Loading video...

Video Failed to Load

Go Home

د ادې بې‌بي روغتون د پرانيستې مراسم

11,523 views • 3 months ago •via X (Twitter)

0 Comments

No comments available

Comments from the original post will appear here

Related Videos

کابل کې د معتادینو پر روغتون د پاکستان برید؛ تر دې دمه ۴۰۰ شهیدان او ۲۵۰ ټپیان د پژواک خبریال د شپې ناوخته په کابل کې هغه د معتادینو روغتون ته ورغلی چې د پاکستان د پوځي رژیم تر برید لاندې راغلی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د شهیدانو شمېر ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او ۲۵۰ نور ټپیان دي. په دې راپور کې په روغتون کې تر درملنې لاندې کسان هم د دغه خونړي برید کیسې کوي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «د پاکستان پوځي رژیم بېګا ماخوستن شاوخوا نهه بجې د امید په نوم د معتادینو د درملنې دوه زره بستریز روغتون بمبار کړ، چې د روغتون زیاتې برخې له منځه تللې او تر اټکل د زیاتو تلفاتو وېره شته. متأسفانه، د شهیدانو شمېر تر دې مهاله ۴۰۰ تنو ته رسېدلی او تر ۲۵۰ پورې نور ټپیان شوي دي.» هغه لیکلي چې د پېښې په ځای کې ژغورونکي ټیمونه بوخت دي، څو لګېدلی اور مهار کړي او پاتې شهیدان راوباسي. د عامې روغتیا وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان، په یاد روغتون کې خبریالانو ته ویلي چې په لومړي سر کې تر ۱۷۰ ټپیان روغتون ته لېږدول شوي، خو لا هم د ژغورنې عملیات روان دي او کېدای شي د تلفاتو شمېر لوړ شي. ډاکټر شرافت زمان زیاته کړې چې د دغه روغتون ډېرې څانګې هم له منځه تللې دي. #کابل #پاکستان #د_معتادینو_روغتون #امید_روغتون #شفاخانه_معتادین

Pajhwok Afghan News

13,732 views • 4 months ago