Loading video...
Video Failed to Load
د خیبر پښتونخوا علما!!! ایا دا بې ادبي نده چي په سلګونو خلګ دي وعظ او نصحت ته ناست وي، د الله تعالی او د هغه د رسول اړوند ویناوي کوي، خو په عیني وخت کي دي د ځان مساج او چاپي لپاره یو طالب درولی وي او ځان... show more
40,794 views • 3 years ago •via X (Twitter)
10 Comments

ایا ته پدې نه پوهېږې چي ستا پدې کار دخلګو دتوجه تمرکز د وعظ او نصحت څخه دطالب جان چاپي ته اوړي. ایا دا د اسلام، دمسجد، د وعظ، نصیحت او مقتدیانو دشان سره کستاخي او بې ادبي نده؟ نو ایا یو دیني عالم ولي باید دخپل نفس دخوشحالولو لپاره دیو بل شاګرد څخه دغلام او برده کار واخلي؟

داد پشاور شیخ مولانا محمد ادریس صاحب دی او دنن عصر ستر عالم او شیخ الحدیث دی شریفی صاحب او دا وعظ او نصیحت ندی وروره دا دلوی دوری دتدریس وخت دی او دا دسهار د ۷ بجی څخه تر ۱ بجی پوری شروع وی صرف پنځلس دقیقی وقفه لری وبس نو دا ډیر وخت دی او شیخ صاحب سپین ږیری او ضعیف دی

د ټالبانو مشرانو او کشرانو ټولو د فضل الرحمان، سميع الحق ، سراج الحق، حسين احمد، تقي عثماني او نورو پنجابي استادانو پښې او لاسونه تر دې ټينګ مساج کړي.

ههههههه!! نه هیڅکله بې ادبي نه ده.ته خبر یې چې همدا مولا د ورځې څومره او څو ځایه په ساعتونو ساعتونو ددین درس ورکوي؟دا ښه ده چې لغړزنی نه دی،بیا به مو بل څه ورپورې تړل،خو اوس یوازې خبره د ادب ده.له دې زیات تۀ بې ادبي او د #سنت محبوبه اهانت کوې،ستا خپله ږېره څه کړې ایا دا ادب دی؟

او شريفي صاحب باور وکه په افغانانو ګران یي ځکه تراوسه دي ښه مبارزه رونه کړي ده خو که علمآءکرامو ته دي لاس واچوی بيابه دافغانانو دغه موجوده مينه ونه وينې المشوره

شیخ صاحب محترم پر شاګردانو ډېر ګران دی، دا یې شاګردان پخپله خوښه کوي

ددرس په وخت کي شیيخان ډير ستړي کيږي دستړیاپه وخت کي دعذر په وخت کي دناجوړۍ په وخت کي لمونځ لا په ناسته روا ده چاپي کول خوادناخبره ده

شریفي صاحب لکه نوروملګروچي وویل،کله کله زموږ شیوخ،علماپه غټومدارسوکي په زرګونه شاګردانوته درس ورکوي چي دازیات وخت نیسي،حال داچي دوی په فزیکي لحاظ ډیرضعف وي،دزیات عمرخاوندان وي،شاید دده غوښتنه وي یاشاید شاکردیې دمهربانۍ لمخي کوي.که ډیرضرورنه وي چي ونه سي ښه ده خوفکرکوم ضروربه وي

سبحان الله ته راغلی پر شیخ صیب ادریس باندی اعتراضونه کوی ښاغلی شریفی چی هر چل کوی د علماؤو ځخه ځان لیری لیری ساته ما احادیثونه اوریدلی دی قسم په خدای سړی سچ پچ د ایمانه ځخه وزی ولو که بیخی لږنکی ګستاخ سی

ولي وروره؟ پر حضرت عمر رض د جمعې پر وعظ انتقاد سوی دی او حضرت عمر رض په ډېر احترام هغه ته جواب ویلی دی. زه درته وایم د تدریس پر وخت دغه عالم ته چا اجازه ورکړې چي دا کار دي وکړي. ایا رسول الله ص دا کار کړی؟ حضرت عثمان، حضرت صدیق، حصرت عمر او حضرت علي دغه ډول عمل کړی؟
