملي او بین المللي کچه پر رسنیو ډنډورې ګډي کړلې چي هلۍ ط..البانو یو معصوم او بې ګناه کمېدين وواژه. خلګو تاسي راسی قضاوت پرې وکړﺉ، د خرکار د زامنو کمېډين هم دغه ډول ؤ، چي په عامو او ټولنیزو مجالسو کي به یې په تهدید او بې عزتۍ سره لواطت ترویجاوه او خلګ به یې په سپکو سپورو ورته هڅول. لېکن د خواشینی ځای دادی چي اوس هم ځني لوستي ځوانان، لیکوالان او شاعران د دوی پر دغه ډول بې ناموسیو پرده غوړوي او پر ټولنیزو رسنیو کمپاینونه ورته کوي، دا پداسي حال کي چي همدغه لوستي چاپلوسان په لویه کچه ددغي منحوسي کړۍ له لوري د لوۍ کندهار سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتورۍ بې عزتي او بې حرمتي په پام کي نه نیسي او یا هم د افغانستان خپلواکي چي د اشغال د مستقیم تجاوز تر سوال لاندي وه، د هغه په اړه هم یوه ذره فکر نکوي. ځکه همدغه چاپلوسانو، کوتریانو او ډنډورچیانو یې هیڅکله په مجموعي او ټولنیزه کچه دا فکر نکاوه چي کله په جمهوریت کي د خرکار زامن کرزیان او د هغوۍ لوطیان پر کندهار واکمن وه، لوی کندهار په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز لهاظ ددغسي بحران سره مخ ؤ، لکه د کرزیانو دغه کونیانو چي پر کندهار باندي د ماتم پرده غوړولې وه. نو ځکه خو د هر ابداره او عزتمند شخص ژوند او عزت د خرکار د زامنو ددغسي کونیانو د ګواښ سره مخ ؤ او هر هغه انسان چي به په واقعي نوګه په سیاسي او ټولنیزو اصولو باور درلود، د همدې بې شرمي کړۍ د تهدید او بې عزتۍ سره به مخ کېده. ځکه د خرکار زامنو د کندهار په هره ولسوالۍ کي، هره پوسته کي او د ښار په هره حوزه کي دغسي بې موره، بې پلاره او بې شرمه پولیس درولي وه، چي د دوی په شتون کي د هیڅ انسان د سر، مال او عزت تضمین نه کېده.

Mohammad Sharifi

11,816 views • 4 months ago

په کندهار کي د جنرال عبدالرازق د ځناورتوب او زرګونو وحشتونو یوه کوچنۍ بېلګه د هغه د یوه زنداني له قوله واورﺉ! زه شخصأ د جنرال رازق د وحشتونو، د بیت المال او ملي عوایدو د غلاو او اړوندو خیانتونو ذمه واري او مسؤلیت و هغو خاینانو ته راجع کوم، لکه کرزیان چي دغه بېسواده، د الله او د رسول د قانون څخه ناخبره او وحشي ځناور يې د خپلو شخصي ګټو، دښمنیو او عقدو د پاللو په موخه پر کندهار واکمن کړی ؤ. تاسي ټول ددې خبري شاهدان یاست چي ما شاوخوا یوه نیمه لسیزه پر چاپي رسنیو او ټولنیزو شبکو همدا نعرې وهلې چي د خرکار زامن او د وېش وحشي لغړی په لسګونو شخصي زندانونه لري، په زرګونو بېګناه وګړي د مرګ تر وروستي سلګیو پکښي شکنجه کوي او بیایې جسدونه د ډنډ ولسوالۍ د ابراهیم خلیفه بابا په رېګو، د بولدګ په رېګو، د میوند ولسوالۍ په دښتونو، د دامان او تخته پل په صحراو، د هلمند او د زابل ولایت په مربوطاطو کي غورځوي، لېکن همدغو ځناورو، ددوی افرادو، ددوی کاسه لېسو خبریالانو او تالۍ څټو ماته سپکي سپوري ویلې او زه یې په تعصب تورنولم، لېکن الحمدالله زما د مطبوعاتو فعالیت او راپورونو اخیر د حقیقت جامه واغوستل او ټول حقایق د لمر د رڼا پشان میدان ته راووتل، خو هماغه ځناور او د هغوی چاپلوسان نن اکثریت تښتېدلي دي او پاته کسان یې د شرمه چاته مخ نسي ورښکاره کولای او د ټولني له شرمه د مخ پټېدو ځای هم نلري. لېکن زه په اخیر کي د خرکار د زامنو (کرزیانو)څخه یوڅو سوالونه لرم، هغه دا چي: ایا په کندهار کي ددغو ځناورو د تقرر عاملین تاسو نه واست او ددوی د وحشتونو حامیان او ملاتړي نه واست او خپلي ګټي مو په دغو وحشیانو نه خوندي کولې او دښمنۍ مو نه پرې پاللې؟ ایا د لوی کندهار د شل کلن ناورین د بشري حقوقو د لومړنیو ضرورتونو د محرومیت عاملین تاسو نه واست؟ ایا تاسو د اشغال په موجودیت کي د فرعونۍ واکمنۍ دعوه داران نه واست؟ ایا تاسو په افغانستان کي د بدبختۍ او په خاص ډول د لوی کندهار د لسګونو زرو انسانانو د وژلو، د بمباریو، د کلیو او ولسوالیو د هموارولو او په زندانونو کي د ٩٩ فیصده پښتنو د بندي کولو عاملین نه واست؟ ایا تاسو په ټول هیواد کي د اداري او اخلاقي فساد د مروجولو او په ټوله نړۍ کي افغانستان د فاسد ترین هیواد د معرفي کولو عاملین نه واست؟ زه دا منم چي ا ا تاسو ته بخښه وکړه، لېکن که چیري تاسو ته د قضاوت او انصاف تله پلاس درکړو، نو خپلو شل کلنو سوابقو ته په کتو سره به تاسو خپل ځانونه وبخښی او تاسو به الله تعالی ته د خپلو ظلمونو د توجیه لپاره څه دلیل وړاندي کوﺉ؟

Mohammad Sharifi

18,989 views • 2 years ago

په جمهوریت کي د کرزيانو کونیانو په شاولیکوټ ولسوالۍ کي پر خلګو دغسي ظلمونه کول، تاسي ښه په غور ورته وګورﺉ دا د سربند پوسته وه او دا سپین ږری د چنار ؤ. لېکن د کوتریانو او چوبکیانو یې اوس هم خوا په بدیږي، وايي ملي مشر دی، خدمت یې کړی دی. افغانستان یې شل کاله اشغالکرو، خپلو کونیانو او لوطیانو ته سپارلی ؤ، اربکیان یې تولیدول او ملت یې د هغوی تر جبر او وحشت لاندي ساتلی ؤ. خو هغو بې ننګو علماو او چارواکو ته شرم په کار دی، چي په کندهار کي د حاجي بهاوالدین پر کور باندي د محمود کرزي خوټي ورلنګروي. ایا تاسي پدې نیاست خبر چي حاجي بهاالدین د خرکار د زامنو کرزیانو یو مخکښ کوتری او رویبار دی، د طالب چارواکو او خرکار د زامنو ترمنځ منځګړیتوب او د تېر شل کلن وحشت سپیناوی یې کوي. یاره زه هغو طالب چارواکو او علماو ته حیران یم، چي په جمهوریت کي یې پر همدې لوطیانو او د هغوی پر حامیانو پټاونه او استشهادي بریدونه کول، لېکن نن د پیسو په خاطر د محمود کرزي د غله زوی ته چاپلوسي کوي او د لږ امتیاز لپاره یې په مړو سترګو په دفتر او کور کي د غولو په تمه ناست وي. زه و دغسي علماو او چارواکو ته فقط یو پیغام لرم هغه داچي په هغه علم مو مخ تور سه چي تاسو کړی خو عمل نه پرې کوﺉ.

Mohammad Sharifi

148,137 views • 5 months ago

د افغانستان د ا ا مسؤلینو او په ځانګړي توګه د کندهار د ولایت واکمنانو په ښه غوږ يې واورﺉ او د یوه اسلامي نظام په مفهوم او معنی ځانونه پوه او لومړی يې پر خپلو ځانونو پلي کړﺉ. البته دا اشاره مي په ځانګړي توګه و هغو کسانو ته ده، چي د ا ا پر لوړو منصبونو او چوکیو ناست دي، په عینو مینه کي د خرکار د زوی محمود کرزي او په ښار کي د بعضي تجارانو پر دسترخوانو سولیږي او د هغوی په ډالیو مشرفه کیږي. خو ددغو ډوډیو او ډالیو د احسان به بدل کي زموږ د کندهار واکمنان ددغو شل کلنو خاینانو خوش خدمتي کوي او چاپلوسي يې کوي. تاسي یقین وکړﺉ چي په کندهار کي د حاکیم نظام د بعضو واکمنانو په ډېرو نادودو خبر یم، خو ډېره چوپتیا مي اوس زړه راچوي. دا پداسي حال کي چي زه پدې ښه پوهېږم چي د بې عدالتۍ په وړاندي زما د لوړ ږغ څخه د فاسد جمهوریت غله او لوټماران سوء استفاده کوي، چي ښه مثال یې د ښاروال صاحب د وظیفوي غفلت په وړاندي زما د نقد څخه د زاویه نیوز سوء استفاده وه چي د یوه ابزار او وسلې په توګه یې استعمال کړله.

Mohammad Sharifi

21,214 views • 1 year ago

ایا د لوی کتدهار اصلي تروریستان څوک وه؟ دا د کندهار د ښار د کانټینرانو په سرای کي هغه چاودنه وه چي د خرکار زامنو د اشرف غني له خوا د ملي امنیت د ریس یاسین خان د مقرری په مخالفت کي ترسره کړل. کیسه دا ډول وه، چي اشرف غني د کندهار څخه د حامد خرزیانو مفسد او په مافیا پوري تړلي ریسان له دندو ګوښه کول پیل کړل، خو ملي خاین حامد کرزی او د هغه وروڼه ددې کار څخه ناخوښه وه. اشرف غني په کندهار کي د توریالي ویسا څخه نیولې بیا نو تر پخواني مفسد ښاروال قاضي عمر او قاضي مسلم پوري یو تعداد ریسان له دندو ګوښه کړل، چي په هماغه وخت کي ما هم د یادو کسانو د فساد په رسوايي کي د حکومت سره ښه پوره همکاري وکړه او د یادو اشخاصو پر ضد مي مکمل مستد اسناد وړاندي کړه. بلاخره اشرف غني د کندهار د ملي امنیت د ریس په توګه د جنرال یاسین خان لغماني مقرري هم منظور کړل، چي ددغي مقرری سره جنرال رازق او د خرکار زامنو مخالفت وښود. زما د معلوماتو له مخي حامد خرزي په کابل کي اشرف غني ته د معصوم ستانکزي پلاس اخطار هم ورلېږلی ؤ، چي که یې چیري یاسین خان له کندهاره ګوښه نکړ، بیا که یاسین خان ته هرڅه تاوان ورسېدی مسؤلیت به یې ستا په غاړه وي. لېکن اشرف غني د حامد خرزي په اخطار چنداني پروا نه وه کړې. بس هماغه و چي جنرال رازق او حامد خرزیانو د یوه منظم پلان له مخي د کندهار د کانټیرانو په سرای کي چي اکثره د موټرانو د مستریانو دوکانونه پکښي وه، هلته دوه بېرله (بېلره) خشته باروت، د راکیت مرمۍ، د کازو ډبې، ضد پرسونل ماینونه، مېخونه او ټول هغه توکي په یوه کانټینر کي ځای پر ځای کړل چي د انسانانو د پراخي مرګ ژوبلي سبب کېدله. ددغه کار څخه ددوی یو هدف دا و چي ملي امنیت ته د یادو چاودېدونکو توکو په اړه داسي راپور ورکړي، چي ګواکي دا توکي د طالبانو له خوا ځای پر ځای سوي دي او دوی کشف کړي دي، ترڅو جنرال یاسین خان د ساحې د امنیت د برسي لپاره راسي او په دغه چاودنه کي یې له منځه یوسي، خو که چیري ژوندی پاته هم سي دوی یې په کندهار کي د امنیت د کاري غفلت په تور محکوم او بیا یې له دندي ګوښه کړي، چي همداسي هم وسوه. خو کله چي جنرال یاسین خان ته د یادي موضوع په اړه راپور ورسېدﺉ، یاسین خان د ماینونو د خنثی کولو لپاره د ملي امنیت لسکونه مسلکي ځوانان راولېږل، ترڅو لومړی د کانټینرانو د سرای څخه خلګ وباسي بیا ماینونه خنثی او یا هم چاودنه ورکړي او په سیمه کي د خلګو د مرګ ژوبلي کچه راکمه کړي. لېکن پخپله یې هوښیاري وکړه او صحنې ته رانغلی. خو کله چي د ملي امنیت منسوبینو د کندهار د ښار د کانټینرانو په سرای کي د چاودېونکو توکو کانټینر تشخص کړ، سمدلاسه یې د کانټینر د دروازې د خلاصولو هڅه وکړه، دروازه یې خلاصه کړه، ٢ بېلره خشته باروت، د راکیټانو مرمۍ، د پرسونل ضد ماینونه، د کازو ډبې او داسي نور اړوند توکي یې ولیدل. خو دغو منسوبینو یو لوی غفلت دا وکړ چي د خشتو باروتو بېلر یې د ځایه ښورولی ؤ، چي دوی باید دا کار نه وای کړی او له همدې غفلت له وجي دومره قوي چاودنه رامنځته سول چي ټول کندهار یې ولرزاوه او کیلومترونه لیري یې د خلګو د کورونو کلکینان او دروازې د بېخه کښلي وې. چي له بده مرغه په همدې چاودنه کي د ملي امنیت ٤٥ کسه منسوبین ووژل سول او د ډېریو غوښي هم ندي پیدا سوي. نوټ: ویډیو زما د ارشیف څخه ده او زه ددې موضوع په اړه تاسو ته نور جزییات او کره اسناد په بل راپور کي خپروم. درنښت: محمدشریفي

Mohammad Sharifi

14,145 views • 28 days ago

د خرزیانو نازولی لوطي او ښاغلی سومبۍ پاچا: کله چي په شاولیکوټ کي سومبۍ پاچا د موټر بم څخه په زخمي حالت کي ژوندی ووتی او بیا یې نورو لوطت کارانو ته د خپل صحت په اړه د روغتون څخه ډاډ ورکړ.. یاره د خرکار زامنو شل کاله پردې دربدره ولس څه بې ناموسان مسلطه کړي وه. وایم د خرې چنګوټیان پدې خپلو مقرریو هم نه شرمېدل. تاسي باور وکړﺉ چي زما ژوند سوی دی، قسم په خدای که ما دومره بې ناموسه، بېشرمه او بې شرفه خلګ لیدلي وه لکه خرزیان. ځکه چي په ټول وطن کي یو کوني، دله بې ناموسه، قاتل، اختطافچي، فاسد، رشوتخور او لوطي ؤ، دوی به خپل د مور دغه مېړه راوستی او پرغه مظلوم او دربدره ملت به یې مشر او امیر وټاکه او د خپل وطن خلګ به یې په ترټل، ځورول، وژل او وېرول. تاسي او خدای تاسي پدغه ویډیو کي دغه کوني ته وګورﺉ، خرزیانو ددغه کوني څخه د مځکي د سر فرعون جوړکړی ؤ. لېکن دا ځیني بې ناموسان اوس هم خرزیانو ته د خدایانو په سترګه ګوري او چاپلوسي یې کوي. فقط ته به وايې د خلګو دا وحشت هېر سو.

Mohammad Sharifi

67,946 views • 5 months ago

جالبه داده چي د تعلیم په اړه د عامو خلګو د غوښتونو تر څنګ اوس د علماو فتواو ته هم د یوې ولسکیزي اهمیت نه ورکول کیږي. مشرتابه مو پر یوه سر پر عامو مطبوعاتو او د جمعې د ورځي په وعظ او نصیحتونو کي ادعاوي کوي چي د افغان مسلمان ملت ملاتړ زموږ سره راسره ؤ چي زموږ مبارزه یې د کامیابۍ تر منزله راورسول، ځکه آن د خپلو بچیانو رزق او روزي یې زموږ سره شریکه کړله، دردونه، کړاونه او د اشغال ټول مهنتونه یې راسره وګالل، لېکن اوس هماغه ملت چي د زامنو ژوند يې د اشغال په وړاندي او د هیواد د ازادۍلپاره و قربانیو ته وقف کړي ؤ او هغه معزز علما چي د مشرتابه سره د اشغال په وړاندي په صفوفو کي د مرګ تر ساعته ولاړ وه، هغوی هم د خدای رویونه ورته نیسي، په قران او احادیثو یې ورته ثابتوي چي تعلیم نه یوازي دا چي منع یې نده راغلې، بلکه پر نر او ښځه فرض دی او زموږ خوېندو ته اجازه ورکړﺉ چي زده کړي وکړي، خو بیا یې هم خبري نه منل کیږي او هیڅوک نه د ملت او نه هم د معززو علماو پر زاریو او جګیو غوږ نیسي. افسوس صد افسوس

Mohammad Sharifi

17,457 views • 1 year ago

ذا په جمهوري نظام کي په اروزګان ولایت کي د قومندان رحیم الله لنډغر پولیس او د مور او د پلار هغه ازاریان وه چي د اروزګان ولایت پر لویه لار به یې مسافر د موټرانو څخه راکښته کول، بیا به یې وهل، ټکول، سپکي سپوري به یې ورته ویلې او بېګارول به یې، کشران هلکان به یې په زور ترې راګرځول او تهدیدول به یې، پیسې به یې ترې اخستې، لاسونه به یې تر شا ور تړل او ږیري به یې په تهدید امېزه او تمسخر آمېزه توګه ور قیچي کولې. هو! دا پر لوی کندهار باندي د حامد خرزي او د هغه د غلو وروڼو د ترحم بېلګي وې چي شل کاله یې د همدغو غلو او لوطیانو د ښې حکومتولۍ احسان راباندي اچاوه او تالۍ څټو کوتریانو به یې ویل چي د نوي حکومت د بنسټ ډبره ملي بادک حامد خرزي کښېښول او د بادک پر افغانانو باندي لوی احسان دی، ځکه بادک د یو مسیحی په شکل پر افغانستان نازل سوی دی. یاره خو افغانان او په خاص ډول د لوی کندهار مظلوم خلګ د کرزي خاین، د هغه د غلو وروڼو او دغسي لنډغرو دلاسه شل کاله پر داسي سره تبۍ ناست وه، چي آن د هندو زړه پر مسلمانېده، خو ددغو خاینانو وحشي زړونه پر دغو بېچاره ګانو نه یخېدل او نه یې تنده ددغه غمځپلي ولس په وینو ماتېدل.

Mohammad Sharifi

18,735 views • 2 years ago