Загрузка видео...

Не удалось загрузить видео

На главную

د بلوڅو وروڼو پر لاسونو دي برکتونه وي. او الله تعالی دي هر صالح مسلمان ته دا قوت ورکړي چي د پنجابي پوځ د جنازو او فاتحو ټغر ټولولو ته پرېنږدي، لکه همدې منافقینو چي موږ پدې پنځوس کاله د خپلو اوښکو پاکولو ته نه یو پريښي.

31,904 просмотров • 2 лет назад •via X (Twitter)

Комментарии: 0

Нет доступных комментариев

Здесь появятся комментарии из оригинального поста

Похожие видео

د عبدالحکیم امبارکښ زوی حامد خرزی د افغانستان طیارې او پیلوټان داسي په جګه غاړه او ویاړ د پاکستان کرنیلانو ته تسلیموي، دا خبیث پدې هم نه پوهیږي چي دا طیارې د دولت نه بلکه د افغانستان د ملت امانت دی. ځکه دولتونه تغیر کوي، ځي او راځي، لېکن دا مانت ملت ته پاتیږي. عبجه خوداده چي دا سیاسي رنډۍ هم شرم نلري پر نورو خلګو د جاسوسانو ټاپې ؤهي، دا پداسي حال کي چي خرزی او پلار یې هم پخپله د پاکستان د ای ایس ای جاسوسان وه او هم د امریکا د سي ای اې. په جمهوریت کي د پاکستان پوځ ننګرهار، کنړ او خوست په کلونو کلونو په راکیټونو او ډیسي ټوپونو ویشتل لېکن د حامد خرزي وروڼو د کندهار انار او وچي مېوې هر کال د پاکستان کرنیلانو ته آن اسلام اباد ته په تحفو کي ورلېږلې او هغه د پلار د وختو زړې اړیکي یې داسي ورسره پاللې، لکه د خپل خاین نیکه ګوډ خیرو د وختو اړیکي چي تراوسه پوري د سقاویانو سره پالي او د ټولو پښتنو حقوق یې پرې وخوړل.

Mohammad Sharifi

14,768 просмотров • 6 месяцев назад

الله، الله الله اکبر! تاسي د سر په سترګو ورته وګورﺉ ډېر د اب او د عزت خلګ لوږي او فقر پر سر اخستي دي دا نجلۍ وايي، تراوسه مې روژماتی هم ندی کړی، ځکه په کور کي یې د خوړو لپاره څه نه درلودل، لومړی ورځ یې ده د خپلي خور سره د کوره راوتلي ده، ترڅو د نانوايي ومخي ته کښېني او که خدای وکړي یوڅوک مرسته ورسره وکړي. ګورﺉ مشرانو دا نجوني د کړو، وړو او لباس څخه د عزت، شرف او درنې کورنۍ نجوني معلومیږي، وايي موږ په کور کي دوې خوېندي یو او یوه مو مور ده، نه پلار لري او نه هم ورور، د خبرو څخه ډیري تعلیمیافته معلومیږي، دوی ته موږ په اسلامي حجاب او قانون کي د کار کولو او تعلیم فرصت ندۍ ورکړی. ځکه په کار کولو او تعلیم یې شرمېږو او ننګ یې بولو. لېکن کله چي د ناوايي ومخي ته د یوې ډوډۍ لپاره خلګو ته لاس نیسي پدې کار یې بیا نه شرمېږو. موږ او تاسو ټوله د یوې سنتي ټولني زېږنده یو، عزت او ناموس لرو، هر مسلمان دي پر خپل زړه لاس کښېږدي او دا دي د ځانه سره وسنجوي، چي که چیري دا سبا زه مړ وم او زما د کور ښځي ودغسي حالت ته راووتلې؟ ګورﺉ زه په دیني مسایلو ډېر نه پوهېږم هیله کوم ټاپې مو په جېب کي کښېږدﺉ، لېکن د هغه الله په ذات قسم خورم چي زما پر ایمان دی، چي ددغو ټولو حساب به راسره کیږي، د دنیا او خیرت دلت به زموږ او تاسو په برخه وي. تاسي دا غفلت کوﺉ، نتیجه به یې وګورﺉ.

Mohammad Sharifi

60,725 просмотров • 7 месяцев назад

جالبه داده چي د تعلیم په اړه د عامو خلګو د غوښتونو تر څنګ اوس د علماو فتواو ته هم د یوې ولسکیزي اهمیت نه ورکول کیږي. مشرتابه مو پر یوه سر پر عامو مطبوعاتو او د جمعې د ورځي په وعظ او نصیحتونو کي ادعاوي کوي چي د افغان مسلمان ملت ملاتړ زموږ سره راسره ؤ چي زموږ مبارزه یې د کامیابۍ تر منزله راورسول، ځکه آن د خپلو بچیانو رزق او روزي یې زموږ سره شریکه کړله، دردونه، کړاونه او د اشغال ټول مهنتونه یې راسره وګالل، لېکن اوس هماغه ملت چي د زامنو ژوند يې د اشغال په وړاندي او د هیواد د ازادۍلپاره و قربانیو ته وقف کړي ؤ او هغه معزز علما چي د مشرتابه سره د اشغال په وړاندي په صفوفو کي د مرګ تر ساعته ولاړ وه، هغوی هم د خدای رویونه ورته نیسي، په قران او احادیثو یې ورته ثابتوي چي تعلیم نه یوازي دا چي منع یې نده راغلې، بلکه پر نر او ښځه فرض دی او زموږ خوېندو ته اجازه ورکړﺉ چي زده کړي وکړي، خو بیا یې هم خبري نه منل کیږي او هیڅوک نه د ملت او نه هم د معززو علماو پر زاریو او جګیو غوږ نیسي. افسوس صد افسوس

Mohammad Sharifi

17,457 просмотров • 1 год назад